رڼا: په شپ(ابوجهاز) کښې ملاقات

رڼا: په شپ(ابوجهاز) کښې ملاقات

په مقرره ورزځ زه په يو مصری شپ کښې څور شوم چې بيروت ته روان وؤ ـ چې کله زه په جهاز کښې خپل مخصوص د ځی ته لاړم او خپل ځی کښې می سر واچه ولو ما ځان کښې ذهنی او بدنې  ستومانی محسوسه کړه نو ځکه زر وده شوم ـ د جهاز په راوانيدو کښې به دو درې ګنټې نوې تيری چې د خپل همسفر ملګرې په خبرو باندې له خوبه راويخ شوم

دې ملګر ې راته ويل : وروره لکه چې ډير ستړے يې ؟ ـ ما ورته اوويل او د قاهره نه تر سکندريه پوری سفر کولو ستړےکړم او غوښستل مې چې جهاز له په وخ ځان راورسوم نو پرون شپې مې هم لګ خوب کړۍ دے ـ

ما يې د لهجه نه اندازه ولګوله چې دې د مصر نه دے ـ نو ځکه ما غوښتل چې د يو بل سره خپلا پيژنګلې وکړو ـ  زما په پوختنه د راته اويل چې دهغه نوم منعم دې او دعراق سره تعلق لرې او د بغداد په يونيورسټی کښې استاد دے ـ هغه قاهره ته راغلے وؤ چې د خپل ډاکټريټ مقاله په الازهر يونيورسټی کښې پيش کړی ـ

مونږ په مصر او په دنياے عرب واسلام باندې خبری وکړی ـ موږ د عربو په شکست او صهيونو په فتح باندې د افسوس اظهار وکړو ـ ما د بحث په مناسبت سره اوويل چې د عربو د شکست وجه د مسلمانانو او د عربو په وړکو وړکو مملکونو او مذهبونو کښې ويشيدل دې ـ او هم دهغه  وجه د چې دې که هر څومره دې خو د دښمن په نظر کښې هس ندې ـ

په مصر او مصريانو باندې مونږ ډير بحث وکو او زمونږ  د دواړو د  شکست په اسبابو باندې يوه نظريه وه ـ ما بيا خبره شروع کړه او امې ويل : زه په خپله د تفرقو ډير مخالف يم ـ او د تفرقۍ مونږ کښې د دښمن پيدا کړې دې چې دښمن مونږ  آسانی سره ذلت او پستې ته حواله کړې ـ مونږ لا تر وڅه د حنفی او مالکی جهګړو کښې ګررفتار يو ما هغه ته يوه افسوسناکه واقعه هم وروله واقعه څه داسې وه چې کله زه قاهره کښې ابوحنيفه جومات ته ننه وتم نو ما د ماذيګر نمونځ هلته  په جمع وکړو په جمع کښې ما سره په خواه کښې چې کوم سړې ولاړ وو نو هغه له نمونځ نه پس ما ته په غصه کښې وويل : ته خپل لاسونه سنګلو پوری ولې نه ؤو وچت کړې؟ ما په ډير ادب او احترام جواب ورکړو چې زه مالکې يم او مالکي د دۍ  قائل نه دې هغه جواب رکړو : بيا ته د مالک جومات ته ځه او هم هلته  نمونځ کوه ـ دا رنګ زه د غصه او خفګان حالت کښې د هغه ځې نه راؤوتم ـ او د هغه دې سلوک زه ډير حيرانه کړم ـ

يوځلې هغه عراقی استاد مسکې شو او راته يې اوويل چې زه شيعه يم ـ ما چې کله د ووريدل نو زه دير پريشانه شوم او بغير څه خاطره ما ورته اوويل : که ما ته پته وه چې ته شيعه يې نو ما به کلم تا سره خبرې نه وې کړې ـ

هغه ؤويل : ولې ؟

ما ورته وويل : ځکه چې تاسو مسلمانان نه يے ـ تاسو د خضرت علی ابن ابی طالب پرستش کوے او بيا تا سو کښې چې کم لګ  ښه او اعتدال پسندخلق دې هغې د خدائ پرستش کوې خو د رسول الله صلى الله عليه واله وسلم رسالت او نبوت نه منې او جبرائيل نااهل ګڼړې او وائی چه جبرائيل دخداے په امانت کښې خيانت کړې اوهغه پيغام چې الله علی ته راليګلې وو هغه يې محمد صلى الله عليه واله وسلم ته يوړوـ

