د صحرا مرغلله

د صحرا مرغلله: بي بي فاطمه معصومه (سلام الله عليها)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

کاروان ورو ورو په صحرا کښې تيريدۀ په کاروان د امام رضا بچي او د هغه ذحضرت (ع) شيعه وو چې د هغه حضرت د ليدلو لپاره د طوس (مشهد) په لور روان وو هغوي ټول د اهلبيتو(ع) له مينه والو وو چې د ظالم عباسی خليفه په زمانه کښې يې ژوند کاوۀ په هغوی کښې د امام موسیٰ کاظم (ع) ګرنه لور بی بی هم وه.

د هغه بي بي په دی قافلې کښې شتون د برکت او رحمت سبب و او د شيعو تر مينځ يې يو خاص درناوې او احترام لرلو. او حقيقت د هاشميانو سړيو دا ذمه واری وه چې د هغې بي بي حفاظت وکړي. هميشه ډير خطرې وې ځکه چې عباسی خليفه ګانو تل د اهلبيتو(ع) شيو ته ازار رسول خو د لارې دا خطرې سبب نه کيدے چې د خپل امام له ليدلو او زيارته لاس واخلي او د امام رضا(ع) زيارت دا ارزښت لرلو چې که ډيرې خطرې وي هم زيارت يې وکړے شي او بيا دا خو د بي بي معصومه د امام رضا(ع) د خور خوښه وه چې په هره طريقه د هغه زيارت ته لاړه شي.

کله چې هارون الرشيد امام موسیٰ کاظم (ع) ته زهر ورکړل او شهيد يې کړ نو څه وخت پس په خپله هم مړ شو. امام موسیٰ کاظم(ع) ډير بچي لرل خو د هغوي بر مينځ يوازې امام رضا(ع) د امام مقام ته ورسيد. امام رضا(ع) د عباسيانو د ظالم خليفه په زمانه کښې اوسيده هغه هم لکه د نورو عباسی خليفه ګانو چې څنګه د خلافت مقام تهورسيد نو د علی (ع) د اولاد په ازارولو يې شورو وکړه . دې ته په پام چې مامون ” مرو” د خپل خلافت مرکز جوړ کړے و او امام رضا(ع) په مدينه کښې اوسيده نو د دې لپاره چې امام رضا(ع) د خپل نظر لاندې وساتي هغه حضرت يې په زور له مدينې خراسان (مشهد) ته راوسته مامون غوښتل چې په دې طريقه امام له خپلو شيعو جدا کړي چې شيعو سره يې څه رابطه نه شي پاتے . عباسی خليفه د شيعو له پاڅونه ډير زيات ويريده له همدې سببه يې ډير کوشش کاوۀ چې د شيعو د علمونو او کلتور د خپريدو مخه ونيسی.

د قافلے په ټولو خلکو کښې فاطمه معصومه(س) د خپل ورور د ليدلو لپاره ډير بی قراقره وه. په لارې کښې ورته هغه وخت راياد شو کله چې يې ورور امام رضا له مدينې روانيده ده اهلبيتو(ع) د کوريۍ ټولو ښځو سړيو د امام په جدايۍ ژړل. دغه وخت امام رضا(ع) خپلو اهلبيتو(ع) ته وفرمايل: “له دې وړاندې چې زۀ خراسان ته لاړ شم زما لپاره ماتم وکړئ”

داسې ښکاريدل لکه چې ټول شيعه په دې خبرې پوه شوي وو چې امام رضا(ع) به له دې سفره بيرته نه راځي. نو له همدې سببه يې له امام دجدای په وخت هغه د يو شهيد په شان ګڼل او ژړا او فريادونه يې کول. د ښځو تر مينځ څوک چې له ټولو زيات خپه وو هغه حضرت معصومه بي بي وه.

لکه څنګه چې بي بي زينب(س) د خپل ورور امام حسين(ع) په جدايۍ کښې ژړيدا همدارنګ بي بي معصومه هم د خپل ورور امام رضا (ع) په جدايۍ اوښکې ورولې او ماتم يې کاؤه، هغی بي بي د لارې ټولې خطرې قبولې کړے چې په خراسان کښې خپل وروروليدے شي او سترګې يې د هغه په مخ روښانه شي او د جدای دعغم ختم شي.

کاروان له ډير سختيو وروسته او له ډير خطرو او مشکلاتو زغملو نه پس اخر د ساوې ښارته ورسيد، او هلته د دمې لپاره ايسار شو خو له بده مرغه په هغه سخت سفر کښې بي بي فاطمه معصومه(س) دومره سخته ناروغه شوه چې وړاندې سفرکول ورته ډير سخت وو. هغې بي بي سره په کاروان کښې نور کسان د هغې لپاره سخت خپه وو خو د امام کاظم(ع) لپاره يې هيڅ نه شو کولے بي بي معصومه(س) پوښتنه وکړه: قم ته څومره لار پاتې ده؟ د کاروان ملګرو ورته وويل: قم ته زياته لار نه ده پاتے” نو هغه بي بي وويل: له دې ځايه قم ته ځو” کله چې بي بي دا خبر وکړه نو کاروان د قم په لور روان شو. قم د شيعو له ډيرو زړو ښاور نو څخه و او د هغه ځای ټول خلک د اهلبيتو ملګري او دوستان وو. د قم خلکو چې کله دا خبر واوريده چې بي بي معصومه دوي ښار ته راوروانه ده نو د هغوي د رسيدلو لپاره يې تياري شورو کړه د ښار کوڅی او بازارونه يې جاروکړل او اوبه يې پکښې واچولے او له ښاره بهر د معصومه بي بي د رسيدلو په انتظار شو.

لږ ساعت پس د قم خلکو کاروان وليد چې د هغوي په لورا روان دے د قم شيعه له ډيری خوشحالۍ په خپلو جامو کښې نه ځييدل. د کاروان په وړاندې يې غواګانې او بيزی حلالی کړے او په خير راغلے يې ورته وويل. خو د امام موسیٰ کاظم(ع) لور بي بي معصومه د اوسيدو لپاره د چا کور وټاکه؟ چا ته څه پته نه وه له دې وروسته چې کاروان هلته راورسيد بي بي معصومه(س) د امام رضا(ع) د يو صحابی ” موسی بن خزرج” کور د ايساريدو لپاره وټاکه او هلته روانه شوه . هغې بي بي اوولس ورځې درد او بيماری وزغمله او بيا له دنيا لاړه او په همدې ښار کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د امامانو د بچيو تر مينځ بي بي معصومه(س) د خپل لوړ معرفت په سبب چې د امام رضا معرفت يې لرل اود هغه ولايت او وصايت يې قبول کړے و، ډير لوړ مقام لري، او همدا سبب ؤ چې امام جواد(ع) وفرمايل: ” څوک چې په قم کښې زما د ترور زيارت وکړي نو په هغه باندې جنت واجب دے.

 

پيژنګلوي

نامه: فاطمه

لقب: معصومه

د زوکړې ځای: مدينه

د وفات کال: د 201 هجري کال د ربيع الثاني د مياشتې په لسمه نيټه

عمر: 28 کاله

مزار: په قم المقدس کښې