ملمنو او مستبصرینو سره اړیکې
د هدایت کیسې
Feb 16 2024
له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره
له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره، د خدای د وجود او د هغه د صفاتو په باره کښې یوه کلامي مناظره ده. دا مناظره په یوه حدیث کې راغلې ده چې امام رضا(ع) د عباسی خلیفه مامون په غوښتنه له سترو مسیحیانو، یهودو، زردشتیانو او صبائیانو سره مناظره وکړه. په دې خبرو کښې عمران د خدای په باره کښې ډیرې پوښتنې کوي او امام رضا(ع) یې ځوابوي.More
Feb 16 2024
میرشمسالدین عراقي
میرشمسالدین عراقي (۸۴۵-۹۳۲ق) د امام موسی کاظم علیه السلام یو لمسی او په کشمیر او بلتستان کښې د تشیع له دودوونکو څخه و.
میرشمسالدین په کشمیر کښې د تشیع تبلیغ وکړ او له امله یې د دغې سیمې ځیني خلک شیعه شول. هغه همداشان داسې زمینه برابر کړه چې…More
Feb 16 2024
د هابیل د قتل کیسه
د هابیل قتل له قرآني کیسو څخه یوه کیسه ده چې د ادم علیه السلام له دوو زامنو څخه د یوه په لاس د بل زوي وژلو ته اشاره کوي. په دیني منابعو کې دا قتل د ځمکې پر مخ د یو انسان لومړنی قتل ګڼل کیږي او ویل کیږي چې قابیل د آدم(ع) د ځای ناستي په توګه د هابیل پر ځای ناستي اعتراض وکړ او…More
Feb 16 2024
آل ادریس
ژباړه: محمد رحیم درانی
د ادریسیانو حکومت د مراکش لومړنی اسلامي حکومت و، چې ځینو په نړۍ کې لومړی شیعه حکومت بللی دی. دا حکومت د دوهمې هجري پېړۍ په پای کې د امام حسن مجتبی(ع) له اولادې څخه د ادریس بن عبدالله په نوم یو کس جوړ کړ.
د ادريسيانو واکمني په مراکش او د اوسني الجزاير پر ځينو برخو ولکه درلوده او کابو دوه پېړۍ يې دوام درلود او بالاخره په ۳۷۵ هجري قمري کال کې د اندلس د امويانو له خوا د ادريسي واکمن په وژلو سره له منځه لاړ.
د اسلام په خپراوي، د مغرب د تمدن په وده، د عدالت په پراختیا او د اقتصادي هوساینې په رامنځته کولو کې د ادریسانو رول مهم بلل شوی دی. قرویین پوهنتون چې په نړۍ کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه بلل کېږي چې لا اوس هم فعاله ده، د ادریسانو په دوره کې جوړ شوی دی.
ويل کيږي چې د شرايطو د خرابوالي له امله يې د مغرب په خلکو کې د شيعه مذهب د تبليغ لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى. د دوي د حکومت طریقه شورايي وه او د حکومت په پریکړو کې به مشرانو او لویانو رول درلود. له همدې امله د ادريسيانو سياست، اسلامي سياسي نظام ته تر ټولو نږدې نظام ګڼل شوى دى.
د چارو په اداره کولو کې د دوي وړتیا او پیغمبر(ص) سره د هغوي نسبت د هغوي د مقبولیت لامل و. دوي د واک د ترلاسه کولو یا ټینګولو لپاره له زوره کار نه و اخیستی.
نن سبا، ادریسان د اشرافو په توګه پیژندل کیږي او اوس هم د مغرب د خلکو لخوا یې درناوی کیږي. جوطي، مشیشي، علامي او وازني اشراف د ادریسي کورنیو څخه پیژندل شوي دي چې او هم موجود دي.
د ادریسیانو د واکمنۍ اهمیت
د ادریسیانو حکومت د اسلامي نړۍ لومړی شیعه حکومت او د مراکش لومړی اسلامي حکومت ګڼل کیږي.[1] ویل کیږي چې دې سیمې ته یې د اسلام په خپراوي کې مهم رول ولوباوه[2] همدارنګ دا حکومت د غربي اسلامي نړئ له حکومتونو له ټولو زیات اغیز لرونکی ګڼل شوی دی.[3] چې یو ځلانده دوره یې رامنځته کړې وه.[4]
علمي او کلتوري اقدامات
د کلتور او تمدن په ډګر کې د ادریسیانو اغیز خورا پیاوړی او مهم ګڼل شوی او ویل کیږي چې په دې دوره کې مغربي تمدن خورا وده کړې وه.[5] د قرویین جومات او پوهنتون چې د ګینس په کتاب کې ثبت شوی، د نړۍ تر ټولو زوړ موجوده پوهنتون دی،[۶] د ادريسيانو په دوره کې جوړ شوی دی.[۷] د فاس ښار چې دغه جومات او پوهنتون پکې موقعيت لري، هم د ادريسيانو د حکومت په پيل کې جوړ شو او په ورستيو دورو کې په عملي مرکز بدل شو او د نورو هېوادونو د پوهانو د تږ راتږ ځای شو.[8] همدارنګ ویل کیږي چې په دې دورې کې په ادب کې ډېره زیاته وده شوې ده.[9]
ټولنیز کړنې
د شرعي احکامو تر سيوري لاندې د عدالت او اقتصاد په ډګر کې برياليتوب او د عربو او افريقايي بربريانو تر منځ د برابرۍ مراعات د دغه حکومت له ځانګړتياوو څخه ګڼل شوي دي.[10] په عربي نسل پالنې باندې تعصب نه کول د دې سبب شو چې هغه بربریان هم ورته ګروهنه ولري چې د عربو ځان غوښتې سره مخالف وو.[11] او له هغوی سره د کورنۍ اړيکې ټينګول د ادريسي واکمنۍ بنسټونه پياوړي کړل.[۱۲]
د ادریسي حکومت په زمانه کې د ښځو مقام هم د دې سلطنت یو له مثبتو ټکو څخه ګڼل کیږي [۱۳] په دې برخه کې د ادریس اول د میرمن کِنزه او د دوم ادریس د میرمنې حسینې رول د حکومت په اداره کولو کې ياده شوې دی.[14] د قرویین جومات او پوهنتون جوړوونکی هم یوه ښځه وه چې نوم يې فاطمه الفهري و.[۱۵]
سیاسي ځانګړنې
د مغرب د تاريخ او تمدن د ليکوال په وينا، د ادريسيانو د حکومت کولو طريقه اسلامي امامت ته تر ټولو نږدې طریقه وه.[۱۶] د دې راپور پر بنسټ، هغوی په ظالمانه پوځي ځواک او يا مکر او چلوول سره په خلکو باندې ځانونه تحميل نه کړل؛ بلكې خلكو د هغوى د وړتیا او همدارنګ پيغمبر(ص) ته د هغوي د انتساب له امله له هغوى سره مينه كوله. د ادریسیانو په سیاسي جوړښت کې واک یوازې د امام په لاس کې نه و؛ بلکي سياسي نظام یې يو شورایي نظام و چي په هغه کي قومي مشرانو او د قبیلو مخورو کسانو د حکومت په پريکړو کي ونډه لرله او دا کار د دې سبب کیده چي خلک حکومت خپل وګڼي. له خلکو سره د دوي دغه اړیکي د دې لامل شوې چې د زندقه ډلې کمزورې شي.[17]
مورخینو لیکلي دي چې ادریسیانو به خپلو مخالفینو ته د عمل ازادي ورکوله. د بېلګې په توګه هغوي یوې داسې ډلې ته پناه ورکړه چې له سیاسي او مذهبي پلوه له دوي سره مخالفه وه.[18] او حتی له دوي څخه یې ځینې کسان په وزارتونو کې وګمارل.[19]
هغوي نه له خلکو درانه ماليات اخستل، نه يې داسې کومې ماڼۍ لرلې او نه يې په عيش عشرت کې ژوند تیروه او يواځينی کس چې له هغوي څخه د انحراف ښکار شو د خلکو له خوا ګوښه کړای شو.[۲۰]
که څه هم د ادريسي حکومت قوي روحي او معنوي ځواک درلود او د خلکو په منځ کې يې درناوى درلود، خو فوق العاده سياسي او نظامي ځواک يې نه درلود.[۲۱] او له اداري کمزورۍ سره مخ و. همدغه ضعفونه د دښمنانو په وړاندې د هغوی د ماتې اساس وګرځیدل.[22]
د ادريسيانو د مذهب په اړه اختلاف
د ادریسی مذهب په اړه ډېر کم تاریخي اسناد شتون لري او له همدې امله تاریخ پوهان په دې برخه کې بېلابېل نظرونه لري.[۲۳] ځینو ادریس بن عبدالله چې د ادریسي لړۍ بنسټ ایښودونکی دی، شیعه بللی دی[۲۴] او ادریسی حکومت یې د شیعه حکومت په توګه یاد کړی دی.[25] له بلې خوا، ځینو د دې احتمال په رد کې دلیلونه راوړي دي.[26]
دا هم ویل شوي چې ادریسیان په لومړیو کې شیعه وو او په مغرب کې د مالکي مذهب له خپریدو وروسته کیدی شي هغوي هم سني شوی وي.[27] البته دا هم د ویلو ده چې په اوسنۍ زمانه کې د ادریسیانو پاتی کسان اهل سنت دي.[سرچینې ته اړمن]
هغه پوهان چې ادریس شیعه ګڼي په دې کې اختلاف لري چې ایا هغوي زیدي وو،[28] اسماعیلي [۲۹] یا دولس امامي شیعه وو.[۳۰] همدارنګه د آل ادريس شيعه توب يو ضعيف شیعه توب ګڼل شوی دی، یعنی له عقیدې زیات هغه سياسي و.[31]
د ادریسیانو د شیعه کیدو دلیلونه
د ادریسیانو د شیعه کیدو ځینې دلیلونه په لاندې ډول دي: د ادریس خطبې چې ویل کیږي چې اهل بیت(ع) به د خلافت لپاره حقدار ګڼل؛ د ادريسي د دورې پاتې سکې چې په هغې باندې د امام علي(ع) نوم او دا عبارت «علیٌ خیرُ النّاس بعدَ النَّبی؛ علي له پېغمبره وروسته تر ټولو غوره انسان دی» لیکلي وو. د اشعري او ابن خلدون په څېر ځینو کسانو د ادريسیانو د شيعه مذهب په اړه څرګندونې او همدارنګه د ادريسیانو د ورستيو واکمنانو لخوا د شيعه مذهب اعتراف.[32]
ویل کیږي چې د ادریسیانو په زمانه کې مغرب د شیعه مذهب د ترویج لپاره چمتو نه و او هغوي هم د خلکو د شیعه کیدو لپاره هڅه ونه کړه. که کوم تدبيرونه ونيول شول هم نو په وروسته دورو کې له منځه ولاړل.[۳۳] د دې پر ځای يې له خوارج سره جګړه وکړه او د اهل بيت(ع) مينه يې خپره کړه او د عيسايانو تر منځ يې هم د اسلام تبليغ وکړ.[۳۳]
د ادریسیانو د حکومت لوړې ژورې
د ادریسیانو د واکمنۍ د پیل ټکی مغرب ته د ادریس بن عبدالله هجرت وو. ويل کيږي چې هغه چې د فخ د پاڅون له ژوندي پاتې شويو کسانو څخه و.[۳۴] په پټه او د رشيد په نوم د يوه کس د غلام په توګه چې په حقيقت کې د ده خپل غلام و [۳۵] له يوه سوداګريز کاروان سره يوځاى له مدينې منورې څخه هجرت وکړ. له هغه ځايه مصر ته او له هغه ځايه یې مغرب ته هجرت وکړ.[۳۶] ویل کیږي راشد د علوي ادريسي حکومت په جوړولو او پياوړتيا کې مهم رول ولوباوه.[37]
