د شيعو په نظر کښې حديث

د شيعو په نظر کښې حديث

مترجم: محمد رحیم درانی

 

شيعه د اهلبيتو عليهم السلام د تعليماتو مطابق د پيغمبر(ص) او د اهلبيتو(ع) د حديثونو په زده کړې بوخت شول او د هجرت په لومړنو درې سوو کالو کښې يې له خپلو مخکښانو نه په زرګونو زرګونو حديثونه په بيلا بيلو اسلامي فنونو کښې تر لاسه کړل او په سلګونو او زرګونو کتابونو (تاليف، اصل او کتابونو) کښې يې ځاي کړل.

سره د دې چې ډېر حديثونه يې د وخت د بې يارۍ، د حکومتونو د خراب حالت د وجې، ازارونو او د تورې د لاندې هير کړل بيا هم په لس ګونو زره حديثونه، چې په ټولو اسلامي فنونو او بحثونو کښې پرې بسنه کيدې شي، بچ پاتې شوي دي او سره د دې چې د شيعو په حديثونو کښې هم – لکه د سنيانو د حديثونو _ پټ لاسونه وهل شوي دي او پکښې تحريف شوے دے، خو شيعه د خپلو مخکښو، اهلبيتو، په حکم، چې هماغه د پيغمبر(ص) حکم دے، يې عمل کړي او صحيح او غلط حديثونه د قرآن په ذريعې يو له بله جلا کوي.

شيعه هماغه ترتيب سره لکه څنګه چې د ټولو علمونو حقيقت د اهلبيتو په تعليماتو کښې کرلې شوے دے  چې په بحث او انتقاد کښې  آزاد دي، عمل کړې او رو رو په علمي سير او سلوک کښې اخته شو، خو لکه څنګه چې به بيان شي چې په هر يو فن کښې يې مخپرتږ يو شان نه ؤ، او د دننني او بهرني مشکلاتو له وجې په هر يو فن کښې د بحث حق ادا نه کړې شو او له ځنو فنونو يې په متوسطه توګه ګټه اخستې ده.

د شيعو د کلام (عقائدو) د علم طريقه، د اهلبيتو(ع) د تعليم مطابق، د اسلامي معارفو څخه دفاع کول، په صحيح منطق، د عقل او نقل په حجت سره. د شيعو فقهي طريقه، د اسلامي احکامو او فروعو او د اسلامي علمي قانونونه راويستل، د هغوي له دليلونو څخه، چې هغه کتاب(قرآن) حديث، چې د پيغمبر(ص) او د اهلبيتو(ع) بيانات دي. دا استنباط (راويستل) د يو خاص قسم عقلي قاعدو سره تر سره کيږي چې انسان د هغې قاعدو په مرستې خپل مولوي او عبودي حکمونه راوباسي.

دا هماغه قواعد دي چې د علمِ اصولِ فقه په نوم ليکل شوي دي او که دا قواعد پکار راوستل شي نو د يوې ټولنې او يو کس ټولې ذمه وارۍ ښيي _ د ژوند په هر ځاي کښې چې وي او په هر څنګه شرطونو کښې چې وي _ څه په هغه مسائلو کښې چې د هغې لپاره په کتاب او سنت کښې دليل وي او څه په هغه مسائلو کښې د هغې لپاره د عالم (فقيه) په لاس کښې دليل نه وي، او د شيعو لپاره د قياس او استحسان غوندې څيزونو بيا څه ضرورت نيشته. د شيعو تاريخي رويه او طريقه، تحليل (څيړنه) دے. او کيدې شي دا طريقه يوازې د اسلام په لومړيو ځينو تاريخي پيښو کښې يوازې د اړتيا او ضرورت په وخت پکار راوړل شوې ده. خو په هر حالت کښې د دې طريقې جوړوونکي شيعه دي.

