امهات المومنین

ژباړه: محمد رحیم درانی

د پیغمبر(ص) میرمنې هغه ښځې چې رسول الله مبارک ورسره واده کړی او په قرآن کښې د امهات المومنین (د مؤمنانو د میندو) په توګه یادې شوي او په هکله یې ځانګړي حکمونه راغلي دي.

مسلمان عالمان د پیغمبر(ص) د میرمنو د شمیر په هکله د نظر اختلاف لري. ځینو د پیغمبر(ص) د میرمنو شمیر دیارلس او ځینو نورو پنځلس بللی او په دې لړ کښې نورې نظریې هم شته دي. د دغه اختلاف سرچینه د پیغمبر(ص) په میرمنو کښې د وینځو شمیرنې یا نه شمیرنې ته ورګرځي. د پیغمبراکرم(ص) ودونه د هغه د ماموریت(د دین د تبلیغ) په… لړ کښې وو او د سترو عرب قبیلو د ملاتړ د جلبولو، د جاهلیت د غلطو افکارو د ختمولو، د زیانمن شویو ښځو د ټولنیز مقام د پیاوړتیا او د هغوي د حوصلې زیاتولو او هم د اسیرانو د آزادولو په شان انګیزو سره یې کړي دي.

ساده ژوند، له تکبر نه ځان ساتل او ښې خبرې کول د رسول الله(ص) مېرمنو ته د خدای له حکمونو څخه دي. همداشان مسلمانانو ته امر شوی دی چې د پیغمبر(ص) له میرمنو سره د پردې تر شا څخه خبرې وکړي او د پیغمبر(ص) له وفات وروسته ورسره واده ونه کړي.

مسلمانان د پیغمبر(ص) د میرمنو په پاکلمنۍ باور لري او د هغوي سپکاوی روا نه ګڼي. البته د پیغمبر له وفات وروسته د جنګ جمل په شان پیښو کښې د عایشې په کړچار باندې نیوکه لري.

موقعیت

د آيت‌الله خامنه‌اي فتوا

«د اهل سنت وروڼو د سمبولونو سپکاوی له هغو نه د اسلام د پیغمبر(ص) په میرمنې عایشې باندې تور پورې کول حرام دي. په دې موضوع کښې د ټولو پیغمبرانو په تیره بیا د پیغمبرِ اعظم حضرت محمد مصطفی(ص) میرمنې شاملیږي».

د آرشیو نیټه، رسالت ورځپاڼه، د ۱۳۷۹لمریز کال د تلې یوولسمه، دریم مخ.

د پېغمبر اکرم میرمنې د اسلام د پېغمبر (ص) بیبیانو ته اشاره کوي چې د دې آیت : «وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ؛ د هغه میرمنې، د هغوي(مؤمنانو) میندې دي.[۱] چې د اُمُّ الْمُؤْمِنین‌ (د مؤمنانو د میندو) لقب ورکړې شو.[۲] په قرآن کښې د هغوي په هکله ځانګړي حکمونه راغلي دي.[۳]

د پیغمبر د میرمنو د سپکاوي حرمت

ټول مسلمانان د پیغمبر د میرمنو په پاکلنمۍ باور لري. په عین حال کښې ځیني وهابیان شیعه تورنوي چې هغوي د پیغمبر میرمنو ته ناروا نسبت ورکوي. که څه هم شیعه عالمان او ځیني اهل سنت عالمان د پیغمبر اکرم(ص) له وفات وروسته، د جنګ جمل په  جوړیدو کښې د عایشې د رول او له امام علي علیه السلام سره د هغې د دښمنۍ په شان پیښو کښې د پیغمبر د ځینو میرمنو په کړچار باندې نیوکه لري.[۴] خو د پیغمبر(ص) په هیڅ کومې میرمنې یې ناروا تور نه دی پورې کړی او د هغوي سپکاوی روا نه ګڼي.[۵] د بیلګې په توګه د پنځمې قمري پيړۍ شیعه متکلم سید مرتضی په فحشاؤ د پیغمبرانو د میرمنو ککړتیا د پیغمبرانو له عصمت سره ناسازګاره ګڼي، ځکه چې د امامیه د اعتقاد له مخې، پیغمبران له هر هغه  څه پاک دي له هغوي نه د خلکو د کرکې او لرې والي سبب شي.[۶] شیخ طوسي هم په تفسیرِ تبیان کښې څرګنده کړې چې د پیغمبرانو هیڅ کومه میرمنه ناپاکلمنه نه وه ځکه چې دغه کار هم له پیغمبر(ص) څخه د خلکو د ډډه کولو سبب کیږي او هم د هغه د شرم او عار سبب دی او بیشکه چې هر کس داسې غیرعالمانه خبره وکړي او داسې تور پورې کړي، ډیره ستره خطا او تیروتنه یې کړې ده.[۷] دا په داسې حال کښې دي چې ځینو اهل سنت پوهانو د پیغمبرانو د ځینو میرمنو په هکله د فحشاؤ د کولو او هم د دغه کار د ترسره کیدو امکان مطرح کړی دی.[۸] همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت الله خامنه اي د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) د میرمنو او د اهل سنت د سمبولونو د سپکاوي د حرمت په هکله د هغوي مقدساتو ته د سپکاوي د حرمت فتوا صادره کړې ده.[۹]

شمېر

د رسول الله صلی الله علیه وآله د مېرمنو د شمېر په اړه اختلاف دی: د ابن هشام په سیرت النبویة کښې د رسول الله مبارک د مېرمنو شمېر دیارلس وو: [۱۰] خدیجه، سوده، عایشه، زینب د خزیمه لور، حفصه د عمر لور، ام سلمه، د جحش لور زینب، جویریه، ام حبیبه، صفیه او میمونه، عمره بن یزید کلابي او اسماء بنت نعمان کندي[۱۱] د پیغمبر(ص) د وفات په وخت  له خدیجې او د خُزیمه د لور زینب پرته  د هغه نورې مېرمنې ژوندۍ وې.[۱۲]

له امام صادق علیه السلام نه په یو روایت کښې د پیغمبر د میرمنو شمیر پنځلس ښځې ذکر شوی دی.[۱۳] علي بن حسین مسعودي او شمس‌الدین ذَهَبی هم د پیغمبر(ص) میرمنې پنځلس بللې دي.[۱۴] په ځینو روایتونو کښې د هغوي شمېر تر اتلسو ذکر شوی دی.[۱۵] البته حضرت محمد(ص) ترڅو چې حضرت خدیجه ژوندۍ وه- یوازې یوه میرمنه درلوده او د حضرت خدیجې له وفات کیدو او مدینې ته له هجرت کولو وروسته یې نورې ښځې وکړې.[۱۶]

ویل شوي چې د پیغمبر(ص) د میرمنو په شمیر کښې د اختلاف وجه دا ده چې ځینو مورخانو هغه ښځې هم چې په یوه وجه یې له هغه سره ژوند نه دی تیر کړی او یا وینځې هم د هغه په میرمنو کښې شمېر کړې دي.[۱۷] په سرچینو کښې له هغو نه د ماریه قبطیه او د زید د لور ریحانې نومونه راغلي دي.[۱۸]

 

د بقیع یو انځور، څلورم نمبر، د پیغمبر د میرمنو قبرونه ښیي

 

اولادونه

اصلي مقاله: د اسلام د پیغمبر اولادونه

د پېغمبراکرم (ص) له مېرمنو څخه يوازې خديجې او ماريه قبطيې اولادونه درلودل.[۱۹] ماريې ته خدای د ابراهيم په نوم زوی ورکړ.[۲۰] د مشهور قول له مخې حضرت خدیجې ته خدای څلور لوڼې (فاطمه(س)، زینب، ام کلثوم او رقیه) او دوه زامن (عبدالله او قاسم) ورکړل.[۲۱] البته ځیني شیعه محققان باوري دي چې زینب، ام کلثوم او رقیه د پیغمبر(ص) او خدیجې لوڼه نه وې بلکې د خدیجې د خور لوڼه وې چې د هغې په کور کښې لوې شوې وې.[۲۲]

 

د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو فلسفه

د رسول الله صلی الله علیه وآله سلم په زمانه کښې ګڼ ودونه کول یو عام شی و.[۲۳] خو داسې ویل شوي چې پیغمبر (ص) په حکمت او د الهي رسالت (د اسلام د تبلیغ) له مخې څو ودونه کړي دي. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د ډیرو میرمنو لرلو ځیني لاملونه په لاندې ډول دي:

له عایشې سره د واده په شان د لویو عربو قومونو او قبیلو سره د نسبي تړون له لارې د هغوي د ملاتړ راجلبول او د خپل سیاسي او ټولنیز نفوذ پیاوړی کول.

