مونږ ولي دين ته احتياج لرو؟

مونږ ولي دين ته احتياج لرو؟

 

متعال خداي په قرآن کريم کې فرماي چې(فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا)(1).
يعني د خالص دين خواته راشه هغه دين چې خداي بشر ئې پر هغه خلق کړ.
دين په اصطلاح کې عبارت دی د معارف، قوانين او دستوراتو د مجموعې څخه چې پاک خداي د پيغمبر(ص) په واسطه د ټولني د لارښود او خوشبختي لپاره په شرعي ډول بيان کړيدي، دا قوانين په دری برخې دي.
1 – عقيدې
2 – اخلاق
3 – عملي تکليفونه او وظيفي
په دي مقدمه کې د ويلو موضوع د اعتقادو برخه ده د مخه تردې چې ددی برخی په بيان شروع و کړو د دين او د هغه د ګټو په باره کی اشاره کوو.

د دين ضرورت

انسان په دي دنيا کي بې هدفه ندی پيدا شوی او پاک خداي د باطلو او بې ګټو کارو څخه پاک دي او د قرآن کريم د آياتو او روايتو څخه ګټه اخيستل کيږی چې د انسان پيدايښت د کمالاتو او روحي پاکوالي او پوهی د حاصلولو د پاره  لوړو مقاموته وررسيدل او دي لوړو او ښو اهدافوته بيله صحيح برنامی او پاخه قوانينو پکار دي او دی قيمتې مقاموته رسيدل قانوني لارې غواړي چې د هغه د ټولنيز او فردي حقوقو ساتنه وکړې، آزادي او آرامتيا ئې  پوره کړي، د بشپړتوب او د پوهې او برکت لار ورته وښي او معلومه ده چې داسې برنامي د انسان په ناقص فکر او لږ عقل نه جوړيږي.

پدي خاطر چې انسان خپل ډول ډول غوښتني د خپل خداي په توګه نه پيږنې او هغه لاری چې مقصد ته ئې رسوې نه پوهيږې هغه نيک مرغي چې په دنيا او آخرت کي ئي نصيب کيږي ندی خبر بلکه خپل خوښۍ او نيک مرغي د دنيا په مادې ګټوکې بولي او د خپل معنوي احتياجاتو څخه ناخبره دې او خپل او د خپلوانو د ژوندانه چاری دنورو د ژوندانه پر چارو باندې لوړ بولي اوپه هر کار لاس وهي.
لنډه داچې د انسان نيک مرغي په دنيا او آخرت کې د هغه د روغی عقيدې او د اسلام په قوانينو او دستوراتو سره عمل کول دي لهذا ټولنه و دين ته ضرورت لري.

د دين ګټه

د دين ګټې په دوه ډوله دي.
1 – شخصې ګټې د انسان لپاره .
2 – ټولنيز ګټي د انسان لپاره .
د دين شخصي ګټې د انسان لپاره ډيرې دي چې روښانه او معلوم داره ئي درې دي.
1 – د زړه آرامتيا، 2 – د روح قوت، 3 – د انسان ساتنه.

1 – د زړه آرامتيا

خداي «جل جلاله» په قرآن کريم کې فرمايلې دي چې  (الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ).(2)

يعنې هغه کسان چې ايمان ئې راوړی دی د هغوي زړونه د خداي په ياد سره آرامتيا پيدا کوي، او د خداي په يادولو سره زړونه آراميږې. د دين يوه مهمه ګټه د هر انسان  لپاره دا ده چې خداي وپيژني او په خداي عقيده ولري هغه خداي چې ثابت دی او تغيير نه کوي او راوستونکې د ټولو ژونديو او ورکونکې د ټولو نعمتونودی او ټول عزت، خيرونه، ژوند او عمر د هغه په قدرت کې دی. نو پدې وسيله انسان آرام، خوشحاله، راضي او با صبر کيږي. هر څوک چې خداي «ج» لري هر شې لري. او هغه څوک چې الله نلري هيڅ نلري. لکه چې رحمن بابا هم په يو شعر کې داسې وايي:

چې الله در سره مـل نۀ وي رحمــانه   ——————  که لښکری درسره وې يک تنها ېې

هغه څوک چې خداي پاک ووپيژنې د نيستۍ او حوادثو څخه ويره نلري او د مخ ته راتلونکي حوادثو څخه پريشان نه وي.

2 – د روح قوت

دين انسان په قوي ارادې، بخشش کوونکې او په نفساني غوښتنو غالب ګرځوي. خداي «جل جلاله» د حضرت امام علی «عليه السلام» د خاندان په باره کې فرمايلي دي چې  (يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوماً كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيراً * وَيُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَاَسِيراً * اِنِّمَا نُطْعِمُكُم لِوَجْهِ اللهِ لاَ نُريدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً)(3) .
يعنې چې هغوې په خپل نذر وفا کوې او د هغه ورځي چې سختي ئې پاښانه وي بيريږي او خپله ډوډۍ د دوستۍ په خاطر و بی وزله،  يتيم او اسيرته ورکوې مونږ تاسوته د خداي د پاره طعام درکوو نه ستاسو څخه انعام غواړو او نه تشکرته انتظار لرو.
دا ډول صفتونه په هغه روح کی پيدا کيږې چې قوې او عقيده مند په الهې قدرت وي. ضعيف او کم زورۍ  روح هيڅ کله درلودنکې ددې ډول عالې صفاتو نه کيږې قوې روح مربوط په خداي «جل جلاله» دی چې وائې که فرضاٌ نمر په راسته لاس او سپوږمۍ په چپه لاس می پريږ دی د خپل مقصد او هدفه څخه لاس نه اخلم.

3 – د انسان حفاظت او ساتنه

دريمه ګټه د دين د انسان ساتنه او کنترول د خراپونکې او نابودکونکې غريزو (حيوانې افکارو) څخه دي. دين انسان نه  مؤمن او عقيده مند په خلقت ( پيدايښت) او آخرت ،د هر ډول بد اخلاقۍ، نيستۍ، د نورو په حقوقو لاس اچول، ظلم او بې عدالتې څخه مخ نيوې او ساتنه کوې. حضرت  امام علی عليه السلام فرمائې چی  «وَ اللّهِ لاََنْ أَبِيتَ عَلَى حَسَكِ السَّعْدَانِ مُسَهَّداً أَوْ أُجَرَّ فِي الاَْغْلاَلِ مُصَفَّداً أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أَلْقَى اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى وَ رَسُولَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ظَالِماً لِبَعْضِ الْعِبَادِ وَ غَاصِباً لِشَيء مِنَ الْحُطَامِ  … وَ اللَّهِ لَوْ أُعْطِيتُ الاَْقَالِيمَ السَّبْعَةَ بِمَا تَحْتَ أَفْلاَكِهَا عَلَى أَنْ أَعْصِيَ اللَّهَ فِي نَمْلَة أَسْلُبُهَا جُلْبَ شَعِيرَة مَا فَعَلْتُهُ» (4)

يعني قسم په خداي که شپه د سعدان په زوزانو ويښ سرته ورسوم او په زنځيرو تړلی او کش سم و ماته بهتره دی تردي چې خداي «جل جلاله» او رسول «صلی الله عليه و آله وسلم» د قيامت په ورځ په داسي حال ملاقات وکړم چې د بعضو بندګانو سره ظلم او بي عدالتي او د دنيا مالونه مې په ظلم خپل کړې وې. په خداي «جل جلاله» قسم که اوه ګونی سيمی دزمکه  او هغه چې د آسمانو لاندي دي ماته راکړې چې د خداي نافرمانې وکړه فقط دومره چې  د ميږی د خولي نه  وربشي پوستکۍ په ظلم سره راواخلم قسم په خداي  هيڅ کله به ونکړم.

پس دين، انسان  خداي پاک  ته متوجه کوې او په نتيجه زړه آرام او روح ېې قوې ګرځوې اوهغه دنامناسبواوبدوکاروڅخه منع کوې..

انسان که ودين ته صحيح متوجه شي او هغه ډول چې لياقت لري د دين څخه ګټه وکړي، هغه نيک مرغی چې غوښتنې ېې کوي د دين په برکت په لاس راوړي پدې خاطر چې دين هم معنوي او هم مادي ګټې لري دين و انسان ته شخصيتي اطمينان او د روح قوت او آرامتيا او د زړه تازه توب ورکوي. ژوند ېې خوښ، نوم ېې نيک او آخرت ېې په خير کيږي.
خداي «جل جلاله» فرمايلي دي چې (مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَر أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَاكَانُوا يَعْمَلُونَ)(5) .
يعني چې هرڅوک نارينه يا ښځه، ايمان داره وي او نيک کار وکړي هغه ته پاک ژوند ورکوؤ او همداسي کسانو ته بهتره ترهغه چې کړي ېې دي انعام بخښو.

د دين ټولنيز ګټې  

خلق چې يو ځاې سره ژوند کوي او په ګټه او تاوان، عزت او خوارۍ، مرګ او ژوند سره شريک دي او فکر او احساسات ېې سره يو شکل دي ټولنه جوړاوي.
ټولنه د انسان په شکل دی او د يو انسان حکم لري او بايد دری اساسي اصله په ټولنه کې وي ترڅو چې ټولنه روغ، قوی، تازه او د پاته کيدو وړ وګرځې او د ژوند څخه تر ډيره حده پورې ګټه يوسي.
1 – دوستی او يووالې او يو زړه توب د خلقو او جماعتو په منځ کې.
2 – د خلقوځان ساتنه د بدو کارو او عذاب نسبت ويو او بل ته.
3 – مرسته کول او يو غږ شول پر خير او حق.
دين او عقيده په پيدايښت او آخرت په ښه ډول ياد شوي درې پائې په ټولنه کې عملي کوي.
د دين مهمه او لومړنې ګټه د ټولنې د پاره جوړول د معنوي يو والې او ورور والي د ټولنې د کسانو په منځ کې دې. او هم ګټوره وسيله د محبت ورکول يو او بل زړوته دې.

خداي پاک په قرآن کريم کې فرمايلي دي چې  (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْل اللهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً)(6) .
يعني چې ټول د خداي پاک په رسۍ لاس واچوئ او متفرق نشئ او د خداي نعمت په خپل ځان په ياد راوړئ چې ستاسو يو د بل سره دښمن ووئ  اوخداي (جل جلاله) ستاسوپه  زړونو کې مينه واچوله او د خداي په نعمت سره وروڼه شو.
د دين دويمه ګټه د ټولنې لپاره دا ده چې دين د خلقو آزار او جنايتونه د يو او بله څخه نيسي يا ېې کموي.
د جنايت او بد اخلاقي نيت چې د شخصي او د ټولنې د بدبختۍ سبب کيږي د منځه وړي. دين د شيطان  لاس او پښې چې د انسان په دننه کې پټ دي او کوشش کوي چې فتنې جوړې کړي زنځير تړي او د هغه مخ نيسي، دين د بې نظمي، ظلم او د بدو کارو کول  يو تر بل سره، مخ نيوې کوي، دين نژدې والې د خپلوانو په منځ کې ټينګار او په هغه حکم کوي. لوې خداي (جل جلاله) فرماي چې: ( إِنَّ اللهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِى الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْىِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)(7) .
يعني چې خداي (جل جلاله) په عدالت، نيکو کارو او مينه په خپلوانو حکم کوي او د بد او ناخوښ کار او ظلم منع کوي، خداي (جل جلاله) تاسوته نصيحت کوي، لپاره د دې چې تاسوېې قبول کړۍ.
د دين دريمه ګټه د ټولنې د پاره دا ده چې خلق په مرسته سره په ښوکار و مجبوره وي او دوئ د بديو او ګناهونو څخه ساتي، دوئ د کينې او دښمنۍ يو تر بله سره منع کوي او د دوزخ جوړولوله  ټولنې او د خپل په شان کسانوسره منع کوي او دوي دسختو عذابو څخه ليرې کوي.
خداي (جل جلاله) په قرآن کريم کې فرمايلي دي چې  (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الاِْثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)(8)
“يعني چې  يو او بل په نيکۍ او پرهيزکارۍ سره مرسته وکړئ او په ګناه او دښمنۍ مرسته ونۀ کړئ او د خداي څخه وويريږئ چې د خداي عذاب ډير سخت دي.
لنډه دا چې دين په خپل قانونو او انسان جوړونکي برنامو سره يوه ټولنه جوړوي چې د هغې ټولني روح ټول خير دی او پدې ډول قوي، تازه او سر لوړې برنامي د هغې ټولنې خلق د رلودنکي د نيک مرغۍ د دنيا او آخرت به وي ان شاءالله.
اوس چې مونږ ته  د دين معنې، ضرورت او ګټې ېې معلومې شوی راګرځوچې په اصلي بيان. وويل شوچې دين درې برخې لري اوزمونږ د بحث  موضوع د اعتقادو برخه دې او د مخه تر داخليدو پدې بحث کې پدې مطلب توجه وکړو چې.

د دين اساس (اصول)

پکار دې چې د دين په اساسو باندې يقين ولرو.هم هغه ډول چې د توضيح المسائل  د رسال په اوله مسأله کې راغلې ده،چې مسلمان ته پکاردي چې د دين په اساسو (اصول) يقين ولري، يعنې د دين د پيژندنې د پاره قطعی او ټينګي عقيدې لازم دې. او د نورو په خبرو قناعت نه شي کولۍ او د عقل  په حکم او د شريفو آياتو او معتبرو رواياتو،باندې د ايمان حاصلول او د دين په اساسو عقيده او يقين لرل په هرمسلمان فرض دې.
او پدې امر کې سستي ګناه او هميشه (تر ابده) د عذاب سبب جوړيږي، بې ويلو پاته نشي هغه چې ضروري دې يقين او قطعي عقيدې دي،  په وجه   ډير هغه خلق چې دخپل د دين اصول د تعليم او د عالمانو د فرمايشاتو او د مور او پلار د ويلو څخه زده کړيدي او په خاطر د پوره پيژندل او باور د هغو په فرمايشاتو او د بدۍ او درواغ نشته والې په دوئ، يقين پيدا کړيدې، کافي دې که څه هم دليل ونه لري اود بد ګمانيو ځواب ورنکړي.

خو د دين اصول تقليدي ندي

دا چې عالمانو او لويو مراجعو فرمايلي دي چې  تقليد د عملي فرعي احکامو په باره کې دې، او په اصول دين کی تقليد نشي کولې . د ځينوپه نظر د تقليد په باره کې داسې دې چې د مجتهد په حکم عمل کول دي (او د ځينو په نظر د بل د ويلو قبوليدل دي په پټه سترګه او بي له دليله) که څه هم يقين په رښتيا حاصل نشي، اوس داچې آياتونه  او معتبر روايتونه  دليل لري په دې چې د دين په اساس کې ايمان، پيژندنه او معتبر يقين لازم دې او ايمان په معنې د اطمينان او د زړه آرامتيا او وجداني عقيده دې. او دغه معنې په تقليد نه حاصليږي.
په بل عبارت، هغه چې انسان د دنيا او آخرت و نيک مرغۍ ته رسوي او هغه د نابودۍ او عذاب څخه ساتي د زړه عقيدې او قطعي ايمان دې، هغه چې انسان د دين د ګټو څخه (چې  مخکې بحث ېې شوي دې) فايده مند کوي يوازې وجداني عقيدې، يقين او اطمينان دې او دغه حالت  او دغه معنې د تقليد د عمله څخه جلا دي او د بل په ويلو نه حاصليږي، لهذا تقليد چې د مجتهد په حکم عمل کول او يا په پټه سترګه د بل په خبرو عمل کول دي دلته ځاي نلري.
پکار دې چې داسې وويل شي چې ايمان او د علم حاصلول او يقين د دين په اصول د نفساني کمالاتو څخه دي، پيژندنه او اعتقاد په خداي (جل جلاله) او د خداي د حجتو پيژندل او د برکت واسطې او لوي دستور، علم او يقين حاصلول په آخرت او ګرځيدل الله ته د انساني کمالاتو او د بې ادبه ناپوهي د وتلو سبب د نفس څخه دې او په حکم د عقل د دې ښوکارو حاصلول ضروري دي.

