لومړنې زوار

لومړنې زوار: جابر بن عبدالله انصاری (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

شپه وه او  د کربلا په اسمان هغه سلګونه ستوري ځليدل چې د امام حسين عليه السلام ته راغلي وو. ټولو ستورو د امام حسين عليه السلام په مظلوميت ژړا کوله او اوښې يې ورولې. کله کله به يو بې قراره ستوري ځان د امام حسين عليه السلام په قبر راغورځولو او د ځوانانو په شان د کربلا په ميدان مړ کيدۀ. شپې خپله توره خيمه په هغه ځمکې غوړولې وه او سپوږمې د هغه خيمې په خوا کښې ولاړه وه. د فرات دريات ورو ورو په وړاندې تلو او د سپوږمۍ ايځور پکښې څرګند و.

د شهيدانو د عطرو بوی سره د کربلا هوا بوی ناکه وه او د کربلا د خورې بوی د کربلا په ځمکه خپور و. سوزيدلو او نيمو سوزيدلو خيمو د دې ګواهي ورکوله چې دلته ځينې کسان وو چې اوس نشته او يوازې يوه وړه قتلګاه په نظر راځي خو شهيدان پکښې نه ښکاري هغه ګلونه ټول رژيدلي او پاڼې پاڼې شوي دي او د کربلا د ګلونو د مالي څه پته نه لږي.

د کربلا دشهيدانو د دفن کولو ډېرې ورځې تېرې شوې وې خو لا تر اوسه ورته څوک زيارت کوونکے نه و راغلے د کربلا په هغه غمجنه او له غمونو ډکې ځمکې باندې ټولي ټولي پرښتې له اسمانه راکوځيدې زيارت به يې کاوۀ او بيا به بېرته ختلے.

د هغوي د وزرو د خوځيدو اواز اوريدے شو خو ليدے کيدے نه شوے. د اهلبيتو امامانو له ملګرو او مينو څخه لا تر اوسه څوک د کربلا ځمکې ته نه وو راغلي او د کربلا ځمکه ډېره غريبه او بې کسه وه.

د کربلا لاره د يزيد د مزدورانو او سپايانو له محاصرې خلاصه شوې وه او د ابن زياد د سپايانو نيول، وهل ټکول نه وو پاتې. يو ضعيف او بوډا سړي خپل ملګري عطيه سره د کربلا په لور روان و چې د سيد الشهداء حضرت امام حسين عليه السلام  زيارت وکړي. د کربلا لار يې نيولې وه او د امام حسين عليه السلام مظلوميت ته فکر کاوۀ او اوښې يې ورولے. هغه روان وو چې په کربلا کښې خپل زړه تش کړي او په هغه وچه ځمکه په ډکو ډکو وژاړي. هغه ته لا تر اوسه د امام حسين عليه السلام د وړوکوالي خبرې يادې وې کله به يې هغه خبره ياد شوه چې امام حسين عليه السلام به د پيغمبر(ص) په غيږ کښې کښيناستۀ او هغه حضرت(ص) په يې مخ ښکلاوۀ.

جابر بن عبدالله انصاري ته هغه وخت ياد و چې پيغمبر(ص) په فرمايل: حسين له ما دے او زۀ له حسينه يم. خدايه هغه چا سره مينه وکړې چې حسين سره مينه کوي او هغه چا سره دښمني وکړې چې حسين سره دښمني کوي. جابر د کربلا زيارت ته روان و او په خپه اراده کښې کلک و. کله چې جابر بن عبدالله د فرات درياب ته راورسيد نو غسل يې وکړ بيا د کربلا د شهيدانو د قتلګاه په لور روان شو ورو ورو تلو تر دې چې د امام حسين عليه السلام پاک قبر ته ورسيد.

بيا يې ځان د امام حسين عليه السلام په قبر وغورځاوۀ او دومره ژړا او فرياد يې وکړ چې بې هوشه شو کله چې په هوش کښې راغے نو غږ يې وکړ: “يا حسين!” بيا يې وويل: “يو ملګرې د ملګري ځواب نه ورکوي” بيا يې وويل: “حسين جانه! ته څنګه زما ځواب راکولے شے په داسې حال کښې چې دښمنانو دې سر له بدنه جدا کړے دے….” زه دا ګواهي ورکوم چې ته د پيغمبر(ص) اولاد او د علي مرتضی او فاطمه زهراء زوے يې.

ولې به داسې نه وې په داسې حال کښې چې د پيغمبرانو د سردار په لاس کښې وروزل شوې او د علی(ع) په غيږ کښې لوی شې او د ايمان له تي دې شودې وڅښلې او اسلام سره لوی شوې. د خدای سلام او درود دې په تا وي. ګواهي ورکوم چې تۀ د يحیٰ پيغمبر په لار لاړې. جابر له دې زړه سوزوونکو خبرو پس د کربلا د نورو شهيدانو زيادت وکړ او ويې ويل: “په تاسو دې زما سلام وي چې د حسين په درشل ويدۀ يئ. ګواهي ورکوم چې تاسو لمونځ قائم کړ، زکات مو ورکړ، د ښو کارونو حکم مو وکړ او له بدو مه منعې وکړه او د حقو دښمنانو سره مو جنګ وکړ او د تر اخر عمره مو د خدای بندګي وکړه. په هغه خدای مې قسم چې محمد(ص) يې پيغمبر جوړ کړے دے کومه لاره چې تاسو خپله کړه د هغې په ثواب کښې مونږ هم له تاسو سره شريک يو. د خدای له رسوله(ص) مې واوريدل چې ويې فرمايل: “څوک چې کوم يې ټولي سره مينه کوي د هغه په کار کښې هغه سره شريک وي”

“او په هغه خدای مې قسم چې محمد(ص) يې مونږ ته راوليږۀ زما او زما د ملګرو نيت هماغه د حسين او د هغه د ملګرو نيت دے”. بيا جابر د علی اکبر عليه السلام د قبر زيارت وکړ او د کربلا د شهيدانو د قبرونو په خوا کښې دوه رکعته لمونځ وکړ..

جابر بن عبدالله انصاري له مخلصو شيعو او د پيغمبر(ص)، د اميرالمؤمنين، د امام حسن مجتبیٰ، د امام حسين، امام زين العابدين او د امام باقر عليهم السلام له وفادارو يارانو څخه و. هغه د خپل اوږد عمر په برکت د اوو تنو معصومينو د ژوند وخت وليد او د هغوي خدمت يې وکړ.

جابر بن عبدالله به په داسې ډېرو جنګونو کښې چې کافرانو سره به کيدل شرکت کاوۀ. په خپل ټول ژوند کښې د پاکو اهلبيتو(ع) حامي او مرستيال و. له همدې سببه د اهلبيتو کورنۍ هم هغه سره مينه کوله تر دې چې يوه ورځ پيغمبر(ص) جابر ته وفرمايل: “کله چې زما زوے محمد بن علی ووينې نو هغه ته زما سلام ورسوه” او جابر هم د پيغمبر(ص) په حکم عمل وکړ او لسګونو کاله وروسته يې د پيغمبر (ص) سلام امام باقر العلوم (ع) ته ورساوۀ.

 

پيژنګلوي:

نامه: جابر

د پلار نامه: عبدالله

د مور نامه: نسيبه

شهرت: انصاري