د فدک کیسه

دا مقاله د «فدک د ضبطولو پيښې» په اړه ده؛ د فدک د کلي په اړه د زده کړې لپاره، د فدک مقاله وګورئ.

د فدک کیسه د رسول الله(ص) له وفات وروسته د ابوبکر له خوا له فاطمې(ص) څخه د فدک د باغ نيولو ته اشاره کوي. ابوبکر د رسول الله(ص) د یوه حدیث پر بنسټ (چې ویلي شوي دي راوی یې یوازې په خپله ابوبکر دی) ادعا وکړه چې پیغمبران میراث نه پریږدي؛ خو فاطمې ځواب ورکړ چې پېغمبراکرم(ص) هغې ته له وفاته مخکې فدک ورکړى و او د دې خبرې د شاهدت يې امام علي او ام ايمن شاهدان راوړل. د شيعه علماوو او ځينو سني علماوو په اند دا بخښنه هغه وخت وه چې د اسراء د سورت ۲۶ آيت نازل شو او رسول الله(ص) ته يې د ذوالقربي د حق د ورکولو امر وکړ.

په یوه روایت کې راغلي چې ابوبکر په یوه سند کې د فاطمې ملکیت تایید کړ. خو عمر هغه کاغذ له فاطمې څخه واخېست او هغه یې وشلاوه. په بل روايت کې راغلي چې ابوبکر د فاطمې(س) شاهدان ونه منل. کله چې د پېغمبراکرم(ص) لور د هغې او د هغې د خاوند حضرت امام علي(ع) انصاف غوښتنه بې نتيجې وموندله نو جومات ته لاړه او خطبه يې ورکړه. په دې خطبه کې، چې د فدکيه په خطبې مشهوره ده، د خلافت د غصب يادونه وکړه او د ابوبکر دا وينا چې پیغمبران ارث نه پریږدي، يې د قرآن د اياتونو خلاف وګڼله او هغه یې د قيامت په ورځ د خداى قضاوت ته پريښود. له دې پېښې وروسته فاطمه(س) له ابوبکر او عمره ډېره خواشينې شوه او تر شهادته پورې له هغه دوو په غوسې پاتې شوه.

د پېغمبراکرم(ص) له وفات وروسته د فدک کلي چې د خيبر په جګړه کې د يهودانو له موافقې سره د پېغمبراکرم(ص) ملکيت شو او هغوي فاطمې(س) ته يې ورکړى و، د بنی امیه او اعباسی خلیفه ګانو لاس ته ورغى او د هغوی په منځ کې يو له بل څخه لاس په لاس شو. البته د عمر بن عبدالعزیز اموي او مامون عباسي ځینو خلیفه ګانو د فاطمې اولادونو ته فدک یا له هغې څخه عاید ورکړ.

 

د فدک تاریخ شمېر

د شعبان ۶ هجري: فدک ته د امام علي سریه[۱]

 

صفر ۷ هجري: د خیبر فتحه [۲]

 

صفر یا ربیع الاول ۷ هجري: فدک د یهودانو له خوا رسول الله(ص) ته وسپارل شو.

 

۱۴ ذوالحجې اووم هجري: فاطمې زهرا(س) ته د فدک ورکول[۳]

 

ربیع الاول ۱۱ هجري: د ابوبکر په حکم فدک قبضه کول

 

د ۳۰ هجري په شاوخوا کې: فدک د عثمان لخوا مروان ته وسپارل شو [۴] .

 

د ۴۰ هجري وروسته: د معاویه لخوا د مردان، عمرو بن عثمان او یزید تر منځ د فدک تقسیم[۵]

 

شاوخوا سلم هجري: فدک د عمر بن عبدالعزیز له خوا د فاطمې(س) اولاد ته راستنول.

