د امام علي (ع) تفکر د نهج البلاغه په آئينه کښې

د امام علي (ع) تفکر د نهج البلاغه په آئينه کښې شاهین خانخیل   حضرت امام علی عليه السلام د خداے د ګران رسول حضرت محمدمصطفی(ص) د ذات بشپړه هنداره او د ټولو انساني فضائلو او کمالاتو ټولګه و. هغه نېک او رښتونی کس چې د پېغمبراکرم(ص) په وېنا: