له مرګه وروسته جهان(۱)

له مرګه وروسته جهان(۱)

 

اسماني شريعتونه ټول په دې خبره يوه خله دي چې په آخرت باندې ايمان ضروری دے. ټولو پيغمبرانو توحيد ته د بلنې په څنګ کښې د قيامت او مرګ نه پس د ژوند په هکله هم خبرې کړي دي او په اخرت باندې ايمان يې د خپل پروګرام په سر کښې بيان کړے دے. نو دې ته په پام سره په قيامت باندې عقيده په اسلام کښې د ايمان له ارکانو څخه ده. که څه هم چې د قيامت مسله په تورات او انجيل کښې ډيره روښانه بيان شوې ده خو په قرآن کښې له نورو آسمانی کتابونو نه زيات په دې اړه خبرې شوي دي. او د دې کتاب لويه برخه د قيامت په هکله ده. په قرآن کښې قيامت په بيلا بيلو نومونو ياد شوے دے. لکه ؛يوم القيامه، يوم الحساب، اليوم لاخر، يوم البعث او داسې نور. او دا دومره اهميت له دې امله دے چې ايمان او دينداري د قيامت له عقيدې پرته څه ګټه نه لري.

 

يو سل څلورم اصل

اسلامی پوهانو او متکلمانو د مرګ نه په وروسته ژوند او د قيامت په شتون باندې بيلا بيل دليلونه بيان کړي دي. او په دې ټولو دليلونو کښې يې له قرانه مرسته اخستې ده له همدې سببه ښه دا ده چې د قرآن ځينې دليلونه دلته بيان کړو:

الف. خدی پاک حق دے او د هغه کارونه هم حق دي او له هر ډول باطل او عبث کاره پاک دی. د انسانانو پيدايښت بې له کوم هدف او مقصده لغو او عبث دے لکه چې فرمايي: أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مومنون/115)ايا تاسو دا پام کوئ چې تاسو مو عبث پيدا کړي يئ او تاسو به مونږ ته نه راګرځئ؟!.

ب. د خدای د عدل تقاضا ده چې له نيکانو او بدکارو سره په سزا او جزا کښې يو شان سلوک ونه شي. په داسې حال کښې چې په دې دنيا کښې ګورو چې په سزا او جزاء کښې د پوره عدل او انصاف د راتللو امکان نشته، ځکه چې د دواړو ټوليو برخليک يو دے او له يو بله نه جدا کيږي. له بل اړخه ځينې ښه او بد کارونه داسې دي چې د هغې اجر او سزا دومره لويه ده چې په دې دنيا کښې نه شي ادا کيدے مثلاً يو سړے د حق په لاره کښې ډير تکليفونه وزغمي او بيا په همدې لاره کښې شهيد شي او يو بل کس چې ډير حق غواړي انسانان ګمراه او مړه کړي. نو دې ته په پام سره يو بل جهان بايد داسې وي پکښې د خدای پاک د پوره پوره عدل جاری کيدلو امکان وي. لکه چې فرمايي:
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (ص/28) ايا نيک مؤمنان د مفسدينو په قطار کښې راولو يا له پرهيزګارانو او ګناهګارانو سره يو شان سلوک وکړو؟!

او همدا رنګ فرمايي: إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ (يونس/4) “ستاسو ورتګ د هغه په لور دی، د خدای وعده ريښتونې ده. بي شکه چې هغه انسان پيدا کوي بيا يې بيرته ستنوي د دې لپاره چې هغه کسانو ته چې ايمان يې راوړے دے او نيک عملونو يې کړي دي هغه شان چې پکار دي انصاف سره جزا ورکړي او کومو کسانو چې کفر کړے دے د هغوي لپاره د يشيدلو اوبو څښاک دے او دردناک عذاب دے ځکه چې کفر يې کړے دے.

ج. د انسان پيدايښت په دې جهان کښې له يوې ذرې شورو شوے دے او ورو يې جسم پوره کيږی او کمال ته رسي تر دې چې د هغه په بدن کښې روح واچولے شي او قرآن خدای پاک ته د انسان په دې پوره پيدايښت د احسن الخالقين لقب ورکوي، بيا هغه د مرګ په سبب له دې جهانه بل جهان ته ځي چې له تيرې مرحلې نه زيات کمال پيدا کړي او تيره مرحله ورسره مکمل شي او دې خبرې ته په قرآن کښې داسې اشاره شوې ده: ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.انَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ. ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ (مومنون/14-16) “بيا مو ورته يو بل پيدايش او خلقت ورکړ نو د ډير برکت خاوند دے هغه ذات چې تر ټولو ښه پيدا کوونکے دے بيا به څه وخت پس تاسو مړيږئ او بيا به د قيامت په ورځې ژوندي کيږئ”. د دې آيت له سياقه دا پته لګيږي چې له يوې ذرې د انسان د پيدا کولو د ذکر او د هغه د بيا ژوندي کيدو تر مينځ يو تړاو شته.

