علي بن جعفر الصادق

علي بن جعفر الصادق چې په علي عُرَیضی مشهور دی د امام صادق(ع) تر ټولو کوچنی زوی دی. هغه له خپل ورور امام موسی بن جعفر(ع) او امام رضا(ع) څخه روایتونه نقل کړي دي. هغه د مسائلُ علي بن جعفر په نوم یو کتاب له هغه پاتی شوی دی چې… په هغه کې یې خپلې پوښتنې او د امام کاظم(ع) ځوابونه روایت کړي دي. د حسیني ساداتو نسب چې په سویل ختیځ آسیا کې ژوند کوي علي بن جعفر ته رسي. په عُريض، قم او سمنان کې ځینې زیارتونه هغه ته منسوب دي.

 

زوکړه

علي بن جعفر د امام صادق (ع) له اولاد څخه دی. مور یې ام ولد وه.[۱] ویل کیږي چې هغه دوه کلن و چې کله امام صادق (ع) په (۱۴۸هـ ق) شهید شو.[2] د تنقیح المقال په راپور، هغه له خپل پلاره حدیث نقل کړی دی.[3] په «انوار پراکنده» کتاب کې چې په ایران کې د دفن شوو امامزادګانو په هکله لیکل شوی دی، د هغه د پلار د روایت په اساس، د هغه زیږون په 134 یا 135 هجري کې اټکل شوی دی.[4]

 

کنیت یې ابوالحسن دی[۵] هغه د عُرَیض اوسېدونکی و.[۶] او له همدې امله هغه ته عُریضي[۷] او اولادونه او لمسیان ته یې عُرَیضیّون[۸] ویل کیدل.

 

میرمن او اولاد

شیخ عباس قمي د محمد بن عبدالله باهر لور فاطمه د هغه د میرمنې په توګه معرفي کړې ده.[۹] د علي بن جعفر لپاره دیارلس زامن او اوه لوڼې ثبت شوي دي:[۱۰]

 

د هغه زامن محمد، حسن، احمد شعراني، جعفر اصغر، حسین، جعفر اکبر، عیسی، قاسم، علي، عبدالله، محمد اصغر، احمد اصغر او محسن نومېدل،[۱۱] کلثوم، عِلیه، ملیکه، خدیجه، حمدونه، زینب او فاطمه هم د هغه لوڼې وې.[12]

 

په جنوب ختیځې اسیا کې د حسیني ساداتو نیکه

ویل کیږي چې حسیني سادات چې د جنوب ختیځې اسیا په اندونیزیا، مالیزیا، سنګاپور او سویلي تایلنډ کې میشت دي، د علي بن جعفر د زوی احمد بن عیسی بن محمد له اولادې څخه دي.[13] دوي په دغو سیمو کې د اسلام په خپریدو کې رول درلود.[۱۴] دې سیمې ته د هغه د اولادې د هجرت سبب د اسلام تبلیغ او تجارت ذکر شوی دی.[15] محدث قمي د هغه د نسل دوام د هغه له څلورو اولادونو محمد، احمد شعراني، حسن او جعفر څخه ګڼلی دی.[16]

 

د مرګ په وخت کې د علي بن جعفر وینا

پلار مې له وفات څخه یو کال مخکې، کله چې د هغه اهل بیت له هغه سره راغونډ شوي وو، وفرمایل: «خدای تعالی خپلو بندګانو په بل څه دومره ټینګار نه دی کړی لکه څومره چې یې په امامت کړی دی؛ خو بندګانو یې د بل هیڅ څیز دومره انکار او دورغ نه دی ګڼلی لکه څومره چې یې د دې امر انکار کړی او دروغ یې ګڼلی دی.»

د علیِ بن جعفر و مُستَدرَکاتُها، ۳۱۹ مخ.