ځينې په دې اند دي چې ادريس له مخکني پلان پرته يوازې د عباسيانو له ظلم څخه د خلاصون لپاره د سفر پرېکړه کړې وه او مغرب يې ځکه غوره کړى و، چې غلام يې بربر او له افريقا څخه و. خو ځينې نور بيا په دې اند دي چې د ادريس سفر له مخکني پلان سره سم او د يوې سلسلې په توګه شوى دى،[38] ویل کیږي چې د افریقې په تِلِمسان کې د ادریس د وروڼو شتون د هغوي لپاره د سفر حالات برابر کړي وو اودا هم ویلی شوي دي چې دا مغرب ته د ادریس لومړۍ سفر نه و. دا هم راغلي دي چې هغه د حلواني او سفیاني د دعوتي ماموریتونو سره سم چې د امام صادق(ع) لخوا مغرب ته لیږل شوي وو، هلته تللی دی.[39]
ادریس وروسته دې چې په طنجه کې یې نږدې دوه کاله ژوند وکړ خو په تبليغ کې بريالی نه شو،[۴۰] ادريس وليلی ته ولاړ، هلته يې د اوربه د قبیلې له مشر اسحاق بن محمد له خوا ورته پاملرنه وشوه. اسحاق خپله لور ادریس ته واده کړه، د هغه په حق کې له مشرۍ لری شو او خپلو خلکو ته یې بلنه ورکړه چې له ادریس سره بیعت وکړي. له اوربه قبيلې وروسته يو شمېر نورو قبیلو هم له ادريس سره بيعت وکړ.[۴۱] او په دې توګه په ۱۷۲ هجري قمري کال کې د بربر قوم په بيعت سره ادريسي حکومت جوړ شو.[42] دې حکومت 375 کاله لوړو ژورو سره دوام وموند او بالاخره د اندلس امویانو او فاطمیانو سره په اختلافاتو او جنګونو سره دا حکومت پای ته ورسید.[43]
د ادریسیانو د واکمنۍ تاریخي دورې
د ادريسى د حکومت د تاريخ دورې په دوو دورو ويشل شوي دي: لومړۍ دوره د واک او حکومت دوره وه او دويمه دوره د خپریدو او د واک د بيا ترلاسه کولو او بې نتيجې هلو ځلو دوره وه او بالاخره یې زوال و.[44]
څلورم يحيىٰ چې د ادريسيانو تر ټولو پياوړى سلطان، چې د واک او خاورې د پولو او سرحدونو له پلوه د ادريسيانو د ټولو واکمنانو فضیلت لرونکی و، د فاطميانو له راتګ او په فاس باندې د هغوى له بريد سره مخامخ شو. هغه په دې جګړه کې ماتې وخوړه او د فاطمیانو تر واک لاندې راغی. او دا موافقه وشوه چې د فاس د واکمن په توګه به پاتې شي، خو هغه به د فاطمي خليفه په نوم خطبه لولي. د ادریسیانو پاتې برخه هم د فاطمیون ټاکل شوي واکمن موسی بن ابی العافیه ته وسپارل شوه. موسی چې د فاس طمع یې هم درلوده، څه موده وروسته یې یحیی زنداني کړ او شکنجه یې کړ او بیا یې د هغه شتمني واخیستله [۴۵] او هغه یې له کورنۍ سره جلاوطن کړ. په دې توګه يې له ادريسيانو ټوله سيمه ونيوله.[46]
څه موده وروسته د ادريسي د کورنۍ يو غړي چې حسن بن محمد حجّام نومېده، په فاس کې پاڅون وکړ او د هغه او څو نورو ښارونو اداره يې په لاس کې واخسته. خو د هغه واکمني دوام ونه موند او تقریبا دوه کاله وروسته موسی یو ځل بیا په فاس واکمن شو او دا ځل یې ادریسي کورنۍ د حجر النَّسر کلا ته ولیږله او په بند کې یې راوستل.[47]
په حجرالنسر کې له څو کاله ژوند کولو وروسته ادریسیانو په یوه مناسب وخت کې د کلا قومندان وواژه او له وتلو وروسته یې د شاوخوا قبایلو مشري په غاړه واخیسته.[۴۸] خو دا ځل یې هم ونه توانید چې ځانته یو خپلواک حکومت جوړ کړي. او د اندلس د اموي خلیفه په حکم منلو سره په واک کې پاتې شول.[49]
د سياسي معادلو په بدلون سره د ادريسيانو واکمني څو څو ځله د امويانو او فاطميانو تر منځ لاس په لاس شوه او بالاخره په ٣٧٥ هجري قمري کال کې چې د هغه وخت ادریسي واکمن د اندلس د امويانو له خوا ووژل شو او واکمني یې له منځه لاړه.
د یادولو ده چې څه د پاسه دېرش کاله وروسته د علي بن حمّود په نوم د ادريسیانو له ژوندي پاتې شويو کسانو څخه يو کس په اندلس کې د اموي حکومت په نسکورولو او په اندلس کې د بني حمود په نوم یو نوی حکومت جوړو کې بریالی شو.[50] همدارنګه د څوارلسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ادريسيانو یو کس په شبهې جزيره عرب کې په محدودو سيمو کې حکومت جوړ کړ او د ادريسيانو د حکومت نوم يې يو ځل بيا ژوندی کړ.[۵۱]
ادریسي واکمنان
ادریس بن عبدالله بن حسن مثنی د امام حسن مجتبی(ع) له لمسیو څخه دی چې د ادریسي لړۍ بنسټ ایښودونکی او لومړی ادریسي واکمن دی. هغه د یو ښه انسان، فاضل، ښه اخلاقه، عادل، زړور، سخاوتمند او شاعر په توګه بیان شوی دی.[۵۲]
د ادريسي د حکومت له جوړېدو او له لومړنيو فتوحاتو وروسته هارون الرشيد د خطر احساس وکړ او د سليمان بن جرير چې په شمّاخ مشهور دی، په نوم يې يو کس چې ويل کېږي يو زيدي عالم و، د ادريس له منځه وړلو لپاره یې هغه ته ورواستاوه.[53] شمّاخ ادریس ته نږدی شو او له هغه سره یې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغه به په مجلسونو کې د اهل بیت(ع) فضائل بیانول او د ادریس د امامت په خلاف به یې دلیل راوړه، یوه ورځ یې د راشد په غیاب کې ادریس ته زهر ورکړل او وتښتید.[54]
د ادریس له مړینې وروسته د راشد غلام په هوښیارۍ او دقت د ادریس نوی حکومت له تباهۍ وژغوره. راشد سپين ږيري او مشران راغونډ کړل او هغوی ته يې وړانديز وکړ چې د ادريس د مېرمنې د اميدوارۍ تر ختمیدو پورې انتظار وکړي او که هلک وي نو بيعت دې وکړي او که نجلۍ وي، نو په خپلو کې به یو کس غوره کړي. وروسته له دې چې دا معلومه شوه چې د ادریس ماشوم هلک دی، په هغه باندې یې د پلار نوم کېښود، او راشد د هغه د پالنې مسولیت په غاړه واخیست، هغه ته یې د فقه، حدیث او جنګ زده کړې تعلیم ورکړ او په یوولس کلنۍ کې یې د هغه لپاره بیعت واخست.[55] دویم ادريس په اوولس کلنۍ کې په خپلواکه توګه حکومت په لاس کې واخست.[۵۶]
په مجموع کې د ادريسيانو ديارلس واليان او امامان واکمن وو، چې نهه يې په لومړۍ دورې پورې اړه لري او څلور يې د دويمې دورې پورې اړه لري، چې فاطميانو يا امويانو ته به يې خراج ورکاوه.[۵۷]
لومړۍ ادریس
دویم ادریس
محمدبن ادریس (المُنتَصِر)
علی بن محمد بن ادریس
یحیی (لومړۍ) بن محمد
یحیی (دویم) بن یحیی
علی بن عمر بن ادریس
یحیی (دریم) المقدام
یحیی (څلورم)
حسن الحجام
قاسم بن محمد
ابوالعیش احمد بن قاسم
حسن بن قاسم ګنون
د ادریسیانو سیاسی مناسبات
خوارج د ادریسانو له ګاونډیو حکومتونو څخه وو، چې د عقیدتي او سیاسي دلایلو له امله یې اړیکې ترینګلې وې. دوم ادريس له خوارج سره سخت چلند کاوه او زوی يې هم له دوی سره ترينګلې اړيکې درلودې.[58] د خوارجو او ادريسيانو تر منځ جګړه د ادريسيانو د لومړۍ دورې تر پايه دوام وموند او يو ځل د علي بن عمر بن ادریس په دوره کې د ادريسيانو د پلازمينې د ځينو برخو د نيولو لامل شوه.[۵۹]
د ادریس د اموی ګاونډیانو سره اړیکې هم د دښمنۍ شاوخوا ګرځيدې. البته د ابوالعیش احمد بن قاسم د واکمنۍ پر مهال چې په دویمه دوره کې له ادریسي واکمنانو څخه و، هغوي د امویانو له ملګرو شول.[۶۰]
د ادريسي د حکومت زياتره نورو ګاونډيانو که څه هم کله ناکله يې د امويانو په مقابل کې د هغوی ملاتړ کاوه، خو پر ادريسيانو باندې د عباسي خلافت د فشار لامل وو.[۶1] فاطمیانو هم د ادریسیانو په مقابله کې دوګونې سیاست درلود او اخر یې د آل ادریس ځمکې ونیوې او قبضه یې کړې او خپل خراج ګذار یې کړل.[62]
ادریسیان په ښه طاقت کې
نقل شوي دي چې ادریسي حکومت د شارلمان دربار ته سفیر ولیږه.[۶۳]
د ادریسیانو د حکومت پولې
ادریسیانو په اقصی مغرب باندې واکمني کوله، چې اوسني الجزایر او مراکش دواړو هیوادونو ته شاملیږي.[64]
په لومړۍ دوره کې د ادريسيانو حکومت چې طاقت او خپلواکي يې لرله، په شمال کې د خپلې واکمنۍ ساحه تر وهران او تلمسان پورې وغځوله؛[۶۵] همدارنګه په سویل کې يې هم د لیرې سوس او تر نورو سویلي سیمو پورې پرمختګ وکړ.[66] د مولویه سیند هم د دوي د حکومت د ختیځ سرحد په توګه پیژندل شوی دی.[67]
د ادريسيانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د فاس ښار چې د دویم ادريس په امر جوړ شوی و، د ادريسيانو پلازمېنه وه.[۶۸] په دويمه دوره کې ادريسيانو د بصرې په ګډون په څو ښارونو واکمني کوله. (بصره په لیرې لوېديځ، د طنجه او فاس تر مینځ یو ښار دی)[69])، او اَصیل و حَجَرالنَّسر څخه زیاته نه شوه. [70]
د تاریخ په اوږدو کې د ادریسیانو شخصیتونه
ادريسيان چې د اشرافو په نوم پيژندل کیږي، اوس هم د مغرب د خلکو لخوا ورته درناوي کيږي.[۷۱] جُوطي، مَشیشي، عَلَمي او وزاني اشراف د ادريسيانو له اوسنیو مشهورو کورنيو څخه دي.[۷۲]
د تاریخ په اوږدو کې د ادریس په کورنۍ کې داسې اغېزمن او نامتو شخصیتونه پاتې شوي چې په بېلابېلو علمي، فرهنګي، سیاسي او داسې نورو برخو کې یې اغېزې لرلې دي. شریف ادریسي، عبدالقادر جزایري، محمد بن علی العلوی او غماري وروڼه د ادریسيانو له مشهورو شخصیتونو څخه وو.
شریف ادریسی
محمد بن محمد ادريسي چې په شريف ادريسي مشهور و، د پنځمې او شپږمې ميلادي پېړۍ يو جغرافيه پوه، د اندلس د حموديانو له اولادې او له دې لارې د ادريسيانو له اولادې څخه دی.[۷۳] ناسا د پلوټو سيارې يوه سيمه د هغه په نوم نومولې ده.[74] هغه همدارنګ د يو پياوړي ډاکټر، درملپوه او توانمن شاعر په توګه پيژندل کيږي او د هغه کتاب نُزهَةُ المُشتاق فی اِختراقِ الآفاق، په جغرافيه کې د يو مهم اثر په توګه معرفي شوی دی.[۷۵]
هغه د ځمکې د سیارې یوه کوچنۍ نمونه په کروي شکل او له سپینو زرو څخه جوړه کړې وه چې اوس شتون نلري؛ خو هغه نقشې چې د هغه له خوا کښل شوې وې اوس هم موجودې دي او د کنراډ میلر په نوم یوه آلماني څیړونکي په ۱۹۹۷ کال کې چاپ او خپرې کړې.[۷۶]
د غماري وروڼه
احمد، عبدالعزیز او عبد الله غماري په وروستیو پیړیو کې له مشهورو سني محدثانو څخه وو[77] او د ابن تیمیه او محمد بن عبد الوهاب له مخالفانو وو،[78] چې د ادریسیانو له نسله وو.[79]
محمد بن علوي العلوي: د پنځلسمې پېړۍ له مالکي فقهاوو او د وهابیت له منتقدینو څخه.[80]
محمد بن علي ادريسي: هغه د ادريسي د کورنۍ له غړو څخه و، چې په څوارلسمه هجري پېړۍ کې يې د عربي ټاپووزمې په ځينو برخو کې يو حکومت جوړ کړ، چې د ادريسي حکومت په نوم يادېږي.[۸۱] دغه حکومت د صبيا، تهامه، عسیر و جازان په واک کې درلودل او په 1351 هجري قمري کښې د آل سعود په حمله کښې تباه شو[82]
……………….
- ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
- ↑ عالمزاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۶.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۹۲.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۰.
- ↑ «قدیمیترین موسسه آموزش عالی»، سایت گینس.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، مرکز تحقيق و توسعه علوم انسانی، ج۱، ص۳۶۳.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار المغرب الاقصی، دار الکتاب، ج۱ ص۲۲۴.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۳.
- ↑ سعدون، تاریخ العرب السیاسی فی المغرب من الفتح العربی حتى سقوط غرناطه، به نقل از دانشکیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۱۹.
- ↑ مکی، تشیع در اندلس، ۱۳۷۶ش، ص۱۷.
- ↑ عالمزاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۴.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
- ↑ ابن خلدون، تاریخ إبن خلدون، ۱۴۰۸ق. ج۴، ص۲۰.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، سمت، ج۱، ص۳۷۴-۳۷۷.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
- ↑ کنون، النبوغ المغربي في الأدب العربي، ج۱، ص۴۶.
- ↑ عالمزاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۶.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
- ↑ میلی جزائری، تاریخ الجزائر فی القدیم والحدیث، ۱۴۰۶ق. ج۲، ص۱۱۲.
- ↑ عالمزاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۳.
- ↑ زبیب، دولة التشیع فی بلاد المغرب، ۱۴۱۳ق. ص۱۰۰؛
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۵.
- ↑ عالمزاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۳.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۵.
- ↑ میلی جزائری، تاریخ الجزائر فی القدیم والحدیث، ۱۴۰۶ق. ج۲، ص۹۷؛ جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۹.
- ↑ مقدسی، احسن التقاسیم فی معرفة الاقالیم، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۳۴۱.
- ↑ دانشکیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، شماره۴۰، ص۸۷.
- ↑ جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۹.
- ↑ دانشکیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۸۶-۸۷.
- ↑ Jump up to:۳۳٫۰ ۳۳٫۱ دانشکیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۹۱.
- ↑ مقدسی، احسن التقاسيم في معرفه الاقاليم، دار صادر، ص۲۴۳.
- ↑ سنوسی، الدرر السنیه فی أخبار السلالة الإدریسیه، ۱۳۴۹ق. ص۴۴.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۵۳.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۴۶.
- ↑ زبیب، دولة التشیع فی بلاد المغرب، ۱۴۱۳ق، ص۸.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۵۳.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۰۸-۲۱۶.
- ↑ ابن عذاری، البيان المغرب فی أخبار الأندلس و المغرب، ۱۴۰۰ق. ج۱، ص۸۳.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۶.
- ↑ [1] سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب ج۱، ص۲۳۹.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۵-۳۶۶.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۴۰-۲۴۲.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۶-۳۶۷
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۱.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۵۵-۲۶۱.
- ↑ «الادریسی، محمد بن علی الادریسی»،موضوع.
- ↑ اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۹ق،ص۴۰۹؛ ابن عذاری، البيان المغرب فی أخبار الأندلس و المغرب، دار الثقافة. ج۱، ص۸۴.
- ↑ سنوسی، الدرر السنية فی أخبار السلاله الإدریسیه، ۱۳۴۹ق. ص۷.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۰۸-۲۱۶.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۱۶-۲۱۷.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۵۶-۳۵۸.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۱۰۰.
- ↑ [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، انتشارات سمت، ۱۳۸۴ش.ج۱، ص۳۶۴-۳۶۵.
- ↑ [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، انتشارات سمت،۱۳۸۴، ج۱، ص۳۷۱-۳۷۲.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیري حکومت ادریسیان»، ص۱۰۱.
- ↑ [1] ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیري حکومت ادریسیان»، ص۱۰۱.
- ↑ سائحی، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، الدار الثقافیة للنشر، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷؛ عالمزاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۵.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۱.
- ↑ مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ترجمه حمیدرضا شیخی، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۱.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ دانشنامه جهان اسلام، «بصره»
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکلگیري حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
- ↑ سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۳۰-۲۳۵.
- ↑ «زندگینامه محمد بن محمد ادریسی»، la biographie.
- ↑ [./Https://www.nasa.gov/image-article/mountainous-shoreline-of-sputnik-planum/ «خط ساحلی کوهستانی اسپوتنیک پلانوم»]، سایت ناسا.
- ↑ «محمد الادریسی»، دانشنامه بریتانیکا.
- ↑ «محمد الادریسی»، دانشنامه بریتانیکا.
- ↑ «عالمان منتقد وهابیت: «احمد بن محمد بن صدیق غماری»»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری.
- ↑ «عالمان منتقد وهابیت: «احمد بن محمد بن صدیق غماری»»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری؛ «عبدالله بن صدیق غماری»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری.
- ↑ ابن الحاج، إسعاف الإخوان الراغبین بتراجم ثله من علماء المغرب المعاصری، ۱۴۱۲ق، ص۳۴.
- ↑ [1] حسنی، العقود اللؤلؤیه فی بعض أنساب الأسره الحسنیه الهاشمیه، ۱۴۱۵ق. ص۳۳۳.
- ↑ [1] عقیلی، تاریخ المخلاف السلیمانی، ۱۴۰۲ق. ج۲، ص۷۲۸.
- ↑ «الادریسی، محمد بن علی الادریسی»،موضوع.
د مستبصرینو ژوندلیک
Mar 20 2024
الناره الله وردي، محترم اذربایجاني مستبصره
الناره الله وردي: د حقیقت ترلاسه کولو لپاره دي ری خپل نظر وڅیړئ
د استبصار نړیوال بنسټ د راپور له مخې، زه د اذربایجان جمهوریت څخه النارالله وردي یم، له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږم او د قرآن او حدیث علومو په برخه کې د بنت الحدی په مدرسه کې زده کړې کوم.More
Mar 20 2024
اتسوکو (فاطمې) هوشینو
د خدای په نوم
د استبصار نړیوال بنسټ د راپور له مخې، له اغلې اتسوکو (فاطمې) هوشینو سره مرکه شوې چې تاسو ته یې وړاندې کوو.
پیژندنه
زه د جاپان د نیګاتا ولایت د “اوجیا” په نوم په یوه کوچني ښار کې یم چې…More
Mar 18 2024
عبداللهي ناصر جمعه
عبداللهي ناصر جمعه (۱۳۱۱-۱۴۰۰) د کینیا شیعه عالم چې په عبداللهي ناصر مشهور و، په کینیا او د افریقا په نورو سیمو کې یې د شیعه مذهب په خپراوي کې رول درلود. هغه له سني عالمانو څخه و چې په ۱۳۵۳/۱۳۵۴ کې خپل مذهب په شیعه مذهب بدل کړ.
د امام علی(ع) د مدرسې او عامه کتابتون جوړول، له وهابی مفتیانو سره مناظرې، د اهل بیت علیهم السلام په…More
Jan 19 2024
نوی هالنډی مسلمان؛ د انټرنیټ له لارې مسلمان شوم
د استبصار د معلوماتو له مخې، نیکي هرمن یوه نوې هالنډۍ مسلمانه ښځه ده، چې له اسلام منلو وروسته یې خپل نوم فاطمه ته بدل کړ. هغه د هغو مسلمانانو له ډلې څخه دی چې د انټرنیټ له لارې له اسلام سره اشنا شوی او مسلمان شوی دی.
آغلې نیکي (فاطمه) حرمین، څه وشول چې تا د اسلام د منلو پریکړه وکړه او مسلمانه شوه؟
له ځوانۍ څخه مې سوالګر ذهن درلود، داسې احساس مې کاوه چې…More
د مستبصرینو مناظرې
Jan 18 2023
له معاويه سره د امام على (ع) كتبى مناظره
له معاويه سره د امام على (ع) كتبى مناظره
معاويه بن ابوسفيان د امام على (عليه االسلام) د خلافت په دوركې د صفين جګړې له پيښيدو وروستو حضرت على(ع) ته يو ليک وليږۀ چې لاندې څلورو ټكيو ته يې اشاره كړې وه.More
Jan 18 2023
د جبريه مذهب له استاذ سره د يو شيعه مناظره
د جبريه مذهب له استاذ سره د يو شيعه مناظره
يوه ورځ يو ستر سنى عالم او د جبر د مذهب مشر ضرار بن ضبى د هارون الرشيد وزير يحيى بن خالد ته راغی او له يو لړ خبرو اترو نه وروسته يې وويل: “زۀ مناظرې ته تيار يم او ستا په خـوښه چې هر څوك راسره بحث كوى.
هغه ورته وويل:More
Jan 18 2023
له سبط بن جوزی سره د يوې عقلمنې ښځې مناظره
له سبط بن جوزی سره د يوې عقلمنې ښځې مناظره
مترجم: محمد رحیم درانی
سبط بن جوزى د اهلسنتو يو مشهور او ستر عالم ؤ، چې ګڼ شمير ارزښناك كتابونه يې ليكلى، د بغداد او نورو سيمو په جوماتونو كى يې وعظ او تبليغ كاوۀ او د 597 هجرى قمرى كال د روژې د مياشتې په 12 نيته په بغداد كې وفات شو. (1)More
Jan 17 2023
له ابوالهذيل سره د يو ناپيژندل شوى عقلمن سړى مناظره
له ابوالهذيل سره د يو ناپيژندل شوى عقلمن سړى مناظره
مترجم: محمد رحیم درانی
مشهور سنى عالم “ابوا لهذيل” وایى:
په يو سفر كى “رقه” (د اوسنۍ سوريې یا شام، يو ښار دی) ته ورغلم هلته خبر شوم چې يو خوږ ژبى ليونی په “ذكى خانقاء” كى اوسيږى[1]
د مستبصرینو مقالې
Nov 14 2023
د تیمم آیت
ژباړه: محمد رحیم درّانی
د مستبصرینو مقالې
د تيمم آيت د سورة المائده د ٦ او د سورة نساء د ٤٣ آيت وروستۍ برخه ده او د قرآن له هغه آیات الاحکام څخه دی چې مسلمانانو فقهاوو د دې په دلیل سره د اودس او غسل پر ځای د تيمم کولو اجازت او…More
Nov 14 2023
د غیبت آیت
ژباړه: محمد رحیم درّانی
(سوره حجرات: 12) کې د غیبت حرام شونه او د هغې لامل بيان شوی دی. په دې آيت كې غيبت د خپل مردار ورور د غوښې خوړلو سره تشبیه شوی دى او لكه څنګه چې انسان د خپل مردار ورور له غوښې خوړلو نفرت لري همدارنګ بايد له غيبته هم نفرت وكړي.More
Oct 19 2023
د حدیث جعل کول
ژباړه: محمد رحیم درّانی
دا مقاله د حدیثو د جعل کولو په هکله ده. د جعلي حدیثونو په اړه د زده کړې لپاره، د موضوع حدیث مقاله وګورئ.More
د مستبصرینو مجله
Oct 14 2023
د ترهګريزو چاودنو له امله د عسکريینو(ع) د زيارت ویجاړتیا
ژباړه: محمد رحیم درّانی
د مطلب د عسکريینو(ع) د زيارت ويجاړتیا ته اشاره کوي چې په ١٣٨٤ او ١٣٨٦ کلونو کښې د تکفيري ترهګرو لخوا د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) زيارتونه د چاودنې له امله ویجاړ شو. دغه عمل د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د مراجع تقلید او شیعو له غبرګون سره مخ شو او ویې غنده.
Aug 17 2023
د کربلا اسیران
ژباړه: عبدالرحیم درانی
د کربلا اسیران، د شیعیانو د څلورم امام سجاد(ع) او حضرت بي بي زینب په شان د کربلا له پېښې پاتې کسان وو چې د عمر بن سعد لښکر اسیران کړل. دغه اسیران د عمر بن سعد په امر د محرم په یوولسمه شپه په کربلا کې وساتل شول او د یوولسم محرم له ماسپښین وروسته د عبیدالله بن زیاد په نزد کوفې ته بوتلل شول. ابن زیاد دغه اسیران په بې پردې او….More
Aug 17 2023
د امام حسین(ع) زیارت
د امام حسین(ع) زیارت کول، د امام حسین(ع) په مزار کې حضورول، امام ته سلام ورکول او د امام حسین(ع) لپاره زیارت لیک لوستل دی.
د امام حسین(ع) زیارت کول، د شیعه ګانو لپاره یو له ترټولو فضیلت لرونکۍ کردړنه څخه دی، او د شیعه ګانو په روایې ټولگو کې ډیری فضیلتونه او جزا د دی کړنه لپاره ذکر شوي دي؛ چې….More
Jul 21 2023
محسن بن علي(ع)
محسن بن علي(ع) د حضرت علي(ع) او حضرت فاطمې(س) زوی دی. هغه د حضرت فاطمه(س) په کور باندې د ابوبکر د خلافت د طرفدارانو د حملې او له امام علی(ع) څخه د بیعت اخیستلو په کیسه کښې سِقط شو. د هغه د شهادت دقیقه نیټه معلومه نه ده. د اسلامي تاريخ يو څېړونکي محمد هادي يوسفي غروي (په ١٣٢٧ هـ ش کال کې زېږېدلی) د شواهدو په وړاندې کولو سره د….More
د مستبصرینو کتابونه
Sep 26 2022
ځوان د عقل او احساس له نظره
ځوان د عقل او احساس له نظره
تاليف: ارواښاد فلسفی
ترجمه: ماجد درانی
د کتاب ډاونلوډ لینک: ځوان د عقل او احساس له نظره
Sep 26 2022
امام مهدي (ع) د اهل سنتو له نظره
امام مهدي (ع) د اهل سنتو له نظره
تاليف: سيد فياض حسين رضوي کشميري
ترجمه: انور شاهين خانخېل
د کتاب ډاونلوډ لینک: IMAM MAHDI(AJ) AZ DIDGAH AHL SONAT pashtu 4.5.1399
Sep 26 2022
اهلبېت (ع) په قرآن کښې
Sep 25 2022
د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۳)
د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۳)
تالیف: علامه سید مرتضی جعفری
په قبرونو د ودانۍ جوړولو، بيارغاونې او عبادتځاې ګرځولو عقيده لرونکي په دغو دليلونو استدلال کوي
لومړۍ: په قران کريم کښې:
د مستبصرینو رسنې
Nov 19 2022
شاعر مرحوم روشن علی بنګی څخه پوختنه
شاعر مرحوم روشن علی بنګی څخه پوختنه
https://fb.watch/gS3pVT35Tj/
اعتقادی سوالونه
Dec 20 2022
د ماشومانو، د ادابو او سزا مهم ټکي
د ماشومانو په تنبيه والو او ادابولو کې لاندينيو ټکيو ته پاملرنه پکار ده.
ضروري نه ده، چې سزا او ادابول تل په ژبې او خبرو سره وي، کله کله يو ملامته نظر او خپه سترګې هم ماشوم پوهولې شي.
Dec 20 2022
ايا له حقيقي شفيعانو د شفاعت غوښتل شرک دے؟
ايا له حقيقي شفيعانو د شفاعت غوښتل شرک دے؟
اول به د سوال د وضاحت لپاره ووايو چې شفاعت د خداي مخصوص حق دے لکه چې قران مجيد په دې هکله فرمايي:
Dec 20 2022
آيا بې له خدايه له بل چا مرسته غوښتل شرک دے؟
آيا بې له خدايه له بل چا مرسته غوښتل شرک دے؟
ځواب: د عقل له نظره او د وحي په منطق کې ټول انسانان بلکې د نړۍ ښکارندې او مخلوقات لکه څنګه چې په خپل پيدايښت کې خداي ته محتاج دي په خپل تاثير او اغيز کولو کې هغه ته اړمن دي.
قران مجيد په دې حقله فرمايي:
يا ايها الناس انتم الفقراء الی الله و الله هو الغنی الحميد [1]
ای خلقو تاسو خداي ته محتاج يئ او هغه بې نيازه او ستايل شوے دے.
او په يو بل ځاي کې ټؤلې کاميابۍ د خداي په لاس کې ګڼي او فرمايي :
و ما النصر الا من عند الله العزيز الحکيم [2]
کاميابي او برياليتوب يوازې د عزتمن او د حکيم خداي له لوري دے.
د اسلام د دغه مسلم اصل په بنياد مونږ مسلمانان په هر لمانځه کې دا ايت شريف لولو:
اياک نعبد و اياک نستعين [3]
يوازې ستا عبادت کوو او له تا مرسته غواړو. اوس د دغه پوښتنې د روښانه کيدو لپاره وايو:
له خدايه پرته له بل چا مرسته غوښتل په دوه ډوله تصور کولے شو
1ــ لومړے صورت دا دے چې له يوه انسان يا بل څيز داسې مرسته وغواړو چې هغه په خپل اصل او وجود کې مستقل وګڼو او هغه په مرسته رسولو کې له خدايه بې نيازه وګڼو.
په دې کې شک نيشته چې له غير خدا داسې مرسته غوښتل شرک دے چې قران مجيد په دغه ايت کې د دغه ډول مرسته غوښتلو بې بنياد والے څرګندوي.
قل من ذالذی يعصمکم من الله ان اراد بکم سوال و اراد بکم رحمة و لا يجدون لهم من دون الله وليا و لا نصيرا [4]
ووايه که خداي ستاسو لپاره د عذاب اراده وکړي څوک دي چې تاسو له هغه په امان کړي ؟ او که د رحمت اراده وکړي (څوک يې مخه نيولے شي) او هغوي د ځان لپاره مرستندوے او ولي نه مومي.
