عباس بن علي بن ابي طالب (۲۶-۶۱هـ ق) چې په ابوالفضل مشهور دی، د امام علي(ع) پنځم زوی او د ام البنین لومړی زوی دی. د ژوند تر ټولو مهمه برخه د کربلا په پېښه او د عاشورا په ورځ د هغه شهادت دی.
د ۶۱ هجري قمري کال د محرم له میاشتې مخکې د هغه د ژوند او حالاتو په اړه ډېر معلومات نشته، مګر د ځینو راپورونو له مخې هغه د صفین په جګړه کې حضور درلودو.
هغه د کربلا په پېښه کې د امام حسین د لښکر قوماندان او بیرغوال و او د امام حسین د ملګرو لپاره یې له فرات څخه اوبه راوړې. عباس له خپلو وروڼو سره د عبیدالله بن زیاد دوه امان نامې رد کړل او د امام حسین(ع) په لښکر کښې یې جنګ وکړ او شهید شو. د مقتل په ځينو كتابونو كې راغلي دي هغه د عاشورا په ورځ په داسې حال كې شهيد شو، چې دواړه لاسونه يې پرې شوي وو او په سر يې د اوسپنې د ګرز ګزار خوړلی و. ځینو نقل کړي دي چې امام حسین(ع) د هغه په تنې باندې ژړا کړې ده.
ځینو سرچینو هغه د ډیر لوړ قد او ښکلی څیرې لرونکی بیان کړی دی. په حدیثونو کې شیعه امامانو په جنت کې د حضرت عباس لپاره لوړ مقام بیان کړی دی او له هغه څخه د خلکو حتی د غیر شیعه او غیر مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کیدو په هکله ډېر کرامتونه ډیر فضیلتونه روایت شوي دي.
شیعه د حضرت عباس لپاره لوړ معنوي مقام مني؛ هغه ته باب الحواج وايي او له هغه سره توسل کوي. د حضرت عباس(ع) حرم د امام حسين(ع) د حرم سره نزدې د شيعو يو له مهمو زيارتونو دے. همدارنګه شیعه هغه د کربلا د ساقي په نامې سره یادوي او د محرم په نهمه نیټه یعنی تاسوعا په ورځ د حضرت عباس علیه السلام ماتم کوي. دا ورځ په ایران کې عمومي رخصتي ده. همدارنګه په ایران کې د حضرت غازي عباس د زوکړې ورځ د جانبازانو (غازیانو) د ورځې په نوم نومول شوې ده. د حضرت عباس(ع) په نوم ډېر ځایونه لکه سقاخانه، عباسیه او سقانفار جوړ شوي دي.
د عباس بن علي په اړه د تحقیقي سرچینو کمی
د ځينو څېړونکو په اند د کربلا له پېښې مخکې د عباس بن علي د ژوند په اړه ډېر تاريخي معلومات نشته، له همدې امله د هغه د زېږېدو او ژوند په اړه ډېر اختلافونه شته دي.[۱] چلکوسکي، یو امریکایي ایران پيژاندی، د هغه حضرت ژوند د تاریخ یوه جوړه شوې افسانه ګڼي.[2] هغه کتابونه چې په بیله توګه د عباس بن علي په اړه لیکل شوي، زیاتره یې په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ پورې اړه لري. عبدالواحد مظفر د بطل العلقمی د درې ټوکه کتاب لیکوال، په ۱۳۱۰ هجري لمریز کال کې وفات شوی، د خصائص العباسیة کتاب لیکوال محمد ابراهیم کلباسي نجفي په ۱۳۶۲ هجري لمریز کال کې وفات شوی دی[۳]، محمد علي اردوبادي د حیاة ابیالفضل العباس ليکوال په ۱۳۸۰ هجري قمري کال کې وفات شوی دی، موسوي مقرم د قمر بني هاشم العباس کتاب ليکوال په ۱۳۹۱ هجري قمري کال کې وفات شوی دی او رباني خلخالي د «چهره درخشان قمر بنیهاشم» کتاب لیکوال په ۱۳۸۹ کال کې وفات شوی دی.
نوم او نسب
د حضرت عباس د مور د نیکونو چارت [۴]
عباس بن علي بن ابي طالب چې په ابوالفضل مشهور دی، د امام علي(ع) پنځم زوی دی او د علي بن ابي طالب له فاطمې بنت حزام، چې په ام البنین مشهوره ده، سره د واده په پایله کې پيدا شوی دی. عباس د ام البنین لومړنی اولاد دی. [۵]
امام علی(ع)
مور
د عباس مور د عقیل لخوا امام علی(ع) ته ور وپیژندل شوه چې هغه یو نسب پوهه و. امام علي(ع) له عقيل(ع) څخه وغوښتل چې د ده لپاره يوه ښځه پيدا کړي چې زړور او میړني ماشومان وزېږوي.[۶] ځینو کسانو روایت کړی دی چې د عاشورا په شپه زهیر بن قین، له دې وروسته چې د شمر له امان لیکه خبر شو، عباس(ع) ته وویل: ای د امیرالمومنین زویه، کله چې ستا پلار د واده اراده وکړه، نو ستا تره عقیل ته یې وویل: د میړنو له قبیلې څخه ورته یوه ښځه ولټوي چې د هغه لپاره میړني او زړور ماشوم وزېږوي، داسې بچي چې په کربلا کې د حسین(ع) مرستندوي وي.[۷] اردوبادي څرګنده کړې ده چې له عباس سره د ظهیر د خبرو کیسه یې له اسرار الشهاده پرته په بل کتاب کې نه ده لیدلی.[۸]
کنیتونه
ابوالفضل: د عباس تر ټولو مشهور لقب دی.[۹] ځينو ويلي دي چې د بني هاشمو په کورنۍ کې به چې د چا عباس نوم و هغه ته به یې ابوالفضل ويل، عباس(ع) ته به یې په ماشومتوب کې هم ابوالفضل ويل.[10] سید عبدالرزاق موسوي مقرم د «الجريدة في أصول أنساب العلويين» له کتابه نقل کړي چې عباس(ع) یو زوی درلود چې نوم یې فضل و. له همدې امله هغه ته ابوالفضل وايي.[۱۱]
ابوالقاسم: له دې امله چې عباس(ع) د قاسم په نوم یو زوی درلود نو هغه ته ابوالقاسم هم ویل کیده. د اربعین په زیارت کې هم دا کنیت ذکر شوی دی.[۱۲]
ابوالقِربَة: ځينې په دې اند دي چې هغه ته دا لقب له دې امله ورکړل شوی چې د کربلا په پېښه کې يې څو ځله خېمو ته اوبه یوړې. دا کنیت په څو سرچینو کې ذکر شوی دی.[۱۳] قربة د اوبو د مشک په معنه ده.[۱۴]
ابوالفرجه : د دې کنیت دليل دا دی چې عباس(ع) د هغه چا په کار کې خلاصون پيدا کوي چې هغه سره توسل کوي.[۱۵] فرجه د غم خلاصول او د غم لرې کولو په معنا دی.[۱۶]
لقبونه
زیارت الشهداء
السَّلَامُ عَلَی الْعَبَّاسِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، الْمِوَاسِی أَخَاهُ بِنَفْسِهِ، الْآخِذِ لِغَدِهِ مِنْ أَمْسِهِ، الْفَادِی لَهُ الْوَاقِی، السَّاعِی إِلَیهِ بِمَائِهِ الْمَقْطُوعَهِ یدَاهُ
سلام پر عباس بن امیرالمؤمنین چې خپل تن سره یې د خپل ورور مرسته کوله، او د هغه لپاره له ځانه تیرېده، د قیامت د ورځې لپاره یې له دنیا ګټه پورته کړه، د خپل ورور لپاره یې ځان قربان کړ او د هغه لپاره یو ښه ساتونکی او سرتیری و، که څه هم هغه پخپله تږی و، هڅه یې وکړه چې حسین ته اوبه راوړي، خو دواړه لاسونه یې پرې شول.
سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۷۴.
د عباس(ع) لپاره ډېر لقبونه ياد شوي دي، چې ځينې يې زاړه او ځينې یې نوي دي، چې خلكو د هغه د صفاتو او فضيلتونو له مخې هغه ته وركړي دي.[۱۷]
قمر بنیهاشم[۱۸]
باب الحوائج: [۱۹] د بغدادي په وينا دغه لقب د ټولو شيعو په تېره بيا عراقي شيعو کې مشهور دی.[۲۰] ډېر خلک په دې باور دي چې که حضرت عباس سره توسل وشي، نو خدای د هغوي حاجتونه پوره کوي.[۲۱]
سقا: ځينې په دې اند دي چې دا لقب د تاريخ پوهانو او نسب پوهانو په منځ کې مشهور دی.[۲۲] عباس(ع) په کربلا کې درې ځله د کورنۍ لپاره اوبه راوړې.[۲۳] د حضرت عباس(ع) په رجز کې دا لقب په څرګنده راوړل شوی دی لکه اني انا العباس اغدوا بالسقی؛ زه عباس یم او شپه د سقایې په مقام کې تېره وم.[24]
الشهید[۲۵]
بیرغوال او علمدار[۲۶]
باب الحسين: ځينې د شيعه فقيه سيد علي قاضي طباطبايي د هغه مکاشفې په استناد سره نقلوي چې هغه دا خبر تر لاسه کوي چي حضرت ابوالفضل العباس(ع) د ولیانو کعبه ده. دوي دا لقب حضرت عباس(ع) ته ورکړ.[۲۷]
ژوندلیک
د ځینو څیړونکو په اند د کربلا له پیښې مخکې د عباس د ژوند په اړه ډیر تاریخي معلومات شتون نلري [۲۸] یوازینۍ کیسه چې د هغه له ژوند څخه روایت شوې ده د صفین په جګړه کې د هغه شتون او د امام حسن مجتبی(ع) د ښخولو په وخت کې یو ټکی دی.[۲۹] پاتې نور چې څه دي هغه د کربلا له پېښې سره تړاو لري.[۳۰]
زوکړه
د عباس (ع) د زوکړی په کال کې اختلاف دی.[31]دا اختلاف کیدی شي له دې سببه وي چې د حضرت عباس(ع) عمر د خپل پلار امام علی(ع) د شهادت په وخت مختلف نقل شوی دی ځینو د 16 او 18 کلونو ترمنځ ګڼلی دی.[32] ځینې نورو د هغه عمر 14 کاله او له بالغیدو څخه مخکې ګڼلی دی.[33]
مشهور قول دا دی چې عباس په 26 هجري کال کې په مدینه منوره کې زیږیدلی دی.[34] د اردوبادي د وینا له مخې په پخوانیو سرچینو کې د هغه د زیږون د ورځې او میاشتې په اړه څه نه دي موندل شوي او یوازې د انیس الشیعه په نوم یو کتاب لیکل چې په دیارلسمه هجري قمري کال کې لیکل شوی دی، د هغه زوکړه د شعبان څلورمه نیټه ښايي.[۳۵] د خصائص العباسیه لیکوال د ماخذ له ذکر کولو پرته لیکلي دي چې کله هغه پیدا شو نو امام علی علیه السلام په غېږ کې ونیوه او او عباس نامه یې پرې کیښوده. د هغه په غوږونو کې یې اذان او اقامت وویل، بيا يې د هغه لاسونه ښکل کړل او ویې ژړل، ام البنين بیبی چې د هغه د ژړا لامل یې پوښته، ته يې په ځواب ویل چې د حسين په مرسته کې به د عباس دوه لاسونه پرې کیږي. او خدای به په اخرت کې د هغه د دوو پرې شویو لاسونو په بدل کې دوه وزرونه ورکړي.[۳۶] نورو کتابونو هم له همدې کتابه په نقل سره د عباس(ع) د دواړو لاسونو د پرې کیدو لپاره د امام ژړا نقل کړې ده.[37]
ښځه او اولادونه
د حضرت عباس د اولادونو انځور[38]
عباس(ع) لبابې سره چې د عباس بن عبدالمطلب له لمسيو وه، د ۴۰ او ۴۵ قمري کلونو په منځ کې واده وکړ.[۳۹] ځینې سرچینې د لبابه پلار عبیدالله بن عباس[۴۰] او ځینې نورو عبدالله بن عباس نقل کړی دی.[۴۱] ابن حبيب البغدادي چې د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ دى، د عباس د مېرمن لبابه د عبيدالله لور ګڼلې او د عبدالله لور لبابه يې د علي بن عبدالله جعفر مېرمنه ګڼلې ده.[۴۲] لبابه دوه زامن وزېږول چې نومونه يې فضل او عبيدالله وو.[۴۳] او د هغه له شهادت وروسته يې لومړی له وليد بن عتبه سره واده وکړ او بيا يې له زيد بن حسن سره واده وکړ.[۴۴]
د عباس(ع) زوی عبيدالله د امام سجاد(ع) له لور سره واده وکړ.[۴۵] ځينو ليکوالانو د حضرت عباس لپاره د نورو اولادونو یادونه کړې ده چې نومونه یې حسن، قاسم، محمد او يوه لور ياده کړې ده او ويلي يې دي چې قاسم او محمد د عاشورا په ورځ د پلار له شهادته وروسته شیهدان شول.[۴۶]
روایت دی چې د حضرت عباس نسل د هغه له زوی عبیدالله او زوی حسن څخه دوام موندی دی. د حضرت عباس اولاده د علويانو له خورا مشهوره نسب څخه وه او زياتره يې عالمان، شاعران، قاضيان او واکمنان وو.[۴۷] د حضرت عباس د نسل له شمالي افريقا څخه تر ايرانه خپور نقل شوی دی.[۴۸] ځینو د دې خپریدو دلیل د حضرت عباس د اولادونو هغه هجرتونه بللي دي چې د حکومت د ظلم لامل به یې کول.[۴۹]
د صفین جنګ
د صفین په جګړه کې د عباس(ع) شتون په ځینو وروستیو کتابونو کې ذکر شوی دی. په دغه جنګ کښې هغه يو له هغو کسانو څخه ؤ چې د صفين په جنګ کښې يې د ملک اشتر په مشرۍ کې په فرات حمله وکړه او د امام علي(ع) د لښکرو لپاره يې اوبه راوړې.[50] په همدې وروستو كتابونو كې د عباس په لاس د ابن شعثاء او د هغه د اوو زامنو وژل كېدل هم د صفين د جګړې په پېښو كې راغلي دي.[5۱] د ځینو لیکوالانو په وینا، د شام خلکو به د ابن شعثاء زور د زرو جنګیالو اندازه ګڼلو.[۵۲] ځینو هم په صفین کې د حضرت عباس(ع) په شتون کې شک کړی او دا یې له تاریخي شواهدو سره سم نه دي ګڼلي.[۵۳]
د هغه څه له مخې چې اردوبادي په خپل کتاب کې ذکر کړی دی، عباس ته د امام علي(ع) وصیت او د امام حسین په اړه هغه ته د سپارښتنې کیسه که څه هم مشهوره ده خو هیڅ سند نه لري.[۵۴]
د کربلا په پېښه کې
د محرم ماتم
پیښې
د کربلا پېښه • د کربلا اسیران • د عاشورا د پېښې ډائری • د عاشورا ورځ • امام حسين(ع) ته د کوفيانو ليکونه • د عاشورا پېښه (د احصايې له نظره)
اشخاص
امام حسین(ع)
علي اکبر • علي اصغر • عباس بن علي • حضرت زينب (س) • سکينه بنت حسين • د امام حسين لور فاطمه • مسلم بن عقيل • د کربلا شهيدان • د کربلا اسیران
ځایونه
د امام حسین(ع) حرم • تل زینبیه • د حضرت عباس(ع) حرم • د قتل ځای • بین الحرمین • د علقمې سیند
مناسبتونه
تاسوعا • عاشورا • د محرم لسیزه • اربعین • د صفر لسیزه
رسمونه
مرثیې ویل • نوحې • تعزیه • ماتم • زنځیر وهل • سینه زني • سقاخانه • سنج او دمام • ماتمي دسته • شام غریبان • خانک ایښودل • د کجورو ګرځول • چاقوان وهل • اربعین پیاده تږ • تابوت وړل • د تابوت رسمونه
اصلي مقاله: د کربلا پیښه
د کربلا په پېښه کې شتون د عباس بن علي د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د شیعو لپاره د هغه اهمیت د کربلا په پېښه کې د هغه رول له امله دی. عباس د امام حسین(ع) د پاڅون له مخکښو شخصیتونو څخه بلل شوی دی.[۵۵] خو بیا هم په ډېرو کتابونو کښې چې د عباس په باره کښې په جلا توګه لیکل شوی دی د امام حسین علیه السلام له مدینې د مکې او بیا د کوفې په لور د هغه له تږ وروسته تر ۶۱ هجري پورې د عباس په باره کښې تاریخي یا روایتي راپورونه شتون نه لري.[۵۶]
په مکه کې د خطبه ورکول
د «خطیب کعبه» کتاب لیکوال عباس(ع) ته یوه خطبه منسوبه کړې ده [۵۷] او د یوه یاداښت استناد سره یې دا خبره «مناقب سادة الکرام» کتاب ته مستند کړی او پخپله وايي چې دا کتاب یې نه دی لیدلی.[۵۸] د دغه رپوټ له مخې حضرت عباس د ذوالحجې په اتمه نېټه د کعبې په بام باندې یوه خطبه ورکړه چې په کښې يې د امام حسين(ع) مقام ته په اشارې سره، يزيد یو شراب کس ښودلی او د خلقو یزید سره په بيعت باندې یې نيوکه کړې ده. هغه په خپلو خبرو کښې وويل تر څو چې ژوندي وي هيچا ته به اجازه ورنکړي چې امام حسين(ع) شهيد کړي او د امام د شهادت يوازينۍ لاره د عباس وژل دي.[۵۹] جویا جهانبخش په یوه مقاله کې چې د خطبې د متن ادبي انتقاد ته په پام او د لیکوال او د اصلي کتاب د نوم نه نه پيژندګلو پر بنسټ، دا رد کړې ده او وايي چې دا کیسه په نورو سرچینو کې نه موندل کیږي.[60]
د عاشورا په ورځ بیرغوالي
حضرت عباس(ع) د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) د لښکر بیرغوال ؤ. امام(ع) هغه ته د عاشورا په سهار دا مقام ورکړ.[۶۱] د ځینو روایتونو له مخې کله چې امام عباس میدان ته د تلو اجازت وغوښت، نو امام حسین(ع) ورته د هغه بیرغوالي یاده کړه.[۶۲]
سقايي او د اوبه راوړل
د تاریخي سرچینو له مخې کله چې دښمن د امام حسین(ع) په کاروان باندې اوبه بندې کړې او تندې د هغوي په کورنۍ او اصحابو باندې زرو راړه نو امام، عباس له دېرشو اس سپرو او شلو پیاده عسکرو سره د شلو مشکونو سره د فرات خواته ولیږه چې اوبه راوړي. دوي د شپې د فرات خوا ته نږدې شول، خو عمرو بن حجاج او ملګرو يې غوښتل چې فرات ته د هغوي د رسېدو مخه ونيسي، چې حضرت عباس او د هغه ملګرو هغوي شاته کړل او مشکونه يې له اوبو ډک کړل. له فراطه د راستنېدو پر مهال عمرو بن حجاج او ملګرو يې پر هغوى بريد وکړ. عباس او نورو اس سپرو د دښمن لاره بنده کړه تر څو چې پياده لښکر خیمو ته اوبه ورسوي.[۶۳]
د امن نامو ردول
کله چې حسیني قافله په کربلا کې وه، دښمن د حضرت عباس او د هغه د وروڼو لپاره دوه امن نامې راوړې.
د عبدالله بن ابیمحل امان نامه
کله چې شمر بن ذیالجوشن له امام حسین(ع) سره د جګړې یا د ابن زیاد په وړاندې د تسلیمیدو لیک ترلاسه کړ، کله چې له ماڼۍ څخه د وتلو په حال کې و، د ام البنین وراره عبدالله بن ابیمحل چې د شمر له ملګرو څخه و، له عبيدالله بن زياده، د خپلو تره زامنو عباس او د هغه د وروڼو لپاره د امان ليک ترلاسه کړ او هغه د خپل مریې په لاس د امام حسين خيمو ته د ام البنين اولادونو ته واستوه. کله چې هغه مریې عباس او د هغه وروڼو ته ورسید، نو هغوی ته یې وویل: ستاسو ماما دا امان نامه تاسو ته رالیږلې ده. هغوي ورته په ځواب کې وويل: زموږ ماما ته سلام ووايه او ورته ووايه چې موږ ستا امان نامې ته اړتيا نه لرو، د خداى امانت زموږ لپاره د سميه د زوي له امان نامې د الله تعالی امان نامه غوره ده.[۶۴]
د شمر ذی الجوشن امان نامه
د محرم په نهمه شپه شمر د حسین د ملګرو په مخ کې ودرېد او ویې ویل: زما د خوريي چیرته دي؟! عباس، جعفر او عثمان له خیمې څخه راووتل او ویې ویل: څه غواړې؟ شمر وویل: تاسو په امان کې یئ. هغوی وویل: که ته زموږ ماما یې نو خدای دې پر تا او ستا په امان نامه لعنت وکړي. تا يوازې زموږ لپاره امانت نامه راوړی او د پېغمبر زوی دې پرېښی دی![۶۵]
ابن اعثم(وفات کال ۳۱۴ هـ) په یوه روایت کې داسې روایت کړی دی: کله چې شمر د ام البنین زامنو ته غږ وکړ، حسین خپلو وروڼو ته وویل: ځواب یې ورکړئ، که څه هم فاسق وي، ځکه هغه ستاسو له ماماګانو دی. حضرت عباس او ورونو یې شمر ته وويل: ته څه وايې؟ شمر وویل: اې زما د خور اولاده! تاسو په امان کې یاست. له حسین سره ځان مه وژنئ او د امیرالمومنین یزید اطاعت وکړئ. په دې وخت کې عباس بن علي وويل: مرګ دې وي په تا ای شمره! خدای دې په تا او ستا په امان نامې لعنت وکړي؛ ای د خدای دښمنه! آيا ته له مونږ غواړې چې د دښمن اطاعت وکړو او له د خپل ورور له مرستې لاس واخلو؟![66]
د ابن کثير(وفات کال ۷۷۴ هـ ق) په يو بل روايت کې د ډېرو پخوانيو اثارو برعکس داسې راغلي دي: د حسين وروڼو شمر ته وويل: که ته مونږ او زموږ ورور حسين ته امان راکوې، نو موږ به هم ستا امان ومنو، که نه نو مونږ ستا امان نامې ته اړتيا نه لرو.[۶۷] خو ظاهراً د ابن کثیر او ابن اعثم روایتونه د وخت د وروسته والي او محتوا له امله د غور وړ او د پخوانیو کتابونو له روایتونو سره مخالف دي.[۶۸]
د عباس د وروڼو شهادت
د تاریخي راپورونو له مخې د امام علي(ع) له ام البنين سره د واده په پایله کې څلور زامن وو چې عباس، جعفر، عبدالله او عثمان نومېدل.[۶۹] او حضرت عباس د عاشورا په ماځیګر خپل وروڼه جګړې ته وهڅول. دا راپور په سرچینو کې په دوه ډوله نقل شوی دی.
د دې لپاره چې له تاسو راته ارث راورسي
د ابو مخنف (157 هـ)، طبري (310 هـ) او ابن اثير (630 هـ) د روايتونو پر اساس، حضرت عباس د د عاشورا په ماځیګر خپل مورني وروڼو عبدالله، جعفر او عثمان ته وويل: اى زما د مور بچيانو ميدان ته لاړ شئ چې له تاسو راته ارث راورسي، ځکه چې تاسو اولاد نه لرئ، هغوي هم هماغسې وکړل او شهيدان شول.[۷۰]
خو دا راپور د ځینو له نظره ناسم دی، ځکه په دې حالت کې عباس پوهیده چې هغه به وژل کیږي او د میراث غوښتنه کول هیڅ معنی نه لري.[۷۱] همدارنګه دا راپور د میراث له قانون سره هم په ټکر کې دی. ځکه چې د ام البنین په شتون کې کله چې د حضرت عباس وروڼو ښځه او بچي نه درلودل، نو حضرت عباس ته ارث نه رسیده، بلکې ام البنین به د خپلو بچو وارثه وه.[72]
چې ستاسو د مبارزې شاهد ووسم
په یو بل روایت کې شیخ مفید (۴۱۳ هـ ق)، طبرسي (۵۴۸ هـ ق)، ابن نما (۶۴۵ هـ ق) او ابن حاتم (۶۶۴ هـ ق) روایت کړي دي: کله چې عباس بن علي ولیدل چې د هغه ډېر کسان شهیدان شول، نو خپل د مور له خوا وروڼو عبدالله، جعفر او عثمان ته یې وويل: اې زما د مور اولاده! میدان ته لاړ شئ چې تاسو ووینم [چې د خدای په لاره کې څه رنګ شهیدیږئ]؛ ما تاسو ته د خدای او د هغه د رسول په خاطر نصیحت وکړ، ځکه چې تاسو اولاد نه لرئ[۷۳] شاید د دې لامل دا وي چې حضرت عباس خپل وروڼه له ځانه مخکې میدان ته ولېږل چې د جهاد لپاره به د هغوی د سمبالولو اجر او هم د هغو کس اجر ترلاسه کړي چې د خپلو وروڼو په شهادت يې صبر کړی وي.[74]
د عاشورا په ورځ رجزونه
در جریان واقعه کربلا رجزهای مختلفی از عباس(ع) نقل شده است؛[۷۵] از جمله:
د کربلا د پېښې له عباس(ع) بېلابېل رجزونه نقل شوي دي؛[۷۵] چې له هغو ځینې دا دي:
أقسَمتُ بِالله الأَعَزِّ الأَعظَم وَ بِالحَجونِ صادِقاً وَ زَمزَم
وَ بِالحَطيمِ وَالفَنَا المُحَرَّمِ لَيُخضَبَنَّ اليَومَ جِسمي بِدَمي
دونَ الحُسَينِ ذِي الفَخارِ الأَقدَمِ إمامُ أهلِ الفَضلِ وَالتَّكَرُّم[۷۶]
په لوی او سپېڅلي خداى قسم خورم، او په حجون او په زمزم هم قسم خورم، د خداى په کور او د مسجد الحرام په سيمه قسم خورم چې نن به زما بدن زما په وينو رنګ شي. حسین علیه السلام په وړاندې چې د فضیلت او شرافت خاوند او د نیکو او فضیلت لرونکو مشر دی.
لا أرهَب الموتَ إذ الموتُ زقا حتى أُوارى في المصاليت لقا
نفسي لنفس المصطفى الطُّهر وَقا اني أنا العباس أغدو بالسِّقا
و لا أخاف الشر يوم المُلتقى و لا أخاف الشر يوم الملتقى[۷۷]
زه له مرګه نه وېرېږم، کله چې دا غږ کوي، تر څو چې د آزمايل شويو کسانو په منځ کې راښکته شم او په خاورو کې پټ شم، زما ژوند د حسين د ژوند ډال او قرباني ده، چې هغه غوره او پاک دی، زه عباس يم چې مشک سره درځم، او د جګړې په ورځ، د دښمنانو له شره نه ویریږم، او د جګړې په ورځ، د دښمنانو له شره نه ویریږم.
مرگ اگر مرگ است گو نزد من آی تا در آغوشش بگیرم تنگ تنگ
من از آن عمری ستانم جاودان او زمن دلقی ستاند رنگ رنگ[۷۸]
ژباړه:
مرګ که مرګ وي نو ماته د راشي چې په غیږ کې یې ټینګ ونیسم
زه به له هغه یو تل پاتی عمر واخلم خو هغه به له ما یواځې رنګ رنګ ټوقې واخلي.
وَاللهِ إن قَطَعتُمُ يَميني إنّي اُحامي أبَداً عَن ديني
وعَن إمامٍ صادِقِ اليَقينِ نَجلِ النَّبِيِّ الطّاهِرِ الأَمينئ[۷۹]
زه په خداي قسم کوم! که تاسو زما ښی لاس پرې کړئ، زه به تل د خپل دین حمایت کوم او د هغه امام ملاتړ به کوم چې په خپل یقین کې ریښتونې او د پاک او امین پیغمبر(ص) زوی دی.
شهادت
د محمد حسن مظفر د لیکنې له مخې د ډېرو تاریخ پوهانو نظر دا دی چې یقیناً عباس(ع) د محرم په لسمه شهید شوی دی. مظفر د محرم د اوومې او نهمې ورځې د شهادت په اړه دوه نور اقوال هم بیان کړي دي او هغه يې کمزوری او نادر ګڼلي دي.[۸۰]
د عاشورا په ورځ د عباس(ع) د جنګونو او د هغه د شهادت په باره کښې بيلابيل روايتونه بيان شوي دي.[۸۱] د ځينو سرچینو له مخې عباس د امام حسين او بني هاشمو د اخري اصحابو تر شهادته پورې ميدان ته نه و تللى.[۸۲]
د شیخ مفید په وینا، امام حسین او عباس بن علي یوځای میدان ته لاړل، خو د عمر سعد لښکر د دوي په مینځ کې راغی. امام حسین ټپي شو او خیمې ته راستون شو او عباس په یوازې ځان جنګ وکړ تر دې چې سخت ټپي شو او نور یې د جنګ توان نه درلود. دغه وخت زید بن ورقاء حنفی او حٌکَیم بن طٌفَیل سِنبِسی هغه شهید کړ.[۸۳] شيخ مفید نور جزئيات نه دي ياد کړي. د ابي مخنف د مقتل په کتاب کې د حضرت عباس د شهادت جزئيات هم نه دي ذکر شوي.[۸۴] په غیر مشهور زیارت ناحیه کې یزید بن وَقَّاد وَ حَكِیم بن الطُّفَیلِ الطَّائِي د حضرت عباس د قاتلانو په توګه ياد شوي دي.[85]
د ځینو نورو سرچینو له مخې، د بني هاشمو د ټولو اصحابو او د کورنۍ له شهادت وروسته عباس اداره وکړه چې د خیمو لپاره اوبه راوړي. هغه د فرات د ګودر په لور حمله وکړه او د ګودر له ساتونکو تېر شو او اوبو ته ورسید. د بېرته راتلو په لاره کې ورباندې دښمن برید وکړ. هغه د کجورې په ونې کې له دښمن سره جګړه کوله او د خیمو په لور روان و چې زید بن ورقاء جهني چې د کجورې له یوې ونې شاته پټ و راوت او د هغه په ښي لاس یې ګزار وکړ. عباس توره په چپ لاس کې ونیوله او له دښمن سره یې جګړې ته دوام ورکړ. حکيم بن طفيل طائي چې د يوې ونې تر شا پټ و، د هغه په چپ لاس ګزار وکړ او له هغې وروسته د عباس په سر ګزار وکړ او هغه يې شهید کړ.[۸۶]
د خوارزمي د راپور له مخې، کله چې عباس(ع) شهيد شو، امام حسين(ع) د خپل ورور جنازې ته راغی او سخت یې وژړل او ويې فرمايل: اَلآنَ اِنکَسَرَ ظَهری وَ قَلَّت حیلَتی؛ اوس مې ملا ماته شوه او چاره مې لږه شوه.[۸۷] بیا هم خوارزمي عباس هغه وروستی کس نه ګڼي چې د جګړې ډګر ته تلی دی.[۸۸]
دا هم وګورئ: درې سرې غشی
د امام حسین(ع) په احترام کې اوبه نه څښل
به گفته فخرالدین طریحی عالم قرن ۱۱ق در کتاب المنتخب عباس وقتی وارد شریعه فرات شد، دستانش را پر از آب کرد تا بنوشد، اما وقتی آن را به صورت نزدیک کرد به یاد تشنگی حسین افتاد و آب را رها کرد و با لب تشنه به همراه مشکی پر از آب از فرات بیرون آمد.[۸۹] علامه مجلسی نیز در بحار الانوار همین مطلب را بدون ذکر نام منبع اصلی آورده است.[۹۰] حبیبالله چایچیان شاعر و مرثیهسرای اهلبیت(ع) در این باره چنین سروده است:
د یوولسمې پیړۍ یو عالم فخرالدین طریحي په المنتخب کتاب کې وایي کله چی د فرات سیند ته داخل شو نو خپل لاسونه یط د څښلو لپاره له اوبو ډک کړل خو کله چی یی مخ ته نږدې کړل د حسين تنده يې ياده شوه نو اوبه يې پرېښودې او له تږو شونډو سره له فراته د اوبو ډک مشک سره راووت.[۸۹] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې د اصلي سرچينې د نوم له يادولو پرته همدا خبره کړې ده.[۹۰] د اهل بیتو(ع) شاعر او مرثیه خوان حبیب الله چیچیان په دې اړه داسې شعر لیکلی:
کربلا کعبهی عشق است و من اندر احرام شد در این قبلهی عشاق دو تا تقصیرم
دست من خورد به آبی که نصیب تو نشد چشم من داد از آن آبِ روان تصویرم
باید این دیده و این دست دهم قربانی تا که تکمیل شود حجّ من و تقدیرم[۹۱]
ژباړه:
کربلا د عشق کعبه ده او زه په احرام کې د عاشقانو په دې قبله کې رانه دوه خطاګانې وشوې
زما لاس هغه اوبو ته ورغلل چې ستا نه شوې نصیب زما سترګو د هغه روانو اوبو تصویر جوړ کړ
باید دا سترګې او لاس قرباني کړه چې زما دا حج او تقدیر مکمل شي.
