زیارت الشُّهَدا (سره د ترجمې)

ترجمه: محمد رحیم درّانی

زیارت الشُّهَدا یا غیرمشهوره زیارتِ ناحیهٔ، دا د کربلا د شهیدانو زیارت دی، چې د عاشورا د ورځې په عملونو کې د دې هم سپارښتنه شوې ده. دا زيارت د محمد بن جعفر مشهدي (وفات: 610 هـ ق) په المزار الکبير کې او سيد ابن طاووس (وفات: 664 هـ ق) په الاقبال کې نقل کړی دی.

په دې کې د کربلا هر شهید ته د هغوی د نوم په یادولو سره سلام شوی او د هر یوه قاتل د هغوی د نوم په یادولو سره لعنت شوی دی. د زيارت الشهداء په سند کې دا نه ده مشخصه شوې چې کوم امام دا ويلي دي او يوازې دومره ويل شوي چې له «ناحیه مقدسه» څخه صادر شوی دی. «ناحیه مقدسه» هغه اصطلاح ده چې شیعه یې د امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع) او امام مهدي(ع) ته کاروي.

ځینو شیعه عالمانو لکه ایت الله خویی او محمد مهدي شمس الدین د دغه زیارت سند ضعیف ګڼلی او امام معصوم(ع) ته یې منسوبول نه مني. له بلې خوا د نجم الدین طبسي په څېر کسان دا زیارتي مستنده ګڼي.

 

زیارت الشهدا، د کربلا د شیهدانو زیارتنامه‌ای

زیارت الشهدا د کربلا د شهیدانو زیارت دی چې د عاشورا د ورځې له اعمالو څخه یادیږي.[۱] په دې زیارت کې د امام حسین(ع) ته له سلام کولو وروسته د کربلا هر یو شهید ته د هغوی د نومونو په یادولو سره سلام شوی دی. همدارنګه د شهیدانو په قاتلینو د هغوی د نومونو په یادولو سره لعنت ویل شوی دی.[2]

زیارت الشهدا ته «زیارتِ ناحیهٔ غیرمشهور» هم ویل کیږي[3] د «زیارتِ ناحیهٔ مشهور»[۴] په مقابل کې یا ورته زیارت ناحیه معروف هم ویل کیږي.[5].

 

د زیارت الشهدا ناحیه مقدسه ته نسبت ورکول

د زیارت الشهدا په حدیثي سرچینو کې دا نه ده مشخصه شوې چې کوم امام دا ویلي دي او یوازې دا راغلي دي چې په ۲۵۲ هجري قمري کال کې له ناحیه مقدسه څخه صادر شوی دی،[6] «ناحیه مقدسه» هغه اصطلاح ده چې شیعو به دا د غیبت صغری تر اخره پورې د امام معصوم(ع) لپاره استعمالوله.[۷] شيعه رجال پوه عالم عبدالله مامقاني (وفات: ۱۳۵۱ هـ ق) دغه زيارتنامه امام مهدي (عج) ته منسوب کړې ده.[8]

البته، امام مهدي(عج) له دې نیټې څخه څو کاله وروسته (په ۲۵۵ هجري [۹] یا ۲۵۶ هجري [۱۰]) کې زیږیدلی دی. له همدې امله ځينې خلک په دې اند دي چې د دې زيارت په سند کې د «ناحیه مقدسه» مراد امام هادي(ع) دی.[۱۱] او ځينې وايي چې امام عسکري(ع) ترې مراد دی.[۱۲]

علامه مجلسي دوه احتمالات وړاندي کړي دي: يو دا چې د روايت د تاريخ په يادولو کې تېروتنه شوې ده او په اصل کې ٢٦٢ هجري وه چې په غلطۍ سره يې ٢٥٢ هجري ليکل شوى ده. دویم، دا چې د «ناحیه مقدسه» مراد امام حسن عسکري دی.[۱۳]

 

د زیارتنامه اعتبار

زیارت الشهدا محمد بن جعفر مشهدي (وفات: ۶۱۰ هـ ق) په المزار الکبير[۱۴] او سيد بن طاووس (وفات: ۶۶۴ هـ ق) په الاقبال[۱۵] کې نقل کړی دی. د محمد مهدي شمس الدین (وفات: 1379) په کتاب انصار الحسیني کې راغلي چې د دې زیارتنامې په د سند په سلسله کې ځینې راویان نامعلوم دي او د رجالو په کتابونو کې بې له قاموس الرجال(لیک: ۱۳۶۰) په نورو کې د هغوی د ژوند لیک نه دی راغلی. او ځينې يې ضعيف هم دي.[۱۶]

ایت الله خويي (وفات: ۱۴۱۳هـ ق) د مُعْجَمُ رِجالِ الحدیث په کتاب کې ویلي چې دا یقین نه شو کولی چې دا له «ناحیه مقدسه» څخه صادر شوی وي[۱۷] محمد مهدي شمس الدین، امام مهدي ته د دغه زیارت منسوبول ضعیف ګڼي. په هرصورت، هغه په ​​​​دې باور دی چې په دې باندې د تاریخي متن په توګه باور کیدی شي.[18]

له بلې خوا د حديث څېړونکي نجم الدين طبسي د دې زیارتنامې سندي اشکالات نه دي منلی.[۱۹] هغه د زیارتنامې محتوا او نورو دعاګانو او زیارتنامو سره د دې همغږۍ ته په پام او همدارنګ د دې د محتوياتو د تاریخي راپورونو سره سمون ته پام دا زیارتنامه معتبره ګنلې ده.[20]

 

په زیارتنامې کې د شهیدانو شمېر

د محمد مهدي شمس الدین په وینا د زیارت الشهداء کتابُ الاِقبال کې چې سید ابن طاووس لیکلی دی د ۶۳ شهیدانو یادونه شوې ده؛[۲۱] خو محمد ابراهیم آیتي ویلي دي چې په دې کې د کربلا په ۷۲ شهیدانو سلامونه استول شوي دي چې ۱۷ یې له بني هاشمو او ۵۵ له نورو قبيلو څخه وو.[۲۲] خو د المزار په ځينو نسخو کې ۷۴ کسانو ته[۲۳] د شهيد تر عنوان لاندې سلام شوی دی او د اقبال په ځينو نسخو کې ۸۱ کسانو ته.[۲۴]

 

محتوایي اعتراضونه

د محسن رنجبر په مقاله «پژوهشی درباره دو زیارت ناحیه و زیارت رجبیّه»، کې راغلي چې په دې زیارتنامې کې ځینې محتويات شتون لري چې معصوم ته د هغې منسوبول تر پوښتنې لاندې راولي.

