د حضرت فاطمه معصومه د ژوند ليک په لنډ ډول

د حضرت فاطمه معصومه د ژوند ليک په لنډ ډول

 

د هغې لوي بي بي نامه فاطمه(س) او مشهور لقب يې “معصومه” ؤ. پلار مبارک يې د شيعه وو ووم امام حضرت موسي کاظم(ع) او مور بزرګواره يې حضرت نجمه خاتون ده چې د اتم امام حضرت امام رضا(ع) مور هم ده، نو حضرت امام رضا(ع) او حضرت معصومه(س) له يوې موره دي.

هغه بي بي د 173هجري کال د ذيقعده د مياشتې په لومړۍ نيټه په مدينه کې وزيږيده. خو لګه موده ورسته هماغه وړوکوالي کې يې پلار د بغداد په ښار کې د هارون په زندان کې شهيد شو. نو ځکه خپل مشر ورور حضرت امام رضا(ع) د هغې پالنه وکړه.

په 200 هجري قمري کال کې د هارون عباسي له ټينګتيا او ډارونې وروسته امام رضا(ع) مرو ته سفر وکړ او بې له دې چې څوک خپل خپلوان له ځانه سره بوځې خراسان ته روان شو.

د ورور له هجرته يو کال وروسته، حضرت معصومه(س) د خپلو ځينې وروڼو او ورارونو سره د خپل ورور د کتنې لپاره خراسان ته روانه شوه په هر ښار او کوڅې کې به خلقو د هغوي استقبال کولو، او په همدې سفر کې هغې بي بي د خپلې ترور بزرګوارې حضرت زينب(س) په شان د خپل ګران ورور د مظلوميت پيغام خلقو ته ورسوۀ اود بنې عباس چلباز حکومت سره يې خپل او د اهلبيتو(ع) مخالفت مومنانو او مسلمانانو ته ښکاره کړو. له همدې کبله چې کله د هغوي قافله ساوه ښار ته ورسيده، د اهلبيتو(ع) ځينې دښمنانو چې د حکومت ملاتړ ورسره ؤ، د هغوي لاره ونيوه او د معصومه بي بي ملګرو سره په جنګ شول، چې په نتيجه کې تقريباً د کاروان ټول سړي شهيدان شول ان تر دې چې د يو قول مطابق حضرت معصومه(س) يې هم زهروجنه کړه.

لنډه دا چې يا د ډير غم و ماتم يا د زهروجنې د لاسه حضرت معصومه(س) ناروغه شوه او له دې وجې چې په نورو ځايونو خراسان ته لاره نه وه نو د “قم” ښار ته روانه شوه. پوښتنه يې وکړه: د ساوه ښار نه تر “قم” پورې څو فرسنګه لار ده؟ هر څومره لاره چې وه ځواب يې ورکړ. بيا يې وفرمايل: ما “قم” ښار ته بوځئ. له دې وجې چې له پلار بزرګواره مې اوريدلي ؤ چې ويلي يې ؤ: د قم ښار به زما د شيعه ګانو مرکز وي. د قم د ښار مشران چې کله له دې خوښحالوونکي خبره خبر شول نو د هغې بي بي استقبال ته ووتل او په داسې حال کې چې د “اشعري” خاندان مشر “موسي بن خزج” د هغې بي بي د اوښ جلب په لاس کې نيولې ؤ او ډير کسان چې پياده او سواره د بي بي کجاوې سره سره روان ؤ تقريباً 201 هجري قمري کال د ربيع الاول د مياشتې په 23 نيټه هغه بي بي د قم مقدس ښار ته راننوته.

بيا په هغه ځاي کې چې نن سبا ورته “ميدان مير” وايي د موسي بن خزرج د کور مخې ته د هغې بي بي اوښ کښيناست او د موسي بن خزرج په کور کې ميلمنه شوه.

هغې بي بي 17 ورځې په دې ښار کې ژوند وکړ او په دې وخت کې د خپل خداي سره په راز و نياز او عبادت کې اخته وه.

د هغې بي بي د عبادت ځاي مدرسه ستيه ؤ چې نن سبا ورته “بنت النور” وايي او د هغې بي بي د مينه والو زيارتګاه ده.

او اخر دا چې د 201هجري قمري کال په د ربيع الثاني د مياشتې په لسمه (او د يو قول مطابق په دولسمه) نيټه مخکښې له دې چې مبارکې سترګې يې ګران ورور وويني، په مسافرې او ډير غم سره يې له دې جهانه سترګې پټې کړې او خپل شيعه يې په ماتم کې پريښودل. د قم خلقو په ډير درناوي سره د هغې مبارکه جنازه اوسني ځاي کې (چې په هغه وخت کې دا ځاي د ښار نه بهر، او د “باغ بابلان” په نوم مشهور ؤ) خاورو ته وسپارله. چې کله قبر تيار شو نو خلق حيران ؤ چې څوک به هغه بي بي قبر کې کيږدي، پدې وخت کې دوه کسان سواره چې نقابونه يې وهلي وو د قبلې لخواپيدا شو او په بيړې نږدې شو او د نمانځه نه وروسته له هغو يو کس قبر ته کوز شو او دويم د هغې بي بي جنازه راواخسته او هغه ته يې ورکړه چې خاورو ته يې وسپاري.

هغه دوه کسان له دې وروسته بې له دې چې چا سره خبرې وکړي په خپلو اسونو سواره شول او له دې ځاي لرې شول.

داسې ښکاري چې هغه دوه بزرګان د خداي دوه حجته: حضرت امام رضا(ع) او امام جواد(ع) وې. چې د شرعي قانون سره سم پکار ده چې د معصوم جنازه د معصوم په لاس خاورو ته وسپارل شي. لکه څنګه چې د بي بي زهراء(س) جنازې ته امير المؤمنين حضرت علي(ع) غسل ورکړو او کفن او خښه يې کړه او همدارنګ حضرت مريم ته حضرت عيسي(ع) پخپله غسل ورکړی دی.

      د حضرت معصومه(س) له دفنه وروسته موسي بن خزرج د هغې بي بي په قبر د بورو يو چوپال جوړ کړ، تر دې چې په 256هجري قمري کال کې د امام جواد لور حضرت زينب(س) د خپلې ترور حضرت بي بي حضرت معصومه(س) په قبر لومړۍ ګنبد جوړ کړ. او  په دا شان د هغې بي بي قبر د مؤمنانو، اهلبيتو(ع) د زړه سوي عاشقانو او لپاره قبله ګاه او د زيارت ځاي وګرځيد.