 

له ۱۰۱ هجري سپوږمیز څخه وروسته: د یزید بن عبدالملک لخوا یو ځل بیا فدک غصب شو

 

د 132 څخه تر 13۶ پورې: د عباسیانو د لومړي خلیفه سفاح لخوا بیا بیرته ستنول[۶]

 

شاوخوا 1۴0: د منصور عباسي لخوا بیا غضب[۷]

 

د 1۶0 په شاوخوا کې: د مهدي عباسي په امر بیا ستنول [8]

 

شاوخوا 170: د هادي عباسي په امر یو ځل بیا غضبول

 

۲۱۰هجري سپوږمیز کې: د مامون عباسي په امر بیا ستنول[9]

 

(232-247): د متوکل عباسي په حکم يو ځل بيا غصبول[10]

 

248سپوږمیز کال: د منتصر عباسي په امر بیا راستنول [11]

 

د فدک لنډ تاریخ

فدک خیبر ته نژدې یو زرخیز کلی و[۱۲] د حجاز په سیمه کې او له مدینې څخه ۱۶۰ کیلومیټره لرې و[۱۳] چې یهودان پکې اوسېدل او د سیمې د ستراتیژیک موقعیت له امله یې خپلې پوځي کلاګانې د هغې تر څنګ جوړې کړې وې[۱۴] له دې وروسته چې پیغمبر(ص) په ۷ هجري قمري کال کې د خیبر په جګړه کې د خیبر سیمه او د هغې کلاګانې فتحه کړې، نو د فدک په کلاګانو او ځمکو کې میشتو یهودانو پېغمبر(ص) ته خپل استازي ولېږه او تسلیمېدل یې ومنل او موافقه وشوه چې نيمې ځمکې به پېغمبر(ص) ته ورکړي.[۱۵] او هرکله چې رسول الله(ص) وغواړي هغوي به له فدکه ووځي. نو دې ته په پام فدک له جګړې پرته د اسلام د پېغمبراکرم(ص) په لاس ورغی.[1۶]

ويل شوي دي چې فدک ډيرې د کروندې ځمکې، باغونه او د خرما باغونه درلودل.[۱۷] ابن ابي الحديد (سني عالم) د فدک د خرما د ونو د ارزښت په اړه د يو شيعه عالم په حواله ليکي: «د فدک اندازه د نن ورځې د کوفې ښار د کجورو په اندازه لویه وه او پراخ باغونه یې درلودل.»[18]

 

فدک د پیغمبر(ص) ملکیت

محدثین او سیرت لیکوالان په دې متفق دي[۱۹] فدک د رسول الله(ص) له خالصو جایدادونو و؛ ځکه چې دا هيڅکله په جنګ او غلبې سره فتح نه شو.[۲۰] د سوره حشر د شپږم او اووم آيتونو له مخې[یاداشت 1] هغه مالونه چې له جنګ پرته ترلاسه کيږي فَیء بلل کيږي او رسول الله(ص) چې هر چاته مناسب وګڼي د ورکولو واک لري.[۲۱]

 

فاطمې ته د فدک ورکول

ټولو شیعه مفسرینو او د سني مُحَدّثینو یوې ډلې دا روایت کړی دی چې کله د «وَآتِ ذَا الْقُرْ‌بَیٰ حَقَّهُ: او د خپلوانو حق ورکړئ» آیت[۲۲] نازل شو نو رسول الله(ص) فاطمې ته فدک ورکړ.[۲۳] له سني عالمانو څخه، جلال الدین سیوطي په تفسیر درالمنثور کې، [24] متقي هندي په کنز العمال کتاب کې، [25] ثعلبي په تفسیر الکشف و البیان کې، حکیم حسکاني په شواهد التنزیل کې[۲۶]، قندوزي په ینابیع المودة کې[۲۷] او ډېرو نورو دا حدیث روایت کړی دی.[۲۸] عباسي خلیفه مامون هم کله چې امر وکړ چې فدک دې د فاطمې اولادونو ته وسپارل شي دا ورکول یې منلي دي. د رسول الله(ص) په زمانه کې دا ورکول یوه څرګنده او مشهوره خبره ګڼلې ده.[۲۹]

 

له امامت سره د فدک تعلق

ځينې کارپوهان په دې اند دي چې فدک د امامت نښه ده په دې دليل سره چې کله پېغمبراکرم(ص) اميرالمومنين(ع) د خپل ځاى ناستي په توګه وټاکه نو غوښتل يې چې د امامت د کور هم یوه مالي سرچينه ولري.[یادونه 2] په دې هم پوهېده چې که علي(ع) ته يې ورکړي، نو د هغې اخيستل او غصب کول به نور ډېر اسان وي، نو ځکه يې هغه حضرت زهرا(س) ته ورکړ، ځکه چې هغه د رسول الله(ص) لور ده. نو هغوي به په دې شرمیږي چې له هغې یې غصب کړي او که فدک یې واخیسته هم نو خپل حقیقت به نور هم څرګند کړي چې څنګه یې د رسول الله(ص) یادګارې لور سره ظلم وکړ او د هغه د حرم خیال یې ونه ساته.[۳۰]