 

له امامانو سره ملګرتیا

شیخ طوسي علي بن جعفر د امام موسی بن جعفر(ع) او امام رضا(ع) له اصحابو څخه یاد کړی دی[۱۸] له هغه نقل شوي دي چې هغه امام کاظم(ع) سره څلور ځله عمرې ته تللى دى.[19]

حسن بن فضال یو حدیث روایت کړی چې په هغه کښې امام کاظم علیه السلام د امام رضا علیه السلام امامت علی بن جعفر ته بیانوی او هغه یې قبولوي.[20] همدرانګ په هغه حدیث کې چې زکریا بن یحیی نقل کړی دی، علی بن جعفر په هغه خبرو کې چې د امام سجاد(ع) له لمسي حسن بن حسين بن علي بن حسين سره کړي دي، د امام رضا(ع) د امامت په اړه یې په کې خبرې کړي دي،[21] د هغه روایت له مخې چې په کافي کې نقل شوی دی، هغه به د امام جواد علیه السلام په هغه وخت کې چې هغه ماشوم و، ډېر احترام کاوه او کله چې به يې ملګرو ترې پوښتنه کوله چې دا ولی نو هغه به د هغه حضرت امامت ته اشاره کوله.[۲۲]

 

علي بن جعفر، امام هادي(ع) هم لیدلی دی او د هغه په زمانه کې وفات شوی دی.[23]

 

رجالي مقام

ابن داوود په خپل رجالي کتاب کې هغه د ستاینې وړ کسانو له ډلې یاد کړی دی.[۲۴] شیخ مفید هم ویلي چې هغه له امام کاظم(ع) څخه ډیر حدیثونه روایت کړي او ثابته طریقه یې درلوده او ډیر فضل او تقوا یې درلوده.[۲۵] شیخ طوسي هم هغه د ثقه په توګه ستایلی دی.[۲۶]

 

علي بن جعفر له خپل پلار[27] امام کاظم(ع)[28] او امام رضا(ع)[29] څخه حدیثونه روایت کړي دي. همدارنګه هغه له حسین ذوالدَّمعه، د زید بن علي له زوی، سفیان بن عُیَینه، محمد بن مسلم، عبدالملک بن قُدامه او د امام صادق(ع) له غلام متعب څخه یې روایتونه نقل کړي دي.[30]

 

راویان

د «کتاب مسائل علی بن جعفر» په څیړل شوي نسخې کې د ۴۳ راويانو نومونه راغلي دي چې په هغو کې احمد بن ابي نصر بزنطي، عبدالعظيم حسني، حسين بن موسی بن جعفر(ع) او يونس بن عبدالرحمن دي.[31]

 

اغیزې

په سمنان کې د علي بن جعفر مقبره

دوتنه: د عریض په کلي کې په مدینه کې د علي بن جعفر مزار او جومات.jpg

په مدینه کې د عریض په کلي کې د علي بن جعفر (ع) جومات او مزار

احمد بن علي نجاشي د علي بن جعفر لپاره د حلال او حرام مسايلو په اړه يو كتاب ثبت كړى دى.[۳۲] همدارنګه شيخ طوسي ورته دوه كتابونه «المناسک» او «مسائلُ لِاَخیهِ موسی الکاظم» په نومونو منسوب كړي دي.[33] هغه د مسائلو په کتاب کې خپلې پوښتنې او د امام کاظم(ع) ځوابونه نقل کړي دي.[34] موسسه آل البیت دا پوښتنې او د علي بن جعفر نور ورایتونه په «مسائلُ علیِ بن جعفر و مُستَدرَکاتُها» کتاب کې راغونډ کړي دي.[۳۵]

 

وفات

د علي بن جعفر د مړینې د نیټې په اړه بیلابیل تاریخونه راغلي دي. شمس الدین ذهبي[۳۶] او عبدالله یافعي[۳۷] ​​چې په اتمې قمري پیړۍ کې یو سني مورخ دی، د هغه مړینه د ۲۱۰ هجري قمري کال په پیښو کې ذکر کړې ده. خو په «انوار پراکنده» کتاب کې د امام جواد (ع) (شهادت ۲۲۰ هـ ق) له روايت څخه معلوميږي چې هغه په ​​۲۲۰ هجري قمري كال د ۸۵ كالو په عمر کې وفات شوى دى.[38]

 

هغه ته منسوب مزارونه

په عریض، قم او سمنان کې د علي بن جعفر(ع) لپاره درې قبرونه ذکر شوي دي:

عریض کې: محدث نوري (۱۲۵۴-۱۳۲۰ هـ) د ُستَدرَک‌الوسائل کتاب په پای کې د علي بن جعفر مزار مدینې ته څېرمه په عریض کې ګڼلې او ویلي یې دي چې ګنبد یې درلود.[39] چې په 1381 کال کې د سعودي حکومت دغه ګنبد روان کړ.[40] سید محسن امین د اعیان الشیعه کتاب لیکوال او همدارن علامه حسن زاده آملی[41] هم د هغوي مزار په عریض کې ګڼلی دی.

قم کې: محمد تقي مجلسي (1070-1003 هجري) چې له شيعه عالمانو دی، هغه د قم په باغ بهشت كې دفن شوی ګڼي. د هغه په ​​وينا، علي بن جعفر د قم د خلکو په بلنه دغه ښار ته هجرت کړى و.[۴۲] محدث قمى ليکي: د علي بن جعفر په قبر کې شک دی چې په قم کې دى که په عریض کې (مدینې ته يو فرسخ) او ممکنه ده چې په قم کې یې کوم قبر وي، د علي بن جعفر لمسی د هغه د تر ټولو له کشر زوی څخه د جعفر په نامه وي.[۴۳] مدرسي طباطبایی هم هغه په ​​قم کې ښخ شوی ګڼلی دی.[44] محدث دا اټکل کړی دی په قم کې چې کوم قبر هغه ته منسوب دی د هغه لمسی وي یا جعفر کذاب لمسی وي.[45]

د ايران په سمنان ښار کې هم د علي بن جعفر په نوم يو قبر او دربار شته.[46]

د ایران ځینې امام زادګان
د امام زاده نوم د امام له نسله ښار، ولایت
هلال بن علی امام علی (ع) اصفهان-آران او بیدګل
امامزاده هاشم امام علی (ع)
امام حسن(ع)
مازندران-آمل
عبدالعظیم حسنی(د حضرت عبدالعظیم حرم) امام حسن(ع) ری
امامزاده داود امام حسن(ع) تهران-د کن غرونه
حسن بن حسین بن اسحاق امام حسن(ع) لرستانالیگودرز
جلال الدین اشرف امام حسن(ع) گیلان-آستانه اشرفیه
امامزاده محسن(امامزاده کوه) امام حسن(ع) همدان
محمد بن محمد بن زید(ع) (امامزاده محروق) امام سجاد(ع) خراسان رضوی – نیشابور
امامزاده عبدالله امام سجاد(ع) خوزستانشوشتر
محمد بن زید بن علی(ع) امام سجاد(ع) خوزستان – شوشتر
علی بن محمد باقر(ع)(مشهد اردهال) امام باقر(ع) اصفهان – کاشان
علی بن جعفر الصادق امام صادق(ع) قم/ سمنان
علی زین العابدین(درب امام) امام صادق(ع) اصفهان
جعفر بن علی(امامزاده جعفر) امام صادق(ع) یزد
حمزه بن موسی(ع) امام کاظم(ع) تهران – ری
حسین بن موسی بن جعفر(ع) (علاءالدین حسین) امام کاظم(ع) فارس – شیراز
محمد بن موسی بن جعفر(ع) (سید میرمحمد) امام کاظم(ع) فارس – شیراز
حکیمه دختر امام کاظم امام کاظم(ع) کهکیلویه و بویراحمد – گچساران
اسحاق بن موسی(ع) امام کاظم(ع) مرکزی – ساوه
امامزاده شاهرضا امام کاظم(ع) اصفهان – شهرضا
امامزاده زینبیه امام کاظم(ع) اصفهان
آقاعلی عباس امام کاظم(ع) اصفهان – کاشان
امامزاده صالح امام کاظم(ع) تهران – تجریش
حسین بن موسی بن جعفر امام کاظم(ع) خراسان جنوبی – طبس
امامزاده محمد بن موسی امام کاظم(ع) خوزستاندزفول
سید بهاءالدین محمد امام کاظم(ع) چهارمحال وبختیاری – شیخ شبان
علی بن حمزه امام کاظم(ع) فارس – شیراز
محمد بن حسن (آقامشهید) امام کاظم(ع) فارس – فراشبند
امامزاده یحیی امام کاظم(ع) سمنان
عبیدالله بن موسی (کوسه هجیج) امام کاظم(ع) کرمانشاه – هجیج کلی
سید سلطان محمد (پیرچوگان) امام کاظم(ع) هرمزگان – رودان
امامزاده عبدالله امام کاظم(ع) همدان
امامزاده حسین امام رضا(ع) قزوین
امامزاده جعفر (شاه کرم) امام رضا(ع) اصفهان
موسی بن محمد (موسی مبرقع) امام جواد(ع) قم
احمد بن موسی مبرقع (میراحمد) امام جواد(ع) اصفهان – کاشان
امامزاده اسماعیل امام جواد(ع) فارس – فسا
شاهزاده حسین امام هادی(ع) همدان