يوازې په خداي پاک عقيده

(أَفِى اللهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضِ)(9) .
يعني آيا په خداي (جل جلاله) شک شته چې خالق د آسمانو او زمکې دې؟
علم او قبول په هستي د خداي معلوم داره دې او کفار هم په هغه اقرار لري لکه چې خداي  پاک فرمايلي دي چې
(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ)(10) .
يعني چې او هر جماعت که د هغو څخه سوال وکي، څوک دې چې آسمان او زمکه ېې خلق کړيدې او لمر او سپوږمۍ ېې مسخر (تر لاسه)کړيدې ؟ واي چې خداي (جل جلاله) نو ووايه چرته په دروغ ترټل کيږي؟
لهذا حضرت رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) چې مبعوث شوخلق ېې په توحيد پرستۍ دعوت کړ نه په اقرار د خداي په هستي، علت د دې تصديق او اعتراف، اساس د دې درک او غريزې، هغه جنسيت او د پوهې قدرت دې چې خداي  پاک د هر انسان په وجود کې ځاي ورکړی دی (فِطْرَةَ اللهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا)(11) .
هو خداي پاک دغه حقيقت ېې په آرامتيا او رمزې ډول د زړه په دننه کې ځاې ورکړې دې پس ځکه انسان د خپل د پيدايښت او خاوند په باره کی احساس کوي چې خپل په اجازه کې ندې بلکه يو قدرت سره تاړلې دې  هغه قدرت دې چې د هغۀ ساتنه کوي او هغه ته مرسته رسوي او د هغه په کارونو او خيالاتو باندې پام لری، هغه قدرت چې په ټول نړۍ باندې حکم کوونکي دې او ټول مخلوقات په هغه سره ولاړدي.
هرپوهـ انسان احساس او عقيده لري چې ټوله نړۍ د نظم او قانون پيروي کوي او هغه د دې نظم او قانون د شعاعو په وجه د نړۍ د ټولو ذرو څخه ګټه اخلي د هوا څخه سا اوباسی، اوبه څيښي، د شنو څخه خوري، د لمر د نوره څخه کتل کوي او پوهيږي چې ټوله نړۍ په يوه قوت او د يو قدرته  څخه ريشه نيولې ده. او تر يو قانون لاندې جاري دې. او د دغه حالت، پوهي او احساس په خاطر دې چې د ضرورت او احتياج په وخت کې د هغه و حضورته دعا کوي د سختۍ په وخت کې د هغه څخه مرسته غواړي، د نعمتو په وخت کې په هغه اميدواره کيږي او معلومه دې چې دغه احساس په کمزورتيا او يا په ناپوهي اړه نه لري، ځکه چې انسان د هرجماعته څخه وي، هر کله خپل ځان د ټولو علمي فکرو، عقيدو او رسوماتو څخه لوڅ کړي، او خپل ځان انسان وبولې چې دغه ساعت زيږيدل شويدې هيڅ څوک ېې ندې ليدلي او هيڅ خبره يي ندي اوريدلي هغه وخت خپل ځان ته او نړي ته وګوري څه به وويني ځان به داسي مخلوق وويني چې درلودونکي د سترګه ، غوږ ، پوهـ او هوښياري چې د ناپايه نړي په يوه ګوشه کې پيدا شوې دې او هر طرف ته چې ګوري د نړیۍ آخر نشي ليدلي، نړۍ ډير لوي او ځان ډير ورکوټې  وويني تر خپلو پښو لاندې زمکه او خپل په سر باندې فضاء ډک د عجايبو پيدا کوي. په نړۍ کې راتلل او کول او ګرځيدل او حرکت ګوري، ويني چې لمر او سپوږمۍ طلوع او غروب کوي شپه او ورځ په ډير نظم سره يو په بل پسې ځي او را ځي، مياشتې او فصلونه په نوبت او په نظم او حساب سره په ګرځيدو دي، شپه مهال لوړ فضاوی د روشنو ستورو څخه ډک او ښکلي کيږي،د زمکې په مخ شني او ؤنې ويني چې تخم د هغو په اول سرکې داسي ورکوټې دې چې د ګؤتو په منځ کې ېې ورک کيږي پس له څو وخته، يو مضبوطه ونه چې اوږدې څانګې او پاڼې او رنګارنګ غوټې او ميوی، او درلودونکي د ښو بويو او خوندو دي ګوري، ځانوران ويني چې درلودنکي د ډول ډول شکلو او طبيعتو او غريزو، مخلوقات ويني چې پيدا کيږي او د منځه ځي، ژوندي کيږي او مړيږي، د ژوند حرکت د ګياؤ څخه تر انسان پورې ګوري.
او د خپل پيدايښت ويني، خپل بدن، هډوکي او رګونه د بدن، عجيبه هډوکي د سر، سترګې، غوږ، مخ، د ګوارش دستګاه، ګرځيدل  ويني، حرکت د زړه، پيدايښت د لاسو او ګؤتو، څنګه جوړيدل او يو ځاېې توب د بدن اعضاؤ، څنګه خوړل او د بدن  ضروري مادي پوره کيدل، د اولاد د زيږيدل او يپدايښت دستګاه، د عقل د طاقت  تأثير، شهوت، فکر، بيره او نور نه ليدل شوي  شئيان د خپل بدن په نظر کې نيسي او بې اختياره اقرار کوي چې لکه چې يو فاسي شاعر واي:

ای همه هستی ز تو پيدا  شده

 

خاک ضعيف از تو توانا شده

زير نشين علمت كائنات

ما به تو قائم چو تو قائم به ذات

يعنې چې ټوله وجود ستا څخه پيدا شويدې، کمزوره خاوره له ستا قوې شويده، ستا تر علم لاندې کائنات، مونږ په تاسو ولاړ او تاسو په خداي.
او په بل ځاي کې واي:

ای ز وجود تو وجود همه

پرتوى از بود تو بود همه

نيست كن و هست كن و هست و نيست

غير تو و صنع تو موجود نيست

 

يعني چې  ستاسئ د هستي څخه ټوله هستي، ستاسئ د هستي د نوره څخه ټوله شته، نابود کړي او ژوند کړي هستي او نيستي، غيرله تاسو نه جوړ شوي نه پيدا شوي.
هو پدې حال کې انسان په خپل ځان يو عزم، يو حکم، يو ژوند، يو قدرت، يو علم، يوه حقيقي پيدايښت چې د دې ټولو صفاتو در لودنکي دې او لکه چې د دنيا روح دې، په څرګنده ويني او راګرځيدلي په ټولو مخلوقاتو، پوهـ له ټولو، قوی په ټولو ګرځونکې د ټولو د هغو ويني او خپل ځان د ټولو حقيقتو سره په هغه مربوط ويني که څه هم دهغه حقيقت نشي پيدا کولۍ او د نړی په پيدايښت او د خپل د خلقت د رازه څخه هم نه شي کولۍ چې پوهـ شي ليکن دومره پوهيږي چې د نړۍ جوړونکي به وي نوم ېې خداي پاک، او پوهيږي چې د ټولو مخلوقاتو په طبيعت کې دغه احساس موجود دې او ټول په قدرت سره د هغه په هستي او حقيقت اقرار لري. او د دوي د لوي والي په مقابل کې د تسليم سر ښکته کول او هغه  ته سجده کوي. (وَ للهِِ يَسْجُدُ مَنْ فِى السَّمَوَاتِ وَ الاَْرْضِ)(12) .
يعني چې هر څوک چې په آسمانوکې او زمکه کې دي د خدای د پاره سجده کوي.
(إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لاَيَات لاُِولِى الاَْلْبَابِ)(13) .
يعني د آسمانو او زمکې په پيداپښت او د شپه او ورځ راتللو کې د عقل د خاوندانو د پاره نښانې دي.
هو د پوهې او عقل خاوند په يو نظر سره احساس کوي چې ټوله نړۍ ډک د ژوندانه، عقل، ليدل او اوريدل دې او هر يو د مخلوقاتو په خپله باطنې ژبه په دعا او زارۍ دي او د هغه په هستي اقرار لري او د هغه د پاکۍ صفت کوي.
(يُسَبِّحُ للهِِ مَا فِى السَّمَوَاتِ وَمَا فِى الاَْرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)(14) .
يعني ټوله مخلوقات چې په آسمانو او زمکه کې دي خداي (جل جلاله) په پاکي صفت کوي، هغه خداي چې خاوند د ټولو ، پاک تر ټولو، پوهـ په ټولو او قوي په ټولو دې.
او دلته دې چې انسان خپل خالق ته متوجه او د هغه پوښتنه کوي او نشي کيدي چې داسې نه وي، دلته دې چې د هغه اطاعت او بندګي کوي که څه هم سخت سره او ظلم کار وي بيا مخ و خداي ته او د هغۀ درګاته ژاړي او دعا کوي، دلته دې چې د انسانانو باطن (دننه) بايد وليدل شي او نبايد چې د دوي پر باندني خواصو حکم وشي که څه هم سرکش او بديو.
دلته دې چې د هغه د پيغام راوړونکي پسې ګرځي او غواړي چې د بندګي لار د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) د ژبې څخه زده کړي و هغه ته نژدې شي او د هغه په مقابل وظيفې اجرا کړي او د هغه سره مخالفت ونه کړي.
امام صادق (عليه السلام) فرمايش کوي چې «وَجَدْتُ عِلْمَ النّاسِ كُلِّهِمْ فِي اَربَع، اَوَّلُها اَنْ تَعْرِفَ رَبَّكَ، وَالثّانِي اَنْ تَعْرِفَ ما صَنَعَ بِك َ، وَالثّالِثُ اَنْ تَعْرِفَ ما اَرادَ مِنْك َ، وَالرّابِعُ اَنْ تَعْرِفَ ما يُخرِجُك َ مِنْ دِينِكَ»(15) .
يعني د ټولو خلقو پوهـ په څلورو جملو کې دې چې
1 – خداي پيژندل.
2 – ځان پيژندل.
3 – وظيفه پيژندل.
4 – د بدو لار و پيژندل.
او حضرت علی (عليه السلام) فرمايش کوي چې (خداي (جل جلاله) پيغمبران ېې وليږل لپاره د دې چې خلق خپل  طبيعت اوغوښتنې ته متوجه او مجبور کړي او د خداي نعمتونه د دوې په ياد راولي او د خداي پاک حجت  دوې ته  ورسوي او د خداي  پاک  اسرار چې د دوي په نفسونوکې پټ دې تحريک کيږي او د خداي (جل جلاله) نشانونه چې که په زمکه کې دي اوکه په آسمان کې دي دوي ته ښکاره کړي) (نهج البلاغه، د لومړۍ خطبې لاندې )

[1]  سوره روم / 30
[2]  سوره رعد / 28
[3]  سوره دهر 7/9
[4]   نهج البلاغه صبحى صالح، خطبه 224
[5] سوره نحل/97
[6] سوره آل عمران /103
[7].سوره نحل /90
[8] . سوره مائده /2)
[9]. سوره ابراهيم /10
[10]. سوره عنكبوت /61
[11]. سوره روم /30
[12]. سوره رعد/ 16
[13]. سوره آل عمرال /188
[14]. سوره جمعه / 1
[15]. خصال شيخ صدوق(رحمه الله) باب الأربعة حديث 87