د معصوم تقریر

د مَعصُوم تَقرِیر؛ د وینا یا چلند پروړاندې چوپتیا ده چې د هغه په شتون کې پیښیږي او د هغې د مخالفت نښه نده. د معصوم تقریر، دهغه وینا او عمل ترڅنګ د سنت تر لاندې پیښې کېږې. کوم چې د اسلامي مقرراتو په استنباط کې له څلورو سرچینو څخه یوه ده. د شیعه ګانو په وینا، په معصوم تقریر کې…

د اسلام د پیغمبر(ص)، حضرت فاطمه(س) او دولس امام علیهم السلام تقریرونه شامل دي.

 

د اصولیانو په اند د معصوم تقریر په ځانگرۍ حالاتو کې حجت(د اعتبار ور) دی؛ له دوی څخه د معصوم پاملرنه په ترسره شوي عمل او په هغې باندې د معصوم نظر امکان لرل. د تقریرو د حجیت دلیل، یو دا دی چې معصوم ته اړتیا ده منکر سره مخالفت وکړي او دا کار پریږدل د هغه عصمت سره مخالف دی.

 

معنی پیژندنه

«د معصوم تقریر» هغه بیان او کړنه چې د معصوم په حضور کې ترسره کیږی او د هغه چوپتیا، تقریر ګنل کیږی. [۱] د اصول فقه په پوهه کې د معصوم تقریر، تر شرایطو لاندې په عمل کې د جواز یا سمه والی دلالت کوي چې د معصوم په حضور ترسره شویده؛[۲] ځکه چې معصوم، مکلف دی چې د غلطی کونکۍ له منکر څخه ډډه وکړي او که هغه بې خبره وي، نو سمه لاره وښیې.[۳]

 

د مثال په توګه، که چیرې یو څوک د معصوم په شتون کې وضو ترسره کړي، هغه وګوري او خبرې نه کوي، دا چوپتیا د معصوم تقریر بلل کیږي او دا یوه نښه ګنل کیږي چې دغه ډول وضو کول سمه دی.[۴] تقریر په لغت کې اعتراف، تصویب او لاسلیک معنی لري.[۵]

 

موقعیت

د معصوم تقریر په اصول علم کې یو له موضوعاتو څخه ده.[۶] او د وینا او کړنۍ په څیر د سنت تر لاندې پرته ځای نیسې.[۷] سنت د قرآن، عقل او اجماع ترڅنګ د دینې احکامو په استنباط کې له څلورو اصلي سرچینو څخه یو دی.[۸]

 

دا په بشپړ ډول شیعه ګانو ته ځانگړی ندی شوي. اهل سنت هم په فقهې احکامو کې د استنباط دپاره، په تقرير کې استناد وکړه. [۹] شیعه ګانو د پیامبر(ص) حضرت فاطمه(س) او دولس امامان تقریر کې حجت ګني؛ [۱۰] مګر په سني مذهب کې د رسول خدا تقریر حجت(معتبر) ګنل کیږي.[۱۱] د اهل سنت ځینې پوهانو په وینا، د لومړی او دوهم خلیفه تقریر کې هم حجت دی، او د ځینې نورو د نظرونو له مخې، د پیغمبر ټول ملګري(صحابی) تقریرونه حجت دی.[۱۲]

 

د معصوم د تقریرونو د اعتبار ور دلایل

د معصوم د تقریرونو د اعتبار ور ثابتولو لپاره دلیلونه شتون لري: ځینې ویلي چې د معصومان موقعیت(ځایگاه) په ګوته کوي چې دوی د مذهبي اهدافو پاملرنې په لټه کې دي. له همدې امله دوی باید د غیر مذهبي عمل یا وینا په وړاندې چوپ او ساکت نه وي. [۱۳] یوې ډلې دا هم استدلال کړی چې د ښه کیدو،(معروف) فرمان ورکول او د شر، مخه نیول(منکر) یو تکلیف دي. څنګه چې معصوم هیڅکله واجب نه پریږدي، د کرنی یا وینا په وړاندې د هغه چوپتیا، چې ممکن وي، په ګوته کوي چې هغه عمل یا وینا جواز لري یا سم وی.[۱۴]

 

د تقریر ډولونه

په ځینو اصولي لیکنو کې تقریر کول، د هغه عمل پورې اړه لري چې په وړاندې یې چوپتیا ترسره کیږي، نو په دوه عملي(فعلی) او ویل شوي(قولی یا حکمی) ډولونو ویشل شوی ده. [۱۵] او په ځینې نورو لیکنو کې عقیدتی(باوری) تقریر، پدې دوه لوړه کې اضافه شوی؛[۱۶] پدی معنی ده چې څوک یي د خدای، پیامبر او معاد د مسئلو په اړه ځانګړي باور لري، او د معصوم شتون ته رسیدل چې هغه به دې باورونو په وړاندې چوپ پاتې شي.[۱۷]

 

د تقریر د اعتبار ور شرایط

اصولیان د کرنې یا وینا پروړاندې د معصوم چوپتیا حجت ګني که چیرې دوی لاندې شرایط ولري:

 

معصوم د هغه خبرو او کړنه په اړه پوهیدل او پام ولری چې د هغې پروړاندې ترسره کیږي.[۱۸]

دا امکان لري چې معصوم د هغه موضوع لپاره نظر ورکړئ. د مثال په توګه، یو څوک چې د معصوم په شتون کې کرنی کړی سمدلاسه نه پریږدي. [۱۹]

د معصوم لپاره د نظر ورکولو هیڅ خنډ شتون نلري. د مثال په توګه، امام اړتیا نلري د خپل ژوند یا د هغه شیعه ګانو ویره کې چوپ پاتې شي.[۲۰]

د چوپتیا دمخه، د هغه کرني یا وینا په وړاندې خبرې نه کوي.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  2. مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  3. شیروانی، تحریر اصول فقه، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۰–۲۱۱؛ مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  4. اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  5. اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  6. بحرانی، شرح‌الاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۵.
  7. مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۱.
  8. محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۸۵؛ شهابی، تقریرات اصول، ۱۳۲۱ش، ص۱۵.
  9. ابوشهبة، الوسيط فی علوم و مصطلح الحدیث، دار الفکر العربی، ج۱، ص۲۰۴.
  10. محقق داماد، مباحثی از اصول فقه، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۵.
  11. ابوشهبة، الوسيط فی علوم و مصطلح الحدیث، دار الفکر العربی، ج۱، ص۲۰۴.
  12. موسوی بجنوردی، علم اصول، ۱۳۷۹ش، ص۲۸۶-۲۸۷.
  13. مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ص۳۹۹؛ شهرکانی، المفید، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۹۱-۹۳.
  14. محقق داماد، مباحثی از اصول فقه، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۸-۵۰.
  15. شیروانی، تحریر اصول فقه، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۱.
  16. محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۱۱۱.
  17. محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۱۱۱.
  18. محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱۱-۱۱۲.
  19. اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  20. محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱۲.
  21. نراقی، انیس‌المجتهدین، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۳۴؛ نراقی، تجریدالاصول، ۱۳۸۴ش، ص۷۱؛ انصاری، خلاصةالقوانین، ۱۳۹۷ق، ص۱۳۴.