د جحش له لور زینب سره واده کول. د زید بن حارثه چې رسول الله مبارک ورته زوی ویلې وو، د مېرمن زینب سره د واده کول د الهي حکم پلي کول او د جاهلیت د غلطو افکارو ختمول وو ځکه چې د جاهیت د رسم له مخې عربانو به د خولې ویلي زوی د خپل زوي او اولاد په شان ګڼه. په دې وجه به یې د خپل دغه اولاد له مړینې یا طلاق وروسته د هغه له میرمنې سره واده نه کوه.

د زیانمن شویو ښځو د ټولنیز مقام پیاوړتیا، لکه کونډې او اسیرې میرمنې(د پیغمبر(ص) زیاتره میرمنې کونډې وې).

د ښځو زړه ساتنه، د هغو زیانونو په وجه چې د اسلام د منلو په خاطر ورته رسیدلي وو، لکه له ام حبیبه سره واده.

د کونډو او بې وزله ښځو(د شهیدانو د میرمنو) او د یتیمانو ساتنه او د ژوند تامینول، لکه له ام سلمه او د خزیمه له لور زینب سره واده.

د اسلام او مسلمانانو د سترتوب او پیاوړتیا ښودنه لکه له صفیې سره واده.

د سر له خطرونو د ښځو ساتنه لکه له سوده سره واده.

د اسیرانو او مریانو آزادول لکه له جُوَیریه بنت حارث سره واده.[۲۵]

په عین حال کښې ځینو لیکوالانو د پیغمبر د میرمنو ګڼ شمېر د هوا او هوس له امله بللی دی. علامه طباطبايي په ځواب کښې ویلي دي چې د پیغمبر سیرت د دې اپوټه ثابتوي، ځکه چې پيغمیر د خپل عمر شل کاله(له دریو نه یوه برخه ژوند) یوازې له خدیجې بي بي سره تیر کړ او د عمر په وروستیو کښې یې له نورو ښځو سره ودونه وکړل.[۲۶] همداشان که چیرې د پيغمبر ودونه د هوا او هوس له مخې وو نو له ځوانو او پيغلو ښځو سره به یې ودونه کولې نه له کونډو او د ډیر عمر ښځو سره.[۲۷]

همداشان د علامه طباطبايي په وینا، له ښځو سره د پیغمبر اکرم(ص) کړچار  د دې یو دلیل دی چې هغه به ښځه د شهوت لپاره یوه وسیله نه ګڼله بلکې هڅه یې کړې چې هغوي له ذلت او مرئیتوبه وژغوري.[۲۸] محمدحسین کاشف‌الغطاء په دې باور دی چې پيغمبر(ص) په ډیرو ودونو سره غوښتل چې خپل ملکوتي نفس وښايي او د ځان ساتنې او زغم، استقامت او د انصاف او مساواتو څرګنده نمونه نندارې ته وړاندې کړي.[۲۹] [یادداشت ۱]

 

د پیغمبر میرمنو ته د قرآن حکمونه

د قرآن یوشمیر آیتونه د پیغمبر(ص) د میرمنو په هکله نازل شوي دي او هغوي ته په خطاب کښې یې یوشمېر احکام بیان کړي دي:

د پیغمبر(ص) د میرمنو سزا او انعام دوه چنده دی

د يا نِساءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضاعَفْ لَهَا الْعَذابُ ضِعْفَيْنِ وَ كانَ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيراً (۳۰) وَ مَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تَعْمَلْ صالِحاً نُؤْتِها أَجْرَها مَرَّتَيْنِ وَ أَعْتَدْنا لَها رِزْقاً كَرِيماً[احزاب–۳۰-۳۱.] آیتونو؛ که د پیغمبر اکرم(ص) میرمنې صالح او نیک عمل وکړي نو اجر یې دوه چنده او که فحش کار وکړي نو عذاب به یې هم دوه برابره وي.[۳۰] ځکه چې هغوي په پیغمبر پورې د نسبت لرلو په وجه په یو داسې موقعیت کښې دي چې د نورو ښځو لپاره مثال ګرځي.[۳۱] هم دا شان مفسرانو په، يا نِساءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّساءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ؛ ای د پیغمبر(ص) میرمنو تاسو له نورو ښځو سره برابر نه یئ که تقوا خپله کړئ  [سوره احزاب–۳۲]، آیت باندې په استناد سره د هغوي دنده له نورو درنه بللې ده، ځکه چې معقوله نه ده چې دنده یو هومره وي خو انعام یې بیل وي.[۳۲]

که پیغمبر او آخرت غواړئ نو ساده ژوند وکړئ

يا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْواجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَياةَ الدُّنْيا وَ زِينَتَها فَتَعالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَ أُسَرِّحْكُنَّ سَراحاً جَمِيلاً (۲۸) وَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ الدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِناتِ مِنْكُنَّ أَجْراً عَظِيماً[سوره احزاب–۲۸-۲۹] آیتونو له مخې د پیغمبر میرمنې که پیغمبر او آخرت غواړي نو باید ساده ژوند تیر کړي او که دنیا غواړي نو پیغمبر باید هغوي ته طلاق ورکړي او مهر یې ورکړي.[۳۳] لکه څنګه چې په تفیسیرِ نمونه کښې راغلي دي، دغه آیت د خپل مادي ژوند له حالته د پیغمبر(ص) د ځینو میرمنو د شکایت او نارضایتۍ په غبرګون کښې نازل شوی دی. هغوي د هغو غنیمتونو په لیدو سره چې له جنګونو به د مسلمانانو په برخه کیدل، له پیغمبر نه مادي غوښتنې درلودلې، پیغمبر(ص) د هغوي غوښتنې پوره نه کړې او یوه میاشت یې ترې ډډه وکړه تر دې چې دغه آیتونه نازل شول.[۳۴]

خپل غږ مه نری کوئ

د فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ[سوره احزاب–۳۲] آیت له مخې، د پيغمبر اکرم(ص) میرمنې له سړیو سره د خبرو کولو په وخت خپل غږ باید نری او نازک نه کړي ترڅو شهوت پاله خلک راونه پاریږي.[۳۵]

ښې خبرې وکړئ

د وَ قُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفاً[سوره احزاب–۳۲] آیت له مخې د پیغمبر(ص) میرمنې باید په داسې ښه توګه خبرې وکړي چې د خدای او د پیغمبر(ص) د رضا وړ او له حق او عدالت سره مل وي.[۳۶]

په کور کې پاتې شئ او له تبرج څخه ډډه وکړئ

د وَ قَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِيَّةِ الْأُولى… [سورة احزاب-33] په آيت کې د پېغمبر له مېرمنو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د ابتدايي جاهلیت په شانخپل بدنونه او سينګارونه د نورو د سترګو په وړاندې نه ښکاره کوي.[۳۷] ​​د مفسرینو په وینا دا یو عمومي حکم دی او ټولې مسلمانې ښځې په کښې شاملې دي خو  د زیات تاکید لپاره یې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ښځو تکیه کړې ده.[۳۸]

لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ

د أَقِمْنَ الصَّلاةَ وَ آتِينَ الزَّكاةَ وَ أَطِعْنَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ[سوره احزاب–۳۳] آیت له مخې، د پيغمبر ښځې باید لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي او د خدای او د هغه د پیغمبر اطاعت وکړي. البته د مفسرانو په وینا، دا حکومنه یوازې د پیغمبر ښځو لره ځانګړي نه دي او ټول په کښې شاملیږي، که څه هم د پيغمبر د ښځو په هکله لاډیر ټینګار لري.[۳۹] علامه طباطبايي لیکلي دي، د دې وجه چې په آیت کښې له احکامو څخه یوازې د لمونځ او زکات ذکر شوی دی، دا ده چې دغه دواړه د عبادتونو او معاملاتو ارکان دي او نور حکمونه د «اطعن الله و رسوله» لاندې راغلي دي.[۴۰]