اردوبادي هڅه کړې چې دا پېښه د ځينو شعرونو او زیارت ناحیه د متن د يوې برخې په تحليل سره ثابته کړي.[۹۲] د حدیثونو څيړونکې جويا جهانبخش په يوه ليکنه کې وايي چې دا پيښه په لرغونو متنونو کې نه ده موندل شوې، دا اټکل ورکوي چې کیدی شي د دې کيسې ريښې د مقاتل الطالبين په يوه زاړه شعر کې وي چې په هغه کې ويل شوي دي: «ابوالفضل که څه هم په خپله ډېر تږی و خو اوبه یې له حسینه قربان کړې». [یادونه 1] [93]
فضیلتونه او ځانګړتیاوې
ځینې د عباس(ع) له مهمو فضیلتونو او ځانګړنو څخه یو دا ګڼي چې هغوي امام علی(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) سره یوځای پاتی کیدل او ژوند یې کاوه.[94] عبدالرزاق المقرم په خپل کتاب «العباس» کې د اسرار الشهداء له کتابه یوه جمله د معصومینو څخه د یو حدیث په توګه نقل کړې ده چې عباس له علم څخه برخمن و.[9۵] جعفر نقدي د هغه په اړه لیکي: «هغه د علم، تقوا، لمونځ او عبادت په برخه کې د اهل بیتو له مشرانو څخه دی.»[۹۶] ځينې په دې اند دي، چې عباس(ع) که څه هم په معصومینو کې نه دی، خو هغوی ته تر ټولو نږدې کس دی.[۹۷] حضرت عباس(ع) پنځه معصوم امامان ليدلي دي. امام علي(ع)، امام حسن(ع)، امام حسين(ع)، امام سجاد(ع) او امام باقر(ع) چې د کربلا په پېښه کښې حاضر وو.[98] دې فضیلت ته د څوارلسمې پیړۍ یو مذهبي شاعر سید محمد علي ریاضي په یوه مشهور شعر کې اشاره کړې ده.
وروستني ليکوالانو ليکلي دي چې عباس(ع) ځان له خپلو دوو وروڼو امام حسن(ع) او امام حسين(ع) سره برابر نه ګڼه او تل به يې هغوي خپل امامان ګڼل او د هغوى په وړاندې به اطاعت کوونکی او فرمانبردار و.[۹۹] او تل به يې دواړو ته د «يا بن رسول الله»، «ياسدي» او داسې نورو ټکو سره مخاطبه کوله.[۱۰۰]
کلباسي په «خصائص العباسیه» کتاب کې په دې باور دی چې حضرت عباس(ع) خندانه او مقبوله څېره درلوده او له همدې امله به یې ورته قمر بني هاشم ويل.[۱۰۱] د حضرت عباس(ع) له قاتل څخه روایت دی چې هغه په کربلا کې یو خوش اندام او ښکلی سړی وواژه چې د سترګو په منځ کې یې د سجدې نښه وه.[۱۰۲] د ځینو روایتونو له مخې هغه د بني هاشم له خاصو شخصیتونو څخه ګڼل کېده، چې قوي بدن او لوړ قد یې درلود، تر دې حده چې کله به په اس کېناست، نو پښې به یې پر زمکه کښل کیدې.[۱۰۳]
د عباس(ع) له فضيلتونو څخه يو هغه فضيلت دی چې دوستانو او دښمنانو هم ستايلی دی او هيڅوک ترې انکار نه شي کولای، د هغه میړنتیا ده.[۱۰۴] ځينو د عباس(ع) کرم او بخښنه د هغوي بل فضيلت بللی دی، په دې ډول چې د هغه دا سلوک په خلکو کې يو متل ګرځېدلی و.[۱۰۵]
په جنت کې د عباس(ع) مقام او د شهیدانو غبطه
عباس د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له مهمو او سترو ملګرو څخه ګڼل شوی دی.[۱۰۶] هغه د کربلا په پیښه کې د امام حسین(ع) د لښکر بیرغوال و.[۱۰۷] امام حسین(ع) د حضرت عباس(ع) په اړه داسې جمله کارولې ده «زما ژوند له تا قربان شه وروره»[۱۰۸] او د عباس پر جنازې يې هم ژړلي دي.[۱۰۹] ځينو دا خبرې او کړنې د شيعو د دريم امام په نږد د هغه د مقام څرګندونکي ګڼلي دي.[۱۱۰]
په احادیثو کې هم په جنت کې د حضرت عباس پر خاص مقام ټینګار شوی دی. په یو روایت کې راغلي دي چې امام سجاد(ع) وفرمایل: خدای دې زما تره عباس باندې رحم وکړي چې خپل ځان یې له خپل ورور امام حسین(ع) څخه قربان کړ او په دې لاره کې یې دواړه لاسونه پرې شول چې خدای به ورته په اخرت کې ددوو لاسونو په بدل کې دوه وزرونه ورکړي چې په هغو دوو وزرونو سره به په جنت کې له پرښتو سره الوتنه وکړي لکه څنګه چې جعفر بن ابي طالب ته هم دوه وزرونه ورکړی شوو.[۱۱۱] امام زیاته کړه چې زما تره عباس د خدای په نزد دومره لوړ مقام لري چې د قیامت په ورځ به ټول شهیدان پرې غبطه خوري.[۱۱۲] همدا راز ابو نصر بخاري له امام صادق(ع) څخه يو روايت نقل کړی دی چې په هغه کې يې عباس د «نافذ البصیرة» په اصطلاح (ژور بصيرت لرونکی) بيان کړی او هغه يې د يو قوي ايمان لرونکي شخص په توګه معرفي کړی چې د امام حسين(ع) تر څنګ يې جګړه کړې ده. او شهید شوی دی.[۱۱۳] دا روایت په نورو سرچینو کې هم راغلی دی.[۱۱۴]
سید عبدالرزاق مقرم په خپل کتاب مقتل الحسین کې وايي چې امام سجاد(ع) د عاشورا له پیښې وروسته د کربلا د ټولو شهیدانو د جسدونو د ښخولو لپاره له بني اسد څخه مرسته وغوښته خو د امام حسین(ع) او عباس(ع) د ښخولو لپاره یې مرسته ونه غوښته او ویې فرمایل چې د دې دوو شهیدانو په دفن کې ما سره نور کسان مرسته کوي او زه ستاسو مرستې ته اړتیا نه لرم.[۱۱۵]
زیارتنامې
د «پژوهشی در سیره و سیمای عباس بن علی»، «عباس بن علي د ژوند او کردار په اړه څيړنه» کتاب کې راغلي دي چې په مختلفو کتابونو کې د حضرت عباس [۱۱۶] لپاره يوولس زيارتونه نقل شوي دي چې ځينې يې د نورو زيارتونو لنډيز ګڼل شوي دي.[117] له يادو يوولسو زيارتونو څخه درې زيارتونه له امام صادق(ع) څخه روايت شوي دي.[۱۱۸] او د ځينو مواردو معصومينو ته په انتساب کې شک شته چې يې منسوب کړي دي.[۱۱۹]
په دې زيارتنامو کې د حضرت عباس لپاره د ستاينې وړ تعبيرونه ذکر شوي دي؛ ځینې جملې لکه عبد صالح او همدارنګه هغه څوک چې د رسول الله(ص) د ځای ناستی په وړاندې تسلیم دی د هغه تصدیق یې کړی او هغه ته وفادار و، د خدای، رسول او امامانو اطاعت کوي او هغه څوک چې د خداى په لاره کې یې د بدر د جنګیالو او مجاهدينو په څېر عمل کړی دی.[۱۲۰] همدارنګه ځينو د زيارت ناحیه مقدسه (۲ يادښت) د ځینې جملو پر اساس چې د حضرت عباس په اړه دي، د امام زمان(ع) له قوله د هغه لوړ مقام ته اشاره کړې ده.[۱۲۱]
د حضرت عباس کرامتونه
د حضرت عباس کرامتونه په شیعو کې خورا مشهور دی او د حضرت عباس سره په توسل د ناروغانو د شفا ورکولو یا نورو ستونزو حل کولو په اړه ډیرې کیسې د خلکو تر مینځ شتون لري. په «در کنار علقمه کرامات العباسیه» کتاب کې د دغو کرامتونو ۷۲ کيسې راغونډې شوي دي.[122] رباني خلخالي هم په خپل کتاب «چهره درخشان قمر بنیهاشم» کې د عباس(ع) څخه شاوخوا 800 کرامتونه راټول کړي او په هر ټوک کې یې له 250 څخه ډیرې کیسې بیان کړي. خو بیا هم په دې کې ځینې کیسې بیا ځلې بیان شوي دي. د دې سرچینو له مخې د حضرت عباس کرامتونه یواځې شیعو سره خاص نه دي او د حضرت عباس کرامتونه د نورو مذهبونو او فرقو لکه سنیانو، عیسایانو، کلیمیانو او زردشتیانو لپاره هم بیان شوی دی.[۱۲۳]
د محمود فرشچیان له خوا د کربلا د علمدار بوډ
عباس(ع) په شیعه کلتور کې
دا مشهوره ده چې شیعه له حضرت عباس(ع) سره ژوره عاطفي اړیکه لري او هغه له څوارلسو معصومو(ع) وروسته د هغه مقام لوړ ګڼي.[۱۲۴] محمد البغدادي د خپل کتاب یو څپرکی د شیعو او ابوالفضل(ع) ترمنځ اړیکو ته خاص کړی او له عباس(ع) سره یې د شیعو د مینې او محبت شدت یې خورا څرګند بللی دی.[۱۲۵] دا اړیکې د دې سبب شوي چې حضرت عباس په شیعه کلتور کې په توسل کولو، ماتم او سمبول جوړولو کې مهم مقام ولري.
د حضرت عباس ته توسل
د شیعو په منځ کې د حضرت عباس د ځانګړي حيثيت له امله خلک د خپلو حاجتونو د پوره کولو لپاره حضرت عباس سره توسل کوي او د هغه په نامه نذرونه ورکوي.[۱۲۶] ځينو د سنيانو، عيسويانو، کليميانو او ارمنيانو په حق کې د حضرت عباس کرامتونه هم نقل کړي دي.[127]
د تاسوعا په ورځ ماتم
در مراسم مذهبی دهه محرم، نهم محرم به عنوان روز تاسوعا به عزاداری برای حضرت عباس(ع) اختصاص دارد که پس از روز عاشورا، مهمترین زمان برگزاری عزاداری شیعیان در مساجد، هیئتها و تکیهها به حساب میآید. این روز در ایران و برخی از کشورهای اسلامی تعطیل است.[۱۲۸] یکی از برنامههایی که همواره در این مراسم برگزار میشود خواندن «دو دمه» معروفی است که در آن عزاداران حسینی به دو دسته تقسیم میشوند و یک دسته مصراع اول و دسته دیگر مصراع دوم را میخوانند.
د محرم د لسیزې په مذهبي رسمونو کې د محرم د میاشتې نهمه نیټه د حضرت عباس(ع) د ماتم لپاره ځانګړې شوې ده چې د عاشورا له ورځې وروسته په جوماتونو، مجلسونو او ماتم خانو کې د شیعو د ماتم لپاره تر ټولو مهم وخت (د تاسوعا، د نهم محرم ورځ) ګڼل کیږي. دا ورځ په ایران او ځینو اسلامي هیوادونو کې رخصتي وي.[۱۲۸] یو له هغو پروګرامونو څخه چې تل په دې رسمونو کې ترسره کیږي د مشهور “دو دمه” لوستل دي (دوه لاسي سینه زني) چې په کې د حسین ماتم کونکي په دوه ډلو ویشل کیږي او یوه ډله یې لومړۍ بیت وايي او بله ډله یې دویم بیت وايي.
لکه:
ای اهل حرم میر و علمدار نیامد، علمدار نیامد سقای حسین(س) سید و سالار نیامد، علمدار نیامد[۱۲۹]
همدارنګ وګورئ: ای اهل حرم میر و علمدار نیامد
په زنجان کې د عباس ورځ: هر کال د محرم د اتمې ورځې په ماښام د زنجان په ښار کې له حسینیه اعظم ماتم خانې تر د دغه ښار د امام زاده سید ابراهیم پورې فاصله کې د ماتم کوونکو لویه ډله راټولیږي او ماتم کوي. په ۲۰۱۶ کال کې، د ځینو راپورونو له مخې، له ۹۷۰۰ څخه زیات او په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ پسونه خلکو د نذرونو په توګه قرباني کړي دي.[130] په وروستیو کلونو کې هر کال شاوخوا پنځه لاکه کسان په دې پروګرام کې ګډون کوي. دا ماتم د ایران د معنوي میراث په توګه ثبت شوی دی.[131]
د یا کاشف الکرب ذکر
د «یا کاشفَ الکَرْبِ عنْ وَجهِ الْحُسَین اِکْشِفْ کَرْبی بِحَقِّ أَخیکَ الحُسَین» ذکر، (ای د حسین څخه د غمونو لیرې کوونکیه، د خپل ورور حسین په حق زما غم لرې کړه)). دا حضرت عباس د توسل له ذکرونو څخه د یو ذکر په توګه مشهور شوی دی، او کله کله دا سپارښتنه کیږي چې دا ذکر ۱۳۳ ځله وویل شي (ځکه چې د عباس نوم د ابجد حساب سره، ع = ۷۰، ب = ۲، الف = ۱، س = ۶۰ ټول 133 کیږي).[132] دا ذکر د شیعو په حدیثي سرچینو کې نقل شوی دی.
نور رسمونه رواجونه
عَلَم (بیرغ) ګرځول: بیرغ یو له هغو سمبولونو څخه دی چې د امام حسین(ع) د ماتم په مراسمو کې د کربلا د علمدار حضرت عباس د یاد تازه کولو لپاره کارول کیږي.[133]
سقاى: د منقبت د لوستلو له دودونو څخه يو دود دى چې د ماتم په ورځو په تېره بيا په ايران کې د تاسوعا او عاشورا په ورځو کې ترسره کېږي. دا رسم کله د اجتماعي نوحه خوانۍ په بڼه او کله هم د ماتم او مذهبي ګوندونه په لاره کې تږو ته د اوبو ورکولو او د تندې د ماتولو په بڼه ترسره کیږي. په لومړي حالت کې ځانګړي شعرونه او ماتمونه دي او په دویم حالت کې ماتم کوونکي ځانګړي جامې اغوندي او د اوبو په جامونو او مشکونو سره عزاداران خړوبوي.[۱۳۴] په دې ګوندونو کې ګډون کوونکي اوبه ورکوونکي (ساقي) جوړیږي او د ساقي نښې نښانې ځړوي. هغوي په یوه لاس د اوبو د هغه مشک خوله نیولی وي چې غاړې ته یې ځوړند وي او په بل لاس کې یې یوه پیاله نیولی وي او د ماتم کوونکو په مینځ کې ګرځي، او تږو ته اوبه ورکوي او د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو د تندې په هکله شعرونه وایي چې اوبه څښونکي ته لا زیات د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو تنده وریاده کړي. د بېلګې په توګه، د فارس ولایت د سروستان ساقیان دا شعرونه لولي: آبی بنوش و لعنت حق بر یزید کن / جان را فدای مرقد شاه شهید کن.[۱۳۵] اوبه وڅښئ او په یزید باندې لعنت وکړئ / خپل ځان د شهیدانو د سردار له زیاته فدا کړئ. د سقاي کلتور د عراق او ایران په ډیرو شیعه ښارونو کې عام دی.[۱۳۶] او د سقاي کلتور اغیز په ډیرو هغو سقاخانو کې لیدل کیږي چې د حضرت عباس په نوم جوړې شوې دي.[137]
په حضرت عباس(ع) قسم خوړل: د حضرت عباس(ع) قسم خوړل په شيعو بلکې په سنيانو کې يوه عامه خبره ده، چې د ځينو په اند ډير شيعه د خپل منځي شخړو د ختمولو لپاره د حضرت عباس(ع) قسم خوري. او ځيني بيا د عباس په نوم قسم خوړل يواځينی واقعی قسم ګڼي.[۱۳۸] د شیعو ځينې قومونه د حضرت عباس(ع) په قسم خوړلو سره خپلې وعدې، معاهدې، معاملې او تړونونه تائيدوي او ټينګوي.[۱۳۹] حضرت عباس(ع) ته د ځانګړې پاملرنې لامل د هغه زړورتیا، وفاداري، غیرت، شرافت او میړنتیا ده.[۱۴۰] د ځینې نقلونو پر اساس د اهل سنتو په تېره بیا د عراق د سنیانو په حضرت عباس باندې باور او قسم خوړل موجود دي. چې له هغوي ځنې د عراق د دفاع پخواني وزیر حردان تکریتي ویلي دي چې د احمد حسن البکر (د عراق له پخوانیو ولسمشرانو) او صدام او څو نورو سره یوځای دوی غوښتل چې یوه موافقه وکړي او د خپل تړون د مزبوتیا لپاره او د دې لپاره چې له یو بل سره خیانت ونه کړي، دوی پریکړه وکړه چې قسم وخوري که څه هم ځينو کسانو د ابوحنيفه د ښخولو ځای د قسم خوړلو لپاره وړانديز کړ، خو بالاخره يې پرېکړه وکړه چې د قسم خوړلو لپاره د عباس حرم ته ولاړ شي او هلته قسم وخوري.[141]
د ابوالفضل دسترخوان: دسترخوان یا نظري د شیعو یو ډول نذرانې او د ښځو مراسم دي[142] چې هغه د ډوډۍ خوړلو د دسترخوان په غوړولو سره او د ځینې ځانګړو ذکرونو او دعاګانو په لوستلو سره ترسره کیږي. یو له مهمو او رواج شولو دسترخوانونو څخه د “ابوالفضل” دسترخوان دی.[۱۴۳]
عباسیې یا بیت العباس: هغه ځایونو ته ویل کیږي چې د حضرت عباس(ع) په نوم او د ماتم لپاره جوړ شوي وي. ځینو ویلي دي چې په دې ځایونو کې نور ډیر پروګرامونه هم ترسره کیږي او فعالیت یې د ماتم خانو په شان دی.[۱۴۴]
د سرتیرو ورځ: (روز جانباز) د ایران د اسلامی جمهوریت په رسمی کلیزه کښې د شعبان څلورمه نیټه د حضرت عباس(ع) د زوکړې په مناسبت د سرتیرو د ورځې په توګه نومول شوې ده.[۱۴۵]
د پنجې یا خمسه نښه چې په ځینو شیعه سیمو کې کارول کیږي او د عَلَم یا بیرغ لپاسه لګول کیږي، دا د حضرت عباس د پرې شوي لاسونو نښه ده. ځینې نور شیعه دا د پنجتن آل عبا سمبول ګڼي.[۱۴۶]
عباس(ع) سره اړوند ځایونه او ودانې
د حضرت عباس د زيارت ضریح چې په ۱۳۹۵ کال کې ولګولی شو.