 

د کربلا په شهیدانو کې د بُرَیر بن خُضَیر نوم نه یادول

د عاشورا د ورځې په شهیدانو کې د قیس بن مُسْهِر یادونه شوې ده په داسې حال کې چې د تاریخي سرچینو له مخې هغه د عاشورا له ورځې مخکې شهید شوی و.

د کربلا د لومړي شهید په توګه د مسلم بن عَوسَجه معرفي کول، په داسې حال کې چې تاریخي سرچینې بُرَیر بن خُضَیر د کربلا لومړی شهید ګڼي.[25]

السَّلَامُ عَلَیک یا أَوَّلَ قَتِیلٍ مِنْ نَسْلِ خَیرِ سَلِیلٍ، مِنْ سُلَالَهِ إِبْرَاهِیمَ الْخَلِیلِ، صَلَّی اللهُ عَلَیک وَ عَلَی أَبِیک، إِذْ قَالَ فِیک: قَتَلَ اللهُ قَوْماً قَتَلُوک، یا بُنَی مَا أَجْرَأَهُمْ عَلَی الرَّحْمَنِ وَ عَلَی انْتِهَاک حُرْمَهِ الرَّسُولِ، عَلَی الدُّنْیا بَعْدَک الْعَفَا، کأَنِّی بِک بَینَ یدَیهِ مَاثِلًا، وَ لِلْکافِرِینَ قَائِلًا:

سلام دې وي پر تا ای لومړي شهیده، د غوره کورنۍ له نسل څخه، د ابراهیم خلیل له کورنۍ څخه دی، سلام دې وي په تا او ستا په پلار باندې چې ستا په اړه یې وویل: خدای دې هغه ډله ووژني چې ته یې ووژلې ای زما زويه، کوم څه هغوي دې ته وهڅول چې د خداى نافرماني وكړي، او دې ته يې اړ كړل، چې د رسول(ص) حرمت او عزت تر پښو لاندې كړي، له تا وروسته د دنيا ژوند څومره بې ارزښته دى. داسې ده چې تا وینم چې د امام حسین علیه السلام په وړاندې د جنګ په میدان کې څرګند شوی، رجز لولې او کافرانو ته وايې:

أَنَا عَلِی بْنُ الْحُسَینِ بْنِ عَلِی * * * * نَحْنُ وَ بَیتِ اللهِ أَوْلَی بِالنَّبِی من علی بن حسین بن علی هستم * * * *

د کعبې قسم په خدای چې مونږ پیغمبر ته ډېر نږدی او ډېر وړ یو

أَطْعَنُکمْ بِالرُّمْحِ حَتَّی ینْثَنِی * * * * أَضْرِبُکمْ بِالسَّیفِ أَحْمِی عَنْ أَبِی

نیزې سره دې زخمي کوم تر دې حده چې نیزه ماته شي* * * * او تورې سره دې وهم داسې لکه چې له پلاره مې ملاتړ کوم

ضَرْبَ غُلَامٍ هَاشِمِی عَرَبِی * * * * وَ اللهِ لایحْکمُ فِینَا ابْنُ الدَّعِی

د هاشمي عربي (علوي) ځوان (د تورې) ګوزار چې په تاسو کیږي * * * * قسم په خدای چې د هغه پست فطرته زوی به په مونږ حکومت ونه کړي

حَتَّی قَضَیتَ نَحْبَک وَ لَقِیتَ رَبَّک، أَشْهَدُ أَنَّک أَوْلَی بِاللهِ وَ بِرَسُولِهِ، وَ أَنَّک ابْنُ رَسُولِهِ وَ ابْنُ حُجَّتِهِ وَ أَمِینِهِ، حَکمَ اللهُ لَک عَلَی قَاتِلِک مُرَّهَ بْنِ مُنْقِذِ بْنِ النُّعْمَانِ الْعَبْدِی، (لَعَنَهُ اللهُ) وَ أَخْزَاهُ، وَ مَنْ شَرِکهُ فِی قَتْلِک، وَ کانُوا عَلَیک ظَهِیراً، أَصْلَاهُمُ اللهُ جَهَنَّمَ وَ ساءَتْ مَصِیراً، وَ جَعَلَنَا اللهُ مِنْ مُلَاقِیک وَ مُرَافِقِیک، وَ مُرَافِقِی جَدِّک وَ أَبِیک، وَ عَمِّک وَ أَخِیک، وَ أُمِّک الْمَظْلُومَهِ، وَ أَبْرَأُ إِلَی اللهِ مِنْ قَاتِلِیک، وَ أَسْأَلُ اللهَ مُرَافَقَتَک فِی‌دار الْخُلُودِ، وَ أَبْرَأُ إِلَی اللهِ مِنْ أَعْدَائِک أُولِی الْجُحُودِ، وَ السَّلَامُ عَلَیک وَ رَحْمَهُ اللهِ وَ بَرَکاتُهُ.

تر دې چې هغه څه ته ورسیدې چې دې خوښ وو، او خپل رب سره دې ملاقات وکړ. زه ګواهي ورکوم چې ته خدای او رسول ته له نورو زیات وړ یې، ته د خدای د رسول زوی او د هغه د حجت زوی او د هغه امین یې. خدای دې ستا په قاتل مرة بن منقذ بن نعمان عبدی او په هغه کسانو چې ستا په شهادت کې له هغه سره شریک وو او ستا په خلاف یې هڅه کړی، لعنت کړي او خوار دې کړي، الله تعالی هغوي دوزخ ته داخلوي او ډېره بده خاتمه ده. الله تعالی دې مونږ ستاسو له دیدن کوونکو او ملګرو او ملتیا کوونکو او ستاسو له نیکه او پلار او تره او ورور او مظلومې مور سره له کښیناستونکو وګرځوي. ستاسو له قاتلانو بیزاري کوم او خدای ته پناه وړم او له خدایه په تل پاتي ژوند کې ستاسو سره ناستی غواړم او ستاسو له دښمنانو چې د حق منکران وو خدای ته پناه وړم. د خدای سلام او رحمت او برکات دې په تاسو وي.

السَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ بْنِ الْحُسَینِ، الطِّفْلِ الرَّضِیعِ وَ الْمَرْمِی الصَّرِیعِ، الْمُتَشَحِّطِ دَماً، الْمُصَعَّدِ دَمُهُ فِی السَّمَاءِ، الْمَذْبُوحِ بِالسَّهْمِ فِی حَجْرِ أَبِیهِ، لَعَنَ اللهُ رَامِیهُ حَرْمَلَهَ بْنَ کاهِلٍ الْأَسَدِی وَ ذَوِیهِ.

سلام دې وي په عبدالله بن حسین باندې هغه ماشوم چې په غشو وویشتل شو او شهید شو او په خپله وینه کې ولغړید او وینه یې آسمان ته پورته شوه. هغه ماشوم چې د خپل پلار په غیږ کې د غشي په وسیله حلال شو، خدای دې د هغه په ​​قاتل حرملة بن کاهل اسدي او د هغه پر ملګرو لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، مُبْلَی الْبَلَاءِ وَ الْمُنَادِی بِالْوَلَاءِ فِی عَرْصَهِ کرْبَلَاءَ، الْمَضْرُوبِ مُقْبِلًا وَ مُدْبِراً، وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَه هَانِی بْنَ ثُبَیتٍ الْحَضْرَمِی.

سلام دې وي پر عبدالله بن امیرالمومنین د کربلا په میدان کې د مصیبتونو امتحان کوونکی او د آل رسول الله د ولایت غږ کوونکی چې له شا او مخکې وهل شوی و او زخمونه یې خوړلي وو، خدای دې د هغه پر قاتل هاني بن ثبیت حضرمي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی الْعَبَّاسِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، الْمِوَاسِی أَخَاهُ بِنَفْسِهِ، الْآخِذِ لِغَدِهِ مِنْ أَمْسِهِ، الْفَادِی لَهُ الْوَاقِی، السَّاعِی إِلَیهِ بِمَائِهِ الْمَقْطُوعَهِ یدَاهُ، لَعَنَ اللهُ قَاتِلِیهِ یزِیدَ بْنَ وَقَّادٍ وَ حَکیمَ بْنَ الطُّفَیلِ الطَّائِی.

سلام دې وي په عباس بن اميرالمؤمنين باندې، چې د خپل ځان په قربانۍ یې له خپل ورور سره مرسته کوله، او د هغه لپاره له ځانه تېرېده، د خپل ورور لپاره يو ساتونکى او بې غرضه سپاهي و، سره له دې چې په خپله تږي و خو هڅه يې وکړه چې هغه اوبه چې ورسره وې حسين ته ورسوي، هغه عباس چې دوه لاسونه پرې شول. خدای دې د هغه پر قاتلانو، یزید بن رقاد (وقاد) هایتي او حکیم بن طفیل طائي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی جَعْفَرِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ الصَّابِرِ بِنَفْسِهِ مُحْتَسِباً، وَ النَّائِی عَنِ الْأَوْطَانِ مُغْتَرِباً، الْمُسْتَسْلِمِ لِلْقِتَال، الْمُسْتَقْدِمِ لِلنِّزَالِ، الْمَکثُورِ بِالرِّجَالِ، لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ هَانِی بْنَ ثُبَیتٍ الْحَضْرَمِی.

سلام دې وي پر جعفر بن اميرالمؤمنين، چې د خپل نفس ساتونکی او صبر کوونکی و، له وطن څخه لرې مسافر، جهاد ته راضي او تسلیم او د جګړې په ډګر کې وړاندې کیدونکی و، چې د جګړې په ډګر کې د ډېرو له خوا پرې بريد وشو او له ماتې سره مخ شو. خدای دې د هغه پر قاتل هاني بن ثبیت حضرمي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی عُثْمَانَ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ سَمِی عُثْمَانَ بْنِ مَظْعُونٍ لَعَنَ اللهُ رَامِیهُ بِالسَّهْمِ خَوْلِی بْنَ یزِیدَ الْأَصْبَحِی الْأَیادِی الْأَبَانِی الدَّارِمِی.

سلام دې وي په عثمان بن اميرالمؤمنين چې عثمان بن مظعون بلل کېده. خدای دې د هغه پر وژونکو، خولي بن یزید اصبحي أیادي (چې هغه یې په غشو وویشته) او أباني دارمي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی مُحَمَّدِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ قَتِیلِ الْأَبَانِیالدَّارِمِی (لَعَنَهُ اللهُ) وَ ضَاعَفَ عَلَیهِ الْعَذَابَ الْأَلِیمَ وَ صَلَّی اللهُ عَلَیک یا مُحَمَّدُ وَ عَلَی أَهْلِ بَیتِک الصَّابِرِینَ

سلام دې وي پر محمد بن اميرالمؤمنين چې د اباني دارمي په لاس وژل شوى و، خداى دې د هغه پر قاتل لعنت وکړي  او د هغه لپاره دې دردناک عذاب ډېر کړي، سلام دې وي پر تا ای محمده(ص) او ستا صبر کوونکي اهلبیتو (ع) باندې.

