د سلطان محمد بنده کیسه

د سلطان محمد بنده کیسه

 

يوه ورځ سلطان محمد خدابنده له خپلې مېرمنې څخه په غوسه شو او په يوه مجلس کې يې درې ځله طلاق ورکړ. خو له هغه سره يې د زياتې مینې له امله ډېر ژر په خپلو کړنو پښيمانه شو، نو د اهل سنتو علماء يې راوغوښتل او مشوره يې ترې وغوښتله

هغوی وویل: هیڅ لاره نشته، پرته له دې چې لومړی بل کس له هغه سره واده وکړي، بیا سلطان کولی شي چې ورسره واده وکړي

سلطان وویل: زما لپاره دا ډیره سخته ده چې دا ومنم. بله لاره نشته؟ تاسې علماء په ډېرو مسايلو کې اختلاف کوئ، يوازې په همدې يوه مسله کې تاسې ټول متفق ياست؟! هغوی وویل: هو

په دې وخت کې یو مشاور د خبرو کولو اجازه وغوښته او ویې ویل:

ښاغلی سلطانه! په ښار کې یو علامه اوسیږي چې دا ډول طلاق باطل ګڼي، ښه ده چې هغه هم راوغوښتل شي او نظر ترې وغواړئ. (مطلب یې علامه حلی و)

د اهل سنتو عالمان په غوسه شول او ويې ويل: دا عالم رافضی دى او رافضیان احمق او بې عقله خلک دي او سلطان سره نه ښايي چې داسې کس سره ملاقات وکړي.

سلطان وویل: که هر څه وي خو د هغه لیدل بې ګټې نه دي او حکم یې وکړ چې علامه حلي د هغه په ​​حضور کې راوغوښتل شي.

کله چې علامه د سلطان محمد خدابنده مجلس ته ننوت نو په هغه غونډه کې د څلورو سني مذهبونو علماء هم موجود وو.

علامه بې له کومې وېرې خپل بوټونه واخستل او ټولو حاضرو کسانو ته یې سلام وکړ او بیا نیغ سلطان ته ورغی او څنګ ته کښېناست.

سني عالمانو سلطان ته مخ ورواړاوه او ویې ویل: تا ولیده؟ ایا موږ نه وایو چې شیعه ګان سپک او احمقان دي؟!

سلطان وویل: هغه عالم دی.

له هغه څخه د هغه د دې کار په باره کښې پوښتنه وکړئ

هغوی علامه ته وویل: ولې دې سلطان ته سجده ونه کړه او د حاضریدو آداب دې پر ځای نه کړل؟

علامه وویل: رسول الله صلی الله علیه وآله له ټولو باچاهانو اوچت و خو هیچا ورته سجده نه کوله، یوازې به یې هغه حضرت ته سلام کاوه او خدای تعالی هم فرمایلي دي:

(کله چې یو کور ته ننوځي یو بل ته سلام کوئ، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته)

له بلې خوا، ستاسو او زموږ په ګډه دا عقیده ده چې د بې له خدایه بل چاته سجده حرامه ده.

هغوی وویل: ولې دې د سلطان تر څنګ کښېناستې؟ علامه ځواب ورکړ: ځکه چې د کښيناستلو لپاره مې بل ځای پیدا نه کړ، او له بلې خوا سلطان او غیر سلطان یو له بل سره برابر دي او دا د سلطان په شتون کښې سپکاوې نه دی.

هغوی وپوښتل: مجلس ته مو بوټان ولې راوړل؟ آيا د سلطان او داسې مجلس په شتون کې کوم هوښيار سړی داسې چلند کوي؟

علامه وویل: زه ویریدم چې حنفیان به زما بوټان غلا کړي لکه څنګه چې ابو حنیفه د رسول الله صلوات الله علیه و آله بوټان غلا کړي وو.

په هغه مجلس کې موجود حنفي علماء په غوسه شول او چیغې یې کړې: ولې دروغ وایې؟ دا یو تور دی. ابوحنيفه چېرته او د رسول الله (ص) زمانه چيرته ده؟ ابوحنيفه له پېغمبره سل کاله وروسته پيدا شوی و. علامه وویل: بخښنه غواړم غلط شوم.

کیدی شي چې شافعي د رسول الله صلی الله علیه و آله بوټونه غلا کړي وي. دا ځل د شافعيانو غږ کړ، چې شافعي د ابوحنيفه له وفاته ورسته د پېغمبر اکرم له وفاته دوه سوه کاله وروسته پيدا شوى دى.

علامه وویل: نه یم خبر! شاید دا د مالک کار و. د حنفيانو او شافعيانو په څېر د مالکي علماوو هم په همدې ډول اعتراض وکړ.

علامه وفرمايل: نو يوازې احمد بن حنبل پاتې دى، خامخا همدا احمد بن حنبل غلا کړې وه. حنبلیان هم په قهر شول او اعتراضونه او انکار یې وکړ.

په دې وخت کې علامه سلطان ته مخ شو او ویې ویل: سلطانه! تاسي وليدل چې دوي ټولو اقرار وكړ چې د رسول الله صلى الله عليه وآله په ژوند کښې له دغو څلورو سني مذاهبو له مشرانو څخه يو هم نه و حاضر او نه يې هم د هغه اصحاب ليدلي دي.

سلطان وویل: آیا دا خبره سمه ده؟ سني علماوو وويل: هو، له دغو څلورو کسانو (چې د سني مذهبونو مشران دي) هيڅ يو هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو په زمانه کښې نه وو موجود.

بيا علامه وفرمايل: خو موږ شيعه ګان د هغه سړى (يعنې د اميرالمؤمنين عليه السلام) پيروان يوو چې د رسول الله صلى الله عليه و اله روح  او ځان و او له ماشومتوبه یې په غېږ کې روزل شوی و او په پرله پسې په ځلونو ځلونو د رسول الله صلی الله علیه وآله له خوا د سرپرست او جانشین په توګه معرفي شوی دی.

سلطان د شیعه مذهب په مشروعیت پوه شو، پوښتنه یې وکړه: د دې طلاق په اړه د شیعه ګانو نظر څه دی؟

علامه وپوښتل: آیا تاسو په دریو وختونو کې د دوو عادلو کسانو په شتون کې طلاق ورکړی دی؟

سلطان وویل: نه!

علامه وویل: په دې صورت کې طلاق باطل دی ځکه چې د صحیح شونې شرطونه شتون نه لري.

بیا سلطان محمد خدابنده د علامه په لاس شیعه شو او د هغه د حکمرانۍ لاندې چې څومره ښارونه وو د هغې حاکمانو ته یې لیک ولیکه چې له دې وروسته دې د دولسو شیعه امامانو په نوم خطبې ولولئ او د پاکو امامانو په نوم دې په سکو باندې چاپ کړئ او د امامانو نامې د جوماتونو او مشهورو ځایونو په ديوالونو وليکئ.