د عقائدو کليات؛ د خدای سلبی صفتونه

د خدای سلبی صفتونه

مترجم: محمد رحیم درانی

دوه څلويښتم اصل

د خدای د صفتونو په تقسيم کښې مو دا خبره وکړه چې د خدای صفتونه په دوه ډوله دي:جلالی صفتونه او جمالی صفتونه. کوم صفتونه چې جمالی دي هغه ته ثبوتی صفتونه وايي، او کوم څه چې نقص او نيمګړتيا وي هغه ته جلالی يا سلبی صفتونه وايي.

د سلبی صفتونو له بيانولو زمونږ غرض له ټولو نقصونو او عيبونو د خدای پاکول دي له دې امله چې د خدای ذات غنی او مطلق کمال دے نو له هر هغه صفته پاک دے چې پکښې نقص او اړتیا وي، له همدې وجې اسلامی متکلمان وايي چې خدای پاک بدن نه لري، د څه شي لپاره محل نه دے او په څه کښې حلول نه کوي (ننوځي نه) ځکه چې په دې ټولو صفتونو کښې نقص او نيازمندي شته.

يو له هغې صفتونو چې نيمګړتيا حسابيږي د هغه ليدل کيدل دي د خدای د ليدلو لازمه دا ده چې په هغه کښې د ليدل کيدو لپاره ضروري شرطونه موجود وي لکه:

الف: په يو ځای او يو طرف کښې وي.

ب: په تياره کښې نه وي او رڼا ورباندې وي.

ج: د هغه او د هغه د ليدونکے تر مينځ څه فاصله وي.

دا روښانه خبره وه چې دا شرطونه د يو بدن لرونکي او مادي موجود أثار دي نه د پاک خداي.

له دې ورتير کوم خدای چې ليدے شي هغه له دوو حالتو بهر نه دے يا بايد د هغه ټول بدن وليدے شي يا ځينې بدن. که لومړے قسم وي نو د خدای محيط شونه او په يو ځای محدود شونه لازم راځي او که دويم ډول وي نو د خدای مرکب کيدل او ټوټې او اجزاء لازم راځي او دا دواړه د خدای له شان ليرې څيزونه دي.

 څه چې وويل شو په ظاهري سترګو او ظاهري حواسو د خدای د ليدلو په اړه وو او هغه ليدل چې په زړه سره او باطني شهود سره د ايمان د بشپړيدو په سبب کيږي هغه زمونږ له بحثه وتلي، د هغې په امکان کښې څه شک نشته بلکې د خدای د وليانو لپاره د هغې په واقع کيدو کښې شک نشته.

ذعلب يمانی، د اميرالمؤمنين علی(ع) له يارانو څخه و امام (ع) ته يې عرض وکړ: آيا خپل خدای دې ليدلے دے؟ امام (ع) ورته ځواب ورکړ: زه د هغه څه چې ويې نه وينم عبادت نه کوم بيا يې ترې پوښتنه وکړه: هغه څنګه وينې؟ امام (ع) وفرمايل: لا تُدْرِکْهُ العُيُونُ بِمشاهدةِ الاعيان و لکن تدرکه القلوب بِحقايقِ الايمانِ[1] ظاهري سترګې هغه نه ويني خو زړونه د حقيقی ايمان په رڼا کښې هغه ويني.

له دې ورتير چې عقل د سر په سترګو د خدای ليدل ناممکن ګڼي، قرآن هم په ډاګه د هغه ليدل منفي کړي دي.

کله چې حضرت موسی(ع) (د بنی اسرائيلو په ټينګار) له خدايه د ليدو سوال کوي نو منفی ځواب اوري، لکه چې فرمايي: رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي (اعراف/143) موسی علیه السلام وويل: اے زما خدايه! ماته ځان وښيه چې تاته وګورم، خدای وفرمايل: هيڅ کله مې نه شې ليدے.

کيدے شي دا پوښتنه وشي چې که د خدای ليدل ممکن نه وي نو قرآن ولې فرمايي چې د قيامت په ورځ به د هغه ښه بندګان هغه ته ګوري، لکه چې فرمايي: وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (قيامت/22/23) په هغه ورځ به خوشحال مخونه خپل رب ته ګوري. ځواب يې دا دے چې په دې آيت کښې له کتلو مطلب دا دے چې د خدای رحمت ته به په تمه وي ځکه چې په همدې آيت کښې دوه دليلونه په دې خبرې موجود دي:

1-   د کتلو نسبت مخونو ته ورکوي او فرمايي چې خوشحال مخونه به هغه ته ګوري او که مطلب ترې د خدای ليدل وو نو بايد داسې يې ويلې چې سترګې به هغه ته ګوري نه مخونه.

