پاک زړه

پاک زړه: د پيغمبر(ص) ښځه بي بي ام سلمه (رحمة الله عليها)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

د پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم د رحلت ډير وخت نه وو شوے چې د هر څه په بدليدو شو خلقو د غدير خم ورځ او له پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم نه ورستودهغه په ځې د حضرت علی اميرالمومنين عليه السلام جانشينی او خپل بيعت  پهيره کړه .

 

په دې وخت هر منافق د ولايت او وصايت  مقام باندې راتللو لپاره خپل ځان وړاندې کوو. په سقيفه نومے ځې کښې دې راټول شوې وو چې له مسلمانو لپاره خليفه وټاکې . آخر د ډيرو خبرونه پس هغې ابوبکر خلافت لپاره خوښخ کړو . او ويويل : ټولو له پکار دې چې له ده بيعت وکړی . حضرت علی عليه السلام چې خلافت ، ولايت او وصايت يې خپل حقيقی حق ګڼلود خليفه بيعت يې ونکړو .

له دې نه پس خليفه او د هغه يارانو غوښته چې له ولی خدا ، حضرت علی عليه السلام نه په زور او زياته بيعت واخلې . او دې لپاره يې د وحی په کور او د پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم په اهليبيتو عليه السلام حمله وکړه او هغه څه يې وکړل چې قلم يې په ليک شرم کوې او ژبه يې نشې بيانه ولے.

ام سلمه د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم  له ښځو نه وه او په دې ټولو حالاتو خبرداره وه ځکه به هر کله غمګينه او خفه وه هغې به د رسول الله د اهلبيت ملګرتيا کوله خو اوس يې څه نه ويلې ځکه چې د خپل زمانی امام  حضرت علی عليه السلام نه مخکې شې .

د علی عليه السلام له خاموشے د وجه بی بی ام سلمه هم چپ وه او ليدلې چې د امامت او وصايت د لارې نه بے لارشوے خلقو په هغه کور حمله وکړه چې پکې اهل بيت وڅې هغه زبرګان چې دهغې باره کښې آيه تطهير نازله شوې * علی، فاطمه ، حسن ، او حسين  په دې کور کښې وڅيدل چې د خليفه يارانو يې محاصره کړی وه .

 

حضرت فاطمه انصاف لپاره جومات ته لاړه او خطبه يې ورکړه او مسلمانانو نه يې انصاف او عدالت وغوغته . خليفه د پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم د لور د خبرو نه ويريدو او زر منبر له لاړو او شدت او سختے سره يې د بی بی فاطمے د خطبه مخالفت وکړو دهغه وخت چې  خلقو د يرې خپلې ساګانې اودرولې وې په هيچا کښې جرت نه وو چې اعتراض وکړی نو بی بی ام سلمه وغوښتل چې د فاطمه حق وغواړې او غاصبينو له جواب وزکړې . ناګهانه ام سلمه په جومات کښې آواز وچت کړو او ظالم خليفه او ناست خلقو ته يې ووېل : آيا د فاطمه غوندې بزرګې ښځه سره داسې خبرې کولې شې ؟ په خداي مي دې قسم وې هغه د جنت د ښځو سرداره ده د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم په غيګې کښې ستره شوې او فرشتے د هغې خدمت کوې هغه په پاک او بهترين ځې کښې ستره شوې تاسو ګمان کوے چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم به پخپل ميراث  په هغې حرام کړی وې او هغې له به يې نوې وزکړې . حالانکه خداي وائې (……………………….) .

پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم هغه د هر څه نه خبر کړی وه . اوس هغه خپل حق له راغلې هغه ټولو ښځو نه بهترينه ښځه ، د جنت د سردارانو مور ، د عمران دلور نه بزرګه ، د ولی خدا ښځه او د خاتم انبياعليهم السلام لور دا . په خداي مي دې قسم وې پلار هغه د ګرمے او يښنے سختو نه هم ساتله او په دې مهربان وو ، خپل خې لاس به يې د دې بالخ او ګس لاس به يې په دې اچولې  وو . دې سره داسې مکوې ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم تاسو وينې او تاسو به خدايې له ورځې . لعنت دې وې په تاسو ، تاسو به زر وينے چې د خدايې غټ عذاب درته انتظارکښې دې .

بی بی ام سلمه ټول عمر د اهلبيتو په خوشحالے او غم کښې شريکه وه او د هغې په خوشحالے به خوشحاله او د هغې په غم به غمجنه وه . کومه شپه چې امام حسين عليه السلام غوښتل چې مدينه پريګدې د بنی هاشم ټولې ښځې سره د ام سلمه ورله راغلې .

امام حسين عليه السلام چې دې غمجنې وليدې نو وويل : تاسو له د خدايې قسم درکوم چې صبر وکړے او د غمجنې مه وڅے . خو هغے ټولو ورته وويل : اے زمونږ سرداره اومولا، څنګه غمجنې نه وسو چې ستاغوندې بزرګ انسان له زمونږ نه ځې او مونږ يواځې پريګدې . مونږ نه پوحې ګو چې منافقان به له تاسره څه سلوک کوې په خداې مودې قسم وې د ورځ مونږ دپاره د هغې نه کمه نه دا کومه ورځ چې رسول الله د دنيا نه لاړو او هم هغه څې ورځ دا کومه ورځ چې بی بی فاطمه شهيده شوې وه او نه د هغې ورځ نه کمه دا چې په کومې ورځ اميرالمومنين عليه السلام شهيد شوې وو….)) .

په دې کښې ام سلمه سلام عليه امام حسين عليه السلام ته رانيزدې شوا او وويل : اے زما د سترګو تورا اے حسينه ! عراق ته په تللو مونږ مه خفه کواه ځکه چې د نيکه نه مې دې اوريدلې وو چې ويل يې : زما ځوې حسين با د عراق په ځمکه چې هغې ته کربلا وائې شهيدې ګې .

له دې نه پس امام حسين عليه السلام د کربلا خوره ام سلمه ته ورکړه او ورته يې وويل : چې کله د خوره په وينو کښې بدل شې نو پوهه شه چې زه شهيد شوم .

بی بی ام سلمه له خديجه نه پس د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم په ښځو کښې افضله ښځه وه ، هغې به هرکله د کوشش کولو چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم د هغې نه خوشحاله او راضی وې .

پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم خديجه سره ډيره مينه لرله او د هغې وفات نه پس به يې هم ياده وله . بی بی ام سلمه هم رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم ته ويل : د خديجه هغه صفتونه چې تاسو يې ياده وے او خپل خدايې ځان ته زر وغوښتله خدايې دې دهغه منزلت د هغې مبارک وګرزوې .

بی بی ام سلمه پاکه او پرهيزګاره ، پوهه لرونکې ، عاقله او د اهلبيتو سره مينه لرونکې ښځه وه چې آئمه معصومين عليهم السلام هم  هغې له ډير درناوې قائل وو . او پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم به هم هغې ته باربار ويل : ته يوه نيکه ښځه يې . د جمله به يې ورته ځکه ويلله چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم به د هغې  نه هر وخت راضی او خوشحاله وو .

 

پيژنګلوي:

نامه: هند

کنيت: ام سلمه

د پلار نامه: حذيفه

عمر: 84کاله

د وفات کال: 62هجري

د دفن ځای: مدينې کښې په بقيع مقبره کښې