قران مجيد او د قبرونو زيارت

قران مجيد او د قبرونو زيارت

 

خداے پاک په قران مجيدکښې پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته حکم ورکوي چې هيڅکله د منافق په جنازه باندې نمونځ ونکړې او نۀ د هغۀ د قبر په خوا کښې اودرېږې. لکه چې فرمائي:

«وَلاتُصَلِّ عَلي أَحَد مِنْهُمْ مّاتَ اَبَداً وَلاتَقُمْ عَلي قَبْرِه اِنَّهُمْ کَفَرُوا بِاللهِ وَرَسُولِه وَماتُوا وَهُمْ فاسِقُونَ» [1]

(( له دوي (منافقانو) څخه د يو کس لپاره هم چې مړ شي هيڅکله نمونځ ونکړې او په قبر باندې يې (د مغفرت غوښتلو لپاره) و نۀ درېږې، دوي له خداے او د هغۀ له پېغمبر څخه کفر اختيارکړ او په داسې حال کښې چې فاسقان او بدکار وو مړۀ شوي دي.))

په دې مبارک ايت کښې د منافق د شخصيت د ختمولو او د دغې ډلې د غړيو د غوږونو د تاوولو لپاره خپل ګران رسول ( ص) ته حکم ورکوي چې:

١- له منافقانو څخه د هيڅ يو کس په جنازه باندې نمونځ ونکړې.

٢- په قبر باندې يې ونۀ درېږې. دا حقيقت يې د ((وَلاتَقُمْ عَلي قَبْرِه)) په جملې سره بيان کړے دے.

د دې حکم چې فرمائي: د منافق په باره کښې دا دوه کارونه مۀ ترسره کوه، مفهوم يې دا دے چې دا کار د غېر منافق په باره کښې ښۀ او غوره دے.

اوس پکار دي دا وګورو چې له «وَلا تَقُمْ عَلي قَبْرِهِ» نه مراد څه دے؟ ايا مراد ترې يوازې د دفن په وخت په قبر باندې اودرېدل دي چې د منافق په باره کښې جائز نۀ دي او د مومن په باره کښې لازم او غوره کار دے؟ يا مراد ترې هم د دفن وخت او هم نور وختونه دي؟

ځينو مفسرانو ايت مبارک د دفن له وخت سره متعلق ګڼلے دے او د بيضاوي په شان ځينو نورو مفسرينو ورته په يوې وسيع نظرۍ سره کتلي دي او ايت مبارک داسې تفسيروي: «ولا تَقُمْ عَلي قَبْرِهِ لِلدَّفْنِ أوْلِزِيارَة.»[2]

د ايت مبارک په مفهوم کښې په غورکولوسره داخبر واضحه کيږي چې مراد ترې يوه پراخه معنا ده چې هم پکښې د دفن وخت او هم له هغۀ نه په پس وختونو کښې په قبر باندې اودرېدل مراد دے.ځکه چې د ايت مبارک مضمون په دوو جملو باندې مشتمل دے او هغه جملې په دا ډول دي:

الف ـ «لاتُصَلِّ عَلي اَحَد مِنْهُمْ ماتَ اَبَداً» د «اَحَد» لفظ د نهي په سياق کښې راغلے دے او د افرادو د استغراق لپاره مفيد دے او د «اَبداً» لفظ د زماني د استغراق لپاره مفيد دے او د جملې معنا دا شوه چې ((له منافقانوڅخه د هيڅ کس لپاره او په هيڅ يو وخت کښې نمونځ ونکړې.))

دغو دوو لفظونو ته په پام سره په روښانه توګه په دې پوهېدې شو چې له جملې نه مراد خاص په مړي باندې د جنازې نمونځ نۀ دے، ځکه چې د جنازې نمونځ په مړي باندې يوازې يو ځل له ښخوولو نه مخکښې ادا کيږي او بيا نۀ تکراريږي. نو که مراد ترې په خاصه توګه د جنازې نمونځ وې نو د ((ابدا)) لفظ راوړلو ضرورت نۀ ؤ او دا تصور چې دا لفظ د ((افرادي استغراق)) د افاديت لپاره دے په کامله توګه بې ربطه دے، ځکه چې د «لاتُصَلِّ عَلي اَحَد» جمله د داسې شمول او استحباب لپاره  مفيده ده او نوره لازمي نۀ ده چې بيا بيان کړې شي.

له دې نه په تېرېدو سره ((ابدا)) لفظ په عربي لغت کښې د ((زماني)) استغراق لپاره دے نه د ((افرادي))، لکه: « لا اَنْ تَنْکِحُوا أَزْؤاجَه مِنْ بَعْدِهِ اَبَداً.»[3]

نو په دې بنياد د وړومبۍ جملې مفهوم داسې دے چې: ((هيڅکله د يو نافق لپاره هم د رحمت او مغفرت غوښتنه مۀ کوه هم د نمونځ په ادا کولو سره او هم بې له نمونځه))

ب ـ «لاتَقُمْ عَلي قَبْرِه»

د دې جملې مفهوم په مخکښېنۍ جملې باندې د عطف په حکم سره داسې دے: «وَلا تَقُمْ عَلي قَبْرِ اَحَد مِنْهُم اَبَداً» ځکه چې هغه قيود چې په ((معطوف عليه)) کښې وجود لري په ((معطوف)) باندې هم وارديږي.

په داسې صورت کښې نۀ شو ويلې چې له ((قيام)) نه مراد هم هغه د دفن په وخت قيام دے ځکه چې فرض دا دے چې د دفن په موقع قيام د هرکس لپاره بيا بيا نۀ شي تکرارېدې، او د ((ابدا)) لفظ چې په دې جمله کښې هم تقدير دے د دې بيانوونکے دے چې دا عمل تکرارېدونکے دے او دا تصور چې دا لفظ د افرادو د استغراق لپاره دے ځواب يې په تېره جمله کښې ورکړے شوے دے، ځکه چې د ((احدا)) په شتون سره بيا افادېت ته ضرورت نشته.

په ((لا تصل)) او ((لا تقم)) الفاظو کښې دوو مضمونونو ته په پام سره ويلې شو چې خداے پاک خپل پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم په منافق باندې د هر ډول رحمت له غوښتلو که هغه د هغۀ په جنازه باندې د نمانځۀ له لارې وي  او يا د مطلقې دعا او په قبر باندې د هر ډول اودرېدو له لارې وي، که هغه د دفن په وخت کښې وي يا له هغۀ نه پس وي منعې کړے دے. او مفهوم يې دا دے چې دغه دواړه عملونه يعنې د رحمت غوښته او په قبر باندې قيام او وقوف د وفات شوي مومن لپاره په ټولو وختونو کښې جائز او غوره کار دے او له دغو اوقاتو څخه يو وخت د مومن په زيارت باندې چې کلونه وشول خاورو ته سپارلے شوے دے وقوف کول او ورباندې د قران مجيد تلاوت کول دي

 

[1]  ـ سورۀ توبه :84 ايت

[2]   ـ تفسير بيضاوي، 3 ټوک، 77 مخ

[3]  ـ  سورۀاحزاب: 53 ايت