د حضرت فاطمې(س) کور

د حضرت فاطمې(س) کور مسجد النبی سره لګیدلی کور دی چې د حضرت علی(ع) او حضرت فاطمه(س) د استوګنې ځای وو. هغه فضیلت چې د فاطمې د کور لپاره یاد شوی دی دا دی چې… خدای د سَدُّالاَبواب په پیښه کې حکم وکړ چې له جومات سره لګیدلی د ټولو کورونو دروازې دې بندې شي او یوازې د دې کور دروازې دې جومات ته خلاصه پاتی شي.

د امام صادق (ع) په یوه حدیث کې راغلي چې په دې کور کې لمونځ کول د پیغمبر په زیارت کې د لمانځه په پرتله ډیر فضیلت لري. دا کور د اموي واکمنۍ پر مهال د مسجد النبي د پراختيا په موخه ويجاړ شو او د هغه حجرې تر څنګ دی چې رسول الله (ص) پکې ښخ شوى دی. زیاتره شیعه عالمان په دې باور دي چې د حضرت فاطمې قبر د هغې په کور کې دی.

د سقیفې له پېښې وروسته امام علي(ع) له خپلو څو ملګرو سره د فاطمې په کور کې کښیناستل چې د ابوبکر له بیعته ډډه وکړي. د ابوبکر ځینې پیروان د بیعت اخستلو لپاره په هغه کور برید وکړ. په دغه برید کې فاطمه بی بی ټپي شوه چې د شیعو د باور له مخې همدا د هغې د شهادت لامل شو. ځینې ​​په دې باور دي چې پر هغه کور برید نه دی شوی چې نبوي جومات سره لګیدلی و، بلکې په هغه کور برید شوی و چې کوم د بقیع هدیرې ته څېرمه و.

د مسلمانانو په منځ کې د فاطمې د کور حیثیت او د هغې فضیلت

د فاطمې کور په مدينه کې د فاطمې استوګنځي ته اشاره کوي چې د هغې په اړه په شيعه او سني روايتونو او تاريخي منابعو کې فضیلتونه[1] او د په هغه باندې د بريد پېښه په کې راغلې ده.[2] همدارنګه ځينې شيعه عالمان دا د فاطمې د ښخولو ځاى هم ګڼي.[3]

د فاطمې بی بی کور د هغې د اولادونو د زوکړې ځای و[4] او د یو روایت له مخې د امام سجاد(ع) د زوکړې ځای هم و.[5] په الکافی کتاب کښې د ذکر شوی روایت له مخې امام صادق(ع) فرمايي چې د فاطمې (س) په کور کښې لمونځ کول د پیغمبر په روضه کښې له لمانځه څخه غوره دی.[6] همدارنګ امام جواد(ع) په هره ورځ د فاطمې(س) په کور کې لمونځ ادا کاوه.[7]

 

د ایران په ځینو ښارونو کې د بی بی فاطمې د شهادت په ورځو کې د بني هاشم د محلې او د حضرت فاطمه سلام الله علیها د کور نندارتونونه او عکسونه جوړیږي او عام خلک یې نندارې ته ورځي.[8]

د فاطمه(س) د کور بدلولو لپاره له پیغمبر غوښتنه

د درېیم هجري قمري کال مورخ ابن سعد له امام باقر(ع) څخه روایت کوي چې امام علي(ع) له فاطمې(ع) سره له واده وروسته یو کور جوړ کړ چې د پیغمبر له کور څخه لږ لرې و. پېغمبر(ص) ورته وفرمایل چې هغه غواړي لور یې د هغه کور ته نږدې ژوند وکړي. فاطمه(س) له رسول الله(ص) څخه وغوښتل چې له حارثه بن نعمان سره خبرې وکړي، ترڅو هغوي د هغه په کور کې ژوند وکړي،[9] حارثه خپل يو څو کورونه رسول الله(ص) ته ورکړي وو چې هغه حضرت په کې خپلو مېرمنو سره واوسېږي.[10] له دې سببه رسول الله(ص) وفرمایل چې د دې خبرې په کولو شرمیږي. حارثه په دې خبرې پوه شو، خپل کور يې پېغمبر ته دالۍ کړ او ويې ويل، چې د پېغمبر له خوا د ده د مال قبلول تر نه قبلولو ورته ډېر خوښ دي.[11]

 

د ځینو شیعه سرچینو په وینا، پیغمبر له امام علی (ع) څخه وغوښتل چې د واده وروسته یو کور چمتو کړي چې هلته ولاړ شي. علي(ع) وفرمايل چې د حارثه بن نعمان له کور پرته د رسول الله(ص) کور ته نږدې بل کور نشته. رسول الله(ص) وفرمایل چې حارثه هغه ته خپل یو څو کورونه ورکړي دي او هغه ترې د نورو په غوښتلو شرمیږي. حارثه له دې خبرې خبر شو، رسول الله ته راغی او خپل کور یې ورته وبخښه. په دې طریقې علي(ع) او فاطمه(س) د حارثه کور ته لاړل.[12]

یوازینی کور چې جومات ته یې ور خلاصیږي

اصلي مقاله: سد الابواب

د حضرت فاطمې کور د مسجد نبوي په ختيځ کې او د رسول الله(ص) د حجرو په منځ کې و.[۱۳] دغه کور دوه دروازې درلودې: يوه دروازه يې جومات ته خلاصیده او بله يې له جوماته بهر ته.[14] د سَدُّ الاَبواب په پیښه کې پیغمبر(ص) د الله(ج) په حکم امر وکړ چې د مسجد نبوي په لور د ټولو کورونو دروازې دې وتړل شي، پرته له دې کور د دروازې.[۱۵] سَدُّ الاَبواب د علي(ع) لپاره ځانګړې فضيلت ګڼل کېږي.[16]

 

په مسجد نبوي کې د حضرت فاطمه سلام الله علیها د کور موقعیت

د فاطمې(س) کور د پېغمبر اکرم د کور (د عائشې کوټې) شاته و.[۱۷] د دغو دوو کورونو تر منځ يو سورې و[۱۸] چې پېغمبر اکرم د هغې سورې له لارې د خپلې لور د حال پوښتنه کوله.[۱۹] یوه شپه د پېغمبر اکرم(ص) د مېرمنې عایشې او حضرت فاطمې تر منځ شخړه وشوه، چې د فاطمې(س) د خپګان سبب شوه، او د فاطمې په غوښتنه رسول الله(ص) هغه سورې وتړه.[20]

د فاطمې په کور برید

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) پر کور برید

د شيعه او سني منابعو له مخې د پېغمبراکرم (ص) له وفاته او د سقيفې له پېښې وروسته يو شمېر اصحابو د فاطمې په کور برید وکړ، تر څو له امام علي(ع) او نورو هغو کسانو چې د ابوبکر له بيعته یې ډډه کړې ده او په خپل کور کښې ناست دي، بیعت واخلي.[21] د شیعو د سرچینو له مخې په دې پیښه کې یې د کور دروازې ته اور واچوه،[۲۲] همدارنګ د هغه ګوزارونو له سببه چې بی بی فاطمه خوړلي وو د هغه یې ماشوم (محسن) سقط شو[۲۳] او فاطمه لږه موده پس شهیده شوه.[24]

برید په کوم کور شوی؟

د جعفر مرتضی عاملی(وفات: ۱۴۴۱هـ ق) شیعه تاریخ څیړاندي په وینا، برید په هغه کور شوی، چې په اړه یې د سد الابواب پېښه د هغې په اړه نقل شوې ده.[25] خو بیا هم ځینې په دې باور دي چې برید په هغه کور نه دی شوی بلکې په کور چې برید شوی و هغه له جوماته لری و.[26] د محمد په تاریخ حرم آئمه بقیع کتاب کې د صادق نجمي (وفات: 1390) په وینا ځینې تاریخي راپورونه دا نظریه تاییدوي. له هغو ځینې یو دا روایت چې وايي: کله یې چې علي(ع) د ابوبکر سره د بیعت لپاره جومات ته بوتله نو خلکو د مدینې په کوڅو کې هغه لیده.[۲۷] دا راپور د احمد بن عبدالعزیز جوهري بصري (متوفی: ۳۲۳ هـ ق) په کتاب السقیفه او فدک کې راغلی دی.[۲۸] همدارنګ ویل کیږي چې دا کور د مسجد النبی په ختیځ لوري کې د بقیع تر شا او د ابو ایوب انصاري د کور څنګ ته و چې په کې یو انګړ، ګودام، څو کوټې او د لرګیو یوه لویه دروازه.[۲۹]

سمهودي (وفات ۹۱۱ هـ ق) چې د اهل سنتو مدینه شناس عالم دی، هم د امام علي(ع) بل کور د بقیع هدیرې ته څېرمه یاد کړی دی.[۳۰] د طبقات الکبري کتاب له تاریخي منابعو څخه دی چې په دریمه پیړۍ کې لیکل شوی دی دې کتاب هم بقيع ته نژدې د امام علي (ع) یو کور یاد کړی دی.[۳۱] البته ځينو کسانو دا کور هماغه کور ګڼي چې حارثه بن نعمان فاطمې ته د اوسېدو لپاره ډالۍ کړی و.[۳۲]

ایا فاطمه په خپل کور کې ښخه شوې وه؟

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) د ښخولو ځای

د شيعه علماوو له نظره د فاطمې د قبر د ځاى مشخص کول ناشوني دي.[33] خو بیا هم شیعه عالمانو د ښخولو د ځای په هکله ځینې احتمالات ورکړي دي. په الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء کتا کې د اسماعیل انصاري زنجاني له قوله راغلي، زیاتره شیعه علماوو دا احتمال ورکړی دی چې فاطمه په خپل کور کې ښخه شوې ده.[34] همدارنګ آیت الله مکارم شیرازی دا عبارت: «النَّازِلَةِ فِي جِوَارِكَ؛ ستا په ګاونډ کې نازله شوې یعنی خاورو ته سپارلی شوې» چې د فاطمې(س) د ښخولو په وخت کې د امام علی(ع) په وینا کې راغلی دی، د هغو کسانو د نظریې تایید ګڼي چې وايي فاطمه په خپل کور کې دفن شوې ده.[25]

د مسجد النبی په پراختیا کې د رسول الله(ص) په زیارت کې د کور راتلل

د فاطمې کور د عبدالملک بن مروان (پاچاهي: ۶۵-۸۶هـ ق) [۳۶] یا ولید بن عبدالمالک (پاچاهي: ۸۶-۹۶هـ ق) [۳۷] ​​په واکمنۍ کې د جومات د پراختیا په موخه وران شو. دا کوټه سره د هغه کوټې چط پیغمبر(ص) په کې دفن دی په زیارت کې راغلې.[38] دا زیارت په 1397 کال کې د چچن د ولس مشر د کتلو لپاره خلاصه شوه.[۳۹]