د محمد (ص) به اّل باندې د درود او سلام په باب مناظره

د محمد تیجانی مناظره: د محمد (ص) به اّل باندې د درود او سلام په باب مناظره

بسمه تعالی

په دي خو پوهيږو چې سنى وروڼه چې كله د حضرت على (عليه السلام) نـوم اخلى نو د “عليه السلام” په ځای وائى :”كـرم الله وجهه” يـعنى “خدای دې د هغه مقام لوړ كړى” په داسې حال كى چې د رسول الله (ص) د نورو اصحابانو په  باره كـى فرمائى “رضى الله عنه” يعنى “خدای دې له هغوى راضى شى”، ځكه چې سنى وروڼه عقيده لرې چې امام على عليه السلام څه ګناه نده كړى چې ورته “رضـى الله عنـه” وويل شى۔

 

بلكى پكار دى ووائى، “خدای دې مقـام نـور اوچت كړى” خو اوس دا سوال پيدا کيږي چي د امام على عليه السلام له نوم سره ولې د “عليه السلام” جمله نه وائى؟ د دې خبرې د ځواب لپاره لاندې مناظرى ته پام وكړى:

ډاکټر سيد محمد تيجانى چې يومالكى مذهبه عالم وْ له قـاهرې نه عراق ته په سفر كى په سمندرې جهاز كى له “استاذ منعـم”  سره ملګری شو “استاذ منعم” د پوهنتون استاد، شيعـه او عـراقى وْ، هغوى دواړو ډير بحثونه او مناظرې كړې دى، چې يوه يې دا ده:

ډاکټر تيجانى: تـاسو شيعـه ګان د حضرت عـلى مقام دومـره اوچتوىْ چې پيغمبر ته يې رسوئ؛ ځكه چې د هغـه له نـوم نـه وروستو د “كرم الله وجهـه” په ځای د “عليه السـلام” يا “عليـه الصلاه والسلام” جمله وائئ، پداسې حال كى چې صلوات او سلام يوازى د اسلام په ګران پيغمبر پورى مخصوص دی لكه چې قران مجيد فرمائى:

ان الله و ملائكته يصلون على النبى يا ايها الذين امنو صلوا عليه و سلموا تسليما۔

“په تحقيق سره چې خدای او فريښتى په پيغمبر (ص) باندي درود ليږي، نو ای د ايمان خاوندانو! په هغه باندې درود ليږئ او سلام ورباندې وائئ او فرمان ته يې تسليم اوسىْ” (سوره احزاب _ 56)

استاذ منعم: هو، صحيح دې وويل چې كلـه مونږ د اميرالمومنين حضرت على عليه السلام او نورو پاكو امامانو(ع) نومونه اخلو؛ نو ورسره “عليه السلام” وايو،خو د دې دا مطلب نه شو چې ګنې مونږ هغوى پيغمبران ګڼو يا د رسول الله (ص) درجې ته يې رسوو۔

ډاکټر تيجانى:نو ښه ده بـيا په كوم دليل په هغوى باندې درود او سلام وائئ؟

استاذ منعم: هم د هغه ايت په دليل چې دې اوس وويلو،ايا د دې ايت تفسير دې لوستی دی؟  شيعه او سنى مفسران په اتفـاق سره نقلوى كله چى دا ايت نازل شو نو ځينواصحابانو(رض) له رسول الله (ص) نه تپوس وكړ:”يا رسول الله! په تاسو باندې خو د سلام په اصل پوهـ شو خـو پدې پوه نه شو چې درود او صـلوات درباندې څنګه ووايو؟

پيغمبر اكرم (ص) ورته په ځواب كى وفرمايل:داسې ووائئ:

اللهم صل على محمد و ال محمد كما صليت على ابرهيم و اّل ابراهيم فى العالمين انك حميد مجيد۔

“ای خدايه! درورد او رحمت واستوې په محمد (ص) او د محمد (ص) به اّل (ع) باندې لكه څنګه چې دې د نړى په خلكو كې په ابراهيم (ع) او د هغهْ په ال (ع) دورد او رحمت وليږهْ، تهْ ستائلی شوی او قبلوونكی يې” [1]

همدا رنګ يې وفرمايل: لا تصلوا على الصلواه البتراء” په ما باندى هيڅ كله نيمګړی درود مه ليږئ۔”

هغوى پوښتنه وكړه: دا نيمګړی درود څنګه دی؟”

وى فرمايل: “دا چې ووائئ: “اللهم صل على محمد” (بې له وروستنۍ برخې ) نيمګړی دی؛ بلكى ووائئ:”اللهم صل على محمد و على اّل محمد” چې دا پوره درود دی” [2]