ما هم دا رنګ خبرې کولې اومنعم به کله مسکې شو او کله به يې ” لاحول “ لوسته ـ

ما چې کله خپلې خبری ختمې کړې نو هغه تپوس وکړو:آيا ته استاد يې؟ته شاګردانوته سبق ښې ؟ ما ورته وويل : او ! هغه وويل : چې ته يو استاد يې او د طرز فکر لرې نو هغه عام خلقه چې پوهه نه لرې نو هغې به څوک څه ملامته کړې ـ

ما ووې : څه مطلب ؟

هغه ووې : معافی در نه غواړم ته د دروغ چرته نه اوريدلې دې ؟

ما ووې: تاريخې کتابونه او ټول خلقو کښې د مشهوره ده ـ

هغه ووې : دخلقو خبرې پريګده د راته ووايه چې د ټولې خبرې دې په کوم تاريخې کتاب کښې لوسته دې ـ

ما ورته د احمد امين مصری ليکونکي کتابونه راشميرکړل، مثلا (۱) فجر الاسلام  (۲) ضحی الاسلام (۳) ظهرالاسلام ـ

هغه وويل د شيعو په باره کښې د احمد امين خبره کله حجت لرې؟ ګوره دعدل او انصاف تقاضا د ده چې ته  خپله خبره د شيعو د اصل او معروف کتابونو نه ثابته کړه  ـ

ما ورته ووې:کومې خبرې چې په خلقو کښې عام او مشهوره وې په هغې کښې تحقيق ته ضرورت نشته  ـ

هغه ووې : ګوره کله چې احمد امين عراق ته په زيارتونو راغلې وو نو په نجف الاشرف کښې چې کومو استادانو سره دهغه ملاقات شوې وو په هغې کښې يو زه وم ـ او چې کله مونږ هغه ملامته کړو چې دا ته څه څه خرافات د شيعو په باره کښې لکلې دی نو هغه په دې الفاظو کښې معذرت وکړو چې : ځه ستاسو نه معذرت غواړم له دې نه مخکښې نه ما چرته شيعه سره ملاقات کړې وو او نه راته د شيعو باره کښې معلومات وو، ځکه زه ستاسو ټولو نه معذرت غواړم ـ

مونګ ورته وويل : ”عذر ګناه بدتر از ګناه “ (يعنی د ګناه عذر د ګناه نه بدتر دے) څه رنګ تاته  زمونږ باره کښې معلومات نه وواو هربدچې د هغې نه به بل بد نه وې زمونږ باره کښې دې وليکل ـ

بيا يې ما ته وويل : وروره ! لکه څه رنګ چې ته يهود و نصاری د قرآن نه دليل نه شئ روړلې ځکه چې قرآن زمونږ دپاره حجت دې او هغې له پکار دا چې د هغوې د کتابونو نه دليل رږو يعنی پکار دا ده چې مونږ هم د هغوې د کتابونو نه هغې غلط ثابت کړو نو اله خبره ټيک ده کنې نه ـ

د هغه د خبری به ما داسې  ولګې دې لکه په تنده ځمکه چې اوبه واړے ـ ما محسوسه کړه چې زما  زړه نه  هغه کينه و بغض لرې کړل اورانه يې يو محقق جوړ کړو زه چې د هغه خبرې د نه منطقې او محکمې وې چې ما سره بله لار نه وه ـ ما ورته وويل : نو تاسو هم زمونږ نبی حضرت محمد  صلى الله عليه واله وسلم  نبی آخرزمان ګڼړے ـ

هغه ووې : او! زم او نو رټول شيعه هم ـ خو په ته فرض دې چې ته تحقيق وکړې او حقيقت ته ورسې او خپل شيعه روڼړو باره کښې د نه د بد ګمانې نه کار مه اخله ځکه چې بعض بد ګمانې ګناه لرې ـ

انَّ بَعْضَ الظَّنِ اِثْمٌ

بيا هغه ما ته ووې : که ته غواړې چې حقيقت معلوم کړې او پخپل سترګو يې وينې نو زه تا له په  عراق کښې د زيارتونو او دهغې ځې شيعه علماء سره او د هغې ځې شيعه عوام سره دملاقات دعوت درکوم بيا به  تاته  د دښمنانو او مطلب پرستو دروغ سر ګند شئ ـ

ما ورته وويل : زما هم ډيره مينا کښې ده چې د عراق زيارتونه وکړم او د نزدينه هغه ځې مشهور او اسلامی آثاروينم چې کوم د عباسيانو،خصوصاً هارون الرشيد نه پاتې شوې دې خو :

اول د چې ما عمره له کوم رقم مخصوص کړه دې هغه لګ دې ـ

دوئم د چې زما ويزا ما ته عراق ته د تګ اجازت نه راکوې ـ

هغه ووې: زه تاله د عراق دعوت درکوم مطلب مې دا دې چې بيروت نه بغداد او بغدادنه بيروت پورې د سفر او عراق کښې د وسېدو ټوله خرچه دې زه برداشت کوم ـ او ته زما ملمه يې او زما په کور کښې به وسې ګې ـ او پاتې د ويزې خبره شو چې د هغې  د  وجه  ته عراق ته نشه راتللې نو هغه به خدائے ته حواله کړو ـ او که خدائے وغوښته چې ته عراق ته راشې نو د بغير ويزه هم ممکنه ده ـ انشاء الله چې بيروت ته ورسو نو بيا به د عراق ويزو اغستلوله هم لاړ شو ـ

زه په دې ډير خوشحاله شوم او ما منعم سره وعده وکړه چې يو ورزځ پس به زه ددې جواب درته انشاء الله درکوم ـ

زه د خوب دکوټې نه راؤوتم اود جهاز پاسنې چت ته لاړم چې لګه تازه هوا اوخرم او په دې نوې فکر کښې ډوب ووم ـ  ما دې هر څه ته زړه لوې کړه وو ـ ما د خدائی ثنا او د هغه شکر مې کولو چې زه يې دې مقام ته راورڅولم او د دعا مې ورنه کوله چې ما د شر او اهل شر نه او هر خطا اولغزش نه مې اوساتې ـ او بيا مې هغه هر څه راپه زړه شو د ماشوم توب نه  تروڅه  يو يو واقعه مې د سترګو اوړاندې وه  ـ او ما د يو خکلې مستقبل خوب ليدلو او احساس مې کولو لکه چې د الله او رسول صلی الله عيه واله وسلم خاص عنايتونه ما نه چاپيره دې ـ بيا مې د مصرساحل چې لګ لګ خکاری دو خيال شو او مصر ته مې پمخه خه اويل هغه مصر ته چې د هغې يادونو کښې  يو خوګ ياد د رسول الله صلی الله عيه واله وسلم قميص ووـ بيا زما ذهن د شيعه ملګرې خبرو ته لاړو چې ما سره يې زما د ماشوم توب د خوب پوره کولو وعده کړې وو او زه يې بيحده خوشحاله کړې ووم يعنی د عراق زيارتونه ـ دهغې ځې زيارتونه چې هغه ما په خپل تصور کښې مخکښې نه جوړ کړې ووـ د هارون د دربار نه تر مامون دارلحکمه پورې چې تعليم حاصلو له به ورله د مغرب نه  طلبه راتلل ـ او ددې نه علاوه د عراق د قطب ربانی،شيخ صمدانی او د حضرت عبدالقادر جيلانی ځمکه ده چې د هغې شهرت عالمګير دے ـ او د هغې طريقت تر کلو او قصبو خپور دۍ ـ چې دهغې عقيدت او همت دټولوعقيدتونو او همتونو نه اوچت دۍ ـ او د زما د خوب د تعبير له پاره په ما د خدائی يو بل عنايت وو ـ

زه په دې خيالونو او فکرونو کښې ډوب ووم  ـ له د سوچونو دنيا کښې پروت ووم چې د ډوډې  ټلې زه راويخ کړم  ـ زه هوټل ته راوان شوم ـ زما خلق ليدل چې د يو بل نه د مخکښې کښې دو او د بل نه مخکښې ځان له د ميز نيولو کښې مصروف دې او شور پکړ يې راغستے دے ـ په دې کښې منعم زما قيمص روغندې راخکو او راته يې وويل :راځه ځان په تکليف کښې مه اچو مونږ به خيردی روستو اوخرو ـ

بيا هغه رانه تپوس وکړو : نمونځ دې کړې دې ؟

ماورته وويل : نه لامې نه دې کړې ـ

هغه وويل :  نو راځه چې مخکښې نمونځ ووکو بيا به ډوډې اوخروـ او تر هغې به په ډوډې رش هم کم شوې وې ـ

ما د هغه د تجويز خوخ کو ـ زه يو سيټ ته شوم چې چاريدام وکړم او بيا مې هغه د جمې نمونځ دپاره امامتۍ ته اوړاندې کو چې وګورم دې څه رنګ نمونځ کوې بيا به خير دې خپل نمونځ ځان له دوباره وکړم ـ خو کله چې هغه د ماښام نمونځ شروع کړو او قرائت او دعا کښې مشغول شو نو زما اراده يې  بدله کړه ـ ځکه چې ما ته داسې اولګې ده لکه چې زه د اصحابوکرام نه يو صحابې پسې نمونځ کوم ـ چې دهغې د تقوی او پهيزګاری باره کښې مې په کتابونو کښې لوستې وو ـ له نمونځ نه پس هغه څه دعاګانې ولوستې چې هغه ما نه خپل وطن کښې مخکښې اوريدلې وې او نه نورو ملکونو کښې او چې کله به هغه په رسول او آل رسول باندې دورود استو نو ما به يو قسمه آرام او اطمينان محسوسو لو ـ دنمونځ نه پس د هغه په سترګو کښې د اخکو اثار وو هغه دعا ته لاسونه اوچت کړې وو او الله پاک نه يې زما د هدايت دعا کوله ـ

مونږ دواړه د هوټل طرف ته روان شو هوټل د نورو خلقو نه خالې شوې وو چې مونږ هوټل ته داخل شو نو هغه چې تر کومې زه په کرسې ناستې ته نه ووم مجبور کړې نو پخپله نه کي ناستو ـ مونږ له پاره دوه رکيبۍ روړې هغه زما رکيبې خپل رکيبۍ سره بدل کړه د دې وجه دا واه چې زما په رکيبې کښې د هغه د رکيبې نه غوغه کمه واه ـ هغه دهغې رکيبې د پاره ما سر ډير لاس اولګو له چې زه  د ده  ملمه يم هغه به ما سره په ډيره مينه او په آرام خبرې کولې ـ بيا هغه د ډوډې خوراک د اُُبو سکولو او د آداب دستر خوان باره کښې داسې حديثونه بيان کړل چې ما  تروڅه  نه وو اوريدلې ـ

د هغه اخلاقو زه حيرانه کړې ووم ما د ماخوستن نمونځ هم د هغه په پسې په جمع کښې وکړو هغه د نمونځ په دعا ګانې وکړې چې ماله ورته جړاراغله ما دالله نه دعا اوکړه چې زما خيال د دې سړې مطلق بدل شې ځکه چې بعضې ګمانونه ګناه لرې خو څوک پې پوهې ګې؟

زه اوده شوم او په خوب کښې مې هم عراق او دهغې الف ليلی شپې ليدلې  ـ  د سحر  نمونځ  له زه د هغه  په غږ راپاسيدم  ـ  مونږ دواړو يوځې  نمونځ  وکړو او دوه درې  خبرې  مو وکړې او  زه  بيا اوده شوم ـ

او بيا چې زه راپاسيدم نو هغه مې خپل کټ سره خوا کښې وليد چې تسبې يې پلاس وې او د خدائ ذکر يې کولو ما چې دا وکته  نو روح مې خوشحاله شو او زړه مې مطمئن شوما د خدائۍ په بارګاه کښې استغفار وکړو   ـ

مونږ د سحر ناشته کښې مصروف وو چې د سائرن غږ شروع شو او د هغې نه يې پس اعلان وکړو چې مونږ د لبنان ساحل ته نزدی يو او راراونو دوه ګنټو کښې به مونږ په بيروت بندرګاه کښې يو ـ

دوه ګنټې  پس  هغه زما نه تپوس وکړو چې تا غور وکړو او څه فيصله دې وکړه ؟

ما ورته اوې : که خداي اوغوته او د عراق ويزه راته ملو شو نو بيا به په تګ کې څه مشکل نه وې او ما د هغه د دعوت شکريه ادا کړه ـ

مونږ هغه شپه هم په بيروت کښې تيره کړه او سحر د بيروت نه دمشق ته روان شو او هلته رسيدو سره د عراق سفارت خانه لاړو ـ او ډيره زر زما د تصور نه مخکښې ما ته د عراق ويزه اولګيده ـ ويزه مو واغسته او دهغه ځې نه روان شو هغه ما له مبارکې  را کړه او د الله شکر يې ادا کړو .