د مغفرت وعده عمومي ده یا یوازې صالحو مومنانو لپاره ده؟

د مغفرت وعده عمومي ده یا یوازې صالحو مومنانو لپاره ده؟

 

بل مهم ټکی چې د هغې باید یادونه وشي دا دی چې: خدای د آیت په ادامه کې او د اصحابو د خصیتونو له شمېرنې وروسته، ځینو اصحابانو ته د مغفرت او د لوی اجر وعده ورکوي؛ نه هغو ټولو اصحابو ته چې یوازې یې پیغمبر سره د بدن شرکت لرلو:

 (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا)؛

هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او ښه کارونه یې تر سره کړي دي، خداوند د بخښنې او لوی اجر وعده ورکړی ده.

په دې جملې کې (منهم مغفرة) د «من» لفظ د علم نحو له نظره (من تبعیضیه) دی، د دې معنی په پښتو کې(ځینې) کيږي یعنی پیغمبر سره یوازې هغه کسان چې ایمان يې راوړي دی او ښه کارونه یې تر سره کړي دي، د خدای مغفرت او هغه لوی اجر یوازې هغوی ته شامل دی نه ټولو اصحابو ته.

په بل عبارت، دي آیت صحابه کرام په دوو ډلو ویشلي دي: لومړۍ ډله هغه کسان چي په ریښتیا یې ایمان راوړی دی او صالح عمل او ښو کارونو تر سره کولو سره یې دا امتیازونه تر لاسه کړو او اخری عمر پورې یې دا امتیازونه وساتلو؛ دویمه ډله هغه کسان دي چې په ظاهر یې ایمان راوړی و؛ خو له دوي چا نیک عمل نه دی لیدلی او په واقع کې دوي خپله لاره د پیغمبر له لارې جدا کړله، یوه ورځ دوي د پیغمبر ملګري وو او بله ورځ د هغه مبارک د کورنۍ دښمنان وو.

کیدی شي د مخالفینو دلیل او تفسیر دا وي چې (من) په دې آیت کې (بیانیه) دی، د دې وینا په ځواب باید وویل شي چې: (من بیانیه) هیڅکله ضمیر باندې نه راځي؛ بلکه تل په ظاهر اسم باندې راځي؛ پس په دې آیت کې (من) تبعیضیه دی نه بیانیه. لذا دا ثابت شو چې خدای تعالی له اصحابو د هغه ګروپ ستاینه وکړه چې دا امتیازونه یې لرلو او د زړه باور سره سره يې ښه عملونه هم تر سره کړي وو. او دا خبره واضحه ده چې آیت موضوع د رسول الله ټولو ملګروته نه دی شامل.