السَّلَامُ عَلَی أَبِی بَکرِ بْنِ الْحَسَنِ الزَّکی الْوَلِی، الْمَرْمِی بِالسَّهْمِ الرَّدِی، لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُقْبَهَ الْغَنَوِی.

سلام دې وي پر ابوبکر بن حسن باندې چې پاک او م مرستندوی و، چې په وژونکي غشي وویشتل شو، الله تعالی دې د هغه په ​​قاتل عبدالله بن عقبه غنوي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ بْنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِی الزَّکی لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ وَ رَامِیهُ حَرْمَلَهَ بْنَ کاهِلٍ الْأَسَدِی.

سلام دې وي په عبدالله بن حسن بن علي باندې، چې پاک دی، الله دې د هغه په ​​قاتل حرلمة بن کاهل اسدي باندې لعنت وکړي.

السَّلَامُ عَلَی الْقَاسِمِ بْنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِی الْمَضْرُوبِ عَلَی هَامَتِهِ، الْمَسْلُوبِ لَامَتُهُ حِینَ نَادَی الْحُسَینَ عَمَّهُ، فَجَلَّی عَلَیهِ عَمُّهُ کالصَّقْرِ وَ هُوَ یفْحَصُ بِرِجْلِهِ التُّرَابَ وَ الْحُسَینُ یقُولُ: بُعْداً لِقَوْمٍ قَتَلُوک وَ مَنْ خَصْمُهُمْ یوْمَ الْقِیامَهِ جَدُّک وَ أَبُوک ثُمَّ قَالَ: عَزَّ وَ اللهِ عَلَی عَمِّک أَنْ تَدْعُوَهُ فَلَا یجِیبَک أَوْ یجِیبَک وَ أَنْتَ قَتِیلٌ جَدِیلٌ فَلَا ینْفَعَک هَذَا وَ اللهِ یوْمٌ کثُرَ وَاتِرُهُ وَ قَلَّ نَاصِرُهُ جَعَلَنِی اللهُ مَعَکمَا یوْمَ جَمَعَکمَا وَ بَوَّأَنِی مُبَوَّأَکمَا وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَک عَمْرَو بْنَ سَعْدِ بْنِ نُفَیلٍ الْأَزْدِی وَ أَصْلَاهُ جَحِیماً وَ أَعَدَّ لَهُ عَذَاباً أَلِیماً.

سلام دې وي په قاسم بن حسن بن علي، چې سر يې پرې شو او ژړا او زور ترې واخستی شو، کله چې يې خپل تره حسين ته غږ وکړ، نو تره یې لکه د ګړندۍ الوتونکې مرغۍ او ښکاري باز په شان حاضر شو، په داسې حال کې چې قاسم په پښو سره د ځمکې خاورې وهلې او د ځنکدن په حال کې و، حسين علیه السلام وفرمايل: د خداى رحمت دې له هغې ډلې لرې وي. د قيامت په ورځ به ستا نيکه، رسول الله او ستا پلار علیهما السلام د هغوي دښمنان وي، بیا یې وفرمایل: قسم په خدای ستا تره ته دا سخته او ناخوښه ده چې ته ورته غږ وکړې او هغه تاته ځواب درنه کړي، یا هغه ځواب درکړي په داسې حال کې چې ته ووژل شوې وې (او ستا بدن له زخمونو ډک وي او لاسونه دې ټوټې ټوټې وي) او دا ځواب درته کومه ګټه درنه کړي. قسم په خدای نن هغه ورځ ده چې ستا د تره دښمنان ډېر دي او ملګري یې لږ دي. خدای دې ما د قیامت په ورځ له تا سره یو ځای کړي او ستا په ځای کې دې ماته هم ځای راکړي، خدای دې ستا په قاتل عمرو بن سعد بن نفیل ازدي باندې لعنت وکړي او جهنم ته دې واچوي او دردناک عذاب دې ورته تیار کړي.

 

اَلسَّلَامُ عَلَی عَوْنِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ جَعْفَرٍ الطَّیارِ فِی الْجِنَانِ، حَلِیفِ الْإِیمَانِ، وَ مُنَازِلِ الْأَقْرَآنِ، النَّاصِحِ لِلرَّحْمَنِ، التَّالِی لِلْمَثَانِی وَ الْقُرْآنِ، لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ عَبْدَ اللهِ بْنَ قُطْبَهَ النَّبْهَانِی.

سلام دې وي پر عون بن عبدالله بن جعفر طیار، د نعمتونو په ډکو جنتونو کې، د ایمان ملګری، له مومنانو سره یو ځای جنګېدونکی، د رحمن خدای په خاطر نصیحت کوونکی او د حمد او قرآن کریم تلاوت کوونکی، او الله دې د هغه په ​​قاتل عبدالله بن قطب نبهاني باندې لعنت وکړي.

 

اَلسَّلَامُ عَلَی مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ جَعْفَرٍ الشَّاهِدِ مَکانَ أَبِیهِ وَ التَّالِی لِأَخِیهِ وَ وَاقِیهِ بِبَدَنِهِ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ عَامِرَ بْنَ نَهْشَلٍ التَّمِیمِی.

سلام دې وي پر محمد بن عبدالله بن جعفر چې د خپل پلار پر ځای شهید او د خپل ورور په څېر، چې په خپل بدن سره یې د هغه ساتنه کوله، د الله تعالی دې د هغه په قاتل عامر بن نهشل تمیمي باندې لعنت وکړي.

اَلسَّلَامُ عَلَی جَعْفَرِ بْنِ عَقِیلٍ، لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ وَ رَامِیهُ بِشْرَ بْنَ حَوْطٍ الْهَمْدَانِی.