 

يو سل پينځم اصل

د قرآن د نازليدو په زمانه کښې به د قيامت منکرانو ځينې پوښتنې او نيوکې کولې چې قرآن د دې سره سره چې د هغوي ځواب يې ورکړے د قيامت په شتون باندې يې ځينې دليلونه هم راوړي دي چې دلته ترې ځينو ته اشاره کوو.

الف-کله کله يې د خدای په مطلق قدرت تکيه کړې ده او فرمايی: إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (هود/4) ستاسو ټولو بيا ورتلل د هغه په لور دي او هغه په هر څه قدرت لري.

کله کله دا بيانوي چې کوم خدای چې په لومړي ځل د انسان د پيدا کولو توان لري هغه يې له بيا پيدا کولو هم عاجز نه دے لکه د قيامت په منکرانو نيوکه کوي او فرمايی: فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا هغوي وايي؛ مونږ به څوک دوباره ژوندي کړي؟ بيا ورته داسې ځواب ورکوي: قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ (اسراۀ/51) ووايه؛ هغه څوک چې تاسو يې په لومړي ځل پيداکړئ .

ب- په ځينو ځايونو کښې يې د انسان بيا ژوندی کول په سپرلي کښې له ژمي خوبه وروسته د ځمکې د بيا ژوندی کولو په څير ګڼلي دي لکه چې فرمايې؛ کله چې مو په مړه ځمکه اوبه راوليږلې، نو په خوځيدو شوه او واښه ترې راوټوکيدل او ښائسته زرغونه يې وکړه. دغه بيا بيا واقع کيدونکي طبيعي حقيقت ته له اشارې وروسته د قيامت خبره کوي او فرمايي: وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى (حج /5-6)

ج- د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ويل به يې: کله چې انسان مړ شي او د هغه بدن خوړين شي او ورژيږي او د هغې ټوټې په خاورو کښې خورې شي نو دا خورې شوې ټوټې به بيا څرنګه پيژندل کيږي او د تير بدن غوندې بدن به ترې جوړ شي؟

قران د خدای په لوي علم تکيه کوي او داسې فرمايي: بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ (يس/81) هو! خدای دا قدرت لري ځکه چې خبردار پيدا کوونکے دے. په يو بل ځای کښې دغه پراخ علم داسې بيانوي: قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ (ق/4) مونږ له هغه خبر يو چې ځمکه يې کموي او له مونږ سره داسې کتاب دے چې هر څه پکښې محفوظ دي.

د- کله کله ځينی خلک دا فکر کوي چې انسان يوازي له مادی غړو جوړ شوے دے چې له مرګه وروسته رژيږی او خاورې کيږي نو دې ته په پام سره څرنګ دا ويلے شو چې کوم کس چې په قيامت کښې بيا ژوندے کيږي هغه همدا انسان دے بل نه دے؟

او په نورو ټکو، د دغې بدن د وحدت او يو والي حفاظت کوونکے څوک دے؟ قرآن له کافرانو داسې نقلوي هغوي وايي: أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ (سجده/10) کله چې مونږ په ځمکه کښې ورک شو او مونږ له پيژندلو ووتو نو بيا به څنګه يو نوے پيدايش او ژوند پيدا کړو؟

بيا په ځواب کښې فرمايي: قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/11) ووايه د مرګ پرښته په تاسو ګمارل شوې ده تاسو اخلي بيا به خدای ته بيرته ورګرځئ.

په دې آيت کښې د توفی ټکے د اخستلو په معنی دے. نو له دې ټکي پوهيږو چې د مرګ په وخت له بدنه پرته چې په ځمکه پاتے کيږي يو څيز هم شته چې د مرګ پرښته هغه اخلی او هغه روح دے. نو دې ته په پام سره د قرآن ځواب دا دے چې د مرګ په وخت د دغې غړو د وحدت حفاظت کوونکے روح دے چې ملک الموت اخستے دے او هغه روح د دې سبب کيږي چې دوباره راګرځيدونکے د لومړي ځل د پيدا شوي په شان شي. له دې ايته او د دې غوندې له نورو آيتونو استفاده کيږي چې کوم انسان چې به د قيامت په ورځ پاڅيږي هغه همدغه انسان دے چې کوم په دنيا کښې ؤ او جزا او سزا به هم هغه کس ته ورکړل کيږي چې د چا حق وي. قرآن په يو بل آيت کښې هم د دې وحدت ذکر کړے دے فرمايي:

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ (يس/79)

ووايه: هماغه (خدای) به يې ژوندي کوي چې په لومړي ځل يې (بې له څه) پيدا کړل او هغه په هر پيدايښت ښه پوه دے.