معراج

معراج

 

1. د معراج مطلب

  1. په لغت کښې: معراج په لغت کښې د عروج له مادې اخستې شوے دے چې د پورته د تللو په معنې دے. په هغه شپه چې دعا پورته ځي هغې ته «ليلهْ المعراج»[1] ويل کيږي. نو دې ته په پام د معراج حقيقت په ځمکه او اسمان کښې سيل کول او ګرځيدل دي.

2. په اصطلاح کښې: په اصطلاح کښې معراج په اسمانونو کښې د پيغمبر(ص) سفر ته ويل کيږي. د روايتونو پر اساس د پيغمبر(ص) معراج په دوو مرحلو کښې شوےو:

الف) له مسجدالحرامه تر مسجدالاقصی د پيغمبر(ص) تګ او بيرته راتګ چې د سوره اسراء په لومړي ايت کښې دې پيښې ته داسې اشاره شوې ده: «سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَي بِعَبْدِهِ لَيلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَي الْمَسْجِدِ الْأَقْصَي.»[1] دې برخې ته په اصطلاح کښې او د تاريخونو په کتابونو کښې ‏«اسراء» ويل کيږي.

ب) دويمه برخه له مسجدالاقصی اسمانونو ته تلل دي. د روايتونو له مخې پيغمبر(ص) په دې لاره کښې له پيغمبرانو سره ليدل او خبرې کړي دي او جنت او دوزخ او د خدای لوی نښانې يې ليدلي دي چې دې برخې ته يې په اصطلاح کښې «معراج‏» ويل کيږي.[2]

2. د معراج کيسه

د خدای د رسول(ص) د معراج کيسه په قران کښې په دوو سورتونو «اسراء» او ‏«نجم‏» کښې په لنډه توګه بيان شوې ده. خو د ايتونو او روايتونو له مخې لنډه کيسه داسې ده: مشهوره دا ده چې دا د شپې تګ د هغه حضرت په اخرنو ورځو کښې په مکې کښې د پاتې کيدو په وخت کښې پيښ شو.[3] خو دا چې دا سفر د کال په کومو شپو کښې وو په دې هکله له مونږ سره متواتر او دقيق حديث نشته. علامه په بحار الانوار کښې درې قوله بيانوي: د ربيع الاول د مياشتې په 17 نيټه يا د رجب د مياشتې په اووه ويشتمه نيټه او په يو بل روايت کښې د روژې د مياشتې په 17 نيټه.[4] مشهوره دا ده چې هغه شپه د خدای رسول د ابوطالب د لور ام هاني په کور کښې و او له هغه ځايه معراج ته لاړ او هغه ټوله موده چې هغه پکښې مسجد الاقصی او اسمانونو ته لاړ او راغے له يوې شپې زياته موده نه وه.

د خدای له رسوله(ص) روايت شوے دے چې ويې فرمايل: زۀ د ام هاني په کور کښې د خوب او ويښې په حالت کښې وم چې جبرائيل ماته راغے او ويې ويل: اے محمده! پاڅه. زۀ پاڅيدم او زما لاس يې ونيوۀ او زمزم ته يې بوتلم. يوې پرښتې ته يې وويل: د زمزم او کوثر له اوبو ځينې اوبه راوړه چې محمد وضو وکړي. پرښتې اوبه راوړې ما وضو وکړ بيا د جبرائيل په حکم مسجد الحرام ته ننوتم. بيا جبرائيل زما لاس ونيوۀ او له جماته يې وباسلم.کله چې بهر وتلم، د جمات په دروازې مې براق وليد. جبرائيل وويل: سپور شه. دا هغه سورلي ده چې ابراهيم(ع) به په هغې باندې د خدای د کور زيارت ته تله. زۀ په هغې سپور شوم او هغې زۀ مسجدالاقصی ته او له هغه ځايه يې اسمانونو ته بوتلم او هلته مې ډېر عجائب وليدل او د پيدايښت له رازونو خبر شوم او بيا زۀ هغه براق مکې ته راستون کړم.[5]

په روايتونو کښې راغلي دي براق په څو ځايونو کښې ودريد او پيغمبر(ص) لمونځ وکړ: يو په مدينه کښې، دويم د کوفې په جومات کښې، بل په طور سينا او بيت اللحم کښې چې د حضرت عيسی(ع) د زوکړې ځای دے بيا پيغمبر(ص) مسجد الاقصی ته ورسيده او هلته يې لمونځ وکړ او له هغه ځايه اسمانونو ته لاړ.[6]

ابن هشام په خپلې سيرې کښې د معراج د حديث لاندې له ام هاني نقلوي: د خدای رسول په هغه شپه زما په کور کښې و، د ماڅښوتن لمونځ يې وکړ او ويده شو. مونږ هم له هغه سره ويده شو، سهار نږدې و چې مونږ يې راويښ کړو او د سهار لمونځ يې وکړ او مونږ هم له هغه سره لمونځ وکړ بيا يې ماته مخ کړ او ويې فرمايل: اے ام هاني! لکه څنګه چې تاسو وليدل ما د ماڅښوتن لمونځ تاسو سره په دې ځمکه وکړ، بيا بيت المقدس ته لاړم او هلته مو څو لمنځونه وکړل. او لکه څه رنګ چې تاسو ګورئ د سهار لمونځ مې بيا له تاسو سره وکړ.

دا خبره يې وکړه او پاڅيد چې لاړ شي، ما لاس کړ او لمن مې ونيوله او ورته مې وويل: اے د خدای رسوله کومه خبره چې دې مونږ ته وکړه نورو ته يې مه کوه ځکه چې تا به دروغجن وګڼي او تا ته به ازار درکړي، ويې فرمايل: قسم په خدای هغوي ته به يې هم وايم!

ام هاني وايي: ما خپلې وينځې ته چې د حبشې وه، وويل: د خدای رسول(ص) پسې شه، او وګوره چې خلک يې خبره اوري که نه او بيا راشه ماته يې ووايه. هغه وينځه لاړه او کله چې بيرته راغله ويې ويل: کله چې د خدای رسول(ص) خلکو ته خپله کيسه وکړه نو په حيراتيا سره ترې خلکو پوښتنه وکړه: ستا د رښتياوالي نښه څه ده او مونږ ته له کومه ځايه پته ولګي چې ته رښتيا وايې؟

هغه حضرت وفرمايل: د دې نښه هغه قافله او کاروان دے چې زۀ کله شام ته تلم نو په لاره کښې مې په پلاني ځای کښې وليد چې اوښان يې د وريځو د اوازونو له سببه ترهيدل چې يو يې تښتيدلې و او ما هغوي ته د هغه اوښ ځای وښود چې ما شام ته د تللو په وخت هغه ليدلے و د بيرته راتلو په وخت هم په ضجنان (د مکې ښار سره 25 کلوميټره کښې) پلانکي کاروان سره مخامخ شوم چې ټول ويده وو او د اوبو لوښي يې خپلو سرونو ته ايخي و او سرونه يې ورله پټ کړي و او پلانکې کاروان به اوس د تنعيم له درې مکې ته راننوځي او نښه يې دا ده چې وړاندې يې خاورين رنګ اوښ دے او په هغې باندې دواړو اړخو ته بار دے چې يو اړخ يې تور دے. کله چې خلکو دا خبرې واوريدې نو د تنعيم درې په لور لاړل او کاروان يې له هماغه نښو سره وليد چې پيغمبر(ص) ښودلې وې چې د تنعيم له درې راننوت او کله چې هغه بل کاروان مکې ته راغے او د اوښانو د ترهيدو خبره او د يو اوښ د ورکيدو خبره يې ورنه وپوښتله نو هغوي يې تصديق وکړ.[7]

نو د معراج په مسئله کښې څه شک او ترديد نشته. علامه طباطبايي په دې هکله ليکي: «اسراء» او «معراج» په حقيقت کښې هغه مسلې دي چې د هغو د انکار څه لاره نشته ځکه چې قران د هغې په هکله په تفصيل سره خبرې کړي دي او د هغې په هکله شيعه او سني او معصومو امامانو(ع) د پيغمبر(ص) متواتر روايتونه نقل کړي دي.[8] دلته يې مونږ يو څو بيلګې بيانوو او په هغې بسنه کوو:

الف آيت: {سُبْحان الَّذِي أسْری بِعَبْده لَيْلاً مِنَ المَسْجِدِ الْحَرام إلی الْمَسجِدِ الْأقْصَی الَّذي بارَكْنا حَوْلَهُ لِنُريَهُ مِنْ آياتِنا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبصير}؛

پاک دے هغه ذات چې خپل بنده يې په يوه شپه کښې له مسجدالحرامه مسجدالاقصی ته چې ګيرچاپير مو له برکته ډک کړے دے، بوتله د دې لپاره چې هغه ته له خپلو نښانو وښايو بيشکه چې هغه(خدای) ښه اوريدونکې او ښه ليدونکې دے.

ب) او جعفر صادق(ع) په دې هکله فرمايي: «ليس من شيعتنا من انكر اربعهْ اشياء: المعراج والمسألهْ في القبر و خلق الجنهْ و النار،والشفاعهْ؛[9] هغه کس زمونږ له شيعو نه دے چې د څلورو څيزونو انکار وکړي: معراج، په قبر کښې پوښتنه، د جنت او دوزخ پيدايښت او شفاعت.

ج) حضرت امام رضا فرمايي: «من كذب بالمعراج فقد كذب رسول‌الله؛[10] څوک چې د معراج له کيسې انکار وکړي په حقيقت کښې يې پيغمبر(ص) دروغ ګڼلے دے»

[1] . اسراء: 1ايت.

[2] . مكارم شيرازى، ناصر، تفسيرنمونه، ټوک22، تهران، دارالكتب الإسلامية، 1374، 504- 505مخونه.

[3] . رسولي محلاتي، سيد هاشم، زندګانى حضرت محمد، تهران، د اسلام کلتور د نشر دفتر، 1374، 196مخ.

[4] . مجلسي، بحارالانوار، ټوک18، ( بيروت، مؤسسةالوفا، 1403ه.ق)، 302مخ.

[5] . ر.ک: طباطبايي، سيد محمد حسين، الميزان في تفسير القرآن، ټوک‏13، قم، د اسلامى خپرندويو دفتر، پينځم وار،1417، 32مخ او حسنى أبوالمكارم، محمود بن محمد، ‏دقائق التأويل و حقائق التنزيل، تهران، ميراث مكتوب خپرندويه‏، 1381لمريز کال، 393- 379مخونه.

[6] . ر.ک: مجلسي، بحارالانوار، 18ټوک، ( بيروت، مؤسسةالوفا، 1403ق، باب اثبات المعراج – سيرة النبوية، ابن هشام، مترجم: سيد هاشم رسولي، بې تاريخه، اسلاميه کتاب خرڅوونکې، 1348، 261- 252مخونه.

[7]. ابن هشام، السيرة النبوية، ترجمه: م. سيد هاشم رسولي، تهران، كتابچي خپرندويه، پينځم چاپ، 1375ش، 1ټوک، 256مخ.

.[8] طباطبايي، محمدحسين، د الميزان ترجمه، 13ټوک، مترجم: سير محمدباقر موسوي همداني، تهران د علامه طباطبايي کلتوري او علمي فاونډيشن، 1363، 53مخ، او رك: محمود زمخشري، الكشاف، 2ټوک، بيروت، دارالكتب العربي، 647مخ، او طبرسي فضل بن حسن مجمع البيان، 6ټوک، تهران ناصر خسرو خپرندويه، دريم چاپ، 1372ش. 609 او بحارالانوار، 18ټوک، هماغه 289مخ.

[9]. بحارالانوار 18ټوک هماغه 312مخ.

[10]. بحارالانوار18ټوک هماغه 312مخ، 23حديث.