د مدينى د قاضى غصه

ډاكټر سيد محمد تيجانى

ډاكټر سيد محمد تيجانى وائى په مسجد النبى كى د مدينى قاضى د قران مجيد تفسيركاوهْ، زه هم كيښيناستم درس چـې خـلاص شو نو پاڅيد او روان شو، خو كله چې له جوماته وتو زهْ يې مخى ته شوم او ورته مې وويل

 

ډاكټر سيد محمد تيجانى وائى په مسجد النبى كى د مدينى قاضى د قران مجيد تفسيركاوهْ، زه هم كيښيناستم درس چـې خـلاص شو نو پاڅيد او روان شو، خو كله چې له جوماته وتو زهْ يې مخى ته شوم او ورته مې وويل اے  صاحبه! مهربانى وكړئ او پوه مې كړئ چې پدي ايت كې له “اهلبيت” نه مراد څهْ دے؟ چـې خدای پاک فرمائى: انما يريد الله يذهب عنكم و الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا (احزاب _33)

“خداے غواړى چې تاسو اهلبيت (عليه السلام) له هر ډول پليدي او ګناه نه لرى وساتى او تاسو داسې پاك او صاف ولرى چې څنګه د پـاكي حق دے”

قاضى مخى سره ځواب راكړه: “مراد ترې د رسول الله (صلې الله عليه  واله) ښځى دى لكه څنګه چې د هم دى ايت په شروع كې د پيغمبراكرم (صلی الله عليه واله) ښځو ته خطاب شوے دے چې فرمائى

…و قرن فى بيوتكن و لا تبرجن تبرج الجاهليه الاولى

“..اے د پيغمبر ښځو! په خپلو كورونو كى كښينئ او د مخكښينى جاهليت په شان (د سړيو تر مينځ) ښكاره نشئ او”

ما وويل: شيعه وائى چې دا ايت په حضرت على حضرت بى بى فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسين عليهم السلام پورى خاص دے  ما هغوى ته وويل چې د ايت شروع د پيغمبراكرم (ص) له ښځو سره تعلق لرى او له ايته مخكې په واضحه توګه هغـوى ته داسې خـطاب شـوے دے: يا نساء النبى (اے د پيغمبر (ص) ببييانو) هغوى راته په ځواب كى وويل: هر څه چې د دې ايت په شروع او مخكښينى ايت كى د رسول الله (ص) د ببيانو په باب راغلى نو په جمع مونث ټكى سره ياد شوى لكه: لستن، فلا تخضعن بيوتكن، لاتبرجن، اقمن، اتين اطعن، خو كله چې د ايت وروستي برخې ته رسى نو د ايت د ليكلو طريقه بدليږى او ضميرونه د “جمع مذكر” په بټه راځى لكه: “عنكم” او “يطهركم”

قاضى خپلى چشمى اوچتى كړى (د دې په ځاے چې څه مدلل ځواب راكړى) ما ته يې د معنا په نظر وكتل او وې ويل: شيعه د خپلو خواهشاتو له مخى ايتونه تاويلوى او زهْ له دغسې زهرجنو افكارو نه امان غواړم

دلته د بحث پوره كولو لپاره په تفسيرالميزان (16/330) كى د علامه طباطبائى له خبرو نه استفاده كوو او وايو: له دې نه عـلاوه، مونږ هيڅ دليل نلرو چـې د” انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس…” جمله به (چې د سوره احزاب د 33 ايت په اخير كې راغلې ده ) د ايت له شروع او مخكنيو ايتونو سره نازله شوے وى، بلكى له روايتونو نه معلوميږى چې د ايت دا بـرخه بيله نازلـه شـوې او بيـا د پيغمبراكرم (ص) په زمانه كى يـا له هغه مبارك نه وروستو د قران مجيد د راټولولو په وخت كـى د دغو ايتونو په څنګ كې ايښې شوي، دغسې له سنى كتابونو څخه زيات روايتونه نقل شوى دى چې په ايت كې له”اهلبيت”نه مراد حضرت امام على عليه السلام، حضرت فاطمه بى بى عليها السلام حضرت امام حسن عليه السلاماو حضرت امام حسينعليه السلامدى

او حتى له حضرت ام سلمه (رض) او حضرت عائشې (رض) او نور اصحابانو نه نقل شوى دى چې په دغه ايت كې له اهلبيت عليه السلامنه مراد امام على عليه السلام، حضرت فاطمه عليه السلام، حضرت امام حسن عليه السلام او حضرت امام حسين عليه السلام دى. (وګورئ: شواهد التنزيل 2/11، 25)