د حضرت فاطمةالزهرا په سیرت کې دقرآن چورلیزي رول

د حضرت فاطمةالزهرا په سیرت کې دقرآن چورلیزي رول

 

په دیني عقایدو اوغوره اخلاقو کې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها اغیزمنې اوښکلي خبرې یوه داسې خزانه ده چې دقرآن په آیتونوپسولل شوې ده . دهغه وخت ټولنیزو اوسیاسی مسئلو ته د فاطمه بی بی ژور ه کتنه د قرآن له معارفو راپورته شوی نظر ؤچې هغه له ظلم ،کړاؤ،فساد او توپير سره مبارزې ته بولي ؛

د دیارلسم هیجري قمری کال د څلورمې خور یا جمادی الثانی د میاشتې دریمه نیټه یعني داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له رحلته څه دپاسه نوي ورځې تیریدې . داسې ورځې چې دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها لپاره له ډيروسختیو او کړاؤنو سره یو ځاي وې . یوه ّ پلوهّ د اسلام دګران پیغمبر د رحلت غم او له بل پلوه د هغه وخت د خلکو دیوې ډلې ظلم او کړاؤ هغه بی بی تر دې حده وکړوله چې دناروغۍ په بسترې پریوته فاطمه بی بی دخپل ژوند وروستۍ شیبې تیرولې او یوازې یوهّ شي هغې ته تسلی او کرار ورکاوهّ او هغه دپيغمبر اکرم هغه ژمنه وه چې درحلت په وخت ئې هغې ته فرمائلی وو. خوږې لورې ، له ماوروسته به ته دماد کورنۍ لومړنۍ غړې وې چې له ماسره به یو ځای شې :.

دغه شیبې د امام علی او دفاطمه بی بی د بچیانو لپاره ډیرې سختې تیریدې . امام علی غریوّ نیولی ؤ(ډیر خپه ؤ) هغه یوه داسې لویه بی بی له لاسه ورکوله چې دژوند شیبې ئې دعلم ،ایمان اوصبر په زیور ښکلې وې . امام علی له خپلې هغې وفادارې ماندنې جدا کیدهّ چې کله ئې دهغې مخ ته کتل ،نو د دنیا غم به ئې هیراوهّ . هغه دا چې د فاطمةالزهرا وروستۍ کتنې ئې په دقت سره تعقیبولې .پوهیدهّ چې له دې وروسته به دفاطمه بی بی نوراني سترګې ونه ویني څو دهغه زړهّ ته تسلي اوډاډ ورکړي

دحضرت فاطمه بی بی غږ چپتیاماته کړه اووې ویل،علی جان،

پوه شه چې تر څونورو شیبو پورې به زه د تاسو په مینځ کې نه وم . دخداي په آمانئ وخت راورسید.زما خبرې واوره ،زه ګواهي ورکوم چې له واحد خدايه پرته بل خداي نشته او محمد دخداي بنده اوپيغمبر دی ،بشهت حق دی او دجهنم اوور حق دی .دقیامت ورځ به راورسیږي .تاته وصیّت کوم چې زماله رحلته وروسته ماته دشپې مهال غسل راکړه اوپه شپې مو خاوروته وسپاره او هیڅوک مه خبروه .بیا مو سرته او مخامخ کیښنه او قرآن ولوله اودعا وکړه .تا په خداي سپارم او پرخپلو بچیانو تر قیامته درود اوسلام استوم. ؛.

:، سلام وي پرتا ائ فاطمه بی بی ،سلام وي پرتا ائ د دواړو جهانونودمیرمنو سردارې بی بی ،سلام وي پرتا ائ هغې لوئې بی بی چې په تل پاتې او پاک سیرت سره دې دمیرمنې پنځیدا ته معنا ورکړه . د تا پر آسماني او لوړ مقام درود اوسلام استوو:.

دوستانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها دشهادت د کلیزې په مناسبت داهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته د زړهّ له قومې تسلیت وړاندې کوو

دوستانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها فضایل او امتیازونه یوازې داسلام له پيغمبر سره دهغې بی بی داړوندوالی په علت نه دي . هغه څه چې دغه پاکه بی بی ئې د احترام او عظمت لپاره غوره کړې ، لوړ اخلاقي اوروحی سیرت دی . دحضرت زهرا سلام ا… علیها د شخصیت په رامینځته کیدا کې د قرآن لوړ معارف او دخداي درسول او دهغې بی بی دپلار تعلیماتو پکې هدایت کونکی او چورلیزي رول درلود. له دې مخکې چې ددغه رول بیانولو ته مخه کړو، ضروری ده یادونه وکړو چې د حضرت فاطمةالزهرا د زیږیدا په وخت پرپيغمبر دکوثر سورې آیتونه نازل شول او خداي پاک دغه زوکړه د: خیرکثیر: په توګه دپيغمبر لپاره یاد کړه . همداراز د احزاب سورې په ۳۳ آیت کې خداي وندمتعال دپیغمبر اکرم داهل بیت علیهم السلام طهارت اوپآکۍ ته اشاره کوي . روایت شوي دي چې پیغمبر اکرم ددغوآیتونوله نازیلیدا وروسته ترډیرې مودې پورې کله دلمانځه لپاره جومات ته روانیدهّ، د فاطمه د کور دروازې ته به ورتهّ او داسې به ئې فرمائل ؛، ائ اهل بیتو د لمانځه وخت دی :. او له دې وروسته به ئې د احزاب سورې ۳۳ آیت تلاؤت کاوهّ

إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا

له قرآن پاک سره مینه د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها په سیرت کې یوه څرګنده ځانګړنه ده .فاطمه بی بی دقرآن دمعارفو له سمندره څوګران بیه ملغلرې رااوچتې کړې او خپل روح او باطن ئې ورسره ښکلی کړ . هغې بی بی پخپلې لومړنۍ خطبې کې چې د اسلام دګران پيغمبر له رحلته وروسته ئې په جومات کې ولوسته ، ددې ټکي یادونه وکړه چې قرآن دپیغمبر یوپاتې شوی او دخداي او خلکو ترمینځ ژمنه ده او وې فرمائل :،خداي دتاسو ترمیینّځ یوه داسې ژمنه اوتړون لری چې له دې مخکې تاسو ته ویل شوی او یوداسې یادګار لری چې دتاسو لپاره پاتې دی :. حضرت فاطمه بی بی په یوه بل تعبیر خلکو ته یادونه کوي چې په قرآن کې هیڅ باطل او دحقیقت خلاف شی نشته . نور ئې هراړخیز دی او نورو ته رڼا ډالۍ کوی . ددغه کتاب دلیلونه اوحجتونه په دې ډول دي چې ټول ورځينې استفاده کولی شي او هرڅوک دخپل عقل اوفهم تر اندازه ترې پوهه اخلي . دغه پاکه بی بی دقرآن دعظمت په بیانولو کې فرمائي :، دغه کتاب دومره عظمت لري چې که څوک په حقیقت کې دقرآن پیروکار وي او دهغه په دستوراتو عمل وکړي نو دکمال او لویوالي هغې درجې ته رسیږی چې نور ورسره رشک کوي. حضرت فاطمه بی بی په یو ې بلې وینا کې قرآن پاک دالهي احکامو او معارفو سرچینه ګڼي .

= دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها له نظره قرآن ته توجه اوپام دعمل کولو اوپوهیدا لپاره دی . لکه څنګه چې فرمائی :،که یومسلمان دقرآن پیروکارشي ، نونیکمرغه به شي او وبه ژغورل شي ؛. په همدې دلیل ده چې حضرت فاطمه بی بی د اسلام دګران پيغمبر له رحلته وروسته په پيښو کې د مسلمانانو ترمینځ داختلاف دمخنیوي لپاره دقرآن د چورلیزي رول یادونه وکړه او وې فرمائل :، ولې بې لارې کیږئ ،په داسې حال کې چې دخداي کتاب دتاسو ترمینځ شته دی ؟ دهغه مطلبونه روښانه او احکام ئې ځلانده دي . د هغه دهدایت نښې نښانې ښکاره او خبرداري ئې هم واضح دي . آیا له قرآن سره مینه او ګروهنه لرئ؟ او له قرآن پرته په بل قضاوت کوئ ؟

حضر ت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها په کردار او خبرو کې دقرآن پردرنښت سربیره پخپله هم په عمل کې ددغه الهي کتاب دلوړ معارف یوه بیلګه وه . هغې بزرګوارې له ماشوموالي د وحي په کورکې له قرآن سره مینه پیدا کړه .کله چې ئې پلار بزرګوار دوحي آیتونه تلاوت کول ،نو هغې بزرګوارې بی بی ورته په ډیر دقت سره غوږ کیښودهّ . له قرآن پاک سره دفاطمه بی بی مینه او عشق تردې حده ؤ چې د وفات په وخت خپل خاوند علی ته وصیت کوي څو دهغې له شهادته وروسته دهغې لپاره هرڅومره چې کولی شي قرآن ولولي .

حضرت فاطمه بی بی خپل بچیان له قرآنه په الهام سره تربیت کړل . سلمان فارسی روایت کوي چې یوه ورځ دخداي رسول زه د یوه کار لپاره دفاطمه بی بی کورته ولیږلم .کله کورته ورسیدم ،نو اجازه مووغوښته او کورته داخل شوم . په دغه وخت کې مې فاطمه ولیدله چې وربشې ئې وړهّ کولې ،خو وروورو ئې دقرآن تلاوت هم زمزمه کاوهّ . په یوه بل روایت کې راغلی دي چې یوه ورځ امام علی کورته داخل شو او وائ وریدل چې فاطمه بی بی هغه آیتونه چې تازه پر پيغمبر نازل شوي وو تلاوت کوي . امام علی په حیرانتیاسره وپوښتل :، له دغوآیتونو څرنګه خبره شوې ؟ فاطمه بی بی ځواب ورکړ :، زما زوي حسن نن زما په پلار نازل شوي آیتونه راته ولوستل ؛.

دغې لوئې بی بی حتی خپله وینځه فضه ّ هم له قرآن سره دومره ګروهمنه کړې وه چې هغې له نورو سره دقرآن له آیتونو پرته نوره خبرې نه کولې .

= د غوره اخلاقو او دیني عقایدو په بیانولو کې د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا… علیها اغیزمنې او ښکلې خبرې یوه داسې خزانه ده چې په قرآني آیتونو پسولل شوې ده .فاطمه بی بی قرآنی ارزښتونه یوازې پر ژبې نه راوړل بلکې دقرآن پر حقایقو د ټولنې د واقیعیتونوپه اساس ئې دا دنده او ضرورت احساس کړ چې له ناسموکارونو او رودوسره مخالفت ته پورته شي . دهغه پړاؤ ټولنیېزواوسیاسی مسئلوته دفاطمه بی بی ژوره کتنه د قرآن له معارفوراپورته شوی نظر ؤچې هغه بزرګواره بی بی ئې له ظلم او کړاؤ اوفساد اوتوپير سره مبارزې ته بلله .حضرت فاطمه بی بی په ډیر ښه ډول پخپلو پندونو،خبرو ،اوچلند کې معنوي او اخلاقي ارزښتونوته ځلا بخښله .. هغه پوهیدله چې په ژوند کې نیکمرغي او تقوا به هاله دایمي اوثابته پاتې شي چې تل پاتې آيئډیالونه ولرل شي او هیڅکله له موقتي او ظاهري چارو سره په اړونده کارونو پسې نشي . هغه حقیقت چې دقرآن آیتونه ټول له هغو دعبرت درس اخستو ته بولي او هغه دا دی لکه چې دقرآن په اعلی سورې څوارلسم آیت کې هم راغلی دی :، قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى:،

په یقین سره څوک چې پاک شو (دخپل نفس تزکیه ئې وکړه ) وژغورل شو :.

دغه قرآنی فکر سبب شوی ؤ چې فاطمه بی بی ژغورل کیدا یوازې له الهي ارزښتونو په استفادې کې ګڼي او په ټول وجود سره ئې دغه باور ترلاسه کړ. له دې امله دغې پاکه بی بی هیڅکله خپل عظمت ،عزت او حقیقت دژوند په ښکلاؤ کې چې حتمی فنا کیدا او لږ ه بیه لري ،نه ګڼله دوي پخپل ژور فکر سره خورا غوره شیان دپروردګار په نزد لټوي . دغه نظر له دغه قرآنی تفکره راپورته شوی ؤ چې دقرآن د کهف سورې په ۴۶ آیت کې راغلی دي

الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا

 

؛، مال او بچیان ددنیا دژوند ښکلاده او باقیات وصالحات(غوره او تل پاتې ارزښتونه ) ثواب ئې دتاد پروردګار په نزد غوره اوهیله منونکی دی

او داسې وه چې حضرت فاطمةالزهرادخپل ژوند شیبه شیبه دخداي په بندګۍ ښکلی کړې او له دغې بندګۍ ئې ډير معنوي خوندواخست.

دوستانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا…علیهادشهادت دکلیزې په مناسبت دتسلیت په بیا ویلو سره دهغې بزرګوارې بی بی یوه غوره وینا درته وړاندې کوو هغه بی بی فرمائي :،

بی شکه خداوندمتعال ایمان له شرکه دتاسو دپاکۍ سبب ،لمونځ له کبر ه دتاسو دژغوریدا او زکواة دنفس دپاکۍ او دروزۍ دزیاتیدا او روژه داخلاص اوتل پاتې کیدا اودساتنې سبب ګرځولې ده :.