لوی صبر

لوی صبر: بي بي زينب کبری

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

يزيد بن معاويه، په ډير غرور سره په خپل تخت ناست و او نوروخيانتکارانو ورسره خوا کښې خوشامد او چاپلوسی کوله. د کربلا د پيښې نه پس يې ورته د هغه اهلبيت(ع) په بند کښې راوستي وو او هغه د بنديانو ښځو او ماشومان په وړاندې ځان بريالے ليدۀ.

يزيد په ډيرې بې شرمۍ سره د پيغمبر(ص) ر کورنۍ په وړاندې په ډيرو سپکو شعرونو سره د حسيني کورنۍ سپکاوے کاوه. د امام د اهلبيتو د ژړا آوازونه د يو ساعت لپاره هم نه غلے کيدل هغه ګرم اور چې د امام حسين(ع) د هغه د اولاد او اصحابو د شهادت په سبب د هغوی په سينوکښې بل شوے و هيڅکله نه يخيده په دې بنديانو کښې د اميرالمؤمنين علی(ع) ګرانه لور چې خپل ورور سره اوږه په اوږه په کربلا کښې موجوده وه، د يزيد د لاپو او سپکو خبرو تنګه شوه او زړه يې په درد شو نو په حيدري ژبے او حسيني غيرت او د زهرا بي بي پاکۍ سره د هغه ظالم په مقابله کښې داسې خبرې وکړے: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې د عالمينو ربّ دے او سلام او درود د زما په نيکه د پيغمبران مشر، خدای پاک صحيح فرمايلي دي: د هغه کسانو انجام چې بد عملونه يې کړي دي دا دے چې د خدای ايتونه يې دروغ وګڼل، او هغه يې ټوقے او مسخره وګڼل.