سلام دې وي په جعفر بن عقیل، خدای دې د هغه پر قاتل بشر بن حوط همداني باندې لعنت وکړي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَقِیلٍ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ وَ رَامِیهُ عُثْمَانَ بْنَ خَالِدِ بْنِ أسد أَشْیمَ الْجُهَنِی

سلام دې وي پر عبدالرحمن بن عقیل باندې، خدای دې د هغه په ​​قاتل عمر بن خالد بن اسد جهني باندې لعنت وکړي چې هغه یې په غشو وویشت.

اَلسَّلَامُ عَلَی الْقَتِیلِ ابْنِ الْقَتِیلِ، عَبْدِ اللهِ بْنِ مُسْلِمِ بْنِ عَقِیلٍ، وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ عَامِرَ بْنَ صَعْصَعَه َوَ قِیلَ: أَسَدَ بْنَ مَالِک.

سلام دې وي په مقتول او د مقتول په زوی عبدالله بن مسلم بن عقیل باندې، الله دې د هغه په ​​قاتل عامر بن صعصعه او ویل شوي (اسد بن مالک) باندې دې لعنت وکړي.

اَلسَّلَامُ عَلَی أَبِی عبدالله عُبَیدِ اللهِ بْنِ مُسْلِمِ بْنِ عَقِیلٍ وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ وَ رَامِیهُ عَمْرَو بْنَ صَبِیحٍ الصَّیدَاوِی.

سلام دې وي په ابو عبدالله بن مسلم بن عقیل او د خدای لعنت دې وي د هغه په قاتل عمرو بن صبیح صیداوي چې هغه یې په غشو وویشت.

اَلسَّلَامُ عَلَی مُحَمَّدِ بْنِ أَبِی سَعِیدِ بْنِ عَقِیلٍ وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ لَقِیطَ بْنَ نَاشِرٍ الْجُهَنِی.

سلام دې وي په محمد بن ابی سعید بن عقیل باندې، او د خدای لعنت دې وي د هغه په قاتل لقیط بن ناشر جُهني باندې

اَلسَّلَامُ عَلَی سُلَیمَانَ مَوْلَی الْحُسَینِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ وَ لَعَنَ اللهُ قَاتِلَهُ سُلَیمَانَ بْنَ عَوْفٍ الْحَضْرَمِی،

سلام دې وي په سلیمان د حسین بن امیرمؤمنان په مريي باندې، او د خدای لعنت دې وي د هغه په قاتل سلیمان بن عوف حضرمي باندې.

اَلسَّلَامُ عَلَی قَارِبٍ مَوْلَی الْحُسَینِ بْنِ عَلِی.

سلام دې وي په قارب، د حسین بن علی علیهما السلام په مریي باندې

اَلسَّلَامُ عَلَی مُنْجِحٍ مَوْلَی الْحُسَینِ بْنِ عَلِی(ع)

سلام دې وي په منجح، د حسین بن علی علیهما السلام په مریي باندې

اَلسَّلَامُ عَلَی مُسْلِمِ بْنِ عَوْسَجَةَ الْأَسَدِی الْقَائِلِ لِلْحُسَینِ وَ قَدْ أَذِنَ لَهُ فِی الِانْصِرَافِ أَ نَحْنُ نُخَلِّی عَنْک وَ بِمَ نَعْتَذِرُ إِلَی اللهِ مِنْ أَدَاءِ حَقِّک وَ لاوَ اللهِ حَتَّی أَکسِرَ فِی صُدُورِهِمْ رُمْحِی وَ أَضْرِبَهُمْ بِسَیفِی مَا ثَبَتَ قَائِمُهُ فِی یدِی وَ لاأُفَارِقُک وَ لَوْ لَمْ یکنْ مَعِی سِلَاحٌ أُقَاتِلُهُمْ بِهِ لَقَذَفْتُهُمْ بِالْحِجَارَةِ ثُمَّ لَمْ أُفَارِقْک حَتَّی أَمُوتَ مَعَک وَ کنْتَ أَوَّلَ مَنْ شَرَی نَفْسَهُ وَ أَوَّلَ شَهِیدٍ مِنْ شُهَدَاءِ اللهِ قَضَی نَحْبَهُ فَفُزْتَ وَ رَبِّ الْکعْبَةِ شَکرَ اللهُ لَک اسْتِقْدَامَک وَ مُوَاسَاتَک إِمَامَک إِذْ مَشَی إِلَیک وَ أَنْتَ صَرِیعٌ فَقَالَ یرْحَمُک اللهُ یا مُسْلِمَ بْنَ عَوْسَجَةَ وَ قَرَأَ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضی نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ ینْتَظِرُ وَ ما بَدَّلُوا تَبْدِیلًا لَعَنَ اللهُ الْمُشْتَرِکینَ فِی قَتْلِک عَبْدَ اللهِ الضَّبَابِی وَ عَبْدَ اللهِ بْنَ خَشْکارَةَ الْبَجَلِی

سلام دې وي په مسلم ابن عوسجه اسدي، کله چې حسین(ع) ورته د کربلا له صحنې څخه د ستنیدو اجازه ورکړه (امام ته یې وویل:) ایا موږ تا یوازې پریږدو؟ نو بیا به ستا د حق نه ادا کولو لپاره د خدای په وړاندې څه عذر وړاندې کړو؟ نه، قسم په خدای تا به یواځې پریږنه دوو، زه به له هغوی سره تر هغه وخته پورې وجنګیږم تر څو مې چې د دوی په سینه کې خپله نېزه ماته نه وي کړی او تر څو چې توره زما په لاس کې ده نو پر هغوي به بریدونه کوم او که زما په لاس کې کومه وسله پاتې نه وي نو په تیږه به ورسره وجنګېږم. هیڅکله به له تا نه جدا نه شم تر څو چې زه له تا سره مړ شم.

