د انسان اختيار او جنيټک اثر

د انسان اختيار او جنيټک اثر

 

که انسان په خپلو عملونو کې پوره پوره اختيار لري نو د جنيټک عواملو او چاپېريال اغيزه په انسان څه ده؟

سريزه:

يو بحث چې هميشه جنجالي پاتې شوے دے او په تاريخ کې پرې ډېرې خبرې شوې دي د انسان د جبر او اختيار مسله ده که انسان عقيده ولري چې په خپله خوښه اراده کوي او عمل کوي نو عمل به يې يو شان وي خو که په جبر باور ولري نو عمل به يې بل شان وي. دا بحثونه کلامي او فلسفي رنګ لري خو نن سبا د وراثت او چاپېريال مسله زياتره په ارواپېژندنې او تربيتي علومو کې مطرح کيږي. د اروپيژندنې ځينې مکتبونه لکه عمل ګروهان او اروا پوهان وغيره انسان د چاپېريال او وراثت تر بشپړ اثر لاندې ګڼي او هغه د يو مشين په شان فرض کوي چې له ځانه هيڅ اراده او اختيار نه لري او هر څه چې د ازل استاد وويل چې ووايه وايي يې. د دوي په باور فيزيوليژيکي او چاپېريالي عوامل چې هر لور ته وغواړي انسان بوځي او انسان له ځانه هيڅ اراده نه لري اوس دا پوښتنه پېدا کيږي چې حقيقت څه دے او د چاپېريال او وراثت عوامل په انسان تر کومه حده اثر لري.؟

منل شوې خبره ده چې لکه څرنګه چې ډېرو کسانو منلې ده د چاپيريال او وراثت اثر په انسان ډېر حيرانوونکے دے. خو حقيقت هماغه دے چې په شيعي کلام کې راغلے دے چې د وراثت او چاپيريال پر اثر سربېره انسان خپل اختيار هم لري. [1]

مخينه:

د دغه بحث اصل له فلسفې راغلے دے خو د تجربے او ساينسي علومو وده او په بل تعبير د ژوند د علم وده سبب شوه چې انسان د يو مشين په شان وګڼل شي چې له ځانه هيڅ اختيار نه لري بلکه د چاپيريال او وراثت عوامل هغه چې هر خواته وغواړي بوځي يې، په دې اساس د دغه بحث تاريخچه په کلام او فلسفې کې هم پيدا کيږي او هم يې د اروا پيژندنې په علم کې موندلے شو.

شهيد مرتضی مطهري د کلام په برخه کې داسې وايي:

کلامي بحثونه لکه څرنګه چې له تاريخونو معلوميږي، د هجرت د لومړۍ پيړۍ له نيمايي پيل شول. په کلامي بحثونو کې ظاهرا تر ټولو زړو بحثونو د جبر او اختيار بحث دے. د جبر او اختيا مسله په لومړي پړاو کې يوه انساني مسله ده او په دوهمه درجه کې يو الهی او يا طبيعي مسله. له دې امله چې د بحث موضوع په هر حال کې انسان دے چې يا مختار دي يا مجبور، دا انساني مسله ده او له دې اړخه چې د مسلې بل لورے يا خدای دے يا طبيعت چې ايا د خدای ارادې او قضا او قدر او يا جبري عواملو او د علت او معلول اصولو انسان ازاد پريښے دے او که نه مجبور کړے يې دے، دې مسلې ته يوه الهے يا طبيعي رنګ ورکړے دے.[2]

دا بحث د هر يو انسان لپاره مطرح دے که هغه مادي فکر کوي او که الهی، څوک چې خدای نه مني نور عوامل لکه طبيعت، وراثت، چاپيريال ماحول او داسې نور څيزونه يې د خدای په ځای راوستې دي. فرق نه کوي چې دغه عوامل د انسان له دننه سرچينه واخلي لکه د بدن کيميايي فعل او انفعالات او که له بهر ه په انسان وتپل شي. په علم کلام کې له دې امله چې فيصله کوونکے او اراده کوونکے خدای دے نو په انسان د خدای د اثر او ارادې بحث کيږي خو په ساينسي عالمانو او ماده پالو کې بيا د وراثت او چاپيريال مسله مطرح ده.

