د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول: د وهابيانو نظر

د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول

د وهابيانو نظر

وهابيان د قبرونو بيا رغونه او په هغې باندې ګنبد جوړول او همدارنګ ګج کاري منعې کوي او دا کار شرک او کفر ګڼي او د قبرونو ورانل او د ګنبدونه او د هغو خوا وشاته د ودانو ورانول واجب ګڼي. د هغوي د فتواګانو ځينې بيلګې:

  1. صنعاني وايي: بارګاه د بت په شان ده؛ ځکه چې خلکو به د جاهليت په زمانه کښې کوم کار د بتانو لپاره کاوۀ “قبرونو ته تلونکي” هماغه کار د قبر يا ولي د زيارت لپاره ترسره کوي، دا هماغه د جاهليت د زمانې کار دے خو په يوې بلې نامې سره؛ خو د نامې په بدلولو سره له بت شونې نه خارجيږي.[1]
  2. ابن قيم (د ابن تيميه شاګرد) وايي: د قبرونو ودانۍ د بتانو اود طاغوتيانو له شکله اخستې شوي دي او نماځل کيږي. د هغو ړنګول واجب دي او کله چې د هغو د ړنګولو توان ولرې نو د يوې ورځې لپاره هم د هغو پريښودل جايز نه دي؛ ځکه چې دا د لات او عزی په ځای دي او يا له لويو شرکونو دي.[2]
  3. وهابيانو شيخ الرکب المغربي ته په يو ليک کښې ويلي دي: په تحقيق سره د قبرونو د درناوي په شکل کښې چې کوم ګنبدونه او ودانۍ د نبيانو او نورو په قبرونو جوړيږي، له هغه پيښو دے چې پيغمبر(ص) د هغه په هکله خبر ورکړے دے، حضرت وفرمايل: تر هغه وخته به قيامت نه کيږي تر څو چې زما له امتهزنديقيان مشرکانو سره يو ځای شي او زما د د امت يوه ډله د بتانو په عبادت اخته شي.[3]
  4. د وهابيانو قاضی القضات (عبدالله بن سليمان بن بليهد) په ام القری ورځپاڼې کښې وايي: له پنځمې پيړۍ وړاندې په قبرونو د ګنبد جوړولو رواج نه و او دا يو داسې بدعت دے چې له پينځمې پيړۍ وروسته شورو شو.
  5. هغه ځواب چې د مدينې له عالمانو نقليږي: په قبونو باندې د ودانۍ ممنوعيت اجماعي دے، صحيح حديثونه د دې په ممنوعيت دلالت کوي له همدې سببه يوې ډلې د قبرونو د ړنګولو فتوا ورکړه.

هغوي په دې مطلب کښې د حضرت علی(ع) حديث سره استناد کوي چې له ابی الهياج يې نقلوي، علی ابن ابی طلالب هغه ته وويل: خبر اوسه زه تا د هغه کار لپاره ليږم چې د کوم لپاره زۀ رسول الله ليږلې وم، يو تصوير هم مه پريږده مګر دا چې ختم يې کړې او هر يو اوچت قبر چې دې وليد هغه مساوي او برابر کړه.[4]

[1] . کشف الارتياب، 286مخ، له تطهير الاعتقاد په نقل سره.

[2] . زاد المعاد، 611مخ، کشف الارتياب، 286مخ.

[3] . کشف الارتياب، 286مخ

[4] . مرحوم امين د مدينې عالمانو ته د نسبت ورکړې شوې ځواب په کشف الارتياب کښې نقل کړے دے. د هغوي د ځواب يوه برخه د پام وړ ده؛ يعنې هماغه ټکي چې پوښتنې کښې راغلي دي په ځواب کښې يې هم ځای کړي وو. هغه وپوښتل: “ما يفعله الجهال” هغوي هم دا رنګ وليکل: “ما يفعله الجهال” او په بل بيان سره کوم ځواب يې چې په خپله غوښته هغه يې په پوښتلې و: کشف الارتياب، 288مخ