د عبادت عطر

د عبادت عطر: کميل بن زياد (رحمه الله)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د کوفې جمات له خلکو ډک و دښار خلک دنوي حاکم دخبرو اوريدو په انتظار و لږ ساعت وروسته نوې حاکم له يوې خوا راوته. وچ او بد شکله و او ټولو خلکو دهغه په مخ کښې غرور او غصه ليده. تورې جامې يې اچولې وي . دخلکو تر مينځ راتيريدۀ او په تکبر سره د ممبر په لور روان ؤ. څه ضرورت نه و چې په خلکو ځان وپيژني ځکه هغه خلکو ښه پيژندۀ. هغه ” حجاج ين يوسف سقفی” ؤ، د اهلبيتو(ع) له ټولو سخت دښمن او دخپلې زمانی له ټولوزيات ظالم او بې رحمه کس و. هغه کس و چې په قتل او ظلم زياتی کښې يې خپل مثال نه لاره .

هغه اوس د کوفی والی شوے وو او غوښتل يې چې په خلکو حکومت وکړي. حجاج د اموی حاکم “عبدالملک مروان” ملګرے و عبدالملک په يوۀ حکم کښې هغه د کوفې والی جوړ کړے و او هيچا پرې د نيوکې څه حق نه لاره او ټولو بايد د هغه حکم منلے. کوفيانو چې کله ځان دداسې ظالملاندې وليد نوبې له دې يې بله لارنه وه چې ورته تسليم شي او سر کيږدي حجاج ممبر ته وخاته. ټول خلک چپ وو او ساګانی يې پهسينو کښې ګيرې وے.

حجاج خپل لاس دزنېلاندې کړ او ځير ځير يې د يوۀ يوه مخ ته کتل بيا يې خله روانه کړه او ويې ويل:” په تاسو کښې داسې سرونه وينم چې د پخې ميوې په شان د ونړو په ښاخونو کښې اويزاندې وی.

لکه چې د شوکه ولو وخت يې رسيدلے وي، هغه ټولے به په توره وشوکوم. اے خلکو! پوه شئ چې عبدالملک مروان  خپل د کڅوړے غشي خپاره کړل او زه يې يو داسي  غشې وليدم چې لرګې له ټولو تريخ او ماتول يې له ټولوسخت دي نو بيا يې زه ستاسو په لو خوشې کړم. قسم په خدای چې ستاسو څرمن به اوباسم او د وني په شان به مو پرې کوم زما په خلاف څه نقشه جوړه نه کړئ او دهوکه او فريب ونه کړئ،”

حجاج له ممبره راکوز شو او د دار الاماری په لور روان شو چې هلته ايسارشي هغه د پيغمبر(ص) او د علی له اولاده په زړه کښې ډيرې کينې لرلے او د علی ابن ابی طالب شيعه يې خپل اصلی دښمنان ګڼل له همدی سببه يې حکم وکړ چې هغه ټول وپيژني او قتل يې کړي . نو له دې وروسته يې د خپلو سپايانو يوه ډله تيارهکړهاو دخلکو تر مينځ يې وليږله چې د اميرالمؤمنين (ع) اصحاب او ملګري وپيژنی د نومونو يولړ ليک تيار کړي او حجاج ته يې وړاندې کړي چې په اسانه د علی (ع) ملګری او مينه وال ووژل شي.

حجاج دهغوي د نومونو لړ ليک په ځيرتيا سره وکاته تردې چې نظر يې يه يوه نوم پريوته او ويې وويل: ” کميل بن زياد څه رنګ سړےدے؟” غواړم چې لا زيات له هغه معلوم شم.” سپيانو ورته وويل: “امير دې روغ وي!    کميل بن زيادد علی بي ابی طالب له مشهورو اصحابو اويارانو څخه دے ، ټول کوفيان کميل بن زياد پيژنی او ورته پته ده چې هغه علی(ع) سره څومره مينه لري همدا رنګ کميل بن زياد دمالک اشتر هم ډير نزدې ملګرے و.

هغه له هغې کسانو څخه و چې د علی(ع) دحق په سر به يې خلکو سره بحثونه کولاو نيوکې به يې کولے. کميل له هغی کسانو و چې په خپل ټول ژوند کښې يې د اهلبيتو(ع) دتبليغ او ترويخ لپاره هيڅې او کوششونه وکړو او د خپلې زمانی د حکمانو او باچايانو په وړاندې ودريد. هغه ډيرميړنۍ او زړه ور و اوس په کوفې کښې اوسيږي. هغه وايي:” له علی عليه السلامه می ډير علمونه زده کړي دي او هميشه دهغه له شاګرادانو و. کميل په خپل شيعه توب فخر کوي اوپه خپله عقيده اوس هم کلک ولاړ دے. نو که حکم وکړے نوهغه نيولے شو او ستا وړاندې يې راوستې شو نو د هغه په هکله چې دې بيا څه خوښه وي حکم وکړه.

کميل ابن زياد چې دحجاج په ظلمونواو يې لياقتۍ يې اعتراض لرلو نو د حاکم د شرمولولپاره يې ناڅاپه خپل کور اوښار پريښوده او يونامعلومه ځای ته لاړ. کله چې کوفيانو ته د دې خبرې پته ولږيده نو يوبل ته يې وويل: ” کميل په خپل دې کار سره داغوښتل چې په دې خبره پوهه شي چې حجاج د حکومت وړ سړے نه دے او هغه ته قبول نه دے ” ډير زر د کميل دښار پريښودلو خبر حجاج ته ورسيد نو حکم يې وکړ چې زر تر زره دې هغه پسې شې او له نيولو وروسته يې کوفې ته راولئ. د حکومت فوځيان شپه او ورځ د کميل په لټه کښې شول او ښارونو اوبيا بانونه يې ورپسې ولټول خو هغه يې پيدانه کړے شو نو حجاج ته بيرته راغلل او ويې ويل: ” مونږ هغه پيدا نه کړو او مونږته د هغه د پټيدو د ځای څه پته ونه لږيده” دغه وخت حجاج بن يوسف حکم وکړ چې د کميل په قبيلې دې زور زياتے وشي. هغه وويل: زه به تر هغه وخته په دې قبيلې ظلم کوم بر څو چې يې راته کميل په خپله راکړے نه وي.” نو بيا دکميل د قبيلې ټول کسان د حجاج په لاس ازار او اذيت شول. ټولو دا تکليفونه وزغمل خو دې ته تيار نه شول چې کميل هغه ظالم ته حواله کړی.

اخر دا چې کميل د حکومت دفوځيانوپه لاس ونيوے شو او حجاج ته يې بوتله. حجاج چې د هغه له ليدلو غصه شوے ؤ، علی(ع) او دهغه کورنۍ ته يې بد رد وويل.

هغه وخت ورته کميل پاخه او کلک ځوابونه ورکړل او له امامته  او ولايته يې  په ډيرو خو ټکو سره دفاع وکړه ، هغۀ هغه ظالموشرماوه او له خپلو پاکو عقيدو يې دفاع وکړه حجاج چې کله د هغه زوړ ايماندار په وړاندې  ځان سپک او خوار وليد نو حکميې وکړ چې سر يې له بدنه جدا کړي کميل بن زياد د خپلو پاکو ارمانونو په لار کښې شهيد شو خو د هغه يادبه هميشه د تاريخ په پاڼو کښې او د مؤمنانو په زړونو کښې باقی پاتے وي. د” کميل دعا” هغه دعا ده چې تل به ورسره هغه بزرګوار ياديږی چې ټول عمر يې د اميرالمومنين په مينه تير کړ او د هغه حضرت په مينه له دنيا لاړ. کميل بن زياد تخعی د علی ابن ابی طالب لا رويانو ته د ژوند تيرولو طريقه وښودله او راتلونکو ته يې وويل: “بر قيامته به د علی(ع) او د آل علی(ع) نوم باقی وي.

 

پيژنګلوي

نامه: کميل

د پلار نامه: زياد

لقب: نخعی

د زوکړې کال: له هجرته 7کله وړاندې

د شهادت تاريخ: 83 هجري کال

عمر: 90کاله

د دفن ځای: د نجف او کوفې تر مينځ