1. د جبر او اختيار مفهوم

جبر: جبر په لغت کې يو داسې کار ته د چا مجبورول دي چې هغه کار نه غواړي او يا ورسره مينه نه لري [3] هم دا راز د قضا او قدر د حتمي والي په معنا [4] او اصلاح کولو يا مات تړلو په معنا هم راغلے دے.[5]

اختيار: اختيار په لغت کې د غوره کولو او انتخاب کولو او….. [6] لپاره استعماليږي. همداراز د دوو کارونو په مينځ کې د ښه اړخ د انتخابولو او کولو په معنا او کله چې انسان مختار شي چې له دوو څيزونو يو غوره او خوښ کړي، نو که څوک د يوه کار د کولو او نه کولو اخيتار او توان لري نو دغه شان کس ته مختار ويل کيږي. د مولانا په تعبير:

اين که فردا اين کنم يا آن کنم               اين دليل اختيار است اے صنم[7]

خو مجبور داسې نه دے او له عالم بالا، چاپيريال، وراثت او داسې نورو څيزونو له خوا په هغه باندې کارونه تپل کيږي.

د اروپيژندنې په اصطلاح کې جبر او اختيار: هغه څه چې د جبر او اختيار په هکله بيان شول لغوي معنا يې وه، خو د ارواپيژندنې په اصطلاح کې په نورو علومو کې د مطرحو بحثونو په شان خبره دا ده چې ايا انسان د خپلو کارونو په کولو کې د فيصلې او ارادې اختيار لري او که نه ؟ په بله ژبه « دلته له اختياره مطلب، په يو ډول د انسان روحي وړتيا او توان دے چې انسان د هغه په اساس په يو خاص چوکاټ او حدودو کې د چاپيريال او ماحول او معاشرې اثرات تر خپلې ولکې لاندې راولي او په خپله خوښه آګاهانه خپله لاره وټاکي او غوره يې کړي»[8] دلته جبر د معنې له نظره د اختيار په مقابله کې راځي.

په بله ژبه، د جبر او اختيا په مسله کې د انسان ماهيت څنګه دے «يوه اساسي موضوع چې د انسان له ماهيته تصور روښانه او څرګندوي د ازادې ارادې او جبر پالنې تر مينځ په پخوانۍ مجادلې پورې مربوطيږي، د دواړو لورو نظريه ورکوونکو او انډيالو لاندينۍ پوښتنې کړې دي:

ايا مونږ په آګاهانه توګه او هوشيارانه خپل عملونه کنټرولوو؟

ايا مونږ په خپله خوښه خپل افکار او کردان انتخابولے شو او په منطقي توګه له موجودو لارو چارو هغه خوښولے شو؟

ايا مونږ په خپله د چلولو درجه لرو او آګاهي لرو؟

ايا مونږ په خپل برخليک واکمن يوو او که نه د تېرو تجربو، د چاپيريال د عواملو، بهرنيو محرکاتو او ناهشيارو ځواکونو قرباني يوو؟ هغه عوامل چې مونږ پرې هوشيارانه کنټرول نه لرو؟

آيا بهرنيو پېښو زمونږ شخصيت داسې جوړ کړے دے چې مونږ دخپلو کړو او کردار د بدلولو وس نه لرو؟[9]

دا هغه پوښتنې دي چې تر څو په جبر يا اختيار د انسان عقيده مشخصه نه شي نو ځواب يې ګران دے.

.

[1] . جعفر سبحاني، الالهيات علي هدي الکتاب والسنة والعقل، 2ټوک، 317مخ.

[2] . مرتضي، مطهري، مجموعه آثار، 1ټوک، 41 او 43مخ.

[3] . خليل بن احمد فراهيدي، کتاب‌العين، څيړنه: مهدي المخزومي او ابراهيم السامرائي.

[4] . ابن منظور، لسان‌العرب.

[5]. علي‌اکبر دهخدا، فرهنګ دهخدا، د جبر د مادې لاندې.

[6]. هماغه، د اختيار ماده.

[7]. فخر‌الدين طريحي، مجمع‌البحرين، څيړنه: سيد احمد حسيني.

[8]. د ليکوال ډله، روان‌شناسي رشد (1) با نگرش به منابع اسلامي، 245مخ.

[9].  شولتز و شولتز، دوان و سيدني الن، نظرّيه‌هاي شخصيت، د يحيي سيد محمدي ژباړه، 41مخ.