د شیعو څلور کتابونه

کُتُب اَربعه (څلور کتابونه)

د شیعو څلور کتابونه (اَربعه کتابونه) یا د اربعه(څلور) اصول، څلور حدیثي کتابونه دي چې شیعه‌ګان یې د دوی ترټولو مستند حدیثی سرچینې ګني. د څلور کتابونو کې دا دي: الکافی، مَن لایَحضُرُه‌الفقیه، تهذیب‌الاحکام او الاِستِبصار.

الکافی د کلیني لخوا لیکل شوی او من لایحضره‌الفیقیه د شیخ صدوق لخوا لیکل شوی دی. تهذیب‌الاحکام او الاستبصار کی شیخ طوسي لیکلی ده‌.

 

د لومړي ځل لپاره، شهید ثاني د یو روایت کولو اجازه کې د “څلور کتابونو” اصطلاح د دی کتابونو ګوټه کول يي وکاروله. له هغې وروسته دا اصطلاح په فقهي متنونو کې کارول شوې او ورو ورو مشهوره شوه. د شیعی ځینې عالمانو د نومولې کتابونو ټول حدیثونه معتبر ګنی، مګر ډیری یې هغه حدیثونه مني چې یا خو متواتر دي یا یو معتبر سند لري.

 

موقعیت

شیعه‌ګان څلور کتابونه؛ کافی، تهذیب، استبصار او من لایحضر، په خپل حدیثی سرچینو کې له ټولو ارزښتمنه گنی. او له دوی ته د اربعه کتابونه(څلور کتابونو) په نامه یادوی. [۱] البته، ډیری شیعه پوهان د دې کتابونو ټول روایتونه پری عمل کول واجب نه منی او دعمل کولو دپاره د سندونه او دلالتونه څیرنۍ اړین گني ترڅو په دوی باندی عمل وکړي.[۲]

 

د اصطلاح مخینه

شهید ثاني لومړنی عالم دی چې د دې څلورو کتابونو لپاره د اربعه کتابونو اصطلاح کاروي. په ۹۵۰ ق کې، هغه د یو روایت اجازه لیک د “کتب حدیث الاربعه” اصطلاح وکاروله بیا په یو څو نورو روایتونه اجازه لیکونو کې د «کتب الاربعه» اصطلاح وکاروله. [۳]

 

له دې نیټې څخه شاوخوا درې لسیزې وروسته، اردبیلي محقق دا اصطلاح په خپل فقهي کتاب کې؛ “مجمع الفائده و البرهان” کارولی ده، چه د دوی لیکنو ۹۷۷ ق پیل کړل او ۹۸۵ ق کې پای ته ورسید. چی په دی سمبال کې دغه اصطلاح له حدیثي کتابونو څخه په فقهې کتابونو کی لار موندلې ده. وروسته له هغه په سمبال کی؛ په زبده البیان(لیکنه ۹۸۹ ق)، منتقی الجمان(لیکنه ۱۰۰۶ ق)او په الوافیه کتاب کی(لیکنه ۱۰۵۹ ق) وکاروله.[۴]

 

د څلور کتابونه اعتبار

شیعه‌ګانو د څلور کتابونو عمومي اعتبار منلۍ دی. شیخ انصاري دغه احتمال لیري نه لیده چې باور د دې مشهور کتابونو د مذهب له اړین مسائل ده. [۵] په دی حال کی د شیعه عالمانو ترمینځ، د قطعیت په صدور کی او ناقطعیت په اړه او بیا د ټولو روایاتو د اعتبار او صحت په اړه نظر شتون لري. دلته درې لیدونه دي:

 

د ټولو روایاتو د صدور قطعیت او د داعتمادوړ: اخباریان د څلور کتابونو ټولې روایاتو داعتمار وړ بولیدي او د دی روایتونه انتساب په معصومین کی قطعی گنی.[۶] د سید مرتضی لید لور اخباریانو ته نږدې دی. هغه په دې کتابونو کې زیاتره روایاتو متواتر یا قطعی الصدور گنی. [۷]

د ټولو روایاتو صحت او د قطعیت نه شتون: ځینې فقیهانو، لکه فاضل ټوني،[۸] ملا احمد نراقي [۹] او میرزا محمد حسین ناینی[د سرچینې ته اړتیا] د څلور کتابونو ټولو روایاتو قطعیت نه مني، مګر دوی د اعتبار او صحت لپاره رایه ورکړې.

د زیاترو ظنی شمیرل او د موثقونو اعتبار: د شیعه ګانو د اصولی فقهاوو پیژندل شوی رایو دا دی چې د یو څو متواتر خبرونو سربیره، د کافی کتاب نور خبرونه ظنې ده او یوازینی هغه روایتونه چې د سند په شرایطو کې معتبر دی حجت ګنی. په هرصورت، د خبرونو د اعتبار شرایط په اړه هم اختلاف شتون لري. [۱۰]

الکافي

کافی د شیخ ابو جعفر کلیني (د مړی کال ۳۲۹ ق) لخوا د غیبت صغرا پرمهال لیکل شوي ده.[۱۱] دا کتاب شاوخوا ۱۶۰۰۰ حدیثونه او درې عمومي برخې لري: اصول، فروع او روضه. [۱۲] په کافي اصولو کې عقیدتی حدیثونه شامل دي، د فروع څانګه کې فقهي روایتونه شتون لری او په روضه څانگه کې د متفرق حدیثونو ټولگه شامل دی.[۱۳]

 

من لایحضره‌الفقیه

دا کتاب د شیخ صدوق (د مړی کال ۳۸۱ ق) لخوا لیکل شوی دی. پدې کې شاوخوا ۶۰۰۰ حدیثونه شامل دي چې موضوع یې فقهی مسائلو او عملي حکومونه دي. پدې کتاب کې شیخ صدوق هغه حدیثونه راو ړلی ده چې سم گنیي او د دوی پربنسټ یې فتوا ورکړېده. [۱۴]

 

تهذیب‌الاحکام

دا کتاب د شیخ طوسي (د مړی کال ۳۶۰) لخوا لیکل شوی دی. دغه لیکنه ۳۹۳ برخې او ۱۳۵۹۰ حدیثونه لري او موضوع یې فقهی مسائلو دی. شیخ طوسي دا کتاب ته د المقنعه په تفصیل او توضیح کې چی د شیخ مفید لیکنه دی او دهغه په فرمان کې لیکلي. [۱۵]

 

الاستبصار فی مااختلف من‌الاخبار

شیخ طوسي دا کتاب د تهذیب الاحکام و روسته او د ځینو زدکونکۍ په غوښتنه لیکلی و. پدې کتاب کې هغه په بیلابیلو فقهي مسئلو کې یوازې متعارض روایتونه راټول کړي دي. پدې لامله، کتاب کې ټول فقهي مسئلې شاملې ندي.[۱۶]