ته ای مسلم بن عوسجه ته هغه لومړنی کس یې چې خپل ژوند یې د خدای په لاره کې قربان کړ او د خدای په لاره کې لومړنی شهید یې چې خپله وعده دې پوره کړه. د کعبې په خدای دې قسم وي چې ته نیکمرغه شوې، له کفارو سره په جهاد او د امام د مرستې له امله، خدای دې اجر درکړي. کله چې امام راغی او ته غورځیدلی وې، ویې فرمایل: خدای دې پر تا رحم وکړي، ای مسلم بن عوسجه، دا آیت یې ولوست: فَمِنْهُمْ مَن قَضیٰ نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ ینْتَظِرُ وَ ما بَدَّلوا تَبدیلاً (ژباړه: د دوي یوې ډلې خپل تړون پوره کړ او بله ډله انتظار کوي.[احزاب–۳۲]

 

اَلسَّلَامُ عَلَی سَعْدِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْحَنَفِی الْقَائِلِ لِلْحُسَینِ وَ قَدْ أَذِنَ لَهُ فِی الِانْصِرَافِ لانُخَلِّیک حَتَّی یعْلَمَ اللهُ أَنَّا قَدْ حَفِظْنَا غَیبَةَ رَسُولِ اللهِ(ص) فِیک وَ اللهِ لَوْ أَعْلَمُ أَنِّی أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْیا ثُمَّ أُحْرَقُ ثُمَّ أُذْرَی وَ یفْعَلُ ذَلِک بی‌سَبْعِینَ مَرَّةً مَا فَارَقْتُک حَتَّی أَلْقَی حِمَامِی دُونَک وَ کیفَ لاأَفْعَلُ ذَلِک وَ إِنَّمَا هِی مَوْتَةٌ أَوْ قَتْلَةٌ وَاحِدَةٌ ثُمَّ هِی الْکرَامَةُ الَّتِی لاانْقِضَاءَ لَهَا أَبَداً فَقَدْ لَقِیتَ حِمَامَک وَ وَاسَیتَ إِمَامَک وَ لَقِیتَ مِنَ اللهِ الْکرَامَةَ فِی‌دار الْمُقَامَةِ حَشَرَنَا اللهُ مَعَکمْ فِی الْمُسْتَشْهَدِینَ وَ رَزَقَنَا مُرَافَقَتَکمْ فِی أَعْلَی عِلِّیینَ

سلام دې وي په سعد بن عبدالله حنفي، کله چې امام ورته د ستنیدو اجازه ورکړه امام ته یې وویل: موږ به هیڅکله تا یوازې نه پریږدو ترڅو خدای شاهد وي چې موږ د رسول الله(ص) په غیاب کې له تا سره خپل تړون ساتلی دی او سر ته مو رسولی دی، قسم په خدای که زه پوه شم چې زه به وژل کیږم او بیا به ژوندی کیږم، او بیا زما جسد ژوندی ژوندی سوځوي او دا عمل له ما سره اویا ځله تکرار شي. بیا به هم له تا نه جدا کیږم تر څو چې زه ستا په وړاندې وجنګېږم او مړ شم. ولې باید داسې ونه کړم چې دا یوازې یو ځل مړیدل دي او بیا هغه عزت او وقار ته ورسیږم چې د تل لپاره به وي. سلام دې وي په تا باندې چې په دې لاره کې دې خپل ژوند ورکړ او له خپل امام سره دې مرسته وکړه او په ابدي ژوند کې د خدای له خوا عزت او کرامت ته ورسیدې. الله تعالی دې ما ستاسو د شهیدانو تر مینځ محشور کړي او په اعلی علیین کې دې ستاسو سره ملګرتیا را روزي کړي.

اَلسَّلَامُ عَلَی بِشْرِ بْنِ عُمَرَ الْحَضْرَمِی شَکرَ اللهُ لَک قَوْلَک لِلْحُسَینِ وَ قَدْ أَذِنَ لَک فِی الِانْصِرَافِ أَکلَتْنِی إِذَنِ السِّبَاعُ حَیاً إِذَا فَارَقْتُک وَ أَسْأَلُ عَنْک الرُّکبَانَ وَ أَخْذُلُک مَعَ قِلَّةِ الْأَعْوَانِ لایکونُ هَذَا أَبَداً

سلام دې وي پر بشر بن عمر حضرمي. د خدای ستاینه او حمد دې په تا وي. حسین(ع) تا ته هم اجازه درکړه چې د جګړې له صحنې څخه وګرځې، خو تاسو امام ته خطاب وکړ او ودې ویل: زما جسد دې ژوندی د وحشي ځناورو خواړه جوړ شي، چې که تا پریږدم او لاړ شم او له تا د تلو لپاره سپرلۍ وغواړم او تا لږو یارانو سره یوازې پریږدم، او په خپله په آرامۍ سره بیرته ستون شم، هیڅکله به داسې نه شي.

 

اَلسَّلَامُ عَلَی یزِیدَ بْنِ حُصَینٍ الْهَمْدَانِی الْمَشْرِقِی الْقَارِی الْمُجَدَّلِ

سلام دې وي پر یزید بن حصین همداني مشرقي، د قرآن او د جنګ په میدان کې جنګیالي باندې

اَلسَّلَامُ عَلَی عِمْرَانَ بْنِ کعْبٍ الْأَنْصَارِی اَلسَّلَامُ عَلَی نَعِیمِ بْنِ عَجْلَانَ الْأَنْصَارِی

سلام دې وي پر عمران بن کعب انصاري. سلام دې وي پر نعیم بن عجلان انصاري

اَلسَّلَامُ عَلَی زُهَیرِ بْنِ الْقَینِ الْبَجَلِی الْقَائِلِ لِلْحُسَینِ(ع) وَ قَدْ أَذِنَ لَهُ فِی الِانْصِرَافِ لاوَ اللهِ لایکونُ ذَلِک أَبَداً أَ أَتْرُک ابْنَ رَسُولِ اللهِ(ص) أَسِیراً فِی یدِ الْأَعْدَاءِ وَ أَنْجُو أَنَا لاأَرَانِی اللهُ ذَلِک الْیوْمَ

