مؤمنه خور

مؤمنه خور: د عُمَيس لور بي بي اسماء

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

هغه په پيغمبر(ص) باندې له لومړيو ايمان راوړونکيو څخه وه د بعثت په لومړيو ورځو کښې وړاندې له دې چې پيغمبر(ص) د ارقم کور ته لاړ شي او هغه ځای خپل د تبليغ مرکز جوړ کړي ايمان يې راوړې ؤ. هغه له هغې ښځو څخه وه چې پيغمبر(ص) ورته مومنانې خويندې ويلے وے د هغوي شمير نهه يا لس کسانې ؤ.

د عميس لور اسماء يوه پرهيزګاره او پاکه ښځه وه او د اهلبيتو(ع) له وفادارو ملګرو ګڼل کيده. کله چې د جعفر بن ابی طالب ښځه شوه نو د دې نعمت په بدل کښې يې د خدای شکر اوباسه. کله چې د قريشو مشرکان د مسلمانانو په ازارولو اخته وو نو پيغمبر(ص) جعفر بن ابی طالب ته وفرمايل چې د مسلمانانو يوه ټولي سره د حبشې په لور هجرت وکړي. په دې تاريخي سفر کښې د عميس لور اسماء هم خپل خاوند سره حبشې ته هجرت وکړ او تل د جعفر مرستياله وه. په کلونو وروسته کله چې اسلام ډير ځايونو ته ورسيد او مسلمانان زيات شول نو د پيغمبر (ص) په حکم د مسلمانانو يوه ډله د جعفر بن ابی طالب په مشرۍ کښې د شام په وطن کښې موته طرف ته روان شو خو د خدای رسول په مدينه کښې پاتے شو او کله کله به يې د غيبو ارادې سره مسلمانانو ته د جنګ حالات بيانول کله چې په دې سخت جنګ کښې د اسلام د سپايانو مشر جعفر بن ابی طالب شهيد شو نو پيغمبر(ص) ډير خفه شو او د جعفر په غم کښې يې وژړل، بيا د هغه د کورنۍ د ډاډګيرنې لپاره د هغه کور ته لاړ.

اسماء دد ې پيښې په هکله داسې وايي:

د جعفر د شهادت په سهار مې لږ غوندې اوړه واغږل ماشومان مې ولامبول، پاک مې کړل او د کور په کارونو لګيا شوم چې په دغه وخت کښې د خدای رسول زمونږ کور ته راغے او د جعفر زامن يې وغوښتل ما هم د هغه حضرت ډير درناوې وکړ او ماشومان مې هغه ته وروستل ومې ليدل چې ماشومان يې سينې پورے نزدے کړل بوي يې کړل او له سترګو يې اوښکې روانې شوې. ما ورته وويل: اے د خدای رسوله! د يتيمۍ لاس د دوي په سر راکاږې؟ ايا له جعفره درته څه خبر رارسيدلے دے؟

پيغمبر(ص) وفرمايل؛ هو! نن شهيد شو. زۀ په ژړا شوم. پيغمبر اکرم(ص) وفرمايل: اے اسماْء ژاړه مه او خبر شه چې خدای ماته وحي کړې ده چې جعفر ته يې دوه وزر ورکړي دي چې په جنت کښې هر چرته چې وغواړی تلے شي. دجعفربن ابی طالب له شهادته وروسته اسماء د ابوبکر ښځه شوه او بياڅه موده پس خدای دې پاکی بي بي محمد بن ابوبکر زوے ورکړ چې هغه د اميرالمؤمنين(ع) له وفادارو ملګرو څخه شو.

سره د دې چې اسماء بل چا سره وادۀ کړې و خو د پيغمبر(ص) اهلبيتو سره يې هيڅکله اړيکې پرې نه شوې او دا ټول د پيغمبر(ص) اهلبيتو(ع) سره د مينې او محبت علامت دے د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته کله چې د علی(ع) نيوکې او مخالفتونه ورته سخت شول نو اراده يې وکړه چې په پټه يې شهيد کړي. د علی (ع) په دشمنانو کښې خالد بن وليد چې يو مناتفق سړے و وويل: زه دې ته تياريم چې په يوازې علی(ع) شهيد کړم او د هغه ژوند هميشه لپاره ختم کړم.

اسماء د دښمنانو له نقشې پوره پوره خبر وه نو اراده يې وکړه چې حضرت علی(ع) د دوي له پټو نقشو خبر کړي. له همدې وجې خپل يو مريې هغه ته وروليږۀ چې هغه حضرت ته د قران مجيد دا ايت په غوږ کښې ولولي: د ښار مشران ستا په هکله مشوره کوي چې قتل دې کړي نو له ښاره وځه ځکه چې زه ستا خير غوښتونکے يم. اميرالموممين چې کله دا ايت واوريد نو پوه شو چې د ښار منافقان غواړي چې ما شهيد کړي نو د اسماء د استازي ته يې ځواب کښې وفرمايل: خپه کيږه مه هغوي نه شي کاميابيدے ځکه چې پيغمبر(ص) ماته دا خبر راکړے دے ته به ځينی تړون ماتوونکي (ناکثين) او ظالمان (قاسطين) اوخوارج (مارقين) په راتلونکي وخت کښې هلاکوې نوکه منافقان په خپله نقشه کښې بري شي نو هغه کسان به څوک هلاکوي؟

همدا رنګ اسماء که هغې پاکو ښځو وه چې بي­بي فاطمه زهرا سلام الله عليها سره يې ډيره مينه لرله. او په مصيبتونه او مشکلاتو کښې د هغې ملګري وه د بي­بي زهراء د شهادت په وخت فضه سره هم موجوده وه. بي بي زهراء هغې ته وصيت وکړ چې کله له دنيا لاړه شم نو اميرالمومنين(ع) دې ماته غسل راکړي او بل چا ته زماپه جنازه کښې د ګډون اجازت ورنه کړي. اسماء بيا د امام علی(ع) ښځه شوه او دوه زامن عون او يحی يې وشول. عون د عاشورا په ورځ د امام حسين (ع) په دفاع کښې وجنګيد او شهيد شو او همدا رنګ د هغې بل زوے محمد بن ابی بکر د پيغمبر(ص) او داسلام د لوړو ارمانونړو د دفاع او ژعورنې په لار کښې شهيد شو. اسماء د اسلام د مخ پرتګ او رواج کولو لپاره ډير کار وکړ او د اهلبيتو (ع) په ملګرتيا کښې يې کمې ونه کړ د عميس لوراسماء يوه مومنه ښځه وه چې نوم به يې د اسلام په تاريخ کښې تل ځليږي.

سره د دې چې هغه يوه ښځه وه خو د سړو په شان د ولايت او امامت د دفاع لپاره د خپلې زمانې د ظالمانو په وړاندې ودريده او د اهلبيتو د مينې په سبب يې خپل نوم په تاريخ کښې د همشه لپاره ژوندې وساته.

 

پيژنګلوي:

نامه:  اسماء

د پلار نامه: عُمَيس

د خاوندانو نامې: جعفر بن ابی طالب، ابوبکر، علی بن ابی طالب