په ایران او عراق کې داسې ځایونه شته چې د وخت په اوږو کې خلکو د هغه ځایونو درناوې کړی دی او خلک هغه ځایونو ته د خپلو نذرونو د پورا کولو او ډالو ورکولو لپاره ورځي او باور لري چې که هغه ځای سره توسل وکړي نو حاجب به یې پوره شي.
د حضرت عباس حرم
اصلي مقاله: د حضرت عباس(ع) حرم
د حضرت عباس د ښخولو ځای د کربلا په ښار کې د امام حسین(ع) د زیارت شمال ختیځ ته په ۳۷۸ مترۍ کې واقع دی او د شیعو له مهمو زیارتونو څخه دی. د حضرت عباس(ع) او د امام حسين(ع) د زيارت تر مينځ فاصلې بین الحرمین ویل کيږي.[۱۴۷]
د ډېرو مورخینو له نظره، عباس(ع) د خپل شهادت په ځای کې د علقمې سیند په څنګ کې دفن شوی دی.[۱۴۸] ځکه چې د نورو شهیدانو په څیر امام حسین(ع) هغه د خپل شهادت له ځایه نه دی وړی او نه یې د نورو شهیدانو د جسدونو تر څنګ یې راوړی دی.
ځینې لیکوالان لکه عبدالرزاق مقرم په دې باور دی چې د امام حسین(ع) د حضرت عباس تنه له دې سببه خیمو ته نه ده وړی، چې یا د حضرت عباس خپله غوښتنه وه او یا هم د امام(ع) د حضرت عباس پر بدن د ډېرو زخمونو له سببه دا توان نه درلود چې د هغه تنه خیمو ته یوسي. بلکې حسين بن علي(ع) دا غوښتل چې ورور یې يو جلا زيارت او حرم ولري.[۱۴۹] مقرم د خپلې وینا لپاره کوم سند نه دی راوړی.
کف العباس، د کیڼ لاس مقام
مقام کف العباس
اصلي مقاله: کف العباس
مقام کف العباس د هغو دوو ځایونو نوم دی چې ویل کیږي د حضرت عباس(ع) لاسونه هغه ځایونو کې د هغه له بدن څخه جلا شوي او په ځمکه لویدلي. دغه دوه ځايونه د حضرت عباس(ع) د زيارت نه بهر په شمال ختيځ او جنوب ختيځ کښې او د بازار په شان د دوو کوڅو په سر کښې واقع دي. په دغو دوو ځایونو کې سمبولونه جوړ شوي او زیارت کوونکي د هغه ځای زیارت کوي.[۱۵۰]
قدمګاه، سقاخانه او سقانفار
د ايران په هېواد کې د حضرت عباس په نوم بېلابېلې قدمګاهې(د قدم ځایونه) شته، چې خلک تل د نذرونو د ترسره کولو او د حاجتونو د غوښتلو لپاره هلته ورځي او خپل ديني اعمال هلته ترسره کوي.[151] له دغه قدمګاهو ځینې د سمنان، هویزې، بوشهر او شیراز قدمګاهو ته اشاره کولی شوو.[۱۵۲] د خلخالي په وینا، په لار ښار کې د نذرونو یو ځای دی، چې د دې سیمې سنیان هره سه شنبه له خپلو کورنیو سره د حاجتونو په نیت او د نذرونو د ادا کولو لپاره هلته ورځي.[۱۵۳]
سقاخانه: دا د شیعو له مذهبي سمبولونو څخه یو سمبل دی. سقاخانې هغه کوچني ځایونه دي چې په عامه سړکونو کې د ثواب ترلاسه کولو په نیت مسافرانو ته د اوبو د ورکولو لپاره جوړ شوي دي. په شیعه کلتور کې سقاخانې د کربلا په پیښه کې د حضرت عباس(ع) د ساقی شونې یادونه کوي او له همدې امله سقاخانې د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) په نومونو سره سینګاریږي.[۱۵۴] ځینې خلک هلته د خپلو حاجتونو د پوره کیدلو لپاره شمعې روښانه کوي یا دخیل(شنه کپړه) تړي.[۱۵۵] د حضرت عباس په نوم د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ډیری سقاخانې جوړې شوې دي.[۱۵۶]
سَقَّانِفار: یا ساقینِفار یا سقّاتالار د ایران په مازندران سیمه کې د دودیزو ودانیو نوم دی چې د مذهبي ماتم مراسمو ترسره کولو او د نذر د پورا کولو لپاره کارول کیږي. دا ودانې عموماً د یوه مذهبي ځای په خوا کې جوړیږي، لکه جومات او ماتم خانه. سقانفار حضرت عباس(ع) ته منسوب دي او ځينې يې “ابوالفضلي” بولي.[۱۵۷]
د حضرت عباس د مخ انځور
د حضرت عباس(ع) مشهور انځور
د شیعو په عمومي کلتور کې د عباس بن علي د مخ په نامه انځورونه شتون لري. دا انځورونه په مذهبي پلاوي او تکیه کې هم کارول کیږي. د ډېرو مجتهدانو (مراجع تقلید) له نظره د دې انځورونو هغه ته منسوبول په اسانۍ سره د منلو وړ نه دي. که څه هم دوي ویلي چې په دیني تختو او ماتم خانو کې د دې انځورونو په لګولو کې، که دا د سپکاوي او بې عزتۍ سبب نه شي، کومه شرعي ستونزه نه لري، خو سپارښتنه یې کړې ده چې د دې انځورونو له لګولو دې ډډه وشي.[۱۵۸]
په دې وروستیو کلونو کې د عاشورا د پېښې په اړه دوه فلمونه د مختارنامې او رستاخیز په نومونو جوړ شوي وو، چې د مختارنامې په فلم کې د حضرت عباس د څېرې د ښودلو ځینې برخې د ځینو مجتهدانو د مخالفت له امله لیرې شوې.[۱۵۹] او د رستاخیز فلم ته هم په همدې سبب د نشر اجازه ورکړې شوه. [۱۶۰] [۳ یادښت]
کتاب پيژندنه
د حضرت عباس د شخصیت په اړه ځنې کتابونه لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:
- زندگاني قمر بنيهاشم: ظهور عشق اعلی، حسین بدرالدین، تهران، مهتاب، ۱۳۸۲لمریز کال.
- ساقي خوبان: شرح زندگاني حضرت ابوالفضل العباس، محمد چقایي اراکي، قم، مرتضی خپرندویه، ۱۳۷۶لمریز کال.
- زندگاني حضرت ابوالفضل العباس علمدار کربلا، رضا دشتي، تهران، پازینه موسسه، ۱۳۸۲لمریز کال.
- چهره درخشان قمر بنيهاشم ابوالفضل العباس، علي ربانی خلخالي، قم، مکتب الحسین، ۱۳۷۸لمریز کال. (۳ټوکه)
- ابوالقربه: شرح زندگانی حضرت ابوالفضل(ع)، مجید زجاجي مجرد کاشاني، تهران، سبحان، ۱۳۷۹لمریز کال.
- عباس(ع) سپهسالار کربلا: زندگینامه، عباس شبگاهي شبستري، تهران، حروفیه، ۱۳۸۱لمریز کال.
- عباس بن علی(ع)، جواد محدثي، د آشنایی با اُسوهها مجموعې نهمه ګڼه، بوستان کتاب قم خپرندویه، اتم چاپ، ١٣٩٣لمریز کال[۱۶۱]
- ابوالفضل العباس(ع): پژوهشي در سیره و سیمای عباسبنعلي(ع)، جوادخرمیان، راه سبز خپرندویه، لومړۍ چاپ ، ۱۳۸۶لمریز کال.
فوټ نوټ
- بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۷۳-۷۵؛ محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۳۸.
- ↑چلکوسکی، «عباس جوانمرد و دلیر»، ص۳۷۳.
- ↑مهدوی، اعلام اصفهان، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۱۰.
- ↑امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۴۲۹؛ قمی، نفس المهموم، ۱۳۷۶ش، ص۲۸۵.
- ↑خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۲۵.
- ↑بخاری، سر السلسلة العلویة، ۱۳۸۲ق، ص۸۸؛ ابنعنبه، عمدة الطالب، ۱۳۸۱ق، ص۳۵۷؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۱۰۵.
- ↑موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۱۷۷؛ اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۵۲-۵۳؛ خراسانی قاینی بیرجندی، کبریت الاحمر، ۱۳۸۶ق، ص۳۸۶.
- ↑الاردوبادی، حیاة ابی الفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۵۲-۵۳.
- ↑ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۰۸ق، ص۸۹. ابننمای حلی، مثیر الاحزان، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۴.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۲.
- ↑موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۳۸.
- ↑بهشتی، قهرمان علقمه، ۱۳۷۴ش، ص۴۳؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۲.
- ↑بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۱۹۱؛ طبرسی، اعلام الوری باعلام الهدی، ۱۳۹۰ق، ص۲۰۳؛ ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۳۵۸ق، ص۵۵؛ بهشتی، قهرمان علقمه، ۱۳۷۴ش، ص۴۳.
- ↑دهخدا، لغتنامه دهخدا، ۱۳۷۷ش، ج۱۱، ص۱۷۴۹۷.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۲.
- ↑دهخدا، لغتنامه دهخدا، ۱۳۷۷ش، ج۱۱، ص۱۷۰۳۷.
- ↑وګورئ: مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۴-۲۰؛ بهشتی، قهرمان علقمه، ۱۳۷۴ش، ص۴۵-۵۰؛ هادیمنش، «کنیهها و لقبهای حضرت عباس(ع)»، ص۱۰۶.
- ↑ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۰۸ق، ص۹۰؛ ابننمای حلی، مثیر الاحزان، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۴.
- ↑ناصری، مولد العباس بن علی(ع)، ۱۳۷۲ش، ص۳۰.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۲۰.
- ↑بهشتی، قهرمان علقمه، ۱۳۷۴ش، ص۴۸؛ شریف قرشی، زندگانی حضرت عباس، ۱۳۸۶ش، ص۳۶-۳۷.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۴؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۴۲۹؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۱۲-۴۱۳؛ ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۰۸ق، ص۱۱۷-۱۱۸.
- ↑طعمه، تاريخ مرقد الحسين و العباس، ١۴١۶ق، ص۲۳۸.
- ↑قمي، نفس المهموم، المکتبة الحیدریة، ص۳۰۴.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۰۸-۱۰۹.
- ↑ابن شهر آشوب، مناقب آل ابیطالب، مطبعه العلمیه، ج۴، ص۱۰۸؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۴۰.
- ↑«حضرت ابوالفضل علیه السلام کعبه اولیا»
- ↑سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۷۴.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۷۳-۷۵؛ محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۳۸.
- ↑موسوی مقرم، العباس(ع)، ۱۴۳۵ق، ص۲۴۷-۲۵۱.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۷۴.
- ↑اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۶۱؛ محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۳۱.
- ↑محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۳۱ و ۵۰.
- ↑ناصری، مولد العباس بن علی، ۱۳۷۲ش، ص۶۲؛ طعمه، تاريخ مرقد الحسين و العباس، ١۴١۶ق، ص۲۴۲.
- ↑زجاجی کاشانی، سقای کربلا، ۱۳۷۹ش، ص۸۹-۹۰؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۴۲۹.
- ↑اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۶۴.
- ↑کلباسی، الخصائص العباسیه، ۱۴۲۰ق، ص۶۴-۷۱.
- ↑وګورئ: ناصری، مولد العباس بن علی، ۱۳۷۲ق، ص۶۱-۶۲؛ خلخالی، چهره درخشان قمر بنی هاشم، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۰.
- ↑خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶، ص۴۵.
- ↑زبیری، نسب قریش، ۱۹۵۳م، ج۱، ص۷۹؛ زجاجی کاشانی، سقای کربلا، ۱۳۷۹ش، ص۹۸.
- ↑مثال په توګه وګورئ: بغدادی، المحبر، دار الاآفاق الجدیده، ص۴۴۱؛ تلمسانی، الجوهره، انصاریان، ص۵۹.
- ↑مثال په توګه وګورئ: ابنصوفی، المجدی، ۱۴۲۲ق، ص۴۳۶.
- ↑بغدادی، المحبر، دار الاآفاق الجدیده، ص۴۴۰-۴۴۱.
- ↑ابنصوفی، المجدی، ۱۴۲۲ق، ص۴۳۶.
- ↑بغدادی، المحبر، دار الاآفاق الجدیده، ص۴۴۱.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۴۲۹.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنی هاشم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۱۲۳.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنی هاشم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۱۱۸؛ محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۸۹.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنی هاشم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۱۱۸.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنی هاشم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑حائری مازندرانی، معالی السبطین، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۳۷؛ موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۲۴۲؛ خراسانی قاینی بیرجندی، کبریت الاحمر، ۱۳۸۶ق، ص۳۸۵.
- ↑موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۲۴۲؛ خراسانی قاینی بیرجندی، کبریت الاحمر، ۱۳۸۶ق، ص۳۸۵.

- ↑«بررسی ادعای حضور حضرت ابوالفضل در صفین»، سایت حوزه.
- ↑اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۵۵.
- ↑شریف قرشی، زندگانی حضرت ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۴.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۷۳-۷۵؛ هم وګورئ: مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۱و۲ و۳؛ موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق؛ حائری مازندرانی، معالی السبطین، ۱۴۱۲ق؛ خراسانی قاینی بیرجندی، کبریت الاحمر، ۱۳۸۶ق؛ طعمه، تاريخ مرقد الحسين و العباس، ١۴١۶ق؛ ابنجوزی، تذكرة الخواص، ۱۴۱۸ق؛ اردوبادی، موسوعه العلامه الاردوبادی، ۱۴۳۶ق؛ شریف قرشی، زندگانی حضرت ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش؛ الخوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۱؛ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴ و ۵.
- ↑یونسیان، خطیب کعبه، ۱۳۸۶ش، ص۴۶.
- ↑یونسیان، خطیب کعبه، ۱۳۸۶ش، ص۴۶.
- ↑یونسیان، خطیب کعبه، ۱۳۸۶ش، ص۴۶-۴۸.
- ↑جهانبخش، «گنجى نويافته يا وهمى بربافته؟»، ص۲۸-۵۶.
- ↑بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۸۷؛ ابوالفرج الاصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۰۸ق، ص۹۰؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۵؛ بخاری، سر السلسلة العلویة، ۱۳۸۲ق، ص۸۸-۸۹.
- ↑قمی، نفس المهموم، المکتبة الحیدریة، ص۳۰۶.
- ↑ابومخنف، مقتل الحسین، ۱۳۶۴ش، ص۹۸ و۹۹.طبری، تاریخ طبری، موسسة الاعلمی، ج۴، ص۳۱۲؛ ابوالفرج، مقاتل الطالبیین، ۱۹۷۰م، ص۱۱۷؛ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۴۶ و ۳۴۷؛ دینوری، الأخبار الطوال، ۱۹۶۰م، ص۲۵۵؛ ابن اعثم، الفتوح،۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۲.
- ↑ابومخنف، مقتل الحسین،ص۱۰۳ و ۱۰۴؛ طبری، تاریخ طبری، موسسة الاعلمی، ج۴، ص۳۱۴. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۴؛ ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۹۹ق، ج۴، ص۵۶؛ ابن کثیر، البدایة و النهایة،۱۴۰۸ق، ج۸، ص۱۹۰.
- ↑ابومخنف، مقتل الحسین، ص۱۰۴. طبری، تاریخ طبری، موسسة الاعلمی، ج۴، ص۳۱۵؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۹؛ طبرسی، إعلام الوری، دار الکتب الاسلامیة، ج۱، ص۴۵۴؛دمشقی، جواهر المطالب، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۸۱.
- ↑ابن اعثم، الفتوح،۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۴.
- ↑ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۱۹۰.
- ↑صالحی حاجیآبادی، شهدای نینوا، ۱۳۸۶ش، ص۴۰.
- ↑ابومخنف، مقتل الحسین، ۱۳۶۴ش، ص۱۷۵. ابومخنف، وقعة الطف،۱۳۶۷ش، ص۲۴۵. طبری، تاریخ طبری، موسسة الاعلمی، ج۲، ص۳۴۲. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۹۹ق، ج۴، ص۷۶.
- ↑ابومخنف، مقتل الحسین، ص۱۷۴ و ۱۷۵. طبری، تاریخ طبری، مؤسسة الاعلمی، ج۴، ص۳۴۲؛. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۹۹ق، ج۴، ص۷۶.
- ↑موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۱۸۴-۱۸۶؛ شریف قرشی، زندگانی حضرت عباس، ۱۳۸۶ش، ص۲۲۱-۲۲۲.
- ↑ر. ک: صالحی حاجیآبادی، شهدای نینوا، ۱۳۹۶ش، ص۴۱- ۴۵.
- ↑شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹؛ طبرسی، إعلام الوری، دار الکتب الاسلامیة، ص۲۴۸؛ ابن نما، مثیرالأحزان، ۱۳۶۹ق، ص۵؛ ابن حاتم، الدر النظیم، النشر الاسلامی، ص۵۵۶.
- ↑اردوبادی، موسوعة العلامة الأردوبادی، ۱۴۳۶ق، ج۹، ص۱۰۶.
- ↑وګورئ: کلباسی، خصائص عباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۱-۱۸۸؛ خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۶-۱۱۲؛ اردوبادی، موسوعة العلامة الأردوبادی، ۱۴۳۶ق، ج۹، ص۲۱۹-۲۲۰؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۵-۱۷۶.
- ↑خوارزمی، مقتل الحسین (ع)، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۴؛ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۱۴؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۵-۱۷۶.
- ↑قمی، نفس المهموم، المکتبة الحیدریة، ج۱، ص۳۰۴.
- ↑شعرانی، دمع السجوم، ترجمه نفس المهموم، ۱۳۷۴ق، ص۱۸۳.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۵؛ کلباسی، خصائص عباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۷؛ اردوبادی،موسوعة العلامة الأردوبادی، ۱۴۳۶ق، ج۹، ص۲۲۰؛ خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۰.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۲.
- ↑وګورئ: خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۴۵-۳۵۸؛ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۸۴-۱۲۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۲۸ق، ص۳۳۸؛ سبط ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۶۱؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۷؛ بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ۷۳-۷۵.
- ↑اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۱۹۲-۱۹۴.
- ↑شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹-۱۱۰.
- ↑وګورئ: ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۳۳ق، ص۲۴۵.
- ↑سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹، ج۲، ص۵۷۴.
- ↑وګورئ: ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۲۵۶؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۴-۱۷۸؛ اردوبادی، حیاة ابیالفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۲۱۹-۲۲۰؛ خرّمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۶- ۱۱۴.
- ↑خوارزمی، مقتل الحسین(ع)، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۴؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۸؛ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۸؛ ؛ خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۳.
- ↑خوارزمی، مقتل الحسین(ع)، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۴.
- ↑طریحی، المنتخب، ۲۰۰۳م، ص۳۰۷.
- ↑مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۴۱.
- ↑چایچیان، ای اشکها بریزید (دیوان حسان)، ۱۳۶۳ش، ص۲۱۰.
- ↑اردوبادی، حیاة ابی الفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۲۲۲-۲۲۵.
- ↑آیا حکایت ایثار حضرت ابوالفضل(ع) ریشه تاریخی ندارد؟. پایگاه یادگارستان. مرور ۸ مرداد ۱۴۰۱ش.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۱۱-۱۲؛ کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۷-۱۰۸، ۱۲۳ و ۲۰۳؛ موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۱۳۰.
- ↑موسوی مقرم، العباس، ۱۴۲۷ق، ص۱۵۸.
- ↑النقدي، جعفر، الانوار العلويه.
- ↑وګورئ: کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۲۳؛ بهشتی، قهرمان علقمه، ۱۳۷۴ش، ص۱۰۳ و ۱۰۷.
- ↑العلامة المجلسي، بحار الأنوار، ج۴۶، ص۲۱۲.
- ↑سایت عقیق.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۳۵۵-۳۵۶؛ محمودی، ماه بیغروب، ۱۳۷۹ش، ص۹۷.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۳۵۵-۳۵۶؛ بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۷۱-۷۳.
- ↑کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۷-۱۰۹؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۹۴.
- ↑سماوی، ابصارالعین فی انصارالحسین، ج۱، ص۶۳.
- ↑طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ١۴١۶ق، ص۲۳۶؛ مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۹۴.
- ↑کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹.
- ↑طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ١۴١۶ق، ص۲۳۶.
- ↑خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۹.
- ↑وګورئ: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۳-۱۲۶.
- ↑شیخ مفید، الارشاد، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۹۰.
- ↑مظفر، موسوعة بطل العلقمی، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۷۸؛ ابن اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۸؛ خوارزمی، مقتل الحسین(ع)، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۴.
- ↑عندلیب، ثارالله، ۱۳۷۶ش، ص۲۴۷.
- ↑شیخ صدوق، خصال، ۱۴۱۰ق، ص۶۸.
- ↑شیخ صدوق، خصال، ۱۴۱۰ق، ص۶۸.
- ↑بخاری، سر السلسلة العلویة، ۱۳۸۲ق، ص۸۹.
- ↑ابنعنبه، عمدة الطالب، ۱۳۸۱ق، ص۳۵۶.
- ↑موسوی مقرم، مقتل الحسین، ۱۴۲۶ق، ص۳۳۷.
- ↑نگاه کنید به: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۸۱-۳۲۱.
- ↑خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۳۲۱.
- ↑وګورئ: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۲۸۲، ۳۰۴ و ۳۰۵.
- ↑وګورئ: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۳۱۷.
- ↑وګورئ: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۲۸۳.
- ↑وګورئ: خرمیان، ابوالفضل العباس، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۳-۱۲۶.
- ↑وګورئ: محمودی، در کنار علقمه، ۱۳۷۹ش.
- ↑وګورئ: ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۰ش.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۱۴۹.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۱۴۹.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۱۵۱؛ کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۳-۲۱۴.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۲۶۷؛ کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۴.
- ↑مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۱۱۰-۱۱۱.
- ↑«خدا تو این مداحیها نیست»، روزنامه صبح نو.
- ↑«یوم العباس در زنجان؛ بزرگترین میعادگاه عاشقان حسینی در کشور»، باشگاه خبرنگاران جوان.

- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۲۶.
- ↑مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۳۵۴-۳۵۶.
- ↑مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۱-۲۸۳؛ ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۸۲-۲۱۳.
- ↑ذوالفقاری، «سقاخانی»
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۸۲-۲۱۳.
- ↑کلباسی، خصائص العباسیه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۳-۲۱۴.
- ↑چلکوسکی، «عباس جوانمرد دلیر»، ص۳۷۵.
- ↑بغدادی، العباس، ۱۴۳۳ق، ص۲۰.
- ↑میردریکوندی، دریای تشنه؛ تشنه دریا، ۱۳۸۲ش، ص۱۱۱-۱۱۳.
- ↑تکريتی، مذکرات حردان التکريتی، ۱۹۷۱م، ص۵.
- ↑چلکوسکی، «عباس جوانمرد و دلیر»، ص۳۷۴.
- ↑مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۷۴-۲۷۵.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۲۴۳-۲۵۸.
- ↑«نامگذاری روزها و هفتههای خاص».
- ↑بلوکباشی، «مفاهیم و نمادگارها در طریقت قادری»، ص۱۰۰.
- ↑«حرم حضرت ابوالفضل العباس (ع)»، وبگاه مرکز تعلیمات اسلامی واشنگتن.
- ↑زجاجی کاشانی، سقای کربلا، ۱۳۷۹ش، ص۱۳۵.
- ↑موسوی مقرم، العبّاس(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۲۶۲-۲۶۳؛ زجاجی کاشانی، سقای کربلا، ۱۳۷۹ش، ص۱۳۵-۱۳۷.
- ↑علوی، راهنمای مصور سفر زیارتی عراق، ۱۳۹۱ش، ص۳۰۰.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۲۶۷-۲۷۴.

- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۲۶۷.
- ↑چلکوسکی، «عباس جوانمرد و دلیر، ص۳۷۴.
- ↑اطیابی، «سقاخانههای اصفهان»، ص۵۵-۵۹.
- ↑ربانی خلخالی، چهره درخشان قمر بنیهاشم، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۲۴۰-۲۴۱.
- ↑مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۰.
- ↑محمودی، مسائل جدید از دیدگاه علما و مراجع، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۱۰۵-۱۰۷.
- ↑«۱۸ دقیقه از مختارنامه سانسور شد»، وبگاه فرارو.
- ↑«اظهارات احمدرضا درویش پس از توقف اکران رستاخیز»، خبرگزاری ایسنا.
- ↑عباس بن علی علیهما السلام؛ نهمین شماره از مجموعه آشنایی با اُسوهها، پاتوق کتاب فردا.
May 17 2023
عباس بن علی
عباس بن علي بن ابي طالب (۲۶-۶۱هـ ق) چې په ابوالفضل مشهور دی، د امام علي(ع) پنځم زوی او د ام البنین لومړی زوی دی. د ژوند تر ټولو مهمه برخه د کربلا په پېښه او د عاشورا په ورځ د هغه شهادت دی.
د ۶۱ هجري قمري کال د محرم له میاشتې مخکې د هغه د ژوند او حالاتو په اړه ډېر معلومات نشته، مګر د ځینو راپورونو له مخې هغه د صفین په جګړه کې حضور درلودو.
هغه د کربلا په پېښه کې د امام حسین د لښکر قوماندان او بیرغوال و او د امام حسین د ملګرو لپاره یې له فرات څخه اوبه راوړې. عباس له خپلو وروڼو سره د عبیدالله بن زیاد دوه امان نامې رد کړل او د امام حسین(ع) په لښکر کښې یې جنګ وکړ او شهید شو. د مقتل په ځينو كتابونو كې راغلي دي هغه د عاشورا په ورځ په داسې حال كې شهيد شو، چې دواړه لاسونه يې پرې شوي وو او په سر يې د اوسپنې د ګرز ګزار خوړلی و. ځینو نقل کړي دي چې امام حسین(ع) د هغه په تنې باندې ژړا کړې ده.
ځینو سرچینو هغه د ډیر لوړ قد او ښکلی څیرې لرونکی بیان کړی دی. په حدیثونو کې شیعه امامانو په جنت کې د حضرت عباس لپاره لوړ مقام بیان کړی دی او له هغه څخه د خلکو حتی د غیر شیعه او غیر مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کیدو په هکله ډېر کرامتونه ډیر فضیلتونه روایت شوي دي.
شیعه د حضرت عباس لپاره لوړ معنوي مقام مني؛ هغه ته باب الحواج وايي او له هغه سره توسل کوي. د حضرت عباس(ع) حرم د امام حسين(ع) د حرم سره نزدې د شيعو يو له مهمو زيارتونو دے. همدارنګه شیعه هغه د کربلا د ساقي په نامې سره یادوي او د محرم په نهمه نیټه یعنی تاسوعا په ورځ د حضرت عباس علیه السلام ماتم کوي. دا ورځ په ایران کې عمومي رخصتي ده. همدارنګه په ایران کې د حضرت غازي عباس د زوکړې ورځ د جانبازانو (غازیانو) د ورځې په نوم نومول شوې ده. د حضرت عباس(ع) په نوم ډېر ځایونه لکه سقاخانه، عباسیه او سقانفار جوړ شوي دي.
د عباس بن علي په اړه د تحقیقي سرچینو کمی
د ځينو څېړونکو په اند د کربلا له پېښې مخکې د عباس بن علي د ژوند په اړه ډېر تاريخي معلومات نشته، له همدې امله د هغه د زېږېدو او ژوند په اړه ډېر اختلافونه شته دي.[۱] چلکوسکي، یو امریکایي ایران پيژاندی، د هغه حضرت ژوند د تاریخ یوه جوړه شوې افسانه ګڼي.[2] هغه کتابونه چې په بیله توګه د عباس بن علي په اړه لیکل شوي، زیاتره یې په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ پورې اړه لري. عبدالواحد مظفر د بطل العلقمی د درې ټوکه کتاب لیکوال، په ۱۳۱۰ هجري لمریز کال کې وفات شوی، د خصائص العباسیة کتاب لیکوال محمد ابراهیم کلباسي نجفي په ۱۳۶۲ هجري لمریز کال کې وفات شوی دی[۳]، محمد علي اردوبادي د حیاة ابیالفضل العباس ليکوال په ۱۳۸۰ هجري قمري کال کې وفات شوی دی، موسوي مقرم د قمر بني هاشم العباس کتاب ليکوال په ۱۳۹۱ هجري قمري کال کې وفات شوی دی او رباني خلخالي د «چهره درخشان قمر بنیهاشم» کتاب لیکوال په ۱۳۸۹ کال کې وفات شوی دی.
نوم او نسب
د حضرت عباس د مور د نیکونو چارت [۴]
عباس بن علي بن ابي طالب چې په ابوالفضل مشهور دی، د امام علي(ع) پنځم زوی دی او د علي بن ابي طالب له فاطمې بنت حزام، چې په ام البنین مشهوره ده، سره د واده په پایله کې پيدا شوی دی. عباس د ام البنین لومړنی اولاد دی. [۵]
امام علی(ع)
مور
د عباس مور د عقیل لخوا امام علی(ع) ته ور وپیژندل شوه چې هغه یو نسب پوهه و. امام علي(ع) له عقيل(ع) څخه وغوښتل چې د ده لپاره يوه ښځه پيدا کړي چې زړور او میړني ماشومان وزېږوي.[۶] ځینو کسانو روایت کړی دی چې د عاشورا په شپه زهیر بن قین، له دې وروسته چې د شمر له امان لیکه خبر شو، عباس(ع) ته وویل: ای د امیرالمومنین زویه، کله چې ستا پلار د واده اراده وکړه، نو ستا تره عقیل ته یې وویل: د میړنو له قبیلې څخه ورته یوه ښځه ولټوي چې د هغه لپاره میړني او زړور ماشوم وزېږوي، داسې بچي چې په کربلا کې د حسین(ع) مرستندوي وي.[۷] اردوبادي څرګنده کړې ده چې له عباس سره د ظهیر د خبرو کیسه یې له اسرار الشهاده پرته په بل کتاب کې نه ده لیدلی.[۸]
کنیتونه
ابوالفضل: د عباس تر ټولو مشهور لقب دی.[۹] ځينو ويلي دي چې د بني هاشمو په کورنۍ کې به چې د چا عباس نوم و هغه ته به یې ابوالفضل ويل، عباس(ع) ته به یې په ماشومتوب کې هم ابوالفضل ويل.[10] سید عبدالرزاق موسوي مقرم د «الجريدة في أصول أنساب العلويين» له کتابه نقل کړي چې عباس(ع) یو زوی درلود چې نوم یې فضل و. له همدې امله هغه ته ابوالفضل وايي.[۱۱]
ابوالقاسم: له دې امله چې عباس(ع) د قاسم په نوم یو زوی درلود نو هغه ته ابوالقاسم هم ویل کیده. د اربعین په زیارت کې هم دا کنیت ذکر شوی دی.[۱۲]
ابوالقِربَة: ځينې په دې اند دي چې هغه ته دا لقب له دې امله ورکړل شوی چې د کربلا په پېښه کې يې څو ځله خېمو ته اوبه یوړې. دا کنیت په څو سرچینو کې ذکر شوی دی.[۱۳] قربة د اوبو د مشک په معنه ده.[۱۴]
ابوالفرجه : د دې کنیت دليل دا دی چې عباس(ع) د هغه چا په کار کې خلاصون پيدا کوي چې هغه سره توسل کوي.[۱۵] فرجه د غم خلاصول او د غم لرې کولو په معنا دی.[۱۶]
لقبونه
زیارت الشهداء
السَّلَامُ عَلَی الْعَبَّاسِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ، الْمِوَاسِی أَخَاهُ بِنَفْسِهِ، الْآخِذِ لِغَدِهِ مِنْ أَمْسِهِ، الْفَادِی لَهُ الْوَاقِی، السَّاعِی إِلَیهِ بِمَائِهِ الْمَقْطُوعَهِ یدَاهُ
سلام پر عباس بن امیرالمؤمنین چې خپل تن سره یې د خپل ورور مرسته کوله، او د هغه لپاره له ځانه تیرېده، د قیامت د ورځې لپاره یې له دنیا ګټه پورته کړه، د خپل ورور لپاره یې ځان قربان کړ او د هغه لپاره یو ښه ساتونکی او سرتیری و، که څه هم هغه پخپله تږی و، هڅه یې وکړه چې حسین ته اوبه راوړي، خو دواړه لاسونه یې پرې شول.
سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۷۴.
د عباس(ع) لپاره ډېر لقبونه ياد شوي دي، چې ځينې يې زاړه او ځينې یې نوي دي، چې خلكو د هغه د صفاتو او فضيلتونو له مخې هغه ته وركړي دي.[۱۷]
قمر بنیهاشم[۱۸]
باب الحوائج: [۱۹] د بغدادي په وينا دغه لقب د ټولو شيعو په تېره بيا عراقي شيعو کې مشهور دی.[۲۰] ډېر خلک په دې باور دي چې که حضرت عباس سره توسل وشي، نو خدای د هغوي حاجتونه پوره کوي.[۲۱]
سقا: ځينې په دې اند دي چې دا لقب د تاريخ پوهانو او نسب پوهانو په منځ کې مشهور دی.[۲۲] عباس(ع) په کربلا کې درې ځله د کورنۍ لپاره اوبه راوړې.[۲۳] د حضرت عباس(ع) په رجز کې دا لقب په څرګنده راوړل شوی دی لکه اني انا العباس اغدوا بالسقی؛ زه عباس یم او شپه د سقایې په مقام کې تېره وم.[24]
الشهید[۲۵]
بیرغوال او علمدار[۲۶]
باب الحسين: ځينې د شيعه فقيه سيد علي قاضي طباطبايي د هغه مکاشفې په استناد سره نقلوي چې هغه دا خبر تر لاسه کوي چي حضرت ابوالفضل العباس(ع) د ولیانو کعبه ده. دوي دا لقب حضرت عباس(ع) ته ورکړ.[۲۷]
ژوندلیک
د ځینو څیړونکو په اند د کربلا له پیښې مخکې د عباس د ژوند په اړه ډیر تاریخي معلومات شتون نلري [۲۸] یوازینۍ کیسه چې د هغه له ژوند څخه روایت شوې ده د صفین په جګړه کې د هغه شتون او د امام حسن مجتبی(ع) د ښخولو په وخت کې یو ټکی دی.[۲۹] پاتې نور چې څه دي هغه د کربلا له پېښې سره تړاو لري.[۳۰]
زوکړه
د عباس (ع) د زوکړی په کال کې اختلاف دی.[31]دا اختلاف کیدی شي له دې سببه وي چې د حضرت عباس(ع) عمر د خپل پلار امام علی(ع) د شهادت په وخت مختلف نقل شوی دی ځینو د 16 او 18 کلونو ترمنځ ګڼلی دی.[32] ځینې نورو د هغه عمر 14 کاله او له بالغیدو څخه مخکې ګڼلی دی.[33]
مشهور قول دا دی چې عباس په 26 هجري کال کې په مدینه منوره کې زیږیدلی دی.[34] د اردوبادي د وینا له مخې په پخوانیو سرچینو کې د هغه د زیږون د ورځې او میاشتې په اړه څه نه دي موندل شوي او یوازې د انیس الشیعه په نوم یو کتاب لیکل چې په دیارلسمه هجري قمري کال کې لیکل شوی دی، د هغه زوکړه د شعبان څلورمه نیټه ښايي.[۳۵] د خصائص العباسیه لیکوال د ماخذ له ذکر کولو پرته لیکلي دي چې کله هغه پیدا شو نو امام علی علیه السلام په غېږ کې ونیوه او او عباس نامه یې پرې کیښوده. د هغه په غوږونو کې یې اذان او اقامت وویل، بيا يې د هغه لاسونه ښکل کړل او ویې ژړل، ام البنين بیبی چې د هغه د ژړا لامل یې پوښته، ته يې په ځواب ویل چې د حسين په مرسته کې به د عباس دوه لاسونه پرې کیږي. او خدای به په اخرت کې د هغه د دوو پرې شویو لاسونو په بدل کې دوه وزرونه ورکړي.[۳۶] نورو کتابونو هم له همدې کتابه په نقل سره د عباس(ع) د دواړو لاسونو د پرې کیدو لپاره د امام ژړا نقل کړې ده.[37]
ښځه او اولادونه
د حضرت عباس د اولادونو انځور[38]
عباس(ع) لبابې سره چې د عباس بن عبدالمطلب له لمسيو وه، د ۴۰ او ۴۵ قمري کلونو په منځ کې واده وکړ.[۳۹] ځینې سرچینې د لبابه پلار عبیدالله بن عباس[۴۰] او ځینې نورو عبدالله بن عباس نقل کړی دی.[۴۱] ابن حبيب البغدادي چې د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ دى، د عباس د مېرمن لبابه د عبيدالله لور ګڼلې او د عبدالله لور لبابه يې د علي بن عبدالله جعفر مېرمنه ګڼلې ده.[۴۲] لبابه دوه زامن وزېږول چې نومونه يې فضل او عبيدالله وو.[۴۳] او د هغه له شهادت وروسته يې لومړی له وليد بن عتبه سره واده وکړ او بيا يې له زيد بن حسن سره واده وکړ.[۴۴]
د عباس(ع) زوی عبيدالله د امام سجاد(ع) له لور سره واده وکړ.[۴۵] ځينو ليکوالانو د حضرت عباس لپاره د نورو اولادونو یادونه کړې ده چې نومونه یې حسن، قاسم، محمد او يوه لور ياده کړې ده او ويلي يې دي چې قاسم او محمد د عاشورا په ورځ د پلار له شهادته وروسته شیهدان شول.[۴۶]
روایت دی چې د حضرت عباس نسل د هغه له زوی عبیدالله او زوی حسن څخه دوام موندی دی. د حضرت عباس اولاده د علويانو له خورا مشهوره نسب څخه وه او زياتره يې عالمان، شاعران، قاضيان او واکمنان وو.[۴۷] د حضرت عباس د نسل له شمالي افريقا څخه تر ايرانه خپور نقل شوی دی.[۴۸] ځینو د دې خپریدو دلیل د حضرت عباس د اولادونو هغه هجرتونه بللي دي چې د حکومت د ظلم لامل به یې کول.[۴۹]
د صفین جنګ
د صفین په جګړه کې د عباس(ع) شتون په ځینو وروستیو کتابونو کې ذکر شوی دی. په دغه جنګ کښې هغه يو له هغو کسانو څخه ؤ چې د صفين په جنګ کښې يې د ملک اشتر په مشرۍ کې په فرات حمله وکړه او د امام علي(ع) د لښکرو لپاره يې اوبه راوړې.[50] په همدې وروستو كتابونو كې د عباس په لاس د ابن شعثاء او د هغه د اوو زامنو وژل كېدل هم د صفين د جګړې په پېښو كې راغلي دي.[5۱] د ځینو لیکوالانو په وینا، د شام خلکو به د ابن شعثاء زور د زرو جنګیالو اندازه ګڼلو.[۵۲] ځینو هم په صفین کې د حضرت عباس(ع) په شتون کې شک کړی او دا یې له تاریخي شواهدو سره سم نه دي ګڼلي.[۵۳]
د هغه څه له مخې چې اردوبادي په خپل کتاب کې ذکر کړی دی، عباس ته د امام علي(ع) وصیت او د امام حسین په اړه هغه ته د سپارښتنې کیسه که څه هم مشهوره ده خو هیڅ سند نه لري.[۵۴]
د کربلا په پېښه کې
د محرم ماتم
پیښې
د کربلا پېښه • د کربلا اسیران • د عاشورا د پېښې ډائری • د عاشورا ورځ • امام حسين(ع) ته د کوفيانو ليکونه • د عاشورا پېښه (د احصايې له نظره)
اشخاص
امام حسین(ع)
علي اکبر • علي اصغر • عباس بن علي • حضرت زينب (س) • سکينه بنت حسين • د امام حسين لور فاطمه • مسلم بن عقيل • د کربلا شهيدان • د کربلا اسیران
ځایونه
د امام حسین(ع) حرم • تل زینبیه • د حضرت عباس(ع) حرم • د قتل ځای • بین الحرمین • د علقمې سیند
مناسبتونه
تاسوعا • عاشورا • د محرم لسیزه • اربعین • د صفر لسیزه
رسمونه
مرثیې ویل • نوحې • تعزیه • ماتم • زنځیر وهل • سینه زني • سقاخانه • سنج او دمام • ماتمي دسته • شام غریبان • خانک ایښودل • د کجورو ګرځول • چاقوان وهل • اربعین پیاده تږ • تابوت وړل • د تابوت رسمونه
اصلي مقاله: د کربلا پیښه
د کربلا په پېښه کې شتون د عباس بن علي د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او د شیعو لپاره د هغه اهمیت د کربلا په پېښه کې د هغه رول له امله دی. عباس د امام حسین(ع) د پاڅون له مخکښو شخصیتونو څخه بلل شوی دی.[۵۵] خو بیا هم په ډېرو کتابونو کښې چې د عباس په باره کښې په جلا توګه لیکل شوی دی د امام حسین علیه السلام له مدینې د مکې او بیا د کوفې په لور د هغه له تږ وروسته تر ۶۱ هجري پورې د عباس په باره کښې تاریخي یا روایتي راپورونه شتون نه لري.[۵۶]
په مکه کې د خطبه ورکول
د «خطیب کعبه» کتاب لیکوال عباس(ع) ته یوه خطبه منسوبه کړې ده [۵۷] او د یوه یاداښت استناد سره یې دا خبره «مناقب سادة الکرام» کتاب ته مستند کړی او پخپله وايي چې دا کتاب یې نه دی لیدلی.[۵۸] د دغه رپوټ له مخې حضرت عباس د ذوالحجې په اتمه نېټه د کعبې په بام باندې یوه خطبه ورکړه چې په کښې يې د امام حسين(ع) مقام ته په اشارې سره، يزيد یو شراب کس ښودلی او د خلقو یزید سره په بيعت باندې یې نيوکه کړې ده. هغه په خپلو خبرو کښې وويل تر څو چې ژوندي وي هيچا ته به اجازه ورنکړي چې امام حسين(ع) شهيد کړي او د امام د شهادت يوازينۍ لاره د عباس وژل دي.[۵۹] جویا جهانبخش په یوه مقاله کې چې د خطبې د متن ادبي انتقاد ته په پام او د لیکوال او د اصلي کتاب د نوم نه نه پيژندګلو پر بنسټ، دا رد کړې ده او وايي چې دا کیسه په نورو سرچینو کې نه موندل کیږي.[60]
د عاشورا په ورځ بیرغوالي
حضرت عباس(ع) د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) د لښکر بیرغوال ؤ. امام(ع) هغه ته د عاشورا په سهار دا مقام ورکړ.[۶۱] د ځینو روایتونو له مخې کله چې امام عباس میدان ته د تلو اجازت وغوښت، نو امام حسین(ع) ورته د هغه بیرغوالي یاده کړه.[۶۲]
سقايي او د اوبه راوړل
د تاریخي سرچینو له مخې کله چې دښمن د امام حسین(ع) په کاروان باندې اوبه بندې کړې او تندې د هغوي په کورنۍ او اصحابو باندې زرو راړه نو امام، عباس له دېرشو اس سپرو او شلو پیاده عسکرو سره د شلو مشکونو سره د فرات خواته ولیږه چې اوبه راوړي. دوي د شپې د فرات خوا ته نږدې شول، خو عمرو بن حجاج او ملګرو يې غوښتل چې فرات ته د هغوي د رسېدو مخه ونيسي، چې حضرت عباس او د هغه ملګرو هغوي شاته کړل او مشکونه يې له اوبو ډک کړل. له فراطه د راستنېدو پر مهال عمرو بن حجاج او ملګرو يې پر هغوى بريد وکړ. عباس او نورو اس سپرو د دښمن لاره بنده کړه تر څو چې پياده لښکر خیمو ته اوبه ورسوي.[۶۳]
د امن نامو ردول
کله چې حسیني قافله په کربلا کې وه، دښمن د حضرت عباس او د هغه د وروڼو لپاره دوه امن نامې راوړې.
د عبدالله بن ابیمحل امان نامه
کله چې شمر بن ذیالجوشن له امام حسین(ع) سره د جګړې یا د ابن زیاد په وړاندې د تسلیمیدو لیک ترلاسه کړ، کله چې له ماڼۍ څخه د وتلو په حال کې و، د ام البنین وراره عبدالله بن ابیمحل چې د شمر له ملګرو څخه و، له عبيدالله بن زياده، د خپلو تره زامنو عباس او د هغه د وروڼو لپاره د امان ليک ترلاسه کړ او هغه د خپل مریې په لاس د امام حسين خيمو ته د ام البنين اولادونو ته واستوه. کله چې هغه مریې عباس او د هغه وروڼو ته ورسید، نو هغوی ته یې وویل: ستاسو ماما دا امان نامه تاسو ته رالیږلې ده. هغوي ورته په ځواب کې وويل: زموږ ماما ته سلام ووايه او ورته ووايه چې موږ ستا امان نامې ته اړتيا نه لرو، د خداى امانت زموږ لپاره د سميه د زوي له امان نامې د الله تعالی امان نامه غوره ده.[۶۴]
د شمر ذی الجوشن امان نامه
د محرم په نهمه شپه شمر د حسین د ملګرو په مخ کې ودرېد او ویې ویل: زما د خوريي چیرته دي؟! عباس، جعفر او عثمان له خیمې څخه راووتل او ویې ویل: څه غواړې؟ شمر وویل: تاسو په امان کې یئ. هغوی وویل: که ته زموږ ماما یې نو خدای دې پر تا او ستا په امان نامه لعنت وکړي. تا يوازې زموږ لپاره امانت نامه راوړی او د پېغمبر زوی دې پرېښی دی![۶۵]
ابن اعثم(وفات کال ۳۱۴ هـ) په یوه روایت کې داسې روایت کړی دی: کله چې شمر د ام البنین زامنو ته غږ وکړ، حسین خپلو وروڼو ته وویل: ځواب یې ورکړئ، که څه هم فاسق وي، ځکه هغه ستاسو له ماماګانو دی. حضرت عباس او ورونو یې شمر ته وويل: ته څه وايې؟ شمر وویل: اې زما د خور اولاده! تاسو په امان کې یاست. له حسین سره ځان مه وژنئ او د امیرالمومنین یزید اطاعت وکړئ. په دې وخت کې عباس بن علي وويل: مرګ دې وي په تا ای شمره! خدای دې په تا او ستا په امان نامې لعنت وکړي؛ ای د خدای دښمنه! آيا ته له مونږ غواړې چې د دښمن اطاعت وکړو او له د خپل ورور له مرستې لاس واخلو؟![66]
د ابن کثير(وفات کال ۷۷۴ هـ ق) په يو بل روايت کې د ډېرو پخوانيو اثارو برعکس داسې راغلي دي: د حسين وروڼو شمر ته وويل: که ته مونږ او زموږ ورور حسين ته امان راکوې، نو موږ به هم ستا امان ومنو، که نه نو مونږ ستا امان نامې ته اړتيا نه لرو.[۶۷] خو ظاهراً د ابن کثیر او ابن اعثم روایتونه د وخت د وروسته والي او محتوا له امله د غور وړ او د پخوانیو کتابونو له روایتونو سره مخالف دي.[۶۸]
د عباس د وروڼو شهادت
د تاریخي راپورونو له مخې د امام علي(ع) له ام البنين سره د واده په پایله کې څلور زامن وو چې عباس، جعفر، عبدالله او عثمان نومېدل.[۶۹] او حضرت عباس د عاشورا په ماځیګر خپل وروڼه جګړې ته وهڅول. دا راپور په سرچینو کې په دوه ډوله نقل شوی دی.