له پیغمبر سره د ملګرتیا له فرصته ګټه پورته کړئ

د علامه طباطبايي په وینا، « وَاذْكُرْنَ ما يُتْلى‏ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آياتِ اللَّهِ وَ الْحِكْمَةِ[سوره احزاب–۳۴] آیت په دې معنا دی چې د پیغمبر(ص) میرمنې باید د خدای هغه آیتونه چې په خپلو کورونو کښې اوري، حفظ کړي او تل یې یاد وساتي او له هغې لارې چې خدای ورته ټاکلې ده، زیاتی ونه کړي.[۴۱] ځینو مفسیرنو هم ویلي دي چې د آیت مطلب دا دی چې د پیغمبر میرمنې باید د دې نعمت شکر وکړي چې په یو داسې کور کښې دي چې قرآن او حدیث په کښې تلاوت کیږي.[۴۲]

د پیغمبر له میرمنو سره په چلند کښې مسلمانانو ته د قرآن حکمونه

په قرآن کښې د پیغمبر(ص) له میرمنو سره د مسلمانانو د چلند لپاره هم ځیني احکام ذکر شوي دي:

د پردې له شا څخه خبرې کول

د «وَ إِذا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتاعاً فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ ذلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ [سوره احزاب–۵۳]» آیت له مخې، مسلمانان چې هر کله د پیغمبر له میرمنو کومه غوښتنه لري، باید د پردې له شا نه یې وغواړي. په دې آیت کښې له حجاب نه مطلب د نورو ښځو په شان عام حجاب نه دی بلکې ورباندې یو اضافه حکم او د پيغمبر میرمنو لره ځانګړی دی[۴۳] چې د پیغمبر په میرمنو کښې د دښمنانو د عیب لټونې د مخنیوي[۴۴] او د هغوي د حیثیت د ساتنې لپاره [۴۵] نازل شوی دی.

د پیغمبر(ص) له ښځو سره په واده بندیز

د «وَ لا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْواجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَداً؛ نه ښايي چې له پیغمبر وروسته د هغه له میرمنو سره واده وکړئ [سوره احزاب–۵۳]» آیت له مخې، د پيغمبر له وفات کیدو وروسته د هغه له میرمنو سره واده روا نه دی ځکه چې هغوي د مؤمنانو لپاره د معنوي میندو په مثال دي.[۴۶] د دې بندیز د علت په هکله ځیني احتمالونه ورکړی شوي دي، له هغو نه:

د پیغمبر د سپکاوي مخنیوی: ځینو کسانو نیت کړی و چې د پیغمبر له وفات نه پس د هغه له میرمنو سره واده وکړي او له دې لارې د رسول الله مبارک حیثیت خراب کړي.

د ناوړه استفادې مخنیوی: که د پیغمبر له میرمنو سره واده روا او جایز وی نو دا احتمال و چې ځیني کسان د دغه واده له لارې ځانګړي ټولنیز مقام ته ورسیږي او ورڅخه ناوړه استفاده وکړي، یا په دې پلمه چې د پیغمبر(ص) د کور له دننې څخه او د هغه د مکتب په هکله خاص خبرتیا لري، د اسلام تحریف ته مخه کړي.[۴۷]

د پیغمبر له میرمنو سره واده په دې وجه جایز نه و چې هغوي به په جنت کښې هم د پيغمبر اکرم(ص) میرمنې وي.[۴۸]

د پيغمبر د میرمنو حق مهر

اصلي مقاله: مهرالسنة

د روایتونو له مخې، د پیغمبر د میرمنو د مهریې اندازه ۵۰۰ درهم وه.[۴۹] هغې مهریې ته چې د اسلام ګران پیغمبر(ص) د خپلو میرمنو لپاره او همداشان د شیخ صدوق په نقل یې د خپلو لوڼو لپاره [۵۰] ټاکله، مهرالسنه ویل کیږي.[۵۱] البته د هغه روایت له مخې چې شیخ صدوق له امام باقر علیه السلام نه نقل کړی، د ام حبیبه(د پیغمبر د میرمنې) مهریه څوارلس زره درهم وه.[۵۲] ویل شوي چې په دې روایت کښې امام باقر علیه السلام دغه مهریه یوه استثنا بللې چې هغه د حبشې واکمن نجاشي، چې د پيغمبر لپاره د ام حبیبه د رشتې په غوښتنه کښې د رسول الله مبارک وکالت یې کوه، ټاکلې وه او په خپله یې دغه مهر ورکړی دی او پیغمبر(ص) ورسره مخالفت نه دی کړی.[۵۳]