اے يزيده! ته دا فکر کوے چې ځمکه او اسمان دې په مونږ تنګ کړل او مونږ ته دې ټولې لارې بندے کړي دي چې مونږ دې د مريانو غوندې هر خوا ته وګرځولو اودا فکر کوې چې مونږ د خدای په نظر کښې خواريو او ته هغه ته نزدے يې؟ ستا په مونږ باندې دا برې د خدای په درګاه کښې ستا عزت ښايي؟ له همدې سببه دې پوزه په بره کړه ده او تکبر دے وکړ او ځان ته غره شوې ډيرخوشحاله شوې چې دنيا ستا په لاس کښې ده او ستا په لاس بندي ده او ستا کارونه ښائسته شوي او باچاهي او د مشرۍ مقام ستا لپاره هوار شوے دے. نو لږ په آرام او ورو شه، ايا د خدای خبره دې هيره کړه چې فرمايلي يي دي: کوم کسان چې کافران شوي دي او ظلم يې کړےدےهغوي دا فکرونه کړي چې که مونږ هغوي ته مهلت ورکوو نو دا د هغوي په ګټه دے، مونږ هغوي ته د دې لپاره مهلت ورکوو جې خپل ګناهونه زيات کړي او د هغوي لپاره سپکوونکے عذاب دے. اے د هغو کسانو بچيه چې زما نيکه د مکې په فتح کښې قيديان کړل او بيا يې آزاد کړل، آيا دا انصاف دے چې ته دې خپلې ښځې او وينځې د پردې شاته کښينوې او د پيغمبر(ص) لوڼې د بنديانو په شکل اخوا ديخوا راکاږې؟ چادرونه ترې واخلي او مخونه يې څرګند کړې چې د هغوي دښمنان يې له يوۀ ښاره بل ښارته بوځي. او خپل پردي هغوي ته سترګې غړوي نزدې لرې او شريف اوسپک کسان د هغوي مخونه وويني. د هغوي له سړيو نه څوک مدد کوونکے پاتے دے او نه ساتونکے او مرستيال. په رښتيا چې د داسې ښځې له اولاده به د زړه سواندي څه تمه وشي چې خولې يې د پاکو (حمزه) ځيګر وچيچه او بهر يې وغورځاوه اوڅوک چې د شهيدانو په وينو لوي شوي وي هغوي به زمونږ دښمنۍ ته څرنګ بيړه نه کوي هغه څوک چې مونږ ته د دښمنۍ او کينه په نظر ګوري اوبي له دې چې ځان ګناهګار وګڼې او د دې ګناه په لوي والي پوه شې وايې: اے کاش چې پلرونه مې موجود وے جې خوشحالي يې کړےوے اوماته يې ويلے وے چې لاس دې مات مه شه …په داسی حال کښې چې د خيزران په لخته د حضرت ابا عبدالله الحسين، د جنت د ځوانانو سردار شونډې او غاښونه وهې؟ او ولې به داسې نه کوې تا چې زمونږ په زخمونو مالګه واچوله زړونه دې راته مات کړل او له ويخه دې ورک کړو. تا چې د محمد(ص) د کورنۍ د عبدالمطلب د اولاد د ځلندۀ ستورو وينه توي کړه په داسې حال کښې خپلو پلرونو ته غږ کوې ستا دا ګمان دے چې هغوي ستا غږ اورې خو ډير زر به ته هم هغه ځای ته لاړشې چې هغوي تلي دي اوهغه وخت به بيا ارمان کوې چې اے کاش لاسونه مې شل وے او ژبه مې ګنګه وے خو داسې خبرې مې نه وے کړي. او کوم کار چې کړےدے هغه دې نه وےکړے. خدايه! زمونږ حق له دوي واخلے او چا چې په مونږ ظلم کړےدے له هغوي انتقام واخلې او په هغه کسانو چې زمونږ وينه يې توي کړه او زمونږ ملګری او اصحاب يې مړه کړل، خپل عذاب راولے. اے يزيده! بې له دې دې بل څه نه کړي خو خپله څرمن دې څيرلې ده او خپله غوښه دې پرې کړې ده او د ګناهانو همدې بار سره ، چې د رسول الله(ص) د کورنۍ وينه دې توی کړه او د هغه د خپلوانو بې عزتی اد سپکاوې دې وکړ، چې په اږو دې پروت دے به پيغمبر(ص) سره مخامخ کيږې هغه وخت چې خدای به ټول خلک راجمع کړي وي او خواره واره به راټول کړي او د هغوي حقونه به واخلي لکه څنګه چې خدای فرمايي: هيڅ کله دا ګمان ونه کړې چې کوم کسان د خدای په لاره کښې وژل شوي دي هغوي مړه دي بلکه هغوي ژوندي دي او د خدای په نزد روزی خوری. او ستا لپاره هم دومره بس ده چې خدای حکم او فيصله کوونکے دے او پيغمبر(ص) زمونږ مدعی او جبرائيل زمونږ مرستيال دے. ډير زر به هغه سړے (معاويه) چې ته بې دهوکه کړے او په خلکويې وګمارلے، پوه شي چې د ظالمانو لپاره ډير بده سزا ده او پوه به شي چې په تاسو کښې د کوم کس ځای له بله بد دے او فوځ يې کمزورے دے. که څه هم زمانے مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا غوندې کس سره خبرې وکړو خو پوه شه چې زما په نظر کښې ستا قيمت کم او سپکاوے او ملامتيا دې ډيره ده. خو څه وکړم چې سترګې موله اوښکو ډکې دي او زړونه موله غمه سوزي.

خبردار اوسه چې ډيره د افسوس او حيرانتيا خبره ده چې نيک او پاک نسله کسان د شيطان د ټولي چې آزاد شوي غلامان وو په لاس مړه کيږي او زمونږ وينه ستا له نوکونو بهيږي او زمونږ غوښې ستا سوله خلوبهر راوځی اودا پاک او پاکيزه بدنونه تل ستاسو غوندې دڅيړونکيو ليوانو خوارک کيږي او د مردار خورو د پنجو لاندې په ځمکه مږل شوي دي. او که نن ته مونږ د ځان لپاره غنيمت کڼې نو ډير زر به وګورې مونږ ستا په تاوان وو او دا به هغه وخت وي چې څه دې له ځانه وړاندې ليږلي دي هغه به ووينې او ستا پروردګار په خپلو بندګانو ظلم نه کوي. زه خدای ته ستا ګيله کوم او په هم هغه توکل کوم… بي بي زينب سلام الله عليها خپلو حيدری خبرو سره د اهلبيتو د دښمنانو او دوستانو په وړاندې يزيد او يزيديان د تل لپاره وشرمول او او خپل حيدري غږ سره يې د حسينې عاشورا پيغام د ټولو آزادو انسانانو غوږونو ته ورساوۀ له همدې سببه ترڅو چې د حسين(ع) نوم ژوندے دے د بي بي زينب کبری نوم به هم ژوندے وي.

 

پيژنګلوي

نامه: زينب

لقب: عقيله، صديقه صغری

عمر: 57 کاله

د وفات تاريخ: (د يوه روايت له مخې) د 62هجري کال د رجب د مياشتې پينځلسم نيټه.

مزار: شام (دمشق)