2ــ بله روده دا ده چې له يوه بل انسانه د مرسته غوښتلو په وخت هغه د خداي مخلوق او خداي ته محتاج وګڼو چې پخپله استقلال او خپلواکي نه لري او که هغه څه کار او تاثير کوي نو دغه اثر ورته د بندګانو د ځينو مشکلاتو د هولاي لپاره د لوي خداي لخوا ورکړل شوے دے
د دغه ډول تفکر په اساس هغه کس چې مرسته ترې غواړو د واسطې حکم لري چې لوي خداي هغه د ځينو اړتياوو د پوره کولو لپاره واسطه او وسيله ګرځولې ده داسې مرسته غوښتنه په حقيقت کې له خدايه مرسته غوښتل دي ځکه هغه دے چې دغه وسايلو او اسبابو ته يې وجود او هستي ورکړي او هغه ته يې د نورو د اړتياوو د پوره کولو وس او تاثير ورکړے دے اصولا د انسانانو ژوند له همدغو اسبابو او مسبباتو د مرستې په غوښتلو جوړ شوے دے په دې اساس چې هغوي د مرستې له غوښتلو پرته د خلکو ژوند له ګډوډۍ سره مخامخيږي دلته هم که په دغه نظر هغوي ته وګورو چې د خداي د مرسته رسولو عوامل او وسيلې دي چې هم يې اصل او وجود له خداي له لوري دے او هم دا تاثير او برکت د خداي تعالی ورکړے دے نو دا مرسته غوښتل له توحيد او يو خداي مننې سره هيڅ تضاد نه لري.
که يو موحد او خداي پالے ګروندګر د زمکې، اوبو، هوا او لمر په شان عواملو مرسته اخلي او دانې زرغونولے شي په حقيقت کې له خدايه مرسته غواړي ځکه چې هغه دے چې وغو عواملو او وسيلو ته يې دا وس او استعداد ورکړے دے
روښانه ده چې دغه مرسته غوښتل د توحيد او يوخداي منلو له روح سره پوره پوره سمون خوري بلکې قران کريم مونږ ته امر کوي چې د لمانځه او صبر په شان څيزونو مدد وغواړئ هلته چې فرمايي:
واستعينوا بالصبر ولصلوة [5]
له صبر (ټينګتيا) او لمانځه مرسته وغواړئ.
روښانه ده چې صبر او پايداري د انسان کار دے او مونږ ته امر شوے چې له هغو مرسته وغواړو او په عين حال کې دا ډول مرسته غوښتل له دې سره چې خداي تعالی په دې ايت کې * اياک نعبد و اياک نستعين * مرسته غوښتل يوازې له ځان سره مخصوص کړي دي تضاد نه لري.
Dec 20 2022
رجعت څه څيز دے او ولې پرې عقيده لرئ؟
رجعت څه څيز دے او ولې پرې عقيده لرئ؟
ځواب: رجعت په عربۍ کې د ستنيدو او جاروتلو په معنا دے. او په اصطلاح کې له مرګه وروسته او…
Dec 20 2022
د انبياوو د بلنې او دعوت اصول يو ده
دانبياوو د بلنې او دعوت اصول يو ده
مونږ عقيده لرو چې ټولو الهي پيغمبرانو يو هدف درلوده او هغه په خدای او…
Dec 19 2022
د پیغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک زيارت
د پیغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک زيارت
دلته څو قراني دلائل وړاندې کوو او له قدرمنو لوستونکو څخه غواړو چې په دې برخه کښې زيات غور او فکر وکړي:
Nov 19 2022
ځوانان او د کورنۍ مشري (۲)
ځوانان او د کورنۍ مشري (۲)
کله چې پيغمبر(ص) په مکه کښې د خپل رسالت اعلان وکړ، د هغه اړخ ته له ټولو زيات تلونکي، ځوانان وو چې خپل نرم او لطيف روح سره، او خپل ميړنتوب سره، په ډېره مينه او
Nov 19 2022
ځوانان او د کورنۍ مشري
ځوانان او د کورنۍ مشري
ليکوال: مهري زينهارى
اوولس کلن يم. کله کله راته ځان ډېر سپک ښکاره شي او ځان بريالې نه وينم ځکه چې مور او پلار راسره لکه د ماشومانو کار کوي او زما خبرو ته څه اهميت نه ورکوي او زما رواني او
Nov 19 2022
شیعه ولې په بانګ کې اشهد ان علی ولی الله وايی او د علي عليه السلام په ولايت ګواهي ورکوی؟
شیعه ولې په بانګ کې اشهد ان علی ولی الله وايی او د علي عليه السلام په ولايت ګواهي ورکوی؟
ځواب: د دې پوښتنې ځواب کې غوره ده چې ځينو ټکو ته پام وشي…….
د مرکز قانون
توحید پرستو سره یووالی
Oct 15 2023
ولې په قرآن کې د دولسو امامانو نومونه نه دي راغلي؟
ځواب: د قرآن د تدريس طريقه د عمومياتو او عمومي اصولو بيانول دي. د مثالونو او توضیحاتو بیانول اکثرا د پیغمبر دنده ده. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یوازې د قرآن کریم تلاوت کولو، بلکې د هغه د تشریح کولو مسؤلیت هم درلود، لکه څنګه چې فرمایي:More
Oct 13 2023
لا حکم الا لله
ژباړه: محمد رحیم درانی
لا حُكْمَ إِلّا لِلّه (بې د خدای له حکمه بل حکم نیشته) د صفین په جګړه کې د حَکَمیت په مقابل کې د خوارجو نعره او شعار و. په دې شعار سره، په لومړي پړاو کې، خوارجو د بشري قضاوت سره خپل مخالفت اعلان کړ او د ابو موسی اشعري او عمروعاص حکمیت چې…More
Sep 20 2023
تکویني ولایت
ژباړه: محمد رحیم دراني
تکویني ولایت یعنی په وجود او موجوداتو کې د ماورایی ځواک سره دخل او تصرف کول. د خدای پاک تکوینی ولایت په دې معنی دی چې الله تعالی په هر څیز باندې قدرت لري او هر څه کې تصرف کولی شي او د ټولو موجوداتو د چارو پلان او تدبیر کوي. په شیعه مذهب کې د پیغمبر اکرم(ص) او امامانو په اړه هم د تکویني ولایت مسئله بیان شوې ده. همدازنګ دا د اسلامي عرفان له مسايلو څخه يوه مسئله ده. د شیعه علماوو په په اقوالو کې د پیغمبر او امامانو لپاره د تکویني ولایت شتون منل شوی دی. خو د هغوي د تکویني ولایت د د دائرې او حدودو په اړه دوه نظرونه دي:
Sep 20 2023
تشریعي ولایت
ژباړه: محمد رحیم دراني
تشریعي ولایت، د مذهب په برخه کې د قانون جوړونې یا قانون جوړولو حق دی. د تشریعي ولایت معنا دا ده چې خدای پیغمبر(ص) او امامانو ته په خپل استازیتوب کې د شرعي قوانینو د وضع کولو واک ورکړی دی. دا د شیعه علماوو تر منځ اختلافي مسله ده: ځینې یې په دې عقیده لري او ځینې یې نه مني او د قانون جوړولو حق یوازې د خدای لپاره ګڼي.
تشریعي ولایت یو بل مفهوم لري چې ټول شیعه علماء پرې باور لري. او هغه معنا یې دا ده چې پېغمبراکرم(ص) او امامان د خلکو د ځان او مال اختیار لري. او هر څه چې وايي بايد اطاعت یې وشي.
د احادیثو په سرچینو کې د تشریعي ولایت په اړه په لومړۍ معنا کې د «دیني چارو پیغمبر او امامانو ته د پریښودلو» په عنوان سره یادونه شوې ده.
د ولایت تشریعي دوه معنې
ولایت تشریعي د شیعه علماوو په ادبیاتو کې دوه معنې لري: لومړۍ معنا یې په ځان او مال باندې شرعي حق دی. تشریعي ولایت، په دې معنی چې کله د پیغمبر او امامانو په اړه کارول کیږي، نو معنا یې دا ده چې دوي د خدای له خوا د خلکو د ځان او مالونو مالکان دي او په دې کې تصرف کولی شي؛ د بیلګې په توګه، د دوي ملکیت وپلوري. او خلک باید د هغوي اطاعت وکړي.[1]
د تشریعي ولایت دوهمه معنا د مذهب په ډګر کې د قانون جوړونې حق دی. يعنې د ديني، اقتصادي، سياسي، قضايي او نورو چارو قانون جوړول[۲] په بل عبارت سره د دې معنا دا ده چې موږ حق لرو چې د يوې موضوع لپاره شرعي حکم صادر کړو او ورته ووايو چې حلال يا حرام دی.[3] تشریعي ولایت په دې معنې سره «پیغمبر او امامانو د خدای له خوا پریښودل» د دې عنوان لاندې هم ورباندې خبرې شوي دي.[4]
په تشریعي ولایت کې د بحث مسئله
شیعه عالمان د پیغمبر او امامانو په اړه د تشریعي ولایت لومړۍ معنا مني؛ يعنې ټول په دې عقيده دي چې پېغمبر او امامان د خلکو په ځان او مال واک لري او د خلکو د دين او دنيا ټولې چارې د دوي تر مشرۍ لاندې دي او بايد اطاعت يې وشي[۵]
د دوي ترمنځ د اختلاف مسله دوهمه معنی ده؛ یعنی له خدای پرته پیغمبر او امامان هم د قانون جوړولو حق لري که نه. په بل عبارت سره، آیا خدای پیغمبر او امامانو ته په دیني چارو کې د قانون جوړولو حق ورکړی دی که نه(تفویض)؟
د تشریعي ولایت موافقان و مخالفان (د تفویض په معنې)
د علماوو یوې ډلې لکه جعفر سبحاني او صافی ګلپایګاني ویلي دي چې په اسلام کې هیڅ انسان د قانون جوړولو حق نه لري او دا حق یواځی د خدای دی او خدای دا حق په مطلق ډول هیچا ته نه دی سپارلی.[۷]. او یوازې په یو څو مواردو کې چې د روایاتو له مخې خدای پیغمبر ته د قانون جوړولو اجازه ورکړې ده، موږ د پیغمبر تشریعي ولایت منو.[۸] د مثال په توګه په یوه روایت کې راغلي چې خدای ورځني لمونځونه د دوو رکعتو په شکل کې فرض کړل. خو رسول الله(ص) د ماسپښین، مازدیګر او مازدیګر په لمانځه کې دوه رکعته او د ماښام په لمانځه کې یو رکعت اضافه کړ او خدای هم د هغه قانون تشریع تصویب کړ.[۹]
د دوی په مقابل کې ځینې لکه غروي اصفهاني، سید جعفر مرتضی آملي او حسیني تهراني په دې باور دي چې پیغمبر او امامان په ټولو دیني چارو کې تشریعي ولایت لري.[10]
د مخالفان دلیلونه
د خدای له لوري پیغمبر او امامانو ته د دیني چارو د سپارلو(تفویض) د مخالفانو ځینې اسناد په لاندې ډول دي:
«إِنِ الْحُکْمُ إِلَّا لِلَّـهِ؛ حکم یواځې الله سره خاص دی»[11]
«څوک چې د هغه څخه مطابق حکم ونه کړي چې خدای رالیږلي دي نو هغه کافر دی.[12]
«نو د هغوي تر منیځ د هغه څه مطابق حکم وکړه چې خدای نازل کړي دي».[13]
امام باقر(ع): «حکم په دوه ډوله دی: د خدای حکم او د جاهلیت د خلکو حکم»[۱۴][۱۵]
د موافقانو دلیلونه
د تشریعي ولایت پلويانو هغه احاديثو ته مراجعه کړې ده چې په هغه کې پيغمبر او امامانو ته د دين د چارو د سپارلو يا تفویض خبره شوې ده. سیدجعفر مرتضی آملي ویلي دي چې دا حدیثونه متواتر دي.[۱۶] چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
امام صادق (ع) فرمايي: خداے پاک خپل رسول په خپلې مينې سره پورته کړ او بيا يې وفرمايل: «ته د لوى اخلاق خاوند يې» بيا يې هغه ته وسپاره او ويې فرمايل: چا چې د رسول الله(ص) اطاعت وکړ نو د خداے پاک اطاعت يې کړی دی» پېغمبراکرم(ص) بیا علي(ع) ته وسپارله او هغه يې امین وګاڼه… موږ ستاسو او د خداى تعالى ترمنځ منځګړي يو. خدای زموږ د حکم په مخالفت کې د هیچا لپاره خیر نه دی اچولی.[۱۷]
امام صادق وفرمایل: خدای تعالی خپل پیغمبر تربیت کړ او ښه یې تربیت کړ، او کله چې یې په هغه کې اخلاق بشپړ کړل، ویې فرمایل: «په حقیقت کې ته لوی اخلاق لرې». بیا یې هغه ته د دین او ملت دنده وسپارله چې د خپلو بندګانو اداره وکړي …” [18] [19]
په حدیثي سرچینو کې د تفویض مسئله
د احادیثو په ځینو ماخذونو کې پیغمبر(ص) او امامانو ته د دین سپارلو(تفویض) موضوع ته یو برخه ځانګړې شوې ده. له دې څخه یو کتاب اصول كافي دی چې كليني ليكلی دى، چې په دې برخه كې يې لس روايتونه د (پيغمبرانو او امامانو ته د دين د تفویض) تر سرليك لاندې ذکر کړي دي.[۲۱] همدارنګ په بصائر الدرجات کتاب کې، چې صفار لیکلی دی، هم دوه برخې دې مسئلې ته ځانګړی شوي دي.[21]
ځينو علماوو ويلي دي چې پيغمبر(ص) او امامانو ته د دين د سپارلو(تفویض) مطلب تشریعي ولایت دی، يعني د دين په احکامو کې د قانون جوړونې حق،[22] خو یو بله ډله وایي چې د دې مطلب دا دی چې اصل حکمونه الله تعالی تشریع کوي او د وحي له لارې یې پيغمبر(ص) ته رسوي. خو د ځينو احکامو د جزئياتو ټاکل یې پېغمبر(ص) ته پریښي دي، چې هغه هم د الهام په وسيله هغه ته وررسیږي.[23]
- حسینی میلانی، الولایة التشریعیه، ۱۴۳۲ق، ص۴۹.
- ↑ حسین میلانی، الولایة التشریعیه، ۱۴۳۲ق، ص۴۹؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۱۰۵-۱۰۷.
- ↑ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۷.
- ↑ سبحانی، ولایت تشریعى و تکوینی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۱۹.
- ↑ نگاه کنید به مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۳۴۸؛عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳.
- ↑ نگاه کنید به مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۳۴۸؛ سبحانی، مفاهیمالقرآن، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۶۱۰؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۹، ۱۰۱؛ غروی اصفهانی، حاشیة کتاب المکاسب، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۳۷۹؛ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳
- ↑ سبحانی، مفاهیمالقرآن، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۶۱۰؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۹، ۱۰۱.
- ↑ سبحانی، ولایت تشریعى و تکوینی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۲۰-۲۱؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۱۰۱-۱۰۲.
- ↑ غروی اصفهانی، حاشیة کتاب المکاسب، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۳۷۹؛ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳؛ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۵، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۴، ۱۷۹.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۴۰، ۶۷؛ سوره انعام، آیه ۵۷.
- ↑ سوره مائده، آیه ۴۴.
- ↑ سوره مائده، آیه ۴۸.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۰۷.
- ↑ سبحانی، مفاهیمالقرآن، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۶۰۶-۶۱۲.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۳۴۸.
- ↑ سبحانی، ولایت تشریعى و تکوینی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۲۱.
- ↑ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۵-۲۶۸.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۳۷۸، ۳۸۳.
- ↑ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۶.
- ↑ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۲.
اعتقادي کتابتون
Jan 17 2023
د اسلامی عقيدو کليات (۳)
د اسلامی عقيدو کليات (۳)
مترجم: محمد رحیم درانی
انسان؛ د اسلام له نظره
ديارلسم اصل
انسان يو داسې موجود دے چې له بدن، او روحه جوړ دے چې له مرګه وروسته يې بدن شړيږي خو روح يې ژوند ته ادامه ورکوي يعنی د انسان د مرګ مطلب دا نه دے چې هغه فنا شو له همدې امله به تر قيامته په عالم برزخ کښې ژوند تيروي….
Jan 17 2023
د اسلامی عقيدو کليات (۲)
د اسلامی عقيدو کليات (۲)
مترجم: محمد رحیم درانی
هستي د اسلام له نظره
شپيږم اصل
دا جهان- يعنی له خدايه پرته چې څه دي- ټول د خدای پيدايښت دے او کائنات د يوې شيبې لپاره هم له خدايه بی نيازه نه دی او نه به وي. دا چې مونږ وايو چې جهان د خدای مخلوق دے يعنی خدای پيدا کړے دے مطلب مو دا دے چې جهان د…
Jan 17 2023
د اسلامی عقيدو کليات (۱)
د اسلامی عقيدو کليات (۱)
مترجم: محمد رحیم درانی
په اسلام کښی د پيژندلو لارې
لومړے اصل:
اسلام د نړۍ او دينی حقيقتونو د پيژندلو لپاره له دريو وسيلو ګټه اخلی او هر يو په خپلو خاصو حدودو کښې معتبر ګڼي هغه درې وسيلې دا دي:
Jan 17 2023
د عقائدو کليات: د نبوت د لازم والي دليلونه
د نبوت د لازم والي دليلونه
ځلور پنځوسم اصل
حکيم خدای د انسانانو د هدايت او لارښونې لپاره لوړ رتبه انسانان راليږلي دي او هغوي ته يې د انسانانو لپاره خپل پيغام ورکړے دے. دا هماغه پيغمبران او رسولان دي چې بندګانو ته د خدای د فيض او
Jan 17 2023
د عقائدو کليات: د پيغمبرانو د پيژندلو لارې
د پيغمبرانو د پيژندلو لارې
شپږ پنځوسم اصل
د انسان فطرت دا دے چې يو څيز هم بې دليله نه قبلوي او هر چا چې بې دليله يوه ادعا قبوله کړه هغه د خپل فطرت خلاف کار کړے دے. د نبوت ادعا هغه تر ټولو لويه ادعا ده چې يو….
Jan 16 2023
د عقائد کليات: د امام عصمت
د عقائد کليات: د امام عصمت
دوه نو يم اصل:
په تير اصل کښې مو وويل چې امام يو عام مشر نه دے چې يوازې د هيواد په چلولو او د هغه د سرحدونو په ساتلو لګيا وي بلکه له دې پرته نورې ذمه وارۍ هم لري چې هغې ته اشاره وشوه نو دغه لويې ذمه وارۍ ترسره کول لکه د قرآن تفسير، د احکامو بيانول، دخلکو عقيدتی پوښتنو ته ځوابونه ورکول او په عقيده کښې له هر ډول انحرافه مخ نيوے کول، هاله ممکن دي چې پراخ او بې خطا علم ولري او که عام خلک دغه ډول چارې په لاس کښې واخلي نو له خطا او غلطۍ به په امان نه وي.
البته عصمت له نبوت سره برابر نه دے، کيدے شي يو کس له خطا او ګناه معصوم وي خو پيغمبر او نبی نه وي. د دې څرګنده بيلګه حضرت مريم بي بي ده چې د پيغمبرانو د عصمت په باب کښې مو د هغې د عصمت دليلونه بيان کړل.[1] له دې عقلي څيړنې پرته نور هم داسې دليلونه شته چې د امام په معصوم والي دلالت کوي چې ځينې ترې بيانوو:
1- د خدای قطعي اراده دا ده چې اهلبيت(ع) له هر ډول ګناهونو پاک کړی لکه چې فرمايي: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب /33) “په تحقيق سره خدای غواړي له تاسو اهلبيتو هر ډول پليتي ليرې کړي او تاسو داسې پاک کړی لکه څنګه چې د پاکيدو حق دے.” دا ايت د اهلبيتو(ع) په عصمت باندې داسې دلالت کوي چې د خدای اراده چې کله د اهلبيتو په پاکۍ وشوه نو دا برابره ده له دې سره چې هغوي له هر ډول ګناه نه پاک دي ځکه چې په دې آيت کښې د رجس مطلب هره پليتي ده که روحی وی که په فکر او په عمل کښې وي چې ګناه يې څرګند مصداق دے، او کله چې دا اراده د خاصو کسانو په هکله شوې ده نه د ټول امت لپاره نو له هغه پاکۍ سره فرق لري چې د ټولو په هکله راغلې ده د پاکۍ هغه اراده چې د ټولو مسلمانانو په هکله شوې ده هغه تشريعی اراده[2] ده او کيدےشي د ځينې کسانو د نافرمانۍ په سبب دا اراده تر سره نه شي په داسې حال کښې چې د اهلبيتو په حق کښې اراده تکوينی ده چې هيڅ کله به د هغې په خلاف کار (يعنی په ګناه ککړتيا) ونه شي.
دا خبره هم د پام وړ ده چې د تکوينی ارادې مطلب دا نه دے چې له اهلبيتو(ع) د ګناه کولو اختيار اخستې شوې دے او هغوي بے اختياره شوي دي داسې نه ده لکه څنګه چې د پيغمبرانو عصمت له هغوي د ګناه کولو اختيار نه ختموي همدا راز د امامانو عصمت اراده هم هغوي نه بې اختياره کوي. (د دې تفصيل د عقائدو په کتابونو کښې راغلے دے)
2- د ثقلينو د حديث په حکم چې فرمايي: انی تارک فيکم الثقلين؛ کتاب الله و عترتی، اهل بيت عليهم السلام له قرآن سره په يو صف کښې راوستي دي يعنی لکه څنګه چې قرآن له هر ډول خطا پاک دے هم دا رنګ اهلبيت(ع) هم له هر رنګ خطا پاک دي. دا مطلب د حديث له اخرۍ برخی راوځي هلته چې فرمايي: الف: ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا ابدا، تر څو چې دا دواړه کلک ونيسئ نو هيڅکله به نه ګمراه کيږئ.
ب: انهما لن يفترقا حتی يردا علی الحوض. دا دواړه يو تر بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض په غاړه ماته راورسي.
دا بالکل روښانه ده ځکه چې له کوم څيز سره تمسک کول او د هغې نيول د هدايت سبب کيږي او هيڅ کله هغه له قرانه نه جدا کيږي، نو داسې څيز بايد له هر ډول ګناه او خطا پاک وي.
3- پيغمبر(ص) خپل اهلبيت(ع) د نوح د کشتۍ غوندې ګڼلي دي او فرمايلي يې دي چې هر څوک چې په دې کشتۍ کښې سپور شو نو د درياب له څپو په امان کښې دے او هر چا چې ورسره مخالفت وکړ نو په درياب کښې غرق شو. اِنّمَا مَثَلُ اَهلِ بيتی فی اُمّتی کَسَفِينةِ نُوحٍ مَن رَکِبها نجیٰ وَ مَن تَخلّفَ عَنها غَرِقَ[3]، دې دليلونو ته په پام سره چې په لنډه توګه بيان شول د اهلبيتو عصمت او له ګناهانو پاکی روښانه ده او نقلی دليلونه يوازې همدا نه دي کوم چې بيان شول بلکې نور هم شته.
سرچینې
[1] . د همدې ليکوال؛ الهيات کتاب 2ټوک146-198 مخونوته مراجعه وکړئ.
[2] . سورۀ مائده 6ايت، و لکن يريد ليطهرکم چې د وضو د آيت په ذيل کښې راغلے دے.
[3] . مستدرک حاکم 2/151؛ خصائص کبری، سيوطی 2/ 266.
Jan 16 2023
له مرګه وروسته جهان(۴)
له مرګه وروسته جهان(۴)
يوسل شپاړسم اصل
په اسلامی تعليماتو _ بلکې په ټولو آسمانی شريعتونو کښې _ د ګناهګارو لپاره د توبې لاره خلاصه ده. کله چې يو انسان په خپلو کړو پښيمان شي نو د هغه روح د هغه پام خدای ته اړوي،
د هغه په درګاه کښې زاري وکړي او له زړه اراده کوي چې بيا به هغه ناروا کار نه کوي. او خدای هم په هغه شرطونو سره چې په کلامي کتابونو کښې راغلي دي د هغه توبه قبلوي قرآن پاک فرمايي: وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (نور/31) ای ايماندارو ټول خدای ته ستانه شئ (توبه اوباسئ) ښايي چې کامياب شئ کومو کسانو ته چې د توبې او د شفاعت د تربيتي اثراتو پته نشته هغوي دا خيال کوي چې ګناهګارو ته د دې دواړو ورونو خلاصيدل په يو ډول ګناه ته د هغوي تشويقول دي په داسې حال کښې چې هغوي له دې خبرې غافل دي چې ډير انسانان په څه نه څه ګناه ضرور ککړ دي او داسې انسانان ډير کم دي چې په عمر کښې ترې ګناه نه وي شوې. په دې جهان کښې داسې څوک دي چې ګناه ونه کړي؟ نو دې ته په پام سره که د توبې او شفاعت دروازه هغوي ته خلاصه نه وي نو کوم کسان چې دې ته تيار دي چې په باقي پاتې عمر کښې له ګناهونو ځان وساتی او په پاکه لار روان شی هغوي به ځان سره وايي: مونږ ته خو به هسې هم يوه ورځ د ګناهونو سزا راکول کيږي او دوزخ ته به ځو؛ نو په باقې پاتې عمر کښې هم ولې د خپل زړه او نفس خبره ونه منو او لا زيات له نامشروعه خوندونو خوند وانه خلو؟ دا ډول که د توبې دروازه بند شي نو د خدای له رحمته نا اميدي به د يو ښامار په شان خله خلاصه کړي او انسانان به ځان ته راکاږي.
د توبې مثبت اثرات هاله روښانيږي چې کله پوه شو چې په اسلام کښې د توبې د قبليدو لپاره څه شرطونه شته چې د دين مشرانو او د اسلامي علمونو څيړونکيو د هغو شرطونو په هکله په تفصيل سره خبرې کړي دي. قرآن په روښانه توګه د توبې په هکله داسې فرمايي: كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (انعام/54) ستاسو خدای په ځان باندې رحمت فرض کړے دے که په تاسو کښې يو کس د جهالت له مخې يو بدکار وکړ او بيا يې توبه وکړه او ځان يې سم کړ نو خدای بخښونکے مهربان دے.
يوسل اولسم اصل
1. عقل او نقل دا ګواهی ورکوي چې هر يو انسان به د قيامت په ورځ د خپلو نيکو عملونو جزا مومي. قرآن پاک فرمايې: فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (زلزله/ 7) کوم کس چې د يوې ذرې هومره نيک کار وکړي نو هغه به ويني. او هم دا رنګ فرمايي: وَ أَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى. ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاء الْأَوْفَى (نجم/40-41) د هغه کوشش به خامخا وليدل شي او بيا به ورته په بشپړه توګه جزاء ورکړے شي. له تيرو آيتونو معلوميږي چې د انسان بدکارونه د هغه ښه کارونه له مينځه نه وړي خو په دې هم پوهيږو چې ځينې ګناهونه لکه شرک او کفر نور عملونه له مينځه وړی او حبط کوي يې او نيک عملونه يې تباه کيږي او په اخرت کښې به په هميشني عذاب اخته کيږي لکه څنګه چې فرمايي: وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَـئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (بقره /217) له تاسو څخه چې څوک له خپل دينه واوړي او په هماغه حالت کښې مړ شي نو په دنيا او آخرت کښې يې عمل تباه کيږي او دا رنګ کسان به د هميشه لپاره د دوزخ په اوور کښې سوځوي.
دې ته په پام سره يو ايماندار انسان به په بل جهان کښې خپل نيک او بد عملونه ويني خو که مرتد شي يا بل داسې عمل وکړي چې حبط عمل ورسره کيږي او په کتاب او سنت کښې بيان شوے وي نو بيا به خپل نيک عملونه هم نه ويني.
په اخر کښې دې خبرې ته هم پام ضروري دے چې که څه هم خدای له مومنانو سره وعده کړې ده چې د نيکو عملونو بدله به ورته ورکوي او د بدو سزا، خو د عقل له نظره دا دواړه په خپلو کښې څه فرق نه لري ځکه چې په وعدې عمل کول يوه عقلي خبره ده او عمل ورباندې نه کول يو بد کار دے. خو د “وعيد”(د بد کار په سزا ورکولو) کښې داسې نه ده ځکه چې سزا ورکول د سزا ورکونکي حق دے او هغه له خپله حقه تيريدے شي. له همدی سببه څه فرق نه کوي که ځينې نيک کارونه ځينې بد کار نه پټ کړي چې په اصطلاح کښې ورته “تکفير”ويل کيږي.[1] په قرآن کښې ځينې نيک عملونه د ځينې بدو عملونو “تکفير” او ختموونکې ګڼل شوي دي چې له هغو څخه يو له لويو ګناهونو ځان ساتل دي لکه چې فرمايي: إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا (نساء/31) که له لويو ګناهونو ځان وساتئ نو مونږ به درته واړه ګناهونه پټ کړو او ښه ځای ته به مو ننباسو.
ځينې عملونه لکه توبه، پټه صدقه ورکول، او نور داسې کارونه شته چې داسې اثر لري.
يوسل اتلسم اصل
په دوزخ کښې د هميشه لپاره پاتې کيدل د کافرانو لپاره خاص دي او د هغه چا لپاره چې د توحيد رڼا يې په زړه کښې وي له دوزخ څخه د وتلو لار بنده نه ده. لکه چې فرمايي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (نساء/48) خدای پاک هيڅ کله شرک نه بخښې خو نور ګناهونه چې چا ته وغواړي بخښې يې او چا چې له خدای سره شريک جوړ کړ نو هغه يوه لويه ګناه کړې ده.
دا آيت په ډيره روښانه بيانوي چې له شرکه پرته نور ټول ګناهونه معاف کيدے شي نو بې شکه دا هغه ګناهونو ته اشاره کوي چې کوم کسان بې توبې مړه شي ګنې که توبه وکړي نو کيدے شي چې ټول ګناهونه تر دې چې شرک هم ورته وبخښل شي دې آيت ځکه د مشرک او نورو تر مينځ فرق بيان کړے دے چې کوم کسان بې توبې لاړ شي او مشرک وي نو هغه نه بخښل کيږي خو که مشرک نه وي نو د هغه په هکله اميد شته چې خدای يې وبخښې خو نه دا چې خامخا به يې بخښې بلکه “لمن يشاء” قيد ورسره دے يعنی چا ته چې وغواړي ګناهونه معافوي . د من يشاء قيد د خدای رحمت ته اشاره ده چې ګناهګاران د ويرې او اميد په مينځ کښې ساتي او هغوي ته وايي چې له مرګه مخکښې توبه وکړئ نو دغه وعده انسان د دو ګړنګونو تر مينځ چې نهيلي او تجري ده په نيغه لار تربيت کوي او وړاندې يې بيايي.
امام کاظم(ع) فرمايي: و لا يخلد الله فی النار الا اهل الکفر ولجحود و أهل الضلالة والشرك” خدای پاک به بې له مشرکانو او کافرانو نور څوک د هميشه لپاره په اوور کښې نه پريږدي اواخر به له خپلو نيکو اعمالو خوند اخلي لکه چې فرمايي: فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (زلزله/7) [2]
مونږ دا عقيده لرو چې جنت او دوزخ اوس هم شته شيخ مفيد فرمايي: جنت او دوزخ اوس هم شته او روايتونه د هغې په شتون ګواه دي او په شريعت عمل کوونکي په دې خبره يوه خله دي د قرآن آيتونه هم د جنت او دوزخ په اوس شتون باندی يو ډول ګواهي ورکوي لکه چې فرمايي: وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى.عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى. عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى(نجم/13-15)
پيغمبر(ص) د وحی پرښته يو ځل بيا له “سدرة المنتهیٰ” سره نزدي وليده هغه چې ورسره جنت الماویٰ ده . په يو بل ځای کښې مومنانو او کافرانو ته د زيرې او بيدارۍ په مقام کښې فرمايي: چې جنت د مومنانو او دوزخ د کافرانو لپاره تيار شوے دے لکه د جنت په هکله فرمايي: أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (آل عمران133) او دوزخ په هکله فرمايي: ” وَ اتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ “(آل عمران/131).
که څه هم مونږ ته د جنت او دوزخ ځای دقيق روښانه نه دے خو له ځينۍ آيتونو لاس ته راځي چې جنت په پاسه برخې کښې دے لکه چې فرمايي: وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ (ذاريات/22)؟
سرچینې
[1] . کشف المراد، 413 مخ ،6 مقصد، 7 مسئله.
[2] . بحارالانوار،8ټوک،27باب،لومړۍ حديث.
Jan 16 2023
له مرګه وروسته جهان(۳)
له مرګه وروسته جهان(۳)
يوسل يوولسم اصل
د عالمانو په خبرو کښې، د قرآن په پيروۍ کښې يوه مسئله د “اشراط الساعة” په نوم بيان شوې ده چې د هغې مطلب د قيامت علامې او نخښانې دي.
د قيامت نخښانې په دوه ډوله ويشل کيږي:
Jan 16 2023
له مرګه وروسته جهان(۲)
له مرګه وروسته جهان(۲)
يوسل شپږم اصل
د قرآن آيتونه او اسلامی حديثونه په دې خبره ګواه دي چې د انسانانو بيا ژوندي کول او معاد هم بدنی دے او هم روحی. د بدنی…
Jan 16 2023
له مرګه وروسته جهان(۱)
له مرګه وروسته جهان(۱)
اسماني شريعتونه ټول په دې خبره يوه خله دي چې په آخرت باندې ايمان ضروری دے. ټولو پيغمبرانو توحيد ته د بلنې په څنګ کښې د قيامت او مرګ نه پس د ژوند په هکله هم خبرې کړي دي او په اخرت باندې ايمان يې د خپل پروګرام په سر کښې بيان کړے دے. نو دې ته په پام سره په قيامت باندې عقيده په اسلام کښې د ايمان له ارکانو څخه ده. که څه هم چې د قيامت مسله په تورات او انجيل کښې ډيره روښانه بيان شوې ده خو په قرآن کښې له نورو آسمانی کتابونو نه زيات په دې اړه خبرې شوي دي. او د دې کتاب لويه برخه د قيامت په هکله ده. په قرآن کښې قيامت په بيلا بيلو نومونو ياد شوے دے. لکه ؛يوم القيامه، يوم الحساب، اليوم لاخر، يوم البعث او داسې نور. او دا دومره اهميت له دې امله دے چې ايمان او دينداري د قيامت له عقيدې پرته څه ګټه نه لري.
يو سل څلورم اصل
اسلامی پوهانو او متکلمانو د مرګ نه په وروسته ژوند او د قيامت په شتون باندې بيلا بيل دليلونه بيان کړي دي. او په دې ټولو دليلونو کښې يې له قرانه مرسته اخستې ده له همدې سببه ښه دا ده چې د قرآن ځينې دليلونه دلته بيان کړو:
الف. خدی پاک حق دے او د هغه کارونه هم حق دي او له هر ډول باطل او عبث کاره پاک دی. د انسانانو پيدايښت بې له کوم هدف او مقصده لغو او عبث دے لکه چې فرمايي: أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مومنون/115)ايا تاسو دا پام کوئ چې تاسو مو عبث پيدا کړي يئ او تاسو به مونږ ته نه راګرځئ؟!.
ب. د خدای د عدل تقاضا ده چې له نيکانو او بدکارو سره په سزا او جزا کښې يو شان سلوک ونه شي. په داسې حال کښې چې په دې دنيا کښې ګورو چې په سزا او جزاء کښې د پوره عدل او انصاف د راتللو امکان نشته، ځکه چې د دواړو ټوليو برخليک يو دے او له يو بله نه جدا کيږي. له بل اړخه ځينې ښه او بد کارونه داسې دي چې د هغې اجر او سزا دومره لويه ده چې په دې دنيا کښې نه شي ادا کيدے مثلاً يو سړے د حق په لاره کښې ډير تکليفونه وزغمي او بيا په همدې لاره کښې شهيد شي او يو بل کس چې ډير حق غواړي انسانان ګمراه او مړه کړي. نو دې ته په پام سره يو بل جهان بايد داسې وي پکښې د خدای پاک د پوره پوره عدل جاری کيدلو امکان وي. لکه چې فرمايي:
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (ص/28) ايا نيک مؤمنان د مفسدينو په قطار کښې راولو يا له پرهيزګارانو او ګناهګارانو سره يو شان سلوک وکړو؟!
او همدا رنګ فرمايي: إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ (يونس/4) “ستاسو ورتګ د هغه په لور دی، د خدای وعده ريښتونې ده. بي شکه چې هغه انسان پيدا کوي بيا يې بيرته ستنوي د دې لپاره چې هغه کسانو ته چې ايمان يې راوړے دے او نيک عملونو يې کړي دي هغه شان چې پکار دي انصاف سره جزا ورکړي او کومو کسانو چې کفر کړے دے د هغوي لپاره د يشيدلو اوبو څښاک دے او دردناک عذاب دے ځکه چې کفر يې کړے دے.
ج. د انسان پيدايښت په دې جهان کښې له يوې ذرې شورو شوے دے او ورو يې جسم پوره کيږی او کمال ته رسي تر دې چې د هغه په بدن کښې روح واچولے شي او قرآن خدای پاک ته د انسان په دې پوره پيدايښت د احسن الخالقين لقب ورکوي، بيا هغه د مرګ په سبب له دې جهانه بل جهان ته ځي چې له تيرې مرحلې نه زيات کمال پيدا کړي او تيره مرحله ورسره مکمل شي او دې خبرې ته په قرآن کښې داسې اشاره شوې ده: ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.انَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ. ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ (مومنون/14-16) “بيا مو ورته يو بل پيدايش او خلقت ورکړ نو د ډير برکت خاوند دے هغه ذات چې تر ټولو ښه پيدا کوونکے دے بيا به څه وخت پس تاسو مړيږئ او بيا به د قيامت په ورځې ژوندي کيږئ”. د دې آيت له سياقه دا پته لګيږي چې له يوې ذرې د انسان د پيدا کولو د ذکر او د هغه د بيا ژوندي کيدو تر مينځ يو تړاو شته.
يو سل پينځم اصل
د قرآن د نازليدو په زمانه کښې به د قيامت منکرانو ځينې پوښتنې او نيوکې کولې چې قرآن د دې سره سره چې د هغوي ځواب يې ورکړے د قيامت په شتون باندې يې ځينې دليلونه هم راوړي دي چې دلته ترې ځينو ته اشاره کوو.
الف-کله کله يې د خدای په مطلق قدرت تکيه کړې ده او فرمايی: إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (هود/4) ستاسو ټولو بيا ورتلل د هغه په لور دي او هغه په هر څه قدرت لري.
کله کله دا بيانوي چې کوم خدای چې په لومړي ځل د انسان د پيدا کولو توان لري هغه يې له بيا پيدا کولو هم عاجز نه دے لکه د قيامت په منکرانو نيوکه کوي او فرمايی: فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا هغوي وايي؛ مونږ به څوک دوباره ژوندي کړي؟ بيا ورته داسې ځواب ورکوي: قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ (اسراۀ/51) ووايه؛ هغه څوک چې تاسو يې په لومړي ځل پيداکړئ .
ب- په ځينو ځايونو کښې يې د انسان بيا ژوندی کول په سپرلي کښې له ژمي خوبه وروسته د ځمکې د بيا ژوندی کولو په څير ګڼلي دي لکه چې فرمايې؛ کله چې مو په مړه ځمکه اوبه راوليږلې، نو په خوځيدو شوه او واښه ترې راوټوکيدل او ښائسته زرغونه يې وکړه. دغه بيا بيا واقع کيدونکي طبيعي حقيقت ته له اشارې وروسته د قيامت خبره کوي او فرمايي: وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى (حج /5-6)
ج- د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ويل به يې: کله چې انسان مړ شي او د هغه بدن خوړين شي او ورژيږي او د هغې ټوټې په خاورو کښې خورې شي نو دا خورې شوې ټوټې به بيا څرنګه پيژندل کيږي او د تير بدن غوندې بدن به ترې جوړ شي؟
قران د خدای په لوي علم تکيه کوي او داسې فرمايي: بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ (يس/81) هو! خدای دا قدرت لري ځکه چې خبردار پيدا کوونکے دے. په يو بل ځای کښې دغه پراخ علم داسې بيانوي: قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ (ق/4) مونږ له هغه خبر يو چې ځمکه يې کموي او له مونږ سره داسې کتاب دے چې هر څه پکښې محفوظ دي.
د- کله کله ځينی خلک دا فکر کوي چې انسان يوازي له مادی غړو جوړ شوے دے چې له مرګه وروسته رژيږی او خاورې کيږي نو دې ته په پام سره څرنګ دا ويلے شو چې کوم کس چې په قيامت کښې بيا ژوندے کيږي هغه همدا انسان دے بل نه دے؟
او په نورو ټکو، د دغې بدن د وحدت او يو والي حفاظت کوونکے څوک دے؟ قرآن له کافرانو داسې نقلوي هغوي وايي: أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ (سجده/10) کله چې مونږ په ځمکه کښې ورک شو او مونږ له پيژندلو ووتو نو بيا به څنګه يو نوے پيدايش او ژوند پيدا کړو؟
بيا په ځواب کښې فرمايي: قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/11) ووايه د مرګ پرښته په تاسو ګمارل شوې ده تاسو اخلي بيا به خدای ته بيرته ورګرځئ.
په دې آيت کښې د توفی ټکے د اخستلو په معنی دے. نو له دې ټکي پوهيږو چې د مرګ په وخت له بدنه پرته چې په ځمکه پاتے کيږي يو څيز هم شته چې د مرګ پرښته هغه اخلی او هغه روح دے. نو دې ته په پام سره د قرآن ځواب دا دے چې د مرګ په وخت د دغې غړو د وحدت حفاظت کوونکے روح دے چې ملک الموت اخستے دے او هغه روح د دې سبب کيږي چې دوباره راګرځيدونکے د لومړي ځل د پيدا شوي په شان شي. له دې ايته او د دې غوندې له نورو آيتونو استفاده کيږي چې کوم انسان چې به د قيامت په ورځ پاڅيږي هغه همدغه انسان دے چې کوم په دنيا کښې ؤ او جزا او سزا به هم هغه کس ته ورکړل کيږي چې د چا حق وي. قرآن په يو بل آيت کښې هم د دې وحدت ذکر کړے دے فرمايي:
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ (يس/79)
ووايه: هماغه (خدای) به يې ژوندي کوي چې په لومړي ځل يې (بې له څه) پيدا کړل او هغه په هر پيدايښت ښه پوه دے.
Feb 16 2024
د امام رضا (ع) او سلیمان مروزي ترمنځ مناظره
د امام رضا (ع) او سلیمان مروزي ترمنځ مناظره، د امام رضا(ع) او د سلیمان مروزي چې د خراسان له متکلمانو و، تر مینځ، د بِدا او د خدای د ارادې په اړه یو علمي بحث دی.More
By ps • د هدایت کیسې 0 • Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, امام رضا, د مستبصرینو مقالې, د هدایت کیسي, شيعه, محمدرحيم دراني, مرکز مستبصرین, مستبصرین, مقاله