په علمِ تفسير کښې د شيعو طريقه

د شيعو تفسيري طريقه، لکه څنګه چې د مخکښو له بياناتو څخه روښانه ده، دا ده چې قرآن دې قرآن سره تفسير شي، يعنې قرآن په خپل مقصد او مطلب رسونې کښې نور څه ته ضرورت نه لري، او د هر يو آيت له اوله تر اخره ټول مطلب له هماغه آيته يا ورسره د بل آيت په يوځاي کولو سره ښه په روښانه توګه لاس ته راځي. د اهلبيتو(ع) بيانات، د پيغمبر(ص) د حکم مطابق چې فرمايي د قرآن په پوهيدلو کښې پکار ده چې هغې ته مخ کړې شي، يوازې هغه څيز دے چې د قرآن د تعليم او تربيت او روزنې او د تفسير د زده کړې صحيح طريقه لري، د دې مطلب دا نه دے چې قرآن په خپلو اعلی او لوړو مطلبونو کښې ګنګ او ناکافي دے او د هغې مقاصد او رمزونه او اشارې د اهلبيتو(ع) په بياناتو سره څرګنديږي او د اهلبيتو بيانات که د قرآن مخالف وي هم حجت دي مطلب دا نه دے بلکې څنګه چې د اهلبيتو له بياناتو څرګنديږي چې فرمايي که زمونږ حديثونه د قرآن مخالف وي نو هغه قبول نه کړئ او په خپله يې هم ډېرو زياتو ځايونو کښې د قرآن اياتونو سره دليلونه راوړي دي. او که قرآن په خپله ګنګ وې او مطلب هماغه د اهلبيتو(ع) بيانات وې، نو بيا قرآن سره د هغوي استدلال کول صحيح نه وو. البته دا خبره هم روښانه ده چې په قرآن کښې ځينې داسې احکام لکه لمونځ، روژه، حج او نور شته چې د هغې تفصيل د اهلبيتو(ع) بياناتو ته اړتيا لري او له همدې وجې د پيغمبر(ص) بيانات هم قرآن پسې په دويم نمبر حجت دي او پيغمبر(ص) هم د خپل بيان په ځاي بيا د اهلبيتو(ع) بيان حجت کړے دے نو په نتيجه کښې، متواتر خبر، يا هغه خبر چې قطعي قرينه ورسره وي، د يو آيت په تفسير کښې پرې باور کيدې شي او د آيت په ځاي راتلې شي چې د يو آيت توضيح او تفصيل بيانوونکې وي.

او د تفسير دا طريقه، د هغې طريقې په مقابله کښې ده چې د اسلام په لومړيو کښې د علماؤ تر مينځ وه او هغه دا چې د قرآن تفسير د هغې قرائت دے او د قرآن د يو آيت په تفسير کښې له روايتونو نه يا د اصحابو او تابعينو له قوله، لکه مجاهد، قتاده، سدی او نورو څخه وړاندې نه شې تللې او د اصحابو او تابعينو قول او خبره به يې يوازينې حل ګڼل، لکه څنګه چې نصاریٰ د توارت او انجيل په تفسير کښې کومه طريقه درلوده او لکه څنګه چې کليسا حکم کړے ؤ د عهدينو (توارت او انجيل) تفسير يوازې د کليسا په لاس کښې ؤ او نورو پکښې د نظر ورکولو حق نه لرلو.

د نورو اسماني کتاب چې هر څنګه وي، خو د اسلام اسماني کتاب چې قرآن شريف دے، ټولې نړۍ ته نيغ په نيغه اشاد فرمايي او تحدي (مقابلې ته يې غواړي) کوي: خپل ځان د پيغمبر(ص) معجزه ښيي. نو له همدې وجې دا نشي کيدې چې يوازې د يو خاص ټولي (هر څوک ولې نه وي) په لاس کښې پاتې شي.