 

  1. ابن‌طباطبا، منتقله الطالبیه، ۱۳۸۸ش، ص۲۲۴.
  2. قمی، تاریخ قم، ۱۳۶۱ش، ص۲۲۴.
  3. مامقانی، تنقیح‌المقال، مؤسسه آل البیت، مقدمه۲، ص۶۳۸.
  4. فقیه بحرالعلوم، انوار پراکنده، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۳۸.
  5. نجاشی، رجال النجاشی، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۲۵۱.
  6. نجاشی، رجال النجاشی، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۲۵۱.
  7. قمی، تاریخ قم، ۱۳۶۱ش، ص۲۲۴.
  8. ابن‌عنبه، عمدة الطالب، ۱۳۸۰ق، ص۲۴۲.
  9. قمی، منتهی‌الآمال، ج۲، ص۵۹.
  10. رجایی، المعقبون، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۰۹-۴۱۰.
  11. رجایی، المعقبون، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۰۹-۴۱۰.
  12. رجایی، المعقبون، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۱۰.
  13. بارانی، «بررسی نقش تشیّع در ورود و گسترش اسلام به آسیای جنوب شرقی»، ص۲۵۴.
  14. بارانی، «بررسی نقش تشیع در ورود و گسترش اسلام به آسیای جنوب شرقی»، ص۲۵۴.
  15. بارانی، «بررسی نقش تشیّع در ورود و گسترش اسلام به آسیای جنوب شرقی»، ص۲۵۷.
  16. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۳۱ش، ج۲، ص۱۱۰.
  17. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۳۹.
  18. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۵۹.
  19. حمیری، قرب‌الاسناد، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ص۴۸۶.
  20. شیخ طوسی، کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۲..
  21. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۵.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲۲.
  23. ابن‌عنبه، عمدة الطالب، ۱۳۸۰ش، ص۲۴۱.
  24. ابن‌داود، کتاب الرجال، ۱۳۹۲ق، ص۱۳۶.
  25. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۴.
  26. طوسی، فهرست، ۱۴۱۷ق، ص۱۵۱.
  27. برقی، رجال، جامعة طهران، ص۲۵؛ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۳۹.
  28. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۳۹.
  29. علی بن جعفر، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  30. علی بن جعفر، مسائل علی بن جعفر و مستدرکاتها، المؤتمر العالمی للامام الرضا(ع)، ص۵۵-۵۷.
  31. علی بن جعفر، مسائل علی بن جعفر و مستدرکاتها، المؤتمر العالمی للامام الرضا(ع)، ص۵۸-۶۵.
  32. نجاشی، رجال النجاشی، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۲۵۲.
  33. طوسی، فهرست، ۱۴۱۷ق، ص۱۵۱.
  34. شیخ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۳۹.
  35. «مسائل علی بن جعفر(ع) و مستدرکاتها»، حدیث نت.
  36. ذهبی، العبر فی خبر، دارالکتب العلمیه، ج۱، ص۲۸۲.
  37. یافعی، مرآة الجنان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۷.
  38. فقیه بحرالعلوم، انوار پراکنده، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۳۸-۲۳۹.
  39. محدث نوری، خاتمه مستدرک الوسایل، مؤسسة آل البیت لاحیا التراث، ج۴، ص۴۸۷.
  40. «عُرَیْض نزهتگاه امامان علیهم السلام و مقبره علی بن جعفر علیه السلام»، ص۱۳۱.
  41. https://library.tebyan.net/fa/Viewer/Text/68405/6
  42. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۱۴، ص۱۹۱.
  43. قمی، منتهی الآمال، کتابفروشی علمیه اسلامیه، ۱۳۳۱ش، ج۲، ص۱۱۰.
  44. مدرسی طباطبایی، تربت پاکان، ۱۳۳۵ش، ص۴۴.
  45. محدث نوری، خاتمه مستدرک الوسایل، مؤسسة آل البیت لاحیا التراث، ج۴، ص۴۸۷.
  46. محدث نوری، خاتمه مستدرک الوسایل، مؤسسة آل البیت لاحیا التراث، ج۴، ص۴۸۷.

یادداشت

ش