ولې شيعه، د علي بن ابي طالب بچيانو ته د رسول الله بچې وايي؟.

ولې شيعه، د علي بن ابي طالب بچيانو (امام حسن او امام حسین) ته د رسول الله مبارک بچې وايي؟.

ځواب: د تاريخ، تفسير او روايتونو کتابونو په جاجونې سره روښانه کيږي چې دا خبره يوازې په شيعه ؤ پورې نه ده مخصوصه، بلکې ويلے شو چې ټول مسلمان محققان د ټولو اسلامي ډلو، په دې مسله د نظر اتفاق لري.

اوس د قران مجيد، احاديثو او د مشهورو مفسرانو د خبرو په استناد د دې مسلې روښانه دليلونه بيانوو.

اصولا قران مجيد د انسان (صلبې) بچيان د هغه اولاد ګڼي هم دا راز هغه کسان چې د هغه له اولاده (لور يا زوې) پيدا شوې وي د هغه بچيان ګڼي.

د کتاب او سنت له نظره د دې حقيقت ډير زيات شواهد موجود دي. چې ځينې يې دا دي.

1: قران مجيد په لانديني ايت کې حضرت عيسی د حضرت ابراهيم عليه السلام له بچيانو ګڼي. حال دا چې عيسی عليه السلام د بي بي مريم زوے دے او د مور له لارې يې شجره حضرت ابراهيم (ع) ته رسيږي.

(( و وهبنا له اسحق و يعقوب……و ذکريا و يحيې و عيسی   [1]

او مونږ ابراهيم عليه السلام ته اسحاق او يعقوب  ورکړل او ټول مو نيغې لارې ته هدايت کړل او نوح مو هم له ابراهيمه مخکې او ابراهيم له بچيانو مو داؤود سليمان او ايوب او يوسف او موسی اوهارون هم هدايت کړل  او داسې نيک کارو ته بدله ورکوو او (هم دا راز ابراهيم له اولاده) زکريا يحيی او عيسی ـ

مسلمانو پوهانو دغه ايت په دې خبره روښانه ګواه ګڼلے دے چې امام حسن او امام حسين د خداې د رسول بچيان او د هغه زوزات دے

د نمونې له پاره يوۀ مورد ته اشاره کوو.

جلال الدين سيوطی نقلوي چې :

ارسل الحجاج الی يحيی بن يعمر فقال :بلغنی انک تزعم ان الحسن و الحسين من ذرية النبی صلی الله عليه و آله وسلم تجده فی کتاب الله و قد قرائته من اوله الی اخره فلم اجده ـ

قال الست تقرء سورة انعام (( و من ذريته داؤد و سليمان )) حتی بلغ (( و يحيی و عيسی)) ؟

قال بلی، قال ا ليس عيسی من ذرية ابراهيم و ليس له ابٌ؟ قال صدقت [2]

يوه ورځ حجاج يحيی بن يعمر راوغوښت او هغه ته يې وويل ما ته راپور رارسيدلے دے چې ته حسن او حسين ته د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم بچي وايي؟ او دا خبره د خداې پاک په کتاب کې ليدلې ده.

حال دا چې ما تر سره له اخره قران مجيد لوستے  او دا خبره مې پکې نه ده موندلې.

يحيی بن يعمر وويل ايا د انعام سورې دا ايت دې نه ده لوستے چې فرمايي ((و من ذريته داؤد و سليمان)) تر دې چې فرمايي (( و يحيی و عيسی))؟ وې ويل : ولې نه لوستے مې دے.

يحيی وويل آيا د قران په دې ايت کې حضرت عيسی عليه السلام د ابراهيم عليه السلام ذريت او بچے نه دے ګڼل شوے حال دا چې د هغه پلار نه ؤ (او د مور له لارې ابراهيم عليه السلام ته رسيده)؟

حجاج ځواب ورکړ: ستا خبره صحيح ده.

له دغه ايته او د قران د مفسرانو له خبرو معلوميږي چې نه يوازې شيعه بلکه ټول مسلمان عالمان امام حسن او امام حسين عليهما السلام د رسول الله مبارک بچيان او ذريت ګڼي.

2: د قران يو روښانه ايت چې د دغه وينا په سموالي ګواهي ورکوي په ال عمران سورې کې د مباهلې ايت ده او د دغه ايت نص سره د مفسرانو د خبرو ذکر کوو.

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [3]

نو څوک چې تا سره په دې مسئله کښې د صحيح علم راتلو نه پس هم جګړه (مباهله) کوي نو ورته ووايه چې راځئ چې مونږ خپل زامن راؤبلو او تاسو خپل زامن، مونږ به خپلې ښځې راؤبلو او تاسو خپلې ښځې، مونږ به خپل نفسونه هم راؤبلو او ستاسو هم خپل نفسونه موجود کړئ، بيا به الله ته په عاجزۍ سره داسې دعا وکړو چې څوک دروغژن وي په هغوي د الله تعالی لعنت وي.

دا ايت چې د مباهلې په ايت مشهور دے هغه وخت نازل شوے چې د نجران د عيسيانو مشرانو ضد کاوه

چې پيعمبر صلی الله عليه و آله وسلم ورته د مناظرې بلنه ورکړه او رسول الله مبارک دخداې په امر له علي بن ابيـطالب، بي بي فاطـمه الزهراء، امام حسن او امام حسين عليهم السلام سره د مباهلې له پاره شول او کله چې د نصاراوو مشرانو، د پيغمبر او د هغه د اهل بيتو سلوک وليده نو په خپل ځان وويريدل او د خداې له رسوله يې وغوښتل چې هغوي سره له مباهلې اونفرين کولو ډډه وکړي او هغه حضرت (ص) هم د هغوي وړانديز ؤمنل او له هغوي سره د تړون په کولو سره يې را کيسه ختمه کړه.

د شيعه او سني عالمان په دې خبره اتفاق لري چې د مباهلې په ورځ پيغمبر اکرم، علي، فاطمه، حسن او امام حسين عليهم السلام له ځان سره بوتللي وو. نو ښه څرګنديږي چې د رسول الله مبارک په وينا کې د (ابناءنا) يعني (زمونږ بچيان) مطلب حسن او حسين دي او دې توګه روښانيږي چې حسن او حسين په دغه ايت کې د پيغمبر اکرم بچيان بلل شوي دي.

د يادولو ده چې مفسران د مباهلې ايت لاندې د ډيرو روايتونو له نقلولو وروسته، د دې خبرې چې حسن او حسين دلته د پيغمبر د بچيانو په توګه بلل شوي ګواهي ورکوي د نمونې له پاره دلته يو څو ته اشاره کوو.

الف: جلال الدين سيوطي د حاکم اوابن مردويه او ابو نعيم په قول له جابر بن عبدالله داسې روايت کوي. چې ((انفسنا و انفسکم)) رسول الله او علي او ابناءنا الحسن و الحسين او نساءنا فاطمه [4]

له انفسنا (زمونږ ځانونه) نه مطلب علي بن ابيطالب دے او ابناءنا (زمونږ بچيان) نه مطلب حسن او حسيناو نساءنا (زمونږ ميرمنې) مـطلب فاطمه ده.

ب: فخر الدين رازي په خپل تفسير کې د دغه روايت له بيانولو وروسته وايي:

(( واعلم ان هذه الرواية کالمتفق علی صحتها بين اهل التفسير و الحديث)) [5]

پوهـ شه چې دا حديث داسې روايت دے چې د بفسير او حديث خاوندان د هغه په سموالي د نظر اتفاق لري.

بيا داسې وايي

(( المساْلة الرابعة: هذه الاية دالة علی ان الحسن و الحسين عليهم السلام کانا ابنی رسول الله وعد ان يدعوا ابناءه فدعا الحسن و الحسين فوجب ان يکونه ابنيه)) [6]

څلورمه مساله: دا ايت د دې معنا ګواه دے چې حسن او حسين د پيعمبر اکرم زامن (بچيان) وو ځکه چې په ايت کې راغلي دي چې رسول الله مبارک دې خپل بچي راوغواړي نو حسن او حسين يې له ځان سره بوتلل.

ج: ابو عبد الله قرطبي هم خپل تفسير کې داسې راوړي دي.

(( ] ابناءنا[ دليلٌ علی ان ابناء البنات يسمون ابناءا)) [7]

په دغه ايت کې ابناءنا ټکې د دې خبرې ګواه دے چې د انسان د لور بچي هم د هغه خپل بچي حسابيږي.

3: د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم خبرې په دې خبره روښانه دليل دے چې امام حسن او امام حسين عليهم السلام د پيغمبر اکرم زامن دي.

دلته د هغه حضرت (ص) د ويناوو، دوو نمونو ته اشاره کوو

الف: رسول الله د حسن او امام حسين په هکله فرمايي:

((هذان ابنای من احبها فقد احبنی)) [8]

حسن او حسين زما دوه بچي دي چا چې له دوي سره مينه وکړه له ما سره يې مينه کړې ده.

ب: هم دا راز پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم حسن او امام حسين ته په اشاره سره وفرمايل:

(( ان ابنی هذين ريحانتی من الدنيا)) [9]

دا زما دوا بچيان په دنيا کې زما دوه (خوشبو ګلونه (ريحانه) دي.

 

[1] . د انعام سورت ايت 84 ، 85
[2] . در المنثور 3 ټوک 28 مخ د بيروت چاپ د انعام سورې په تفسير کې
[3] . د ال عمران سوره ايت شمير 61
[4] . در المنثور 2ټوک 39 مخ بيروت چاپ د دغه ايت په باره کې
[5] . تفسير مفاتيح الغيب دوهم ټوک  288 مخ مصر لومړے چاپ 1308هـ
[6] . همدغه حواله
[7] . الجمامع الاحکام القران 4ټوک 104 مخ بيروت چاپ
[8] . تاريخ مدينه دمشق ليک ابن عساکر ترجمه المام الحسين 59 مخ حديث 106 کال 1400هـ
[9] . تير مدرک 62 مخ 112 ټوک