د دې لپاره چې له تاسو راته ارث راورسي
د ابو مخنف (157 هـ)، طبري (310 هـ) او ابن اثير (630 هـ) د روايتونو پر اساس، حضرت عباس د د عاشورا په ماځیګر خپل مورني وروڼو عبدالله، جعفر او عثمان ته وويل: اى زما د مور بچيانو ميدان ته لاړ شئ چې له تاسو راته ارث راورسي، ځکه چې تاسو اولاد نه لرئ، هغوي هم هماغسې وکړل او شهيدان شول.[۷۰]
خو دا راپور د ځینو له نظره ناسم دی، ځکه په دې حالت کې عباس پوهیده چې هغه به وژل کیږي او د میراث غوښتنه کول هیڅ معنی نه لري.[۷۱] همدارنګه دا راپور د میراث له قانون سره هم په ټکر کې دی. ځکه چې د ام البنین په شتون کې کله چې د حضرت عباس وروڼو ښځه او بچي نه درلودل، نو حضرت عباس ته ارث نه رسیده، بلکې ام البنین به د خپلو بچو وارثه وه.[72]
چې ستاسو د مبارزې شاهد ووسم
په یو بل روایت کې شیخ مفید (۴۱۳ هـ ق)، طبرسي (۵۴۸ هـ ق)، ابن نما (۶۴۵ هـ ق) او ابن حاتم (۶۶۴ هـ ق) روایت کړي دي: کله چې عباس بن علي ولیدل چې د هغه ډېر کسان شهیدان شول، نو خپل د مور له خوا وروڼو عبدالله، جعفر او عثمان ته یې وويل: اې زما د مور اولاده! میدان ته لاړ شئ چې تاسو ووینم [چې د خدای په لاره کې څه رنګ شهیدیږئ]؛ ما تاسو ته د خدای او د هغه د رسول په خاطر نصیحت وکړ، ځکه چې تاسو اولاد نه لرئ[۷۳] شاید د دې لامل دا وي چې حضرت عباس خپل وروڼه له ځانه مخکې میدان ته ولېږل چې د جهاد لپاره به د هغوی د سمبالولو اجر او هم د هغو کس اجر ترلاسه کړي چې د خپلو وروڼو په شهادت يې صبر کړی وي.[74]
د عاشورا په ورځ رجزونه
در جریان واقعه کربلا رجزهای مختلفی از عباس(ع) نقل شده است؛[۷۵] از جمله:
د کربلا د پېښې له عباس(ع) بېلابېل رجزونه نقل شوي دي؛[۷۵] چې له هغو ځینې دا دي:
أقسَمتُ بِالله الأَعَزِّ الأَعظَم وَ بِالحَجونِ صادِقاً وَ زَمزَم
وَ بِالحَطيمِ وَالفَنَا المُحَرَّمِ لَيُخضَبَنَّ اليَومَ جِسمي بِدَمي
دونَ الحُسَينِ ذِي الفَخارِ الأَقدَمِ إمامُ أهلِ الفَضلِ وَالتَّكَرُّم[۷۶]
په لوی او سپېڅلي خداى قسم خورم، او په حجون او په زمزم هم قسم خورم، د خداى په کور او د مسجد الحرام په سيمه قسم خورم چې نن به زما بدن زما په وينو رنګ شي. حسین علیه السلام په وړاندې چې د فضیلت او شرافت خاوند او د نیکو او فضیلت لرونکو مشر دی.
لا أرهَب الموتَ إذ الموتُ زقا حتى أُوارى في المصاليت لقا
نفسي لنفس المصطفى الطُّهر وَقا اني أنا العباس أغدو بالسِّقا
و لا أخاف الشر يوم المُلتقى و لا أخاف الشر يوم الملتقى[۷۷]
زه له مرګه نه وېرېږم، کله چې دا غږ کوي، تر څو چې د آزمايل شويو کسانو په منځ کې راښکته شم او په خاورو کې پټ شم، زما ژوند د حسين د ژوند ډال او قرباني ده، چې هغه غوره او پاک دی، زه عباس يم چې مشک سره درځم، او د جګړې په ورځ، د دښمنانو له شره نه ویریږم، او د جګړې په ورځ، د دښمنانو له شره نه ویریږم.
مرگ اگر مرگ است گو نزد من آی تا در آغوشش بگیرم تنگ تنگ
من از آن عمری ستانم جاودان او زمن دلقی ستاند رنگ رنگ[۷۸]
ژباړه:
مرګ که مرګ وي نو ماته د راشي چې په غیږ کې یې ټینګ ونیسم
زه به له هغه یو تل پاتی عمر واخلم خو هغه به له ما یواځې رنګ رنګ ټوقې واخلي.
وَاللهِ إن قَطَعتُمُ يَميني إنّي اُحامي أبَداً عَن ديني
وعَن إمامٍ صادِقِ اليَقينِ نَجلِ النَّبِيِّ الطّاهِرِ الأَمينئ[۷۹]
زه په خداي قسم کوم! که تاسو زما ښی لاس پرې کړئ، زه به تل د خپل دین حمایت کوم او د هغه امام ملاتړ به کوم چې په خپل یقین کې ریښتونې او د پاک او امین پیغمبر(ص) زوی دی.
شهادت
د محمد حسن مظفر د لیکنې له مخې د ډېرو تاریخ پوهانو نظر دا دی چې یقیناً عباس(ع) د محرم په لسمه شهید شوی دی. مظفر د محرم د اوومې او نهمې ورځې د شهادت په اړه دوه نور اقوال هم بیان کړي دي او هغه يې کمزوری او نادر ګڼلي دي.[۸۰]
د عاشورا په ورځ د عباس(ع) د جنګونو او د هغه د شهادت په باره کښې بيلابيل روايتونه بيان شوي دي.[۸۱] د ځينو سرچینو له مخې عباس د امام حسين او بني هاشمو د اخري اصحابو تر شهادته پورې ميدان ته نه و تللى.[۸۲]
د شیخ مفید په وینا، امام حسین او عباس بن علي یوځای میدان ته لاړل، خو د عمر سعد لښکر د دوي په مینځ کې راغی. امام حسین ټپي شو او خیمې ته راستون شو او عباس په یوازې ځان جنګ وکړ تر دې چې سخت ټپي شو او نور یې د جنګ توان نه درلود. دغه وخت زید بن ورقاء حنفی او حٌکَیم بن طٌفَیل سِنبِسی هغه شهید کړ.[۸۳] شيخ مفید نور جزئيات نه دي ياد کړي. د ابي مخنف د مقتل په کتاب کې د حضرت عباس د شهادت جزئيات هم نه دي ذکر شوي.[۸۴] په غیر مشهور زیارت ناحیه کې یزید بن وَقَّاد وَ حَكِیم بن الطُّفَیلِ الطَّائِي د حضرت عباس د قاتلانو په توګه ياد شوي دي.[85]
د ځینو نورو سرچینو له مخې، د بني هاشمو د ټولو اصحابو او د کورنۍ له شهادت وروسته عباس اداره وکړه چې د خیمو لپاره اوبه راوړي. هغه د فرات د ګودر په لور حمله وکړه او د ګودر له ساتونکو تېر شو او اوبو ته ورسید. د بېرته راتلو په لاره کې ورباندې دښمن برید وکړ. هغه د کجورې په ونې کې له دښمن سره جګړه کوله او د خیمو په لور روان و چې زید بن ورقاء جهني چې د کجورې له یوې ونې شاته پټ و راوت او د هغه په ښي لاس یې ګزار وکړ. عباس توره په چپ لاس کې ونیوله او له دښمن سره یې جګړې ته دوام ورکړ. حکيم بن طفيل طائي چې د يوې ونې تر شا پټ و، د هغه په چپ لاس ګزار وکړ او له هغې وروسته د عباس په سر ګزار وکړ او هغه يې شهید کړ.[۸۶]
د خوارزمي د راپور له مخې، کله چې عباس(ع) شهيد شو، امام حسين(ع) د خپل ورور جنازې ته راغی او سخت یې وژړل او ويې فرمايل: اَلآنَ اِنکَسَرَ ظَهری وَ قَلَّت حیلَتی؛ اوس مې ملا ماته شوه او چاره مې لږه شوه.[۸۷] بیا هم خوارزمي عباس هغه وروستی کس نه ګڼي چې د جګړې ډګر ته تلی دی.[۸۸]
دا هم وګورئ: درې سرې غشی
د امام حسین(ع) په احترام کې اوبه نه څښل
به گفته فخرالدین طریحی عالم قرن ۱۱ق در کتاب المنتخب عباس وقتی وارد شریعه فرات شد، دستانش را پر از آب کرد تا بنوشد، اما وقتی آن را به صورت نزدیک کرد به یاد تشنگی حسین افتاد و آب را رها کرد و با لب تشنه به همراه مشکی پر از آب از فرات بیرون آمد.[۸۹] علامه مجلسی نیز در بحار الانوار همین مطلب را بدون ذکر نام منبع اصلی آورده است.[۹۰] حبیبالله چایچیان شاعر و مرثیهسرای اهلبیت(ع) در این باره چنین سروده است:
د یوولسمې پیړۍ یو عالم فخرالدین طریحي په المنتخب کتاب کې وایي کله چی د فرات سیند ته داخل شو نو خپل لاسونه یط د څښلو لپاره له اوبو ډک کړل خو کله چی یی مخ ته نږدې کړل د حسين تنده يې ياده شوه نو اوبه يې پرېښودې او له تږو شونډو سره له فراته د اوبو ډک مشک سره راووت.[۸۹] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې د اصلي سرچينې د نوم له يادولو پرته همدا خبره کړې ده.[۹۰] د اهل بیتو(ع) شاعر او مرثیه خوان حبیب الله چیچیان په دې اړه داسې شعر لیکلی:
کربلا کعبهی عشق است و من اندر احرام شد در این قبلهی عشاق دو تا تقصیرم
دست من خورد به آبی که نصیب تو نشد چشم من داد از آن آبِ روان تصویرم
باید این دیده و این دست دهم قربانی تا که تکمیل شود حجّ من و تقدیرم[۹۱]
ژباړه:
کربلا د عشق کعبه ده او زه په احرام کې د عاشقانو په دې قبله کې رانه دوه خطاګانې وشوې
زما لاس هغه اوبو ته ورغلل چې ستا نه شوې نصیب زما سترګو د هغه روانو اوبو تصویر جوړ کړ
باید دا سترګې او لاس قرباني کړه چې زما دا حج او تقدیر مکمل شي.
اردوبادي هڅه کړې چې دا پېښه د ځينو شعرونو او زیارت ناحیه د متن د يوې برخې په تحليل سره ثابته کړي.[۹۲] د حدیثونو څيړونکې جويا جهانبخش په يوه ليکنه کې وايي چې دا پيښه په لرغونو متنونو کې نه ده موندل شوې، دا اټکل ورکوي چې کیدی شي د دې کيسې ريښې د مقاتل الطالبين په يوه زاړه شعر کې وي چې په هغه کې ويل شوي دي: «ابوالفضل که څه هم په خپله ډېر تږی و خو اوبه یې له حسینه قربان کړې». [یادونه 1] [93]
فضیلتونه او ځانګړتیاوې
ځینې د عباس(ع) له مهمو فضیلتونو او ځانګړنو څخه یو دا ګڼي چې هغوي امام علی(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع) سره یوځای پاتی کیدل او ژوند یې کاوه.[94] عبدالرزاق المقرم په خپل کتاب «العباس» کې د اسرار الشهداء له کتابه یوه جمله د معصومینو څخه د یو حدیث په توګه نقل کړې ده چې عباس له علم څخه برخمن و.[9۵] جعفر نقدي د هغه په اړه لیکي: «هغه د علم، تقوا، لمونځ او عبادت په برخه کې د اهل بیتو له مشرانو څخه دی.»[۹۶] ځينې په دې اند دي، چې عباس(ع) که څه هم په معصومینو کې نه دی، خو هغوی ته تر ټولو نږدې کس دی.[۹۷] حضرت عباس(ع) پنځه معصوم امامان ليدلي دي. امام علي(ع)، امام حسن(ع)، امام حسين(ع)، امام سجاد(ع) او امام باقر(ع) چې د کربلا په پېښه کښې حاضر وو.[98] دې فضیلت ته د څوارلسمې پیړۍ یو مذهبي شاعر سید محمد علي ریاضي په یوه مشهور شعر کې اشاره کړې ده.
وروستني ليکوالانو ليکلي دي چې عباس(ع) ځان له خپلو دوو وروڼو امام حسن(ع) او امام حسين(ع) سره برابر نه ګڼه او تل به يې هغوي خپل امامان ګڼل او د هغوى په وړاندې به اطاعت کوونکی او فرمانبردار و.[۹۹] او تل به يې دواړو ته د «يا بن رسول الله»، «ياسدي» او داسې نورو ټکو سره مخاطبه کوله.[۱۰۰]
کلباسي په «خصائص العباسیه» کتاب کې په دې باور دی چې حضرت عباس(ع) خندانه او مقبوله څېره درلوده او له همدې امله به یې ورته قمر بني هاشم ويل.[۱۰۱] د حضرت عباس(ع) له قاتل څخه روایت دی چې هغه په کربلا کې یو خوش اندام او ښکلی سړی وواژه چې د سترګو په منځ کې یې د سجدې نښه وه.[۱۰۲] د ځینو روایتونو له مخې هغه د بني هاشم له خاصو شخصیتونو څخه ګڼل کېده، چې قوي بدن او لوړ قد یې درلود، تر دې حده چې کله به په اس کېناست، نو پښې به یې پر زمکه کښل کیدې.[۱۰۳]
د عباس(ع) له فضيلتونو څخه يو هغه فضيلت دی چې دوستانو او دښمنانو هم ستايلی دی او هيڅوک ترې انکار نه شي کولای، د هغه میړنتیا ده.[۱۰۴] ځينو د عباس(ع) کرم او بخښنه د هغوي بل فضيلت بللی دی، په دې ډول چې د هغه دا سلوک په خلکو کې يو متل ګرځېدلی و.[۱۰۵]
په جنت کې د عباس(ع) مقام او د شهیدانو غبطه
عباس د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له مهمو او سترو ملګرو څخه ګڼل شوی دی.[۱۰۶] هغه د کربلا په پیښه کې د امام حسین(ع) د لښکر بیرغوال و.[۱۰۷] امام حسین(ع) د حضرت عباس(ع) په اړه داسې جمله کارولې ده «زما ژوند له تا قربان شه وروره»[۱۰۸] او د عباس پر جنازې يې هم ژړلي دي.[۱۰۹] ځينو دا خبرې او کړنې د شيعو د دريم امام په نږد د هغه د مقام څرګندونکي ګڼلي دي.[۱۱۰]
په احادیثو کې هم په جنت کې د حضرت عباس پر خاص مقام ټینګار شوی دی. په یو روایت کې راغلي دي چې امام سجاد(ع) وفرمایل: خدای دې زما تره عباس باندې رحم وکړي چې خپل ځان یې له خپل ورور امام حسین(ع) څخه قربان کړ او په دې لاره کې یې دواړه لاسونه پرې شول چې خدای به ورته په اخرت کې ددوو لاسونو په بدل کې دوه وزرونه ورکړي چې په هغو دوو وزرونو سره به په جنت کې له پرښتو سره الوتنه وکړي لکه څنګه چې جعفر بن ابي طالب ته هم دوه وزرونه ورکړی شوو.[۱۱۱] امام زیاته کړه چې زما تره عباس د خدای په نزد دومره لوړ مقام لري چې د قیامت په ورځ به ټول شهیدان پرې غبطه خوري.[۱۱۲] همدا راز ابو نصر بخاري له امام صادق(ع) څخه يو روايت نقل کړی دی چې په هغه کې يې عباس د «نافذ البصیرة» په اصطلاح (ژور بصيرت لرونکی) بيان کړی او هغه يې د يو قوي ايمان لرونکي شخص په توګه معرفي کړی چې د امام حسين(ع) تر څنګ يې جګړه کړې ده. او شهید شوی دی.[۱۱۳] دا روایت په نورو سرچینو کې هم راغلی دی.[۱۱۴]
سید عبدالرزاق مقرم په خپل کتاب مقتل الحسین کې وايي چې امام سجاد(ع) د عاشورا له پیښې وروسته د کربلا د ټولو شهیدانو د جسدونو د ښخولو لپاره له بني اسد څخه مرسته وغوښته خو د امام حسین(ع) او عباس(ع) د ښخولو لپاره یې مرسته ونه غوښته او ویې فرمایل چې د دې دوو شهیدانو په دفن کې ما سره نور کسان مرسته کوي او زه ستاسو مرستې ته اړتیا نه لرم.[۱۱۵]
زیارتنامې
د «پژوهشی در سیره و سیمای عباس بن علی»، «عباس بن علي د ژوند او کردار په اړه څيړنه» کتاب کې راغلي دي چې په مختلفو کتابونو کې د حضرت عباس [۱۱۶] لپاره يوولس زيارتونه نقل شوي دي چې ځينې يې د نورو زيارتونو لنډيز ګڼل شوي دي.[117] له يادو يوولسو زيارتونو څخه درې زيارتونه له امام صادق(ع) څخه روايت شوي دي.[۱۱۸] او د ځينو مواردو معصومينو ته په انتساب کې شک شته چې يې منسوب کړي دي.[۱۱۹]
په دې زيارتنامو کې د حضرت عباس لپاره د ستاينې وړ تعبيرونه ذکر شوي دي؛ ځینې جملې لکه عبد صالح او همدارنګه هغه څوک چې د رسول الله(ص) د ځای ناستی په وړاندې تسلیم دی د هغه تصدیق یې کړی او هغه ته وفادار و، د خدای، رسول او امامانو اطاعت کوي او هغه څوک چې د خداى په لاره کې یې د بدر د جنګیالو او مجاهدينو په څېر عمل کړی دی.[۱۲۰] همدارنګه ځينو د زيارت ناحیه مقدسه (۲ يادښت) د ځینې جملو پر اساس چې د حضرت عباس په اړه دي، د امام زمان(ع) له قوله د هغه لوړ مقام ته اشاره کړې ده.[۱۲۱]
د حضرت عباس کرامتونه
د حضرت عباس کرامتونه په شیعو کې خورا مشهور دی او د حضرت عباس سره په توسل د ناروغانو د شفا ورکولو یا نورو ستونزو حل کولو په اړه ډیرې کیسې د خلکو تر مینځ شتون لري. په «در کنار علقمه کرامات العباسیه» کتاب کې د دغو کرامتونو ۷۲ کيسې راغونډې شوي دي.[122] رباني خلخالي هم په خپل کتاب «چهره درخشان قمر بنیهاشم» کې د عباس(ع) څخه شاوخوا 800 کرامتونه راټول کړي او په هر ټوک کې یې له 250 څخه ډیرې کیسې بیان کړي. خو بیا هم په دې کې ځینې کیسې بیا ځلې بیان شوي دي. د دې سرچینو له مخې د حضرت عباس کرامتونه یواځې شیعو سره خاص نه دي او د حضرت عباس کرامتونه د نورو مذهبونو او فرقو لکه سنیانو، عیسایانو، کلیمیانو او زردشتیانو لپاره هم بیان شوی دی.[۱۲۳]
د محمود فرشچیان له خوا د کربلا د علمدار بوډ
عباس(ع) په شیعه کلتور کې
دا مشهوره ده چې شیعه له حضرت عباس(ع) سره ژوره عاطفي اړیکه لري او هغه له څوارلسو معصومو(ع) وروسته د هغه مقام لوړ ګڼي.[۱۲۴] محمد البغدادي د خپل کتاب یو څپرکی د شیعو او ابوالفضل(ع) ترمنځ اړیکو ته خاص کړی او له عباس(ع) سره یې د شیعو د مینې او محبت شدت یې خورا څرګند بللی دی.[۱۲۵] دا اړیکې د دې سبب شوي چې حضرت عباس په شیعه کلتور کې په توسل کولو، ماتم او سمبول جوړولو کې مهم مقام ولري.
د حضرت عباس ته توسل
د شیعو په منځ کې د حضرت عباس د ځانګړي حيثيت له امله خلک د خپلو حاجتونو د پوره کولو لپاره حضرت عباس سره توسل کوي او د هغه په نامه نذرونه ورکوي.[۱۲۶] ځينو د سنيانو، عيسويانو، کليميانو او ارمنيانو په حق کې د حضرت عباس کرامتونه هم نقل کړي دي.[127]
د تاسوعا په ورځ ماتم
در مراسم مذهبی دهه محرم، نهم محرم به عنوان روز تاسوعا به عزاداری برای حضرت عباس(ع) اختصاص دارد که پس از روز عاشورا، مهمترین زمان برگزاری عزاداری شیعیان در مساجد، هیئتها و تکیهها به حساب میآید. این روز در ایران و برخی از کشورهای اسلامی تعطیل است.[۱۲۸] یکی از برنامههایی که همواره در این مراسم برگزار میشود خواندن «دو دمه» معروفی است که در آن عزاداران حسینی به دو دسته تقسیم میشوند و یک دسته مصراع اول و دسته دیگر مصراع دوم را میخوانند.
د محرم د لسیزې په مذهبي رسمونو کې د محرم د میاشتې نهمه نیټه د حضرت عباس(ع) د ماتم لپاره ځانګړې شوې ده چې د عاشورا له ورځې وروسته په جوماتونو، مجلسونو او ماتم خانو کې د شیعو د ماتم لپاره تر ټولو مهم وخت (د تاسوعا، د نهم محرم ورځ) ګڼل کیږي. دا ورځ په ایران او ځینو اسلامي هیوادونو کې رخصتي وي.[۱۲۸] یو له هغو پروګرامونو څخه چې تل په دې رسمونو کې ترسره کیږي د مشهور “دو دمه” لوستل دي (دوه لاسي سینه زني) چې په کې د حسین ماتم کونکي په دوه ډلو ویشل کیږي او یوه ډله یې لومړۍ بیت وايي او بله ډله یې دویم بیت وايي.
لکه:
ای اهل حرم میر و علمدار نیامد، علمدار نیامد سقای حسین(س) سید و سالار نیامد، علمدار نیامد[۱۲۹]
همدارنګ وګورئ: ای اهل حرم میر و علمدار نیامد
په زنجان کې د عباس ورځ: هر کال د محرم د اتمې ورځې په ماښام د زنجان په ښار کې له حسینیه اعظم ماتم خانې تر د دغه ښار د امام زاده سید ابراهیم پورې فاصله کې د ماتم کوونکو لویه ډله راټولیږي او ماتم کوي. په ۲۰۱۶ کال کې، د ځینو راپورونو له مخې، له ۹۷۰۰ څخه زیات او په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ پسونه خلکو د نذرونو په توګه قرباني کړي دي.[130] په وروستیو کلونو کې هر کال شاوخوا پنځه لاکه کسان په دې پروګرام کې ګډون کوي. دا ماتم د ایران د معنوي میراث په توګه ثبت شوی دی.[131]
د یا کاشف الکرب ذکر
د «یا کاشفَ الکَرْبِ عنْ وَجهِ الْحُسَین اِکْشِفْ کَرْبی بِحَقِّ أَخیکَ الحُسَین» ذکر، (ای د حسین څخه د غمونو لیرې کوونکیه، د خپل ورور حسین په حق زما غم لرې کړه)). دا حضرت عباس د توسل له ذکرونو څخه د یو ذکر په توګه مشهور شوی دی، او کله کله دا سپارښتنه کیږي چې دا ذکر ۱۳۳ ځله وویل شي (ځکه چې د عباس نوم د ابجد حساب سره، ع = ۷۰، ب = ۲، الف = ۱، س = ۶۰ ټول 133 کیږي).[132] دا ذکر د شیعو په حدیثي سرچینو کې نقل شوی دی.
نور رسمونه رواجونه
عَلَم (بیرغ) ګرځول: بیرغ یو له هغو سمبولونو څخه دی چې د امام حسین(ع) د ماتم په مراسمو کې د کربلا د علمدار حضرت عباس د یاد تازه کولو لپاره کارول کیږي.[133]
سقاى: د منقبت د لوستلو له دودونو څخه يو دود دى چې د ماتم په ورځو په تېره بيا په ايران کې د تاسوعا او عاشورا په ورځو کې ترسره کېږي. دا رسم کله د اجتماعي نوحه خوانۍ په بڼه او کله هم د ماتم او مذهبي ګوندونه په لاره کې تږو ته د اوبو ورکولو او د تندې د ماتولو په بڼه ترسره کیږي. په لومړي حالت کې ځانګړي شعرونه او ماتمونه دي او په دویم حالت کې ماتم کوونکي ځانګړي جامې اغوندي او د اوبو په جامونو او مشکونو سره عزاداران خړوبوي.[۱۳۴] په دې ګوندونو کې ګډون کوونکي اوبه ورکوونکي (ساقي) جوړیږي او د ساقي نښې نښانې ځړوي. هغوي په یوه لاس د اوبو د هغه مشک خوله نیولی وي چې غاړې ته یې ځوړند وي او په بل لاس کې یې یوه پیاله نیولی وي او د ماتم کوونکو په مینځ کې ګرځي، او تږو ته اوبه ورکوي او د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو د تندې په هکله شعرونه وایي چې اوبه څښونکي ته لا زیات د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو تنده وریاده کړي. د بېلګې په توګه، د فارس ولایت د سروستان ساقیان دا شعرونه لولي: آبی بنوش و لعنت حق بر یزید کن / جان را فدای مرقد شاه شهید کن.[۱۳۵] اوبه وڅښئ او په یزید باندې لعنت وکړئ / خپل ځان د شهیدانو د سردار له زیاته فدا کړئ. د سقاي کلتور د عراق او ایران په ډیرو شیعه ښارونو کې عام دی.[۱۳۶] او د سقاي کلتور اغیز په ډیرو هغو سقاخانو کې لیدل کیږي چې د حضرت عباس په نوم جوړې شوې دي.[137]
په حضرت عباس(ع) قسم خوړل: د حضرت عباس(ع) قسم خوړل په شيعو بلکې په سنيانو کې يوه عامه خبره ده، چې د ځينو په اند ډير شيعه د خپل منځي شخړو د ختمولو لپاره د حضرت عباس(ع) قسم خوري. او ځيني بيا د عباس په نوم قسم خوړل يواځينی واقعی قسم ګڼي.[۱۳۸] د شیعو ځينې قومونه د حضرت عباس(ع) په قسم خوړلو سره خپلې وعدې، معاهدې، معاملې او تړونونه تائيدوي او ټينګوي.[۱۳۹] حضرت عباس(ع) ته د ځانګړې پاملرنې لامل د هغه زړورتیا، وفاداري، غیرت، شرافت او میړنتیا ده.[۱۴۰] د ځینې نقلونو پر اساس د اهل سنتو په تېره بیا د عراق د سنیانو په حضرت عباس باندې باور او قسم خوړل موجود دي. چې له هغوي ځنې د عراق د دفاع پخواني وزیر حردان تکریتي ویلي دي چې د احمد حسن البکر (د عراق له پخوانیو ولسمشرانو) او صدام او څو نورو سره یوځای دوی غوښتل چې یوه موافقه وکړي او د خپل تړون د مزبوتیا لپاره او د دې لپاره چې له یو بل سره خیانت ونه کړي، دوی پریکړه وکړه چې قسم وخوري که څه هم ځينو کسانو د ابوحنيفه د ښخولو ځای د قسم خوړلو لپاره وړانديز کړ، خو بالاخره يې پرېکړه وکړه چې د قسم خوړلو لپاره د عباس حرم ته ولاړ شي او هلته قسم وخوري.[141]
د ابوالفضل دسترخوان: دسترخوان یا نظري د شیعو یو ډول نذرانې او د ښځو مراسم دي[142] چې هغه د ډوډۍ خوړلو د دسترخوان په غوړولو سره او د ځینې ځانګړو ذکرونو او دعاګانو په لوستلو سره ترسره کیږي. یو له مهمو او رواج شولو دسترخوانونو څخه د “ابوالفضل” دسترخوان دی.[۱۴۳]
عباسیې یا بیت العباس: هغه ځایونو ته ویل کیږي چې د حضرت عباس(ع) په نوم او د ماتم لپاره جوړ شوي وي. ځینو ویلي دي چې په دې ځایونو کې نور ډیر پروګرامونه هم ترسره کیږي او فعالیت یې د ماتم خانو په شان دی.[۱۴۴]
د سرتیرو ورځ: (روز جانباز) د ایران د اسلامی جمهوریت په رسمی کلیزه کښې د شعبان څلورمه نیټه د حضرت عباس(ع) د زوکړې په مناسبت د سرتیرو د ورځې په توګه نومول شوې ده.[۱۴۵]
د پنجې یا خمسه نښه چې په ځینو شیعه سیمو کې کارول کیږي او د عَلَم یا بیرغ لپاسه لګول کیږي، دا د حضرت عباس د پرې شوي لاسونو نښه ده. ځینې نور شیعه دا د پنجتن آل عبا سمبول ګڼي.[۱۴۶]
عباس(ع) سره اړوند ځایونه او ودانې
د حضرت عباس د زيارت ضریح چې په ۱۳۹۵ کال کې ولګولی شو.
په ایران او عراق کې داسې ځایونه شته چې د وخت په اوږو کې خلکو د هغه ځایونو درناوې کړی دی او خلک هغه ځایونو ته د خپلو نذرونو د پورا کولو او ډالو ورکولو لپاره ورځي او باور لري چې که هغه ځای سره توسل وکړي نو حاجب به یې پوره شي.
د حضرت عباس حرم
اصلي مقاله: د حضرت عباس(ع) حرم
د حضرت عباس د ښخولو ځای د کربلا په ښار کې د امام حسین(ع) د زیارت شمال ختیځ ته په ۳۷۸ مترۍ کې واقع دی او د شیعو له مهمو زیارتونو څخه دی. د حضرت عباس(ع) او د امام حسين(ع) د زيارت تر مينځ فاصلې بین الحرمین ویل کيږي.[۱۴۷]
د ډېرو مورخینو له نظره، عباس(ع) د خپل شهادت په ځای کې د علقمې سیند په څنګ کې دفن شوی دی.[۱۴۸] ځکه چې د نورو شهیدانو په څیر امام حسین(ع) هغه د خپل شهادت له ځایه نه دی وړی او نه یې د نورو شهیدانو د جسدونو تر څنګ یې راوړی دی.
ځینې لیکوالان لکه عبدالرزاق مقرم په دې باور دی چې د امام حسین(ع) د حضرت عباس تنه له دې سببه خیمو ته نه ده وړی، چې یا د حضرت عباس خپله غوښتنه وه او یا هم د امام(ع) د حضرت عباس پر بدن د ډېرو زخمونو له سببه دا توان نه درلود چې د هغه تنه خیمو ته یوسي. بلکې حسين بن علي(ع) دا غوښتل چې ورور یې يو جلا زيارت او حرم ولري.[۱۴۹] مقرم د خپلې وینا لپاره کوم سند نه دی راوړی.
کف العباس، د کیڼ لاس مقام
مقام کف العباس
اصلي مقاله: کف العباس
مقام کف العباس د هغو دوو ځایونو نوم دی چې ویل کیږي د حضرت عباس(ع) لاسونه هغه ځایونو کې د هغه له بدن څخه جلا شوي او په ځمکه لویدلي. دغه دوه ځايونه د حضرت عباس(ع) د زيارت نه بهر په شمال ختيځ او جنوب ختيځ کښې او د بازار په شان د دوو کوڅو په سر کښې واقع دي. په دغو دوو ځایونو کې سمبولونه جوړ شوي او زیارت کوونکي د هغه ځای زیارت کوي.[۱۵۰]
قدمګاه، سقاخانه او سقانفار
د ايران په هېواد کې د حضرت عباس په نوم بېلابېلې قدمګاهې(د قدم ځایونه) شته، چې خلک تل د نذرونو د ترسره کولو او د حاجتونو د غوښتلو لپاره هلته ورځي او خپل ديني اعمال هلته ترسره کوي.[151] له دغه قدمګاهو ځینې د سمنان، هویزې، بوشهر او شیراز قدمګاهو ته اشاره کولی شوو.[۱۵۲] د خلخالي په وینا، په لار ښار کې د نذرونو یو ځای دی، چې د دې سیمې سنیان هره سه شنبه له خپلو کورنیو سره د حاجتونو په نیت او د نذرونو د ادا کولو لپاره هلته ورځي.[۱۵۳]
سقاخانه: دا د شیعو له مذهبي سمبولونو څخه یو سمبل دی. سقاخانې هغه کوچني ځایونه دي چې په عامه سړکونو کې د ثواب ترلاسه کولو په نیت مسافرانو ته د اوبو د ورکولو لپاره جوړ شوي دي. په شیعه کلتور کې سقاخانې د کربلا په پیښه کې د حضرت عباس(ع) د ساقی شونې یادونه کوي او له همدې امله سقاخانې د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) په نومونو سره سینګاریږي.[۱۵۴] ځینې خلک هلته د خپلو حاجتونو د پوره کیدلو لپاره شمعې روښانه کوي یا دخیل(شنه کپړه) تړي.[۱۵۵] د حضرت عباس په نوم د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ډیری سقاخانې جوړې شوې دي.[۱۵۶]
سَقَّانِفار: یا ساقینِفار یا سقّاتالار د ایران په مازندران سیمه کې د دودیزو ودانیو نوم دی چې د مذهبي ماتم مراسمو ترسره کولو او د نذر د پورا کولو لپاره کارول کیږي. دا ودانې عموماً د یوه مذهبي ځای په خوا کې جوړیږي، لکه جومات او ماتم خانه. سقانفار حضرت عباس(ع) ته منسوب دي او ځينې يې “ابوالفضلي” بولي.[۱۵۷]
د حضرت عباس د مخ انځور
د حضرت عباس(ع) مشهور انځور
د شیعو په عمومي کلتور کې د عباس بن علي د مخ په نامه انځورونه شتون لري. دا انځورونه په مذهبي پلاوي او تکیه کې هم کارول کیږي. د ډېرو مجتهدانو (مراجع تقلید) له نظره د دې انځورونو هغه ته منسوبول په اسانۍ سره د منلو وړ نه دي. که څه هم دوي ویلي چې په دیني تختو او ماتم خانو کې د دې انځورونو په لګولو کې، که دا د سپکاوي او بې عزتۍ سبب نه شي، کومه شرعي ستونزه نه لري، خو سپارښتنه یې کړې ده چې د دې انځورونو له لګولو دې ډډه وشي.[۱۵۸]
په دې وروستیو کلونو کې د عاشورا د پېښې په اړه دوه فلمونه د مختارنامې او رستاخیز په نومونو جوړ شوي وو، چې د مختارنامې په فلم کې د حضرت عباس د څېرې د ښودلو ځینې برخې د ځینو مجتهدانو د مخالفت له امله لیرې شوې.[۱۵۹] او د رستاخیز فلم ته هم په همدې سبب د نشر اجازه ورکړې شوه. [۱۶۰] [۳ یادښت]
کتاب پيژندنه
د حضرت عباس د شخصیت په اړه ځنې کتابونه لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:
فوټ نوټ
By ps • اعتقادي کتابتون 0 • Tags: ۱۴ معصوم, اسلام, اعتقادی کتابتون, حضرت عباس, د مستبصرینو مقالې, د هدایت کیسي, شيعه, شیعه او سنی, عباس بن علی, محمدرحيم دراني, مرکز مستبصرین, مستبصرین, مقاله