د جنت په شان کور

د جنت په شان کور: حضرت زيد بن حارثه (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

لا ځوانۍ ته نه و رسيدلے، ښکلې او زړه راښکوونکے مخ يې لارۀ او مور سره په سفر و. هغه د مور قبيلې ته تلو چې خپل خپلوان له نزدې وګوري. هغه غوښتل چې خپلو همزولو سره لوبې وکړي او ډېر ارمانونه يې په زړه کښې وو.

د هغوي کاروان منزل ته نزدے کيدۀ، د قبيلې کورونه او ونې له لېرې څرګندې وې. لږ وړاندې چې لاړل نو هغه سړي او ښځې يې وليدے چې د دوي په خېر راغلي ته راغلې وې، او لږ وخت پس ډېر خلک له قافلې ګېر چاپېر شو. هر يو کس خپلو مسافرو خپلوانو پسې په لټه کښې و، ناڅاپه د خلکو په مينځ کښې يو کس غږ وکړ: “اوهو! زيده زويه! په خېر راغلې”. زيد چې په يو اوښ ناست و لپاسه نه يې خپله مهربانه ترور وليده او له خوشحالۍ يې ښکته راټوپ کړل او د ترور اړخ ته يې منډه کړه. بيا دواړه يو بل ته ترغاړه وتل او خېر په خېر يې وکړل. زيد ته د خپلې مور په قبيلے کښې هر ډول خوشحالۍ نصيب وې او د هيڅ څه کمې ورته نه و. څو ورځې يې خپلو همزولو سره ښې لوبې وکړې خو د خوشحالو دا ورځې يې ډېرې نه وې او ناڅاپه يې د ژوندکشتۍ په بل اړخ روانه شوه.

په ورځو کښې يوه ورځ زيد په لوبو لګيا و چې ناڅاپه د “بني القين” د قبيلې د لوټمارو يوه ډله راغله. او د سترګو په رپ کښې هر څه بدل شول. ډېر سړي ووژل شول او مالونه ولوټل شول، کورونو اور واخسته او ځينې پکښې ونيول شول، اور او لوګو چيغو او ژړا د قبيلې شان بدل کړ. له ډاکوانو څخه يو کس په خپل اس د زيد په اړخ راغے زيد يې له کميسه ونيوۀ خپل اس ته يې اوچت کړ او په بيړه له هغه ځايه لېرې شو. په دغه غمجن وخت کښې زيد چيغې والے او مرسته يې غوښته خو هيچا د هغه مرسته نه شوه کولے. يوه قبيله د بلې قبيلې په لاس وژل کيدۀ يو داسې رسم و چې د جاهليت په وخت کښې يې په عربو کښې رواج و چې د اسلام له څرګنديدو وروسته هم يې دوام ولاره. څو ورځې وروسته لوټمارانو هغه ښځې او سړي چې نيولے يې وو د مکې د غلامانو د خرڅولو بازار ته بوتلل او هغه ټول يې په ښو پيسو خرڅ کړل چې زيد بن حارثه هم په دغه مريانو کښې و يو سړي چې “حکيم بن حزام” يې نوم و هغه زيد د پيغمبر(ص) د ښځې بي بي خديجه لپاره واخسته هغه يې کور ته بوتله او بي بي خديجه هم هغه پيغمبر(ص) ته وبخښل.

کله چې زيد د پيغمبر(ص) کور ته ورسيد نو ډېر ارام يې محسوس کړ له زړه يې ټوله وېره ترخه ووته. هغه له دې وروسته له څه شي نه وېريده.که څه هم د پيغمبر(ص) کور ډېر ساده و خو د زيد لپاره ډېر څه و. هغه په خپل کور کښې هم دومره په امن نه و لکه څومره چې دلته و. پيغمبر(ص) ډېر په مينه محبت زيد ته په خېر راغلے وويل.

حضور(ص) هغه سره د يو مريې په شان نه بلکه د يو ملمه او نيک زوي په شان مينه کوله هره ورځ چې به د زيد په دې کور او د جنت غوندې ځاي کښې تېريده نو د زيد اخلاق او کړه وړه به د ورځې نه بلې ورځې ته ښه کيدل زيد بن حارثه به د پيغمبر(ص) په کور کښې اسلامي ادب او تعليم زده کاوۀ او د خداي پاک په حکمونو به يې عمل کاوۀ. يو دين هم هغه ته دومره پوهه نه شوه ورکولے ځکه چې د خدای د رسول په شان بل استاذ او ښوونکے نه و او د خدای د رسول(ص) په شان کور د بل چا نه و. زيد بن حارثه په لږ وخت کښې پيغمبر(ص) سره دومره عادت شو چې بيا يو طاقت هم هغه له پيغمبره نه شو جدا کولے.

د زيد پلار حارثه د يو داسې ماشوم پلار و چې هغه په لوټ مار کښې تښتولے شوے و. له دې پيښې وروسته د زيد پلار هغه پسې ټول ښارونه او ابادۍ ولټولے چې خپل ګران زوي پيدا کړي تر دې چې خبر شو چې زيد د پيغمبر(ص) په کور کښې د هغه د مريې په شکل خدمت کوي له همدې سببه بې ځنډه مکې ته راغے او ځان يې د پيغمبر(ص) د ترۀ ابوطالب کور ته راورساوۀ. ابوطالب چې يو ډېر قدرمن سړے و هغه ته يې ډېر درناوې او عزت ورکړ او بيا يې له هغه مکې ته د راتللو سبب معلوم کړ. حارثه وويل: “اے ابوطالبه! زما زوی ستا ورارۀ محمد(ص) سره دے هغه ته ووايه چې يا يې راباندې خرڅ کړي او يا يې ازاد کړي”. بيا ابوطالب حارثه سره د پيغمبر(ص) کور ته لاړل او د زيد پلار پيغمبر(ص) ته خپله خبره وکړه. پيغمبر(ص) وفرمايل: “زيد ازاد دے چرته چې تلل غواړي تلے شي”. بيا پيغمبر(ص) وفرمايل چې زيد تيار کړئ که هغه دا غوښتل چې تا سره لاړ شي نو بې د څه پيسو دې تاسره لاړ شي خو که دا يې وغوښتل چې ما سره پاتے شي و بيا يې چا سره نه پريږدم” حارثه چې د پيغمبر(ص) له خبرو حيران شوے و هغه ته يې وويل: “ډېره د انصاف خبره دې وکړه او ډېره نره خبره دې وکړه”.

لږ ساعت وروسته زيد راغے او پيغمبر(ص) هغه ته وفرمايل: “دا سړے پيژنې؟” زيد وويل: “هو! دا زما پلار دے” بيا پيغمبر(ص) زيد ته وفرمايل: “ما هم پيژنې! نو اوس ستا خوښه ده که خپل پلار سره خپلې کورنۍ ته ځې او که ما سره پاتې کيږې”.

اخر دا چې زيد دا وويل چې زۀ پيغمبر(ص) سره پاتې کيدل غواړم او خپل کور ته لانه ړه ځکه چې هغه دا نه خوښه وله چې پيغمبر(ص) سره يو ساعت پاتې کيدل د دنيا ټولو خوندونو سره بدل کړي. هغه د پيغمبر(ص) په خوا کښې د معنويت لوړو درجو ته ورسيد او د هغه حضرت له ډېرو ښو اصحابو ګڼل کيدۀ. زيد بن حارثه دريم سړے و چې د پيغمبرۍ له اعلانه پس مسلمان شو او د خدای په رسول يې ايمان راوړ. هغه په کلونو کلونو د پيغمبر(ص) په خوا کښې پاتے شو اخر دا چې د هجرت په اتم کال په داسې حال کښې چې د موته په جنګ کښې د سپايانو کوماندان ؤ، شهيد شو. او پيغمبر(ص) يې په ډېرو غمونو کښې پريښود. د خدای رسول(ص) به د هغه په غم کښې ژړل او فرمايل به يې: “دا ژړا د يو ملګري د بل ملګري په جدايۍ کښې ده”

 

پيژنګلوي

نامه: زيد

د پلار نامه: زيد الحُبّ

د شهادت کال: د اتم هجري کال دريمه خور

د شهادت ځای: د شام په خوا وشا کښې په جنګ موته کښې