په فلسفې کښې د شيعو طريقه

د شيعو فلسفي طريقه او روشMethod  هماغه دے چې په کتاب او سنت کښې د هغې ډېرې روښانه بيلګې او بحثونه موجود دي. البته د ډېرو خلکو د  توهّمات پر خلاف، د فلسفي بحثونو نه مراد دا نه دے چې د ارسطو، افلاطون او سقراط غوندې کسانو عقيدې راجمع کړي او بې له چون او چرا هغه په پټو سترګو قبولې کړي (لکه څنګه چې د يو مذهب په مذهبي بحثونو کښې د هغې مذهب د لويانو خبرې منل کيږي او د دليل په توګه راوړل کيږي) ځکه چې په دې طريقه بيا د فلسفې بحث يو کلامي (د عقايدو په) بحث کښې بدليږي. د فلسفې په بحث کښې نظريه ارزښت او قيمت لري نه د يو سړي شخصيت، او هيڅ کله د فلسفې په يو نظريه کښې د يو سړي، هر څوک چې وي، او د ډېرو خلکو د يوې نظرې د اړخوال شونې، سره د دې چې ټولګې يې د ټولې دنيا تر حده ولې نه وي چې تېر شوې او راتلوونکي ټول کسان په يوه نظريه راټول شوي وي، بيا هم د هغوي لپاره څه ځاي نشته.

د فلسفې د يو بحث معرّف او پيژونګلوي په دې طريقه ده چې د بديهي يا نظري قضيو (چې هغه هم له بديهي قضيو نه پيدا شوي دي) په مرستې سره (هغه افکار او انساني شعور چې په هغې کښې څوک شک او ترديد نه شي کولې) فطري منطق سره، د جهان او نړۍ په کلياتو کښې بحث وکړې شي او د دې په مرسته د پيدايښت لومړنې حد، د نړۍ د پيدا کيدو طريقه، او د نړۍ انجام او اخر معلوم کړې شي. او دا بحثونه مونږ په قرآن او سنت کښې زيات حده پورې پيدا کولې شو لکه څنګه چې د قرآن په آيتونو کښې معلومه ده، په ډېرو اسلامي علمونو کښې، کله د اسمان او د خداي په هکله په خبرو کښې د دواړو په هکله بيان کيږي او کله د عقلي استدلال او دليل په هکله، چې هماغه فلسفي طريقه ده، بحث کيږي. همدارنګ په سنت کښې، ډېر زيات روايتونه، په بيلا بيلو اسلامي علمونو کښې، لکه مبدا او معاد، (د نړۍ شورو او ختميدل، قيامت) د شيعو په واسطې له پيغمبر(ص) او اهلبيتو(ع) څخه، په فلسفي طريقه نقل شوي دي، بلکې د شيعو لومړنې مخکښ په اسلام کښې لومړنۍ کس دے چې دا لاره يې خلاصه کړې ده پداسې حال کښې چې له دولس زرو اصحابو، چې تر اوسه يې نومونه ليکل شوي دي له يوۀ نه هم په دې طريقه روايت نه دے راغلې.

له هغه حضرته (اميرالمؤمنين حضرت علی عليه السلام) ډېر زيات بيانونه په خطبو او حديثونو کښې راغلي دي چې له هغو څخه ځينې دومره دقيق، مشکل او ژور دي چې د تېر شويو فلسفيانو نظريو سره نه دي حل شوې او يو زر کاله پس چې کله لاس په لاس ګرځيدلي دي په يوولسمې صدۍ کښې حل شوي دي، او د شپږم، اووم او اتم امام عليهم السلام په روايتونو کښې هم همدارنګ ډېر مطلبونه موندل کيږي او نورو عقلي علمونو ته، چې په کتاب او سنت کښې دي هم دا مطلبونه رسيدلي دي.

دا زمونږ د علمي طريقو لنډيز دے چې د شيعو د مخکښو په تعليماتو کښې موندل کيږي، خو د ځينو عام مشکلاتو په وجه چې په ټول تاريخ کښې يې لرل، دومره وخت ورته په لاس نه دے راغلے چې په ټولو علمونو او فنونو کښې دومره مخپرتږ وکړې شي لکه څومره چې په دې طريقو او صحيح لارو کښې پکار ؤ.