له خپلو میرمنو سره د پیغمبر د چلند طریقه

د مصري لیکوال محمد حسنین هیکل (وفات ۱۳۷۶ق) په وینا، پیغمبر د خپلو میرمنو لپاره د داسې ځانګړي مقام قائل و چې عربانو ته ناآشناو.[۵۴] د قرآن د ځینو آیتونو له مخې، هغه د خپلو ځینو میرمنو د رضایت لپاره ځیني مباح څیزونه په ځان حرام کړل. د مثال په توګه، د «یا أَیهَا النَّبِی لِمَ تُحَرِّ‌مُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَک تَبْتَغِی مَرْ‌ضَاتَ أَزْوَاجِک ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّ‌حِیمٌ؛ ای پیغمبره، ولې د خپلو میرمنو د خوشالۍ لپاره هغه څه په ځان حراموې چې خدای درته حلال کړي دي؟ خدای دی چې بخښونکی او مهربان دی»،[۵۵] آیت په شانِ نزول کښې راغلي دي چې دا آیت پس له هغې نازل شو چې پيغمبر د حفصې د رضایت لپاره د شاتو د هغه شربت څښل پر ځان حرام کړل چې زینب بنتِ جحش ورله تیار کړی و.[۵۶]

همداشان به پیغمبر د خپلو میرمنو ترمینځ په انصاف او عدالت سره چلند کوه. د هغوي ترمینځ په مساوي او برابر توګه د مال د ویش په هکله روایتونه شته دي. له هغو نه په المغازي کتاب کښې د محمد بن عمر واقدي روایت دی چې وايي، پیغمبر د خیبر له جنګ وروسته خپلې هرې میرمنې ته اتیا وَسَق (پیمانه) خرما یا کجورې او شل پیمانې اوربشې ورکړې.[۵۷] همداشان یې خپلې شپې به یې هم په هغوي تقسیمولې او د جنګ یا سفر په وختو کښې به یې د قرعې په بنیاد، یوه میرمنه له ځان سره بووله، یا دا چې د سوره احزاب د ۵۱ آیت له مخې، هغه ته اجازه وه چې د خپلې هرې میرمنې نوبت چې وغواړي، ویې ځنډوي.[۵۸]

کتاب پيژندنه

د پیغمبر د میرمنو په هکله شیعو او اهل سنتو عالمانو په عربۍ او فارسۍ ژبو ډیر کتابونه لیکلي دي.

ځینې یې په دا ډول دي:

د زبیر بن بکار (وفات۲۵۶ق) لیکلی المُنتَخب مِن کتاب اَزواج النبی(ص)، دا کتاب د سکینه شهابي په تحقیق سره د په ۱۴۰۳قمري کال کښې د بیروت د الرساله مؤسسې له خوا خپور شوی دی.

د مصري مستبصر[۵۹] سعید ایوب (زیږون ۱۳۶۳ق) لیکلی زوجات النبی(ص) کتاب

سبک زندگی رسول خدا با همسرانش، د فرزانه حکیم زاده اثر دی. دغه کتاب له خپلو میرمنو سره د پیغمبر له چلند څخه د مثال اخیستنو په کړنلارې سره لیکل شوی دی.[۶۰]

د محمد بن یوسف صالحی دمشقي لیکلی اَزواج‌ُالنبی(ص) کتاب.

په ۱۴۱۱قمري کښې خپور شوی د امیر مهیا الخیامي، زوجات النبی و اولاده نومې کتاب.

او د په ۱۳۵۲لمریز کال کښې خپور شوی د عقیقي بخشایشي لیکلی «همسران پيامبر» کتاب.