2-   په دې سورت کښې د دوو ټوليو په هکله خبرې شوي دي:

هغه ټولے چې ځليدونکے او خوشحاله مخونه لري او د هغوي انعام يې دا بيان کړے دے چې “وَ اِلی رَبّها نَاظرة” او بل ټولے هغه چې د هغوي مخونه غمجن دي او د هغوي سزا يې داسې بيان کړې ده تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ (قيامت/25)

د دويمې جملې مطلب روښانه دے او هغه دا چې دې ټولې ته به پته وي چې سخت عذاب د دوي په انتظار دے نو خامخا به د داسې عذاب په انتظار وي او دا چې وايي خدای ته به ګوري دا کنايه ده چې د خدای د رحمت په انتظار به وي د دې لپاره په عربۍ، فارسۍ، درې او په پښتو کښې ډير مثالونه شته لکه د چا انتظار چې کيږی نو داسې وايي زه فلانکي ته سترګې په لار يم.

له دې ورتير د قرآن د يو آيت په تفسير کښې بايد سړے يوازې یو آيت ونه ګوري بلکه نور د دې په شان آيتونه چې د دې مطلب په هکله راغلي وي ټول راټول کړي او له هغو ټولو نه د آيت حقيقی معنی واخلي. د ليدو په هکله هم که چرې دا ټول آيتونه او روايتونه راټول کړې شي نو د اسلام له نظره به د خدای د نه ليدو خبره روښانه شي.

له دې ځايه معلوميږي چې که حضرت موسی(ع) له خدايه د ليدو غوښتنه کوله نو هغه د بنی اسرئيلو د ټينګار په سبب وه چې ويل به يي: لکه څنګه چې د خدای أواز اورې او نقل کوې يي، همدا رنګ خدای هم ووينه او مونږ ته يې بيان کړه وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً (بقره/55) يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاء فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً (نساء/153) له همدې وجې حضرت موسی(ع) د ليدو غوښتنه وکړه او منفی ځواب يې واوريد لکه چې فرمايي: وَلَمَّا جَاء مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي (اعراف/143)کله چې حضرت موسی(ع) زمونږ ټاکلي ځای ته راغے او د هغه خدای له هغه سره خبرې وکړې، حضرت موسی(ع) وويل: پروردګاره! ما ته ځان وښايه چې تا ووينم، خدای وفرمايل: هيڅ کله به ما نه وينې.

 

خبري صفتونه

درې څلويښتم اصل

تر دې ځايه چې د خدای کوم صفتونه بيان شول د تکلم نه علاوه نور ټول داسې صفتونه وو چې د هغو په ثابتولو يا نفی کولو کښې عقل قضاوت کاوه خو ځينې صفتونه چې په قرآن او حديث کښې راغلي دي چې له نقله پرته بل څه دليل نه لري لکه:

1-   يد الله- إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ (فتح/10) څوک چې له تا سره بيعت کوي په حقيقت کښې خدای سره بيعت کوي د خدای لاس د هغوي د لاس، لپاسه دے.

2-   وجه الله- وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/115) ختيځ او لويديځ د خدای دي نو چې کوم طرف مخ کړئ نو خدای هلته دے، د خدای ذات محيط (رحمت يې) پراخ او هغه ښه پوه دے.

3- وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا (هود/37) زما په وړاندې او زما په ښوونې سره کشتۍ (بيړۍ) جوړه کړه.

4-   په عرش استواء(ودريدل)- الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى(طه/5) خدای په عرش مستقر شو(خداي باچاهي شروع کړه) او دا رنګ نور مثالونه…..

دغو صفتونو ته خبری صفتونه ځکه وايي چې دا يوازې په نقل(قرأن او حديث) کښې راغلي دي.

  دا خبره د يادونې وړ ده چې د عقل او پوهې له مخې له دې صفتونو عرفی معنی نه شو اخستے ځکه چې له دې نه بدن او تشبيه لازم راځي چې عقل او نقل يې په ناسموالی دلالت کوي. نو د دې د صحيح تفسير لپاره بايد د قرآن ټول آيتونه په نظر کښې وساتو او همدارنګ بايد پوه شو چې د عربۍ ژبه هم د نورو ژبو غوندې له کنايو ډکه ده او قرآن کريم هم د خلکو په ژبه خبرې کوي اوس درته دا صفتونه بيانوو:

الف: په لومړي آيت کښې فرمايي: څوک چې له تا سره بيعت کوي (يعنی ستا په لاس کښې لاس ږدي) بيشکه چې له خدای سره بيعت کوي (ځکه چې له راستولي سره بيعت، له راستوونکي سره بيعت دے) بيا فرمايي: د خدای لاس د هغوي په لاسونو اوچت دے يعنی د خدای قدرت (توان) د هغوي تر قدرته ډير دے، مطلب يې دا نه دے چې خدای بدن لري او زمونږ په شان دوه لاسونه چې د خدای لاس د ټولو لپاسه وي، د دې خبرې ګواه دا دے چې وايي: فَمَن نَکثَ فانّما ينکثُ علی نفسه و من اوفی بما عاهَدَ الله فسيُوتيه اجراً عظيماً، کوم کس چې بيعت مات کړ خپل نقصان يې کړے دے او څوک چې په بيعت وفادار پاتی شي نو لوي اجر به ولري.

