د جمات امام سره ګډوډ نه شي.
دا مقاله د جمعې د لمانځه د امامت په هکله ده. د هغه لمونځ د پيژندګلو لپاره چې د جمعې په ورځ ادا کیږي د «جمعې لمونځ» مطلب وګورئ
د جمعې امام، د جمعې د لمانځه پیش نماز. د فقیهانو د فتوا مطابق باید دا شرطونه ولري: عدالت، حلال زاده شونه، ایمان، بلوغ، نارینه. د تاریخ د نقلونو پر اساس به پيغمبر(ص) او امام علی(ع) په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره بل کس ټاکه.
په اسلامی حکومتونو کې، د جمعې د امام منصب یو حکومتي منصب هم و. له همدې سببه به حاکمانو په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره کسان ټاکل. لکه د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو، او صفویانو د جمعې امامان به حاکمانو ټاکل او منصوبول.
د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې رهبر ټاکي، د ښارونو د جمعې د لمانځه مدیریت ترسره کوي.
د جمعې لمونځ
د جمعې امام هغه کس ته ویل کیږي چې د جمعې د لمانځه امامت کوي. [۱] د جمعې لمونځ دوه رکعته لمونځ دی چې د جمعې په ورځ د ماسپښین د لمانځه پر ځای په جمعې سره ترسره کیږي. د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق، د جمعې د لمانځه قایمول د معصوم امام یا د هغه د نایب په حضور کې واجب دی.[۲] د دولسم امام حضرت امام مهدی(عج) د غیبت په زمانه کې د جمعې د لمانځه په قایمولو کې د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی. د شهید اول د وینا مطابق، د ډېرو فقیهانو له نظره د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز دي. خو ځینې فقیهانو لکه سَلّار دیلمی، سید مرتضی او ابنادریس حلی چې په پینځمه او شپږمه پیړۍ کې، له شیعه فقیهانو دي، د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز نه دي ګڼلي.[۳]
د جمعې امامت، حکومتي منصب
د معاصر تاریخ څیړونکي رسول جعفریان د وینا مطابق، د جمعې امامت تل حکومتي منصب وو.[۴] د اسلام په لومړیو کې د جمعې امامت به پيغمبر اکرم(ص) [۵] امام علی(ع) او یا د هغوي له خوا ټاکلي شوي کس کاوه.[۶] همدارنګ د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو په وخت کې به په خپله خلیفه یا د هغه ګمارل شوو کسانو د جمعې لمونځ ترسره کاوه. د مرکز خلیفه ګانو به د جمعې امام منصوبوه او د نورو ښارونو د جمعې د امامانو ټاکل به د والیانو او امیرانو په لاس کې وو. [۷]
په ایران کې د صفویه په دور (۹۰۷-۱۱۳۵ق) کې به باچاهانو د جمعې امام ټاکه.[۸] په دې دوران کې به د هر یو ښار شیخ الاسلام دا منصب درلود؛ او کله به ځینې عالمانو چې شیخ الاسلام نه وو، لکه ملا محسن فیض کاشانی، د شاه په غوښتې باندې د جمعې د لمانځه امامت کاوه. [۹] محقق کرکي، شیخ بهایي، میرداماد، محمدتقي مجