حضرت حمزه سيد الشهداء(عليه السلام)

حضرت حمزه سيد الشهداء(عليه السلام)

 

حمزه بن عبدالمطلب، د پيغمبر(ص) ترۀ ؤ چې د پيغمبر(ص) د زوکړې نه دوه کاله وړاندې وزيږيد. د قريشو په ځوانانو کې په زړه ورتيا، ميړانتوب ازاد فکرې او دظلم په نه زغملو مشهور ؤ. د هغه د ځوانيدو سره سم د هغه د جنګيدو طاقت او ميړانتوب هم څرګند شو. دوي به د اسلام له څرګنديدو نه وړاندې هم د مشرکانو د ظلمونو په وړاندې د رسول اکرم (ص) مرسته کوله.

د هغه مسلمانيدل د خداي د دين د لوړاوي سبب شوځکه چې د هغه له مسلمانيدو وروسته مسلمانان له منځه تلو نه وژغوريدل او کله چې قريشو دا وليدل چې د پيغمبر(ص) ملاتړې د حمزه عليه السلام په شان يو ميړنې کس دی نو په هغوي باندې يې ظلمونه او زياتي کم کړل او خپل کړچار يې د رسول الله مبارک سره ښه کړ. حمزه عليه السلام د نورو مسلمانانو سره سم مدينې ته هجرت وکړ او ډير ځانګړي خدمتونه يې وکړل په بيله توګه فوځي خدمتونه.

پيغمبر(ص) د خپل نوي حکومت دفاعي مسئلو ته ډير پام درلود. هغوي د فوځي ټوليو په جوړولو سره مدينه په امن کې وساتله او مسلمانان يې د دښمنانو په وړاندې چمتو کړل. نو د هجرت نه اووه مياشتې وروسته يې لومړې فوځي ټولګې د حمزه عليه السلام په مشرۍ کې واستلولو. سره د دې چې دا مخامخيدل د بې جنګه پايې ته ورسيدل خو د مشرکان د لوي کاروان په وړاندې د اسلام د دې لږو  فوځيانو ودريدل د مسلمانانو د اقتدار او حکومت نخښه وه. پيغمبر(ص) د دويم هجري کال د ربيع الاول په مياشتې کې د “ابوا” غزوه او په جمادي الاولی کې يې د “ذات العشيره” غزوه د قريشو کاروان پسې د تلو په نيت جوړه کړه. په دې جنګونو کې هم د اسلام بيرغيال حضرت حمزه عليه السلام ؤ.

هغوي (حمزه عليه السلام) د بدر په جنګ کې روښانه حضور دلرود. دا جنګ د خداي پاک په مرستې، د امير المؤمنين علی (ع) په ميړانتوب او د حمزه عليه السلام په زړه ورتيا سره د اسلام په ګټه پايې ته ورسيد. په دې جنګ کې د کافرانو څو مشران د حمزه عليه السلام په طاقتورو لاسونو ووژل شول او يا اسير شول. له مړ شويو کسانو څخه طغيمه بن عدی او ابوقيس بن فاکه ؤ، او “اسود بن عامر” د حمزه عليه السلام په لاس ژوندي ونيول شول سيدالشهدا حمزه ‏بن ‏عبدالمطلب د “بني قينقاع” په غزا کې د اسلام بيرغيال ؤ،د بني قينقاع يهوديان لومړۍ ټولګې ؤ چې د اسلام په وړاندې يې د جنګ اعلان وکړ. د اسلام فوځيانو د هغوي په کلا کې ګېر کړل. او بيا پيغمبر(ص) هغوي له مدينې وباسل او مالونه يې ورنه واخستل. د بدر له غزا يو کال وروسته د احد غزا، چې کافران د بدر د جنګ د بدلې او د انتقام اخستلو لپاره د مدينې په لور راغلي وو، شورو شوه. حمزه عليه السلام او ځينې نورو ميړنيو کسانو دا باور درلود چې جنګ دې له ښاره بهر وشي، حمزه عليه السلام پيغمبر(ص) ته عرض وکړۀ: “قسم مې دې په هغه خداي وي چې تا باندې يې قران نازل کړی دی، نن به ډوډۍ ته لاس نه کړم تر څو چې مې له مدينې نه بهر دشمن سره جنګ نه وي کړې”.

حضرت حمزه (عليه السلام) يو له کمو کسانو ؤ چې په جنګ کې به يې په ځان نخښه کيښوده او ځان به يې دوست او دښمن ته ښودلو. هغه د جنګ په ميدان کې د ميړانتوب او زړه ورتيا يوه بيلګه وه. ځان به يې د دښمن د فوځ مينځ ته رسوۀ او دښمن سره به جنګيدۀ. د لاس لوي زور يې درلودۀ. د احد په غزا کې په دوو تورو سره د خداي د رسول نه مخکښې جنګيده او ويل به يې : “زه د خداي زمری يم”.

شهادت

د احد په جنګ کې د دښمن د حملې په وخت په شا ستون نه شو او د خداي له رسوله به يې دفاع کوله او ديرش مشرکان يې ووژل. له مشرکانو سره يو کس “وحشی” د ونې لاندې هغې لوي سردار ته پټ ناست ؤ حمزه عليه السلام هغه وليد او د هغه په لور لاړ، له دښمنانانو څخه يو کس د هغه لاره ونيوه، حمزه عليه السلام په هغه حمله وکړه او هغه يې مړ کړ، بيا په بيړې سره د وحشي په لور راغلو خو پښه يې وخويده او په زمکه راپريوته، په دې وخت کې وحشي غشې د هغه په لور ګوزار کړو…. او په دې طريقه هغه بزرګوار چې ډير عمر يې د خداي په لاره او د رسول د ملګرتيا لپاره جهاد کړې ؤ، دخداي په لورې لاړ، او هغه لوي سردار د خداي په لاره کې شهيد شو. د خداي رسول (ص) د هغه لوړاوي کې وفرمايل: “د قيامت په ورځې د شهيدانو مشر په خداي په نږدې حمزه عليه السلام دی”.

د هغه شهيد سردار او د احد د نورو شهيدانو مقبره هميشه د مينو، د خداي د عارفانو زيادتځاي او فوځيانو ته د شهادت او د جهاد سبق ښودنکې ده.

“السلام عليك يا عم رسول الله السلام عليك يا خير الشهداء السلام عليك يااسد الله و رسوله‏”