سلام دې وي پر زهیر بن قین بجلي کله چې حسین ورته اجازه ورکړه چې بیرته لاړشي نو ورته یې وویل: نه، قسم په خدای چې هیڅکله به داسې نه کیږي، هغه د رسول الله صلی الله علیه وآله زوی د دښمنانو په لاس کې ګېر پریږدم، او ځان وژغورم؟ خدای دې په ژوند کې ماته داسې ورځ ونه ښايي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَمْرِو بْنِ قَرَظَةَ الْأَنْصَارِی اَلسَّلَامُ عَلَی حَبِیبِ بْنِ مُظَاهِرٍ الْأَسَدِی

سلام دې وي پر عمرو بن قرظه انصاري. سلام دې وي پر حبیب بن مظاهر اسدي.

اَلسَّلَامُ عَلَی الْحُرِّ بْنِ یزِیدَ الرِّیاحِی اَلسَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَیرٍ الْکلْبِی

سلام دې وي پر حر بن یزید ریاحي. سلام دې وي پر عبدالله بن عمیر کلبي.

اَلسَّلَامُ عَلَی نَافِعِ بْنِ هِلَالٍ الْبَجَلِی الْمُرَادِی اَلسَّلَامُ عَلَی أَنَسِ بْنِ کاهِلٍ الْأَسَدِی

سلام دې وي پر نافع بن هلال بجلي مرادي. سلام دې وي پر أنس بن کاهل اسدي.

اَلسَّلَامُ عَلَی قَیسِ بْنِ مُسْهِرٍ الصَّیدَاوِی اَلسَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ وَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ابْنَی عُرْوَةَ بْنِ حَرَّاقٍ الْغِفَارِیینِ

سلام دې وي پر قیس بن مسهر صیداوي سلام دې وي پرعبدالله او عبدالرحمن چې د عروه بن حرّاق د غفاري دقبیلې دوه زامن وو.

اَلسَّلَامُ عَلَی جَوْنٍ مَوْلَی أَبِی ذَرٍّ الْغِفَارِی اَلسَّلَامُ عَلَی شَبِیبِ بْنِ عَبْدِ اللهِ النَّهْشَلِی

سلام دې وي پر جون بن حري چې د ابوذر غفاري مریی و. سلام دې وي پر شبیب بن عبدالله نهشلي.

اَلسَّلَامُ عَلَی الْحَجَّاجِ بْنِ یزِیدَ السَّعْدِی اَلسَّلَامُ عَلَی قَاسِطٍ وَ کرِشٍ ابْنَی زُهَیرٍ التَّغْلَبِیینِ

سلام دې وي پر حجاج بن یزید سعدي. سلام دې وي پر قاسط او کرش تغلبي چې د زهیر زامن وو.

اَلسَّلَامُ عَلَی کنَانَةَ بْنِ عَتِیقٍ اَلسَّلَامُ عَلَی ضِرْغَامَةَ بْنِ مَالِک اَلسَّلَامُ عَلَی جُوَینِ بْنِ مَالِک الضُّبَعِی

سلام دې وي پر کنانة بن عتیق. سلام دې وي پر ضرغامة بن مالک. سلام دې وي پرجوین بن مالک ضبعي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَمْرِو بْنِ ضُبَیعَةَ الضُّبَعِی اَلسَّلَامُ عَلَی زَیدِ بْنِ ثُبَیتٍ الْقَیسِی

سلام دې وي پر عمرو بن ضبیعه ضبعي. سلام دې وي پر زید بن ثبیت قیسي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَبْدِ اللهِ وَ عُبَیدِ اللهِ ابْنَی یزِیدَ بْنِ ثُبَیتٍ الْقَیسِی اَلسَّلَامُ عَلَی عَامِرِ بْنِ مُسْلِمٍ

سلام دې وي پر عبدالله او عبیدالله چې د یزید بن ثبیت قیسي دوه زامن وو. سلام دې وي پر عامر بن مسلم.

اَلسَّلَامُ عَلَی قَعْنَبِ بْنِ عَمْرٍو النَّمِری اَلسَّلَامُ عَلَی سَالِمٍ مَوْلَی عَامِرِ بْنِ مُسْلِمٍ

سلام دې وي پر قعنب فرزند عمرو تمري. سلام دې وي پر سالم چې د عامر بن مسلم مریی و

اَلسَّلَامُ عَلَی سَیفِ بْنِ مَالِک اَلسَّلَامُ عَلَی زُهَیرِ بْنِ بِشْرٍ الْخَثْعَمِی

سلام دې وي پر سیف بن مالک عبدي. سلام دې وي پر زهیر بن بِشْر خَثْعَمي.

اَلسَّلَامُ عَلَی بَدْرِ بْنِ مَعْقِلٍ الْجُعْفِی اَلسَّلَامُ عَلَی الْحَجَّاجِ بْنِ مَسْرُوقٍ الْجُعْفِی

سلام دې وي پر بدر بن معقل جعفي. سلام دې وي پر حجّاج بن مسروق جعفي.

اَلسَّلَامُ عَلَی مَسْعُودِ بْنِ الْحَجَّاجِ وَ ابْنِهِ اَلسَّلَامُ عَلَی مُجَمِّعِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْعَائِدِی

سلام دې وي پر مسعود بن حجّاج او سلام دې وي د هغه په زوي. سلام دې وي پر مجمع بن عبداللّه عائذي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَمَّارِ بْنِ حَسَّانَ بْنِ شُرَیحٍ الطَّائِی اَلسَّلَامُ عَلَی حَیانَ بْنِ الْحَارِثِ السَّلْمَانِی الْأَزْدِی

سلام دې وي پر عامر بن حسّان بن شریح طائي. سلام دې وي پر حیان بن حارث سلماني ازدي.

اَلسَّلَامُ عَلَی جُنْدَبِ بْنِ حُجْرٍ الْخَوْلَانِی اَلسَّلَامُ عَلَی عُمَرَ بْنِ خَالِدٍ الصَّیدَاوِی اَلسَّلَامُ عَلَی سَعِیدٍ مَوْلَاهُ

سلام دې وي پر جندب بن حجر خولاني. سلام دې وي پرعمر بن خالد صیداوي، سلام دې وي پر سعید او د هغه په مریي.

اَلسَّلَامُ عَلَی یزِیدَ بْنِ زِیادِ بْنِ الْمُظَاهِرِ الْکنْدِی اَلسَّلَامُ عَلَی زَاهِرٍ مَوْلَی عَمْرِو بْنِ الْحَمِقِ الْخُزَاعِی

سلام دې وي پر یزید بن زیاد مهاصر کنْدِي. سلام دې وي پر زاهر، د عمرو بن حمق پر مريي.

اَلسَّلَامُ عَلَی جَبَلَةَ بْنِ عَلِی الشَّیبَانِی اَلسَّلَامُ عَلَی سَالِمٍ مَوْلَی بَنِی الْمَدِینَةِ الْکلْبِی

سلام دې وي پر جبلة بن علي شیباني. سلام دې وي پر سالم، د بني مدینه کلبي په مريي.

اَلسَّلَامُ عَلَی أَسْلَمَ بْنِ کثِیرٍ الْأَزْدِی اَلسَّلَامُ عَلَی قَاسِمِ بْنِ حَبِیبٍ الْأَزْدِی

سلام دې وي پر اسلَم بن کثیر أَزدي. سلام دې وي پر قاسم بن حبیب أَزدي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عُمَرَ بْنِ الْأُحْدُوثِ الْحَضْرَمِی اَلسَّلَامُ عَلَی أَبِی ثُمَامَةَ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ اللهِ الصَّائِدِی

سلام دې وي پر عمر بن احدوث حضرمي. سلام دې وي پر ابوثمامه، عمرو بن عبدالله الصائدي.

اَلسَّلَامُ عَلَی حَنْظَلَةَ بْنِ أَسْعَدَ الشِّبَامِی اَلسَّلَامُ عَلَی عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ الْکدِنِ الْأَرْحَبِی

سلام دې وي پر حنظلة بن اسعد شِبامي.

سلام دې وي پر عبدالرحمن فرزند عبدالله بن کدن ارحبي.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَمَّارِ بْنِ أَبِی سَلَامَةَ الْهَمْدَانِی

سلام دې وي پر عمّار بن ابي‌سلامه دالاني.

اَلسَّلَامُ عَلَی عَابِسِ بْنِ شَبِیبٍ الشَّاکرِی اَلسَّلَامُ عَلَی شَوْذَبٍ مَوْلَی شَاکرٍ

سلام دې وي پر عابس فرزند أبي شبیب شاکري. سلام دې وي پر شوذب چې د شاکر قبیلې ته منسوب دی.

اَلسَّلَامُ عَلَی شَبِیبِ بْنِ الْحَارِثِ بْنِ سَرِیعٍ اَلسَّلَامُ عَلَی مَالِک بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَرِیعٍ

سلام دې وي پر شبیب بن حارث بن سریع. سلام دې وي پر مالک بن عبدالله بن سریع.

اَلسَّلَامُ عَلَی الْجَرِیحِ الْمَأْسُورِ سَوَّارِ بْنِ أَبِی حِمْیرٍ الْفَهْمِی الْهَمْدَانِی اَلسَّلَامُ عَلَی الْمُرْتَثِّ مَعَهُ عَمْرِو بْنِ عَبْدِ اللهِ الْجُنْدُعِی

سلام دې وي پر هغه پرژلي شوي اسیر، سوّار بن ابي‌حمیر فهمي همداني… او سلام دې وي هغه په ملګري، هغه پرژلی چې د جنګ له میدانه بهر وفات شو، عمرو بن عبدالله الجندعي.

اَلسَّلَامُ عَلَیکمْ یا خَیرَ أَنْصَارٍ، اَلسَّلَامُ عَلَیکمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ بَوَّأَکمُ اللهُ مُبَوَّأَ الْأَبْرَارِ أَشْهَدُ لَقَدْ کشَفَ اللهُ لَکمُ الْغِطَاءَ وَ مَهَّدَ لَکمُ الْوِطَاءَ وَ أَجْزَلَ لَکمُ الْعَطَاءَ وَ کنْتُمْ عَنِ الْحَقِّ غَیرَ بَطَّاءٍ وَ أَنْتُمْ لَنَا فَرَطٌ وَ نَحْنُ لَکمْ خُلَطَاءُ فِی‌دار الْبَقَاءِ وَ اَلسَّلَامُ عَلَیکمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَکاتُه.

پر تاسو دې سلام وي ای غوره ملګرو، پر تاسو دې ستاسو د صبر له سببه سلام وي، نو ستاسو د آخرت کور څومره غوره دی. خدای دې تاسو ته د نیکانو په مقام کې ځای درکړي. زه شاهدي درکوم چې خدای تاسو ته هغه څه ښکاره کړل چې پټ وو، او ستا لپاره یې نرمي او اسانتیا برابره کړه او تاسو ته یې پراخه بخښنه درکړه. تاسو د حق په لاره کې سست نه وئ، تاسو د حق په لاره کې له موږ څخه مخکې شوئ او موږ به په آخرت کې له تاسو سره یوځای کیږو، د خدای سلامونه او رحمتونه او برکتونه دې په تاسو باندې وي.[۲۶]