دا رنګ خبرې کول چې عهد ماتوونکي يې کواښلي دي او وفاکوونکيو ته يې د اجر ورکولو وعده کړې ده، د دې ښوونه کوي چې د ((يد الله)) مطلب د خدای حاکميت او قدرت دے او د ((يد)) يعنی لاس معنی په ډيرو ژبو کښې له قدرته او توانه کنايه ده لکه چې فرمايي: خدای دې لاس مات مه کړه يا خدای دې زمونږ نه لاسونه لنډ کړه.

ډير مفسران لکه زمخشری په تفسير کشاف 3/335 او طبرسی په مجمع البيان 5/113 کښې فرمايي: دا جمله له دې کنايه ده چې له پيغمبر(ص) سره د هغوي بيعت کول داسې وو لکه له خدای سره بيعت کول او مطلب يې د پيغمبر(ص) د بيعت لوي ښودل دي.

ب: د ((وجه الله)) مطلب د خدای ذات دے نه دا چې هغه هم د انسان غوندې مخ ولري قرآن کله چې د يو قوم غرقيدل او تباه کيدل څرکندوي نو فرمايي: كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، بيا ورپسې فرمايي چې د خدای ذات به پاتې وي نو فرمايي: وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ (الرحمن27) د خدای ذات به چې د جلال او بزرګۍ خاوند دے پاتے وي.

له دې بيانه د تير شوي آيت معنی روښانيږي او مطلب يې دا دے چې خدای په يو خاص ځای کښې نه دے بلکه د هغه وجود په هر څه محيط دے او کوم اړخ ته چې مخ کړو هغه ته مو مخ دے بيا د دې مطلب د ثابتيدو لپاره د خدای دوه صفتونه بيانوي:

1- واسع- يعنی د خدای ذات پراخ دے او انتها او حد نه لري.

2- عليم- له هر څه خبر دے.

ج: په دريم آيت کښې خدای د حضرت نوح(ع) کيسه بيانوي چې حضرت نوح (ع) ته د خدای له خوا د کشتۍ د جوړولو حکم وشو کله چې خلکو وليدل چی نوح (ع) له دريابه په ليرې ځای کښې کشتۍ جوړوي نو په هغه پورې به يې خندا وکړه نو په دغو حالاتو کښې خدای هغه ته فرمايي کشتۍ جوړه کړه، ته زما د نظر لاندې يې او ما د دې کار تاته وحي کړې ده مطلب يې دا دے چې نوح (ع) د خدای په حکم کشتۍ جوړوله نو خامخا به ورته د خدای حمايت او مرسته حاصله وه او مسخره کوونکيو به هغه ته څه أزار او زيان نه شو رسولے.

د: عرش په عربۍ کښې د تخت په معنی دے او (استواء)) چې کله له((علی)) سره يو ځای راشي نو د استقرار (ولاړتيا) او استيلاء (د لوړاوي غوښتلو) په معنی وي، له دې امله چې پخوا به حکومت معمولا له تخته چليده چې باچا به په تخت وخاته او د حکومت کارونه به يې تر سره کول، له همدې وجې دا کنايه د دې ده چې په خلکو به يې لوړاوے پيدا کړ او د کارونو د کولو طاقت به يې پيدا کړ او لکه څنګه چې مخکښې تير شول عقلی او نقلی دليلونه د خدای لپاره په يو ځای کښې واقع کيدل منع کړي وو نو دا ټول روښانه دليلونه دي چې مونږ ته دا ښيي چې له دا رنګ عبارتونو مطلب په تخت باندې کښيناستل نه دي بلکه کنايه ده له دې چې خدای د جهان د کارونو په تدبير اخته شو ځکه چې:

1.   په ډيرو آيتونو کښې له دې وړاندې دا خبره ذکر شوې ده چې خدای ځمکه آسمانونه پيدا کړي دي او خدای د خلقت ماڼۍ بې ستنو ودرولې ده.

2.   په ډيرو آيتونو کښې له دې جملې وروسته د جهان د تدبير او ساتلو په هکله خبرې کوي.

له دې امله چې د استواء خبره د داسې دوو جملو تر مينځ راغله يعنې پيدايښت او د جهان تدبير نو په عرش باندې د استواء معنی روښانيږي او هغه دا چې قرآن دا بيانول غواړي چې د ټولو کائناتو په پيدايښت سره د دومره لويې جهان د چارو تدبير د خدای له قدرت او ساتنې ونه واته بلکه له خلقت سره بيا هم د تدبير واګي د هغه په لاس کښې دي. مونږ له دې آيتونو څخه يو آيت وړاندې کوو:

إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ (يونس/3) بې شکه ستاسو پروردګار هغه څوک دے چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو (دورو) کښې پيدا کړل بيا په عرش مستقر شو، د کارونو تدبيرول د هغه په لاس دي هيڅ يو شفاعت کوونکے د هغه له حکمه بغير شفاعت نه کوي.[2]

سرچینې

[1] – نهج البلاغه، 179 خطبه.

[2] -په دې هکله د سوره رعد 2، سوره سجده، 4 او سوره اعراف، 154 آيتونو ته مراجعه وکړئ.