د امامت مسئله (۱)

د امامت مسئله (۱)

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

د  امامت حقیقت

مونږ(شیعه) عقيده لرو چې امامت يوازې د ظاهري حکومت مقام نه دى، بلکه يو ډير لوړ معنوي او روحاني مقام دى، او امام د اسلامي حکومت پر مشرۍ سربيره د دين او دنيا په چاور کې د ټولنې هدايت په غاړه لري. د خلکو فکر او روح هدايتوي او د اسلام د پيغمبر شريعت له هر ډول تحريف او بدلون ساتي او هغه اهداف چې رسول الله مبارک لپاره راواستول شوي، پوره  کوي.

دا هماغه لوړ مقام دى چې خداى تعالى د نبوت او رسالت د لارې له کچ کولو او په ډير ازميښتونو کې له پاس کيدو وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام ته ورکړ، هغه حضرت هم د خپلو ځينو اولادونو او کورنۍ لپاره له خدایه د دغه مقام غوښتنه وکړه او هغه ته ځواب ورکړل شو چې هيڅ کله به ظالمان او ګناهکاران دغه مقام ته ونه رسيږي.

«وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ؛ راياد کړه هغه وخت چې د ابراهيم رب هغه په مختلفو چارو سره وازمايه او له الهي ازميښتونو بريالى راووته، خداى تعالى وفرمايل ته مې د خلکو امام وټاکلې، ابراهيم عرض وکړ: زما له کورنۍ هم امامان وټاکه، خداى تعالى وفرمايل: زما عهده او منصب (امامت) هيڅ کله ظالمانو ته نه  رسيږي. (او يوازې ستا له زوزاته معصومانو ته رسيږي)[3]

څرګنده ده چې دا ډول مقام يوازې په ظاهري حکومت کې نه راټوليږي، او که امامت په هغه ډول چې وويل شول تفسير نه شي دا آيت به څرګند مفهوم  ونه لري.

مونږ باوري يو چې: ټولو اولو العزم پيغمبرانو د امامت مقام درلودل. هغه څه چې په خپل رسالت سره يې خلکو ته و ړاندې کول په عمل کې به يې هم پوره کول او د خلکو ظاهري، معنوي او مادي مشران هم وو، په تيره بيا رسول الله مبارک د نبوت له لومړيو د امامت او الهي رهبرۍ لوړ مقام هم درلودل، او د هغه کار يوازې د الهي حکمونو راسول نه وو.

مونږ عقيده لرو چې د امامت لړۍ له پيغمبر(ص) وروسته هم د هغه د ذريت او  اولاد په معصومو امامانو کې جاري پاتې شوه.

هغه تعريف ته په پام سره چې پاس د امامت په هکله راغى ښۀ معلوميږي چې دغه مقام ته رسيدل، درانه شرائط لري هم د تقوا له نظره (له هر ډول ګناه د معصوم والي په حد کې تقوا) او هم د علم او پوهې له نظره او د دين په ټولو اوامرو او تعليماتو د برلاسي او په هره زمانه کې د انسانانو او د هغوي د اړتياوو د پيژندلو له نظره، دقت وکړئ.

یاداښتونه

[3]. بقره سوره ١٢٤ آيت