په دې نظر کې د پیغمبر لخوا خپلې لور فاطمې ته د فدک ورکول یوه پالیسي وه او موخه یې دا وه چې د علي(ع) او فاطمې(س) لاسونه خالي نه وي او دا کورنۍ چې د امامت کورنۍ ده محتاجه نه وي او طبيعي خبره ده چې حضرت زهرا(س) د امامانو د مور په توګه په داسې حال کې وه چې هغې ته د فدک ورکول د امامت کور ته د فدک ورکول وو.[۳۱] دې لیدتوګې د خپلې دعوې د صحيح والي لپاره هغه صحيح حديثونه نقل کړي دي چې دلالت ورباندې کوي لکه د هارون عباسي له حضرت موسى بن جعفر(ع) څخه د فدک د حدودو د ټاکلو غوښتنه او د امام انکار کول ځکه چې هغوي پوهيدل چې که حدود یې ورته ټاکلي وې بیا هم هغه نه منله خو د حضرت هارون په اصرار سره یې د فدک لپاره د اسلامي هیواد حدونه وټاکل. هارون هم امام ته وویل، نو معلومه شوه چې ته خلافت غواړې.[۳۲]

 

د فدک او اوو باغونو ضبطول

فدک د رسول الله(ص) تر وفات پورې د حضرت فاطمې(س) په لاس کې و او ځینې کسانو به په فدک کې د وکیلانو، دلالانو او مزدورانو په توګه کار کاوه.[33] د سقیفې له پیښې وروسته ابوبکر خلافت ته ورسید هغه اعلان وکړ چې فدک د چا ملکیت نه دی؛ له همدې سببه یې فدک د خلافت په قبضه کې واخیست.[۳۴] د فدک ملکیت د عمر[۳۵] او عثمان[۳۶] په زمانه کې هم د رسول الله(ص) کورنۍ ته ستون نه شو.

ويل شوي دي چې لومړي خليفه د فدک ترڅنګ اووه باغونه (الحوائط السبعة) له فاطمې څخه واخستل. ویل کیږي چې دا باغونه د مُخَیرق( مُخَیریق) په نامه د یو یهودي ملکیت وو چې اسلام یې قبول کړ او وصیت یې وکړ چې که په جګړه کې ووژل شو نو د هغه باغونه به د رسول الله(ص) ملکیت وي.[۳۷]هغه د احد په جنګ کې شهید شو. او رسول الله(ص) هم دغه اوه باغونه زهرا ته له فدک سره ورکړل.[۳۸]

 

د فاطمې(س) انصاف غوښتنه

د فدک له نيولو وروسته فاطمه(ص) ابوبکر ته لاړه او له هغه سره يې د فدک د ملکيت د بېرته ورکولو په اړه خبرې وکړې. په دې خبرو کې، چې په تاریخي او روایتي سرچینو کې له لږو توپیرونو سره روایت شوي؛ راغلي دي؛ ابوبکر د فاطمې(س) په ځواب کې وويل: له رسول الله(ص) څخه يې اورېدلي چې له ده وروسته به يې شتمني مسلمانانو ته رسي او له هغه به په ميراث کې څه نه پاتې کېږي. [یادونه 3] [39] فاطمې(س) ځواب ورکړ: «پلار مې د دې ملکیت ماته بخښلی دی.» ابوبکر له حضرت فاطمې(ص) څخه شاهد وغوښت د دې لپاره چې ثابته کړي چې رسول الله(ص) فدک هغې ته ورکړی دی. د ځينو سرچینو له مخې، حضرت علي(ع) او ام ايمن شهادت ورکړ.[۴۰] او د نورو په وينا ام ايمن او د رسول الله(ص) له مریانو څخه يو کس[۴۱] او د نورو په وينا امام علي(ع)، ام ايمن. او حسنینو شهادت ورکړ.[۴۲] ابوبکر ومنله او یو کاغذ یې ولیکه ترڅو فدک ته څوک لاس ورنه وړي. کله چې فاطمه(س) له مجلسه راووتله، عمر بن الخطاب هغه وليده، ليکنه يې ترې واخستله او ویې شلوله.[۴۳] د ځینو (اهل سنتو) سرچینو له مخې، ابوبکر د فاطمې شاهدان ونه منل او د شهادت لپاره یې دوه سړي وغوښتل چې ګواهي ورکړي.[۴۴] سني عالم ابن ابي الحديد وايي: ما د بغداد د غربي مکتب له استاد ابن فارقي څخه وپوښتل چې آيا فاطمې رښتيا ویل؟ ابن فرقي وویل هو. ما وپوښتل چې ابوبکر بیا ولې فدک ورته ورنه کړ؟ هغه وویل: (که څه هم هغه ټوقي نه و، په نرمۍ او مهربانۍ سره یې وویل) که دا کار یې کړی وی، سبا به یې د خپل میړه لپاره د خلافت دعوا کوله، او ابوبکر به د هغې له خبرو انکار نشو کولی. ځکه د فدک په هلکه یې د هغې خبره له شاهد پرته منلې وه.» ابن ابي الحديد بيا ليکي: «که څه هم ابن فارقي دا خبره په ټوقو کړې ده، خو د هغه خبره سمه ده».[۴۵]

 

که څه هم تاریخي سرچینې د محسن سقط د زهرا(س) پر کور له برید سره تړلی ګڼي، خو شیخ مفید ته منسوب کتاب الاختصاص د امام صادق(ع) د یوه روایت پر بنسټ په دا پېښه د فدک د غصبولو په ضد د اعتراض په پيښې کې ذکر کړې ده. او لیکلي یې دي د فدک په پيښه کې له دې ورسته چې عمر له فاطمې(ص) ليکل وغوښتل، فاطمې(س) هغه ورنه کړل او عمر هغې ته لته ورکړه، په داسې حال کې چې د فاطمې(س) په خیټه محسن و او هغه په دې لتې سره محسن سقط کړ. بیا یې فاطمې ته په مخ سپیړه ورکړه. امام صادق(ع) د دې روايت په ادامه کښې فرمايي: داسې ښکاري چې زه یې اوس وینم چې په دې سپیړې سره د غوږ والې ماتې شوې او له غوږه يې ولوېدې او خپرې شوې او له هغه وروسته عمر لیک واخست او ویې شلوه.[۴۶]

 

د اميرالمؤمنين انصاف غوښتنه

روایت دی چې د فدک له نیولو وروسته امیرالمومنین مسجد ته راغی او د مهاجرینو او انصارو په حضور کې یې په ابوبکر اعتراض وکړ چې ولې یې فاطمه له هغه څه منع کړه چې رسول الله(ص) ورته ورکړي وو. له دې وروسته ابوبکر عادل شاهد وغوښت، امام علي(ع) داسې دلیل راوړ چې که څه شی د چا په لاس کې وي او بل څوک یې دعوا وکړي، دعوا کوونکی باید د خپل ځان لپاره ثبوت (دلیل او شاهد) راوړي، نه فاطمه چې دمخه یې فدک په لاس کې و.[۴۷]

 

امام علي(ع) بيا په ادامې کې د تطهیر آيت تلاوت کړ او له ابوبکر يې اقرار واخست چې دا آيت د امام او د هغه د کورنۍ په شان کې نازل شوى دى. بیا یې وپوښتل چې که دوه شاهدان ووایي چې فاطمې فحشا کړې ده نو ته به څه کوې؟ نو ابوبکر وویل: زه به په فاطمې باندې حد جاري کوم. اميرالمؤمنين وفرمايل: له همدې امله تا د خلکو ګواهي د خداى په ګواهۍ غوره کړه او ته به کافر يې. په دې وخت کې خلکو وژړل او خپاره شول.[۴۸] روایت شوی دی چې امام علی(ع) همدارنګ ابوبکر ته یو لیک ولیکه او د خلافت او فدک د غصبولو په هکله یې ګواښونکې خبرې ورته وکړې.[۴۹]

 

د پیغمبرانو په میراث نه پریښودلو باندې د ابوبکر دلیل

روایت دی چې ابوبکرعنه د فاطمې د انصاف غوښتنې په ځواب کې وویل: ما له رسول الله(ص) څخه اوریدلي دي: موږ (انبیاء) میراث نه پریږدو او څه چې له موږ څخه پاتې کیږي هغه صدقه ده.»[50]، د دې په مقابله حضرت زهرا(س) په فدکیه خطبه کې د قرآن ځینې آیتونو ته اشاره وکړه.[۵۱] او د ابوبکر دا خبره يې د قرآن خلاف وګڼله [۵۲]. همدارنګه شيعه علماوو د ابوبکر دا خبره د قرآن د آیتونو [۵۳] په خلاف ګڼلی، ویلي یې دي: دا حديث بې له ابوبکر د رسول الله(ص) بل یو صحابي هم نه دی روايت کړی.[۵۴] ابن ابي الحديد (سني عالم) همدارنګه وايي چې دا حدیث یوازې ابوبکر روایت کړی دی.[۵۵]

 

همدارنګ روایت دی چې کله عثمان خلافت ته ورسید، عایشه او حفصه ورته ورغلې او له هغه یې وغوښتل چې هغه څه چې د دوي پلرونو (لومړي او دویم خلیفه) به دوي ته ورکول، بیا ځلی دوي ته ورکړي. خو عثمان ورته وویل: په خدای قسم زه به تاسو ته داسې څه در نه کړم… آیا تاسو دواړه هغه کسانې نه وئ چې د خپل پلار په وړاندې مو ګواهي ورکړه… پیغمبران میراث نه پریږدي. یوه ورځ مو داسې ګواهي ورکړه او یوه ورځ د رسول الله(ص) د میراث غوښتنه کوئ؟[۵۶]

 

فدکيه خطبه

وروسته له دې چې له ابوبکره د فاطمې انصاف غوښتنه ناکامه شوه، فاطمه مسجد نبوي ته لاړه او هلته یې د اصحابو په غونډه کې یوه خطبه ولوستله چې خبره روښانه کړي فدک بیرته ترلاسه کړي. په دې وینا کې چې فدکیه خطبې په نامه مشهوره ده[۵۷]، فاطمې(س) د خلافت د غصب خبرې وکړې[۵۸] او د ابوبکر دا خبره یې رد کړې چې د کوم قانون له مخې یې هغه د پلار له میراثه محرومه کړې ده؟! آیا د قرآن په کوم آیت کې دا خبره شوې ده؟! او بیا یې د قیامت په ورځ د خدای دربار ته وسپاره او له صحابه کرامو یې پوښتنه وکړه چې ولې د دې ظلمونو په وړاندې چوپه خوله دي؟ فاطمې(ص) په ښکاره وویل چې دوي (ابوبکر او د هغه ملګرو) چې څه کړي دي دا د قسم ماتول دي (نکثوا ایمانهم) او د خطبې په پای کې یې د دوي د کار شرم ابدي او په پایله یې ورته دوزخ وبلله.[۵۹]

 

د فاطمې د ژوند تر پایې ناراضي شونه

پر شيعه سرچينو سربېره،[۶۰] د اهل سنتو سرچينو هم روايت کړي دي چې حضرت زهرا(ص) د فدک له پېښې وروسته له ابوبکر او عمر سره ډېره خواشينې شوه او تر شهادته له هغوي په غصې پاتې شوه: «د رسول الله لور فاطمه په غوسه شوه او له ابوبکره يې مخ واړوه او د ژوند تر اخره پورې همداسې پاتې شوه.»[۶۱] له اهل سنتو نور روایتونه هم په همدې منځپانګې  سره روایت شوي دي.[۶2] دا هم روایت دی چې ابوبکر او عمر پریکړه وکړه چې د فاطمې(س) د راضي کولو لپاره هغې سره لیدنه وکړي. خو فاطمې ونه منله. هغوي بیا د امام علی(ع) په منځګړیتوب په وسیله له فاطمې سره وکتل. په دې لیدنه کې حضرت زهرا(س) د رسول الله(ص) دا حدیث ذکر کړ: «د فاطمې رضا زما رضا ده او د فاطمې غوسه زما غوسه ده، نو چا چې زما له لور فاطمې سره مینه وکړه هغه زما سره مینه وکړه، او چا چې فاطمه خوشحاله کړه هغه زه خوشحال کړم، او چا چې فاطمه غوسه کړه هغه زه غوسه کړی یم.» [یادونه 4] په پای کې فاطمه(س) له هغوي راضي نه شوه. [۶۳]

 

د امیرالمومنین د خلافت دوره او د هغه امام دریځ

فدک د امیرالمومنین(ع) د خلافت پر مهال هم د مخالفینو په لاس کې و. که څه هم امام د تېرو خليفه ګانو دغه کړنه غصب ګڼله، خو د هغوي په هکله قضاوت يې خداى ته پرېښود.[۶۴] په دې اړه چې امام علي(ع) ولې د فدک د بېرته نيولو هڅه ونه کړه، په حدیثي سرچینو کې روایتونه راغلي دي؛ له هغو ځینې یو دا دی چې امام علي(ع) په یوه خطبه کې وویل چې که ما حکم کړی وې چې فدک دې د زهرا(س) وارثانو ته بیرته ستون شي، [یادونه 5] قسم په خدای چې خلک به زما له شاوخوا خپریدل.[۶5] همدارنګه د امام صادق(ع) په يو حديث کښې راغلي دي: امام علي(ع) په دې کار کښې د پيغمبر(ص) پيروي وکړه. د مکې د فتحې په ورځ رسول الله (ص) هغه کور چې په ظلم سره له هغه اخیستی شوی و، بیرته وانه خیست.[۶۶]

 

عثمان بن حنيف ته د امام علي(ع) په یو ليک کې د فدک او د هغې په اړه د قضاوت په هکله راغلي دي: تر دې اسمان لاندې يوازې فدک زموږ په لاس کې و. ځینې ​​خلک په دې کې بخل وکړ او ځینې خلکو  په سخاوت سره د هغې سترګې پټې کړې. تر ټولو ښه قضاوت کوونکی خدای دی او زه په فدک او نورو څیزونو څه کوم پداسې حال کې چې سبا د هر انسان ځای ګور دی.[۶۷]

 

د تاریخ په یوه برخه کې د فاطمې اولادونو ته د فدک بیرته راستنول

فدک د اموي او عباسي په دورو کې هم د خليفه ګانو په لاس کې و او يوازې په ځينو دورو کې د يو څه مودې لپاره د فاطمې اولادونو ته بېرته ورستون شوی دی: ۱. د عمر بن عبدالعزیز د خلافت پر مهال،[۶۸] ۲. د ابوالعباس سفاح په دور کې، ۳. د مهدي عباسي په دور کې [یادداشت 6]، [۶9] 4. د مامون د خلافت په دوران کې.[۷۰]

له مامون څخه وروسته متوکل عباسي امر صادر کړ چې فدک دې د مامون له حکمه وړاندې حالت ته ستون کړې شي.[۷1] ډېرو تاریخي کتابونو له متوکل وروسته د فدک کیسه نه ده ذکر کړی.[۷۲]

 

د ځینو شیعه علماوو تحلیل

سیدجعفر شهیدي په دې باور دی چې د فدک له غوښتنې څخه د زهرا(س) موخه یواځې د خرما د څو ونو او یو څه غنمو ترلاسه کول نه وو، بلکې هغه د رسول الله(ص) د سنتو د ژوندي ساتلو او د عدالت په جاری کیدو پسې وه او دې ته اندیښمنه وه چې د جاهلیت ارزښتونه او د قبیلو برتري اسلام ته بیرته راستانه نه شي.[۷۳] سید محمد باقر صدر په دې باور دی چې د فدک غوښتنه کومه شخصي موضوع یا مادي شخړه نه وه، بلکې د وخت د واکمنۍ پر وړاندې د مخالفت یو ډول اعلان او د حاکمیت د بنسټونو یعنی د سقیفې نامشروع ګڼل وو چې دغه بنسټونه د ابوبکر، عمر او ابوعبیده په څیر کسانو ایښي وو.[۷۴] هغه د فدک غوښتنه د حاکمیت پر وړاندې د حضرت زهرا د غورځنګ پیل ټکی ګڼي او همدارنګ دا غوښتنه د هغې له امامت او ولایت څخه د دفاع یو پړاو ګڼي.[۷۵]