په ډيرو روايتونوكې راغلى دى چې پوره درود وايه او په اخره كـې يې د “ال محمد” جمله لرې نكړئ او حتى د نمانځهْ په تشهد كـې يې د اهلبيتو د مكتب فقها په اجماع سـره فـرض بولى او له سنى فقيهانوڅخه يې امام شافعى (رح) د فـرض نمونځونو په دويم تشهد كى فرض ګڼى.[3] او  پـه زړه پورى خبره دا ده چې امـام شافـعې (رح) د همدغې فتوى په بنياد په خپل مشهور شعر كې داسې وائى :

يا اهل بيت رسول الله حبكم_ _ فرض من الله فى القراّن انزله

كفاكم من عظيم القدر  انكم __ مًن لم يصل عليكم لا صلاة له

“ای د رسول الله (ص) اهلبيتو(ع) ! له تاسو سره مينه فرض ده چې خدای پاک په قران مجيد كې نازله كـړې ده، ستاسو د مقـام او عظمت لپاره هم دا بس دې چې كه هـر چا په نمانځهْ كى په تاسو درود ونهْ وايهْ،، نو نمونځ يې باطل دی” [4]

ډاکټر تيجانى په داسې حال كى چې تر سختې اغيزى لاندى راغلی وْ او دغه مدللى خبرې يې په زړهْ لګيدلې وې نو وې ويل:پـه دې باب خو مونږ دا خبره منو چې په پيغمبر اكرم (ص) باندى په درورد كې ال محمد شريك دى او مونږ هم كله چې په رسول الله (ص)  باندې درود  وايو، نو ال رسول (ص) او اصحاب (رض) هم په درود كـى شاملوو، خو دا نه منو چي كله يوازى د حضرت علـى (ع) نـوم واخستل شى نو “عليه السلام” ووايو .[5]

استاذ منعم: ايا صحيح بخارى منې؟

ډاکټر تيجانى: هو، دا كتاب د اهلسنتو يو منلى امام (اسماعيل بخارى)  ليكلی او له قران مجيد نه وروستو تر ټولو صحيح كتاب دی۔

استاذ منعم: له خپل كتابتونو نه د صحيح بخارى كتاب راوړ، چې داسې يې پكښې ليكلى وو:

“فلانى سړى مونږ ته له فلانى بل سړى نه حديث نقل كړی او هغه له على عليه السلام نه” ما چې تر على عليه السلام پـورې جملـه ولوسته نو ډيرحيران شوم او باورمې نه كيدهْ چې دا به حقيقت وى، او له ځان سره مې زړهْ  كى ويل چـې هسې نه دا كتـاب صحيح بخارى نهْ وى، په حيراني سره مې زر يو ځل بيا دا كتاب ولـوست ومې ليدل چې هماغه څه وو چې لوستى مې وو، شـك او شبه مې لرى شوه۔

استاذ منعم د صحيح بخارى بل مخ راواړو چې ليكلې وو:

“على بن حسين عليه السلام مونږ ته داسې روايت كړی دی” بس نو نور راسره هيڅ ځواب نهْ وْ بې له دې چې په حيرانتيا ووايم: “سبحان الله”

ما يو ځل بيا په ناباورۍ  كى صحيح بخارى په لاس واړو، راواړو، ومې ليدل چې په مصر كى د “حلبى او زامنو د چاپ كمپنۍ” لخوا چاپ شوی دی. په هرحال د حقيقت له منلو نه بغير مې بله لاره نلرله.[6]

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

[1] . _ صحيح بخارى 6/151، صحيح مسلم 1/305 .

[2] . الصواعق المحرقه ص 144،

[3] . شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد 6/144

[4] . المواهب زرقانى، 7/7، تذكره علامه 1/126.

[5] . د كتاب ليكوال وائى: د قران مجيد سوره صافات په 130 ايت كې خدای پاک فرمائى سلام على ال ياسين (سلام دې وي د ياسين په ال باندې) له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دآ چې له ال ياسين نه مراد  ال محمد (ص) دی؛ نو له دې وجې د قران مجيد مطابق جائز دې چې د ال محمد (ص) له هر يو نوم سره “عليه السلام” ووايو.

حتى “روز بهان” په شان متعصب سنى عالم چې په اعتراضونو كىډير مشهور دی دا منې چې له “اّل ياسين” نه مراد “ال محمد” دى

او په زړه پورى خبره داده چې په سوره صافات كې ، حضرت نوح (ع) (ايت 79) حضرت ابراهيم (ع) (ايت 109) حضرت موسى (ع) او حضرت هارون (ع) (ايت 120) او په ټولو مرسلانو (ايت 181) سلام شوی  نو له دې مطلب نه دا هم معلوميإى چې خدای پاک ال محمد (ص) په سلام كى له پيغمبرانو سره په يو قطاګر كې راوستى دي او تير ايت د ال محمد (ص) په افضليت او امامت باندې يو دليل دی.

[6] . “ثم اهتديت”  65-67 مخونه