له فکري انديښنو د ځوانانو د ژغوريدو لارې چارې

مقاله: له فکري انديښنو د ځوانانو د ژغوريدو لارې چارې

 

پوښتنه: ولې کله کله مومن ځوانان د ديني لارښوونکو په خبرو شک کوي؟

ځواب:

تر ځوابه مخکې لازمه ده چې د ځوانۍ د پړاو د پيل په هکله يو څه ووايو. د جسمي ودې تر څنګ، يو لړ انديښنې، د تجسس او تلوسې احساس، دکارونو او اعتقاداتو، کردارونو او ژوند ته د نظر په هکله تفکر او تدبر هغه بدلونونه دي چې د يو زلمي شوي انسان په باور او عقل کې پيدا کيږي.

د هلکوانۍ يا ځوانۍ پړاو ډير حساس او هيجاني دے او په څنګ کې يې نوې بدني او فکري بدلونونه او تجربې پيل کيږي. دا له نورو د ليرې کيدو او استقلال غوښتنې او شناخت مننې پړاو دے د هغو کسانو لپاره چې غواړ ي ځان وپيژني او خپل باورونه د تقليد له حالته په پخو او ريشه دارو باورونو بدل کړي شک کول وسوسه او انتقاد کول او د ژوند په حساسو مسايلو کې پوښتنه او تلوسه لرل کومه غير فطري او حيرانوونکې خبره نه ده.

د ځوانۍ د پړاوونو په هکله په روزنيزو چارو کې ضروري ده چې لاندينيو مسلو ته پام وشي چې ځوانان خپل اصلي هويت او شناخت ومومي:

۱. اروا پيژاندي د ځوانۍ د مرحلې په هکله وايي: د ځوانۍ او هلکوانۍ پړ او د دوه دورو يعنې د لوے والي او ماشوموالي په مينځ کې يو پړاو دے په دې ډول چې نه دغه کس پرونے ماشوم وي چې هر څه له لويو ومني او نه پوره لوے شوے وي. په دغه عمر کې ځوان هر يو شے په خپل او دخپلو معلوماتو او عقلي تحليلونو په وسيله لاسته راوړل غواړي.

۲. د ارواپيژاندو په وينا تازه ځوان شوے کس له شناختي نظره کولے شي ځينې انتزاعي مسايل لکه مذهب، اخلاق او د ژوند مختلفې رودې وجاجوي په منظمه توګه يې تحليل کړي. دهغه په ذهن کې يو منظم استدلال جوړيږي چې د مختلفو حل لارو د پرتله کولو او د ښه ځواب د ترلاسه کولو امکان برابروي. په دې کار سره د فکر محتوا ژورتيا او پراختيا پيدا کوي[1] خو له ټولو فکري پرمختګ او د تحليل او قضاوت سره سره ځوان لا د فکري قدرت او ثبات له اړخه د ماشوموالي له پړاوه د لوے والي پړاو ته د تيريدو په حال کې وي دهغه د درک او قضاوت طاقت دومره پراختيا او ژورتيا نه مومي چې انعطاف منونکے، هر اړخيز، او له نويو لارو چارو سره غږمله وي. په بله ژبه يو ځوان پوخوالي ته نه رسيږي مګر دا چې خپلو استدلالونو ته شخصي او اختصاصي اړخ ورکړي او د مبهمو او پيچلو مسايلو د حل لپاره له شخصي تجربو او له خپل ټول اروا پيژندونکي سسټمه (منطق، ارښتونه،محرکونه او ټولنيز کلتوري او تاريخي معلوماتو) مرسته واخلي. نو د ژوند په ځينو اصولو کې شک کول د لا ډير او ژورې شناخت او پوهې سريزه ده او دانديښنې خبره نه ده.

۳. نوجواني او زلمکتوب يا پيغلتوب د هويت منلو او دځان د پيژندلو پړاو دے. د ځوانۍ پيل له دې اړخه ډير اهميت لري. همدا وخت وي چې دانسان په ذهن کې د خپل هويت په هکله لومړۍ پوښتنه پيدا کيږي (زه څوک يم) او بايد ځواب يې معلوم کړي. په دغه پړاو کې انسان بايد معنا داره شناخت پيدا کړي چې له تير وخت سره د ارتباط تر څنګ د راتلونکي لپاره دريځ نيونه هم ولري اريکسن په دې هکله وايي: «د يو کس د هويت جوړيدل او منل کيدل ډيره سخته او اضطراب پيدا کوونکې مرحله ده چې په دې کې بايد ځوان تر ټولو د مناسب رول او ايډيالوجۍ د معلومولو لپاره مختلف رولونه او ايډيالوجې تجربه کړي او وې ازمايي. کوم کسان چې له دغه پړاوه د هويت د پيژندلو له يوه قوي احساس سره راوځي دې ته چمتو وي چې په ځان د باور او اعتماد په يوه قوي احساس سره له لوي والي سره مخامخ شي په دې پړاو کې ټولنيزې ډلې چې انسان ځان د هغو په شان جوړوي، ډيراغيز لر ي دا ډلې بايد د انسان د هويت په ښه رشد او ودې اغيزه وکړي.[2]

په دې اساس د ديني دوست او يا ديني بيلګو يا غير ديني بيلګو او دوستانو غوره کول په انسان په لاشعوري ډول ډير اغيز لري او د هغه کردار او کړه تر تاثير لاندې راولي.

۴. نوي زلمي او پيغلې ته چې څنګه د ودې او ترقۍ زمينې برابرې وي او د ځان پيژندنې او خداي پيژندنې په لاره کې روانيږي، د ژوند پوړۍ ښه په کراره اسانه او د ځوانۍ په انرجۍ سره وهي د زړه سواندو، مهربانه او پوهو کسانو له مشورې استفادې ته اړتيا لري چې د لارې په وهلو کې له انحراف سره مخامخ نه شي.

له فکري بندونه د وتلو لارې چارې.

د دې لپاره چې ځوانان د ځان او حقيقت پيژندلو په سمه لاره کې راشي او دهغه په وجود کې اساسي عقيدې پخې شي او له روزنيز نظره سم انسان وبلل شي بايد په لاندې ډول عمل وکړي:

۱. د ځوانانو او زلمکيانو

اصلي دنده د علم حاصلول دي د علم او پوهې زياتول تر ټولو ارزښتناک ګوهر دے چې يو انسان يې حاصلولے او دوژند په لاره کې کارولے شي. په دې اساس د ديني کتابونو لوستل د عقيدو په لاره کې د علم د زياتولو يوه لاره ده. ناپوهه انسان خپلې الهي دندې نه شي پيژندلے او په سمه توګه په هغو عمل نه شي کولے او په نتيجه کې د ژوند په معنا نه شي پوهيدلے.

۲. تفکر

د علم حاصلول د نورو له فکره استفاده کول دي چې د کتابونو په مخونو کې د ليکونو په توګه وي. خو دا د دوژند په مختلفو موقعيتونو کې تفکر دے چې انسان ته حل لارې وړاندې کولے ششي. او په بله ژبه دا علم دے چې دانسان د فکر قدرت زياتوي او هغه په اسانۍ سره ستونزې تحليلولے او ورسره مقابله کولے شي.

۳. ايمان

له ايمانه مطلب د نړۍ په پنځونکي له زړه ايمان او دخداي په وړاندې له تسيلم سره يو ځاي دهغه په اوامرو باور ساتل دي. هر څومره چې ايمان پياوړے وي د انسان په مختلفو اړخونو کې يې څرګنديدل زيات وي.[3] په دې اساس څوک چې د خپل ژوند په چارو کې خداي په نظر کې ونيسي په خپل ځان يې باور لوړيږي او يو داسې ځواک پيدا کوي چې هميشه ورسره وي.

۴.عمل

د مثبت عمل کول تل د انسان د دريځ د پياوړتيا او اسانتيا سبب کيږي په دې ډول چې په قران کې نيک عملونه د مومنانو د پټو وړتياو د غوړيدو او تکامل سبب بلل شوے دے : وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِیمَانًا وَتَسْلِیمًا[4] خو مومنانو چې کله د کفارو لښکر او طاقت په سترګو وليده نو وې ويل دا هماغه جنګ دے چې خداے او رسول يې رښتيا وويل او بې له ايمان او اطاعته يې پرهغوي بل څه زيات نه کړل.

البته د اسلام د تعليم په اساس عمل په علم او ايمان کې ډيره اغيزه لري. ايمان سبب کيږي چې انسان زياتره انتخاب او عمل ته مخه کړي. همداراز صالح عمل په انسان کې علم او ايمان زياتوي او د اړمنو د مناسبې او معقولې ارضا لپاره زمينه برابروي. پر دې اساس تر ټولو غوره عمل دا دے چې ديني دندې ترسره کړو او نور خلک هم ښه عمل ته وهڅوو. او له بدو کارونو ډډه وکړو او نور هم ترې منعې کړو په ا لهي فرايضو عمل د دې په تر څ کې چې په انسان کې د ترقۍ محرک پياوړ ے کوي او په ژوند کې د خداي د وجود احساس تجربه کيږي په خپله ايمان او ديني ژمنه او تفکر هم زياتيږي. او همداراز د انسان بصيرت هم زياتوي او سبب کيږي چې ا نسان د ژوند په سختو شيبو کې سمه لاره انتخاب کړي او خپلو موخو ته ورسيږي.

په ټول کې نيتجه اخلو چې که څه هم د ځوانۍ دوران د افکارو او سوچونو د راخوټيدو دوران دے ځکه چې لا يې اساسي بنيادونه نه وي مزبوت شوې او بې شميره اعتراضان په انسان يرغل کوي او که ځوان د علم زياتولو، فکر کولو او نيکو کارونو ته مخه کړي او په خپلو کارونو کې تل خداي ياد وساتي د ديني، عقلاني، اخلاقي، ټولنيزو او نورو پرمختګونو لاره په کاميابۍ سره وهلے او خپلو موخو ته رسيدلے شي.

د لا ډيرې مطالعې سرچينه.

۱.روان شناسي نوجوانان، دکتر اسماعيلي بيابانګرد.

۲.روان شناسي رشد(۲) نوجواني، جواني و بزرګ سالي، دکتر حسين لطف آبادي.

وروستے حديث

امام علي وفرمايل:«څوک چې خپل باطن سم کړي خداي يې ظاهرښکلے کوي. او څوک چې د خپل دين په چارو لګيا شي خداي يې د دنيا کارونه سموي او څوک چې د ځان او خداي په مينځ کې چارې سمې کړي خداي د هغه او دخلکو ترمينځ معاملې سموي.»[5]

 

[1]. حسين لطف آبادي، د لوييدو اروا پيژاندي، (۲) ځواني هلکواني او لوي والي ۲۶ مخ.

[2]. دوان شولتر، د شخصيت نظريې، ژباړه : يوسف کريمي او ملګري يې، ۲۲۲ مخ.

[3]. کرباسي، منيزه، او کليان منوچهر، مسايل جوانان و نوجوانان ۱۷۶ مخ.

[4]. ايه ۲۲ احزاب.

[5]. نهج البلاغه، ترجمه سيد جعفر شهيدي، کلمه ۴۲۳. ۴۳۷ مخ « من اصلح سريرته الح الله علانيته و من عمل لدينه کفاه الله امر دنياه و من احسن فيما بينه و بين الله کفاره الله ما بينه و بين الناس».