خدای پاک څه خوښوي؟

خدای پاک څه خوښوي؟

 

شيخ الطايفه ابو جعفر طوسي رضوان الله تعالی عليه له حضرت امام صادقه (ع) نقلوي چې خدای پاک دوه پرښتې د يو کلي د مرګ او تباهې لپاره واستولې، کله چې دې کلي ته راورسيدې،

نو يو سړی يې وليد چې په توره شپه کښې يې د خدای درګاه ته لاس اوچت کړی دی او په عبادت او وير ژړا لګيا دی.

له هغې دوو فرښتو يوې بلې ته وويل: ښه به دا وي چې د دې سړي په هکله پوښتنه وکړو چې هغه هم له نورو سره مړ کړو؟ دويمې پرښتې وويل: زۀ خپل کار سر ته رسوم او په دې حقله هيڅ پوښتنه نه کوم. لومړۍ فرښتې له خدايه د هغې سړي په حقله وپوښتل. خدای پاک هغې پرښتې ته چې پوښتنه يې ونه کړه وحي وکړه چې هغه سړے دې هم له نورو سره مړ کړي (فقد حل به معهم سخطى ان هذا لم يتغير وجهه قط عضباً) په هغۀ باندې هم د نورو کسانو غوندې غصه يم، ځکه چې هغه هيڅ کله د خلکو د ګناهانو په ليدو غصه نه دې شوې چې مخ يې له خفګانه بدل شوې وي. او هغه فرښتې چې له خدايه يې پوښتنه کړې وه خداي پاک پر هغې غصه شو او يوې جزيرې ته يې واچولو اوس هم ژوندې ده او د خداي تر غصې لاندې ده(۱)

محمد بن يعقوب كليني رضوان الله عليه له حضرت امام باقر (ع) نقلوي چې هغوي وفرمايل: خدای پاک حضرت شعيب(ع) ته وحي وکړه زۀ به ستا له قومه سل زره کسان عذاب کړم سلويښت زره کسان له هغوي کناهګار او بدکارې دي او شپيته زره کسان به ښه کسانو څخه وي. حضرت شعيب (ع) عرض وکړ: پروردګارا! بد کسان خو د هغوي له بدعملې په سبب عذابوی، خو د دې ښه او نيکو کسانو څه ګناه ده؟ فاوحى الله عز و جل اليه داهنوا اهل المعاصى و لم يغضبو بغضبی خدای پاک حضرت شعيب (ع) ته وحي وکړه: ځکه چې هغوي له ګناهګارانو سره سره روان وو او په هغه ګناهانو باندې چې زه پرې غصه کيدم غصه نه شوم.(۲)

۱. الكنى۱،  ټوک ۳۱۵ مخ.

۲. فروغ كافى پينځم ټوک ۵۶ مخ.