روښانه ډيوه

روښانه ډيوه: احمد بن موسی (عليه السلام)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د مدينې ښار په غمونو کې ډوب و. شيعو د خپل امام او پيشوا په ماتم  کښې ژړل او سر او سينې يې وهلے.

په مدينې کښې ډيره غمجنه ورځ وه سترګې له اوښکو لمدې وې او د مسلمانانو زړونه د امام موسیٰ کاظم (ع) په ماتم کښې دړديدلي و او آرام او قرار يې نه لرل.

د شيعو اووم امام  دعباسی خليفه ګانو له ټولو زيات ظالم خليفه په لاس شهيد شوے و د هغه امام کورنۍ هم د هغه په غم کښې غمجنه وه له دې پيښی لږ ساعت وروسته مسلمانان په فکر کښې شول او ځان سره يې وويل: “له امام موسی کاظمه (ع) پس به زمونږ امام او پيشوا څوک وي؟ موسی بن جعفر(ع) په خپل ژوند د ځان ځای ناستې کوم کس ټاکلے دے؟ آيا چاته د دې په هکله څه معومات شته …؟ ” ورو ورو دا خبرې او پوښتنې د شيعه تر مينځ اوچتې شوې او هر يو به يوه خبره کوله. خلک ټول د اتم امام په لټه کښې وو چې هغه سره بيعت وکړي او د هغه پيروي وکړي.

حضرت امام موسی کاظم(ع) په خپل ژوند کښې خپل ملګرو، دوستانو او شيعو ته ويلي وو چې ما له ورسته به زما زوې (علی) ستاسو امام اوپيشواوي خو ځينې کسانو به داغ ويل چې مونږ خپل اتم امام نه پيژنو لږ وخت نه وتير چې دا خبرې له هرې خوا اوچتې شوې. ځينی وويل: ” علی ابن موسی (ع) زمونږ پيشوا او امام دے.” ځينو وويل: احمد بن موسی د امامت وړ دے او بايد هغه سره بيعت وکړو. حضرت موسی بن جعفر ډير  بچی لرل چې زيات پکښې د ښو اخلاق خاوندان وو له همدی سببه خلکو بيلا بيلو بچيو سره يې مينه لرله او غوښتل يې چې په هغوي کې يو کس سره بيعت وکړي. د امام په بچيو کښې د احمد بن موسی مينه وال ډير وو. د هغه ملرو وويل: احمد ين موسی له اخلاقی او شخصتي نظره د شيعو د امامت او رهبرۍ لپاره له ټولو ښه کس دے” او په همدې دليل په هغه پسې لاړل او ويې ويل: مونږ راغلی يو چې تا سره د خدای داتم حجت په توګه بيعت وکړو اوستا پيروي وکړو.

احمد بن موسیٰ د خپلی زمانې له ټولو لوي او  مشهور شخصيت ګڼل کيده هغه يو امانداره ميړنې او انصاف دار سړے و چې تل به يې خلک حق ته هدايتول او په دې لاره به يې هپځ کله مسلمانانو ته دروغ نه ويل. احمد بن موسیٰ د خپل په خوا کښې ډير څه زده کړي وو او د خدای او د رسول په دين يې ايمان لره هغه ته پته وه چې حضرت علی ابن موسی الرضا د شيعو اتم امام دے ځکه چې دا خبره يې له دې وړاندې له امام کاظم (ع) اوريدلې وه . احمد بن موسی” له اتم امامه (ع) د پتنګ په شان تاويده او هميشه يې د خپل ورور په خدمت کښېی د حاضريدو اعلان کاوه.

هغه به امام رضا(ع) ته د امام او رهبر په توګه کتل او هميشه به يې د هغه حضرت (ع) پيروی او اطاعت کاوه. امام رضا(ع) هم خپل ورور سره ډيره مينه کوله او هميشه به يې ورته دعا کوله. اخر دا چې له ټولو اختلافاتو پرته بيا خلک احمد بن موسی د بيعت کولو لپاره ورغلل.

غوښتل يې چې احمد بن موسی سره بيعت وکړي چې هغه د خلکو امام او رهبر شی په دغه خلکو کښ احمد بن موسی هم و خو څه خبرې يې نه کولے. مسلمانانو هغه سره د بيعت کولو لپاره بيړه کوله ويې ويل: اے د خدای حجته لاس دې راکړه چې بيعت درسره وکړو. هغه د خدای د حمد او ستاينې وروسته خلکوته داسې وويل: اے خلکو او اے مسلمانانو! هغه کس چې دامامت او ولايت سره ښايې هغه زۀ نه يم بلکه هغه زما ورور علی بن موسی الرضا(ع) دے قسم په خدای چې له خپل پلار حضرت موسی بن جعفر می واوريدل: اتم امام اود رسول وصی علی بن موسی(ع) دے. خدای پاک د خلکو تر مينځ هغه د دې کار لپاره ټاکلے دے. نو هغه د ځمکې په مخ د خدای حجت دے. اے خلکو غلطی ونکړئ او په غلطه لاره لاړنه شئ؛ اوس زۀ تاسو د هغه په لور هڅه وم چې خپل امام او رهبرﻻ سره بيعت وکړئ. زۀ به هم هغه حضرت سره بيعت کوم او د حضرت علی بن موسی له لارويانو به وم. د مدينې خلکو احمد ابن موسی رښتونې او تقوا دار ګڼل نو د هغه له دې خبرو وروسته ټول اتم امام (ع) حضرت علی ابن موسی(ع) ته ورغلل چې هغه سره بيعت وکړي.

کله چې امام رضا(ع) د مدينی په جمات کښې د خپل ورور له خبرو خبر شونو خپل مبارک لاسونه يې اسمان ته اوچت کړل او د احمد لپاره يې دعا وکړه او ويې ويل:” اے وروره! لکه څنګه چې دې حق ضايع او تباه نه کړ خدای دې انشاء الله تا هم په دنيا او آخرت کښې ضايع او تباه نه کړي.” د احمد بن موسی رښتيا خبرې او نصيحتونه د ډيرمسلمانانو د کاميابۍ سبب شو هغه په هغه انصاف او تقوا سره چې لرله يې هميشه به يې خلک سمې لارې ته هدايتول او په خپلو کړو وړو کښې ډير امانتدار او صحيح و. د احمد بن موسی دا مقام د هغه د امامت د اطاعت او پيروۍ په سبب و.

ځکه چې هغه به هميشه د امامت له مقامه دفاع کوله او نور به يې هم دې مهم کار ته هڅول تر دې چې په دې لارې کښې روح والوته او د شهادت درجې ته ورسيد.

 

پيژنګلوي

نامه: احمد

لقب: شاه چراغ او سيد السادات

د شهادت کال: له 203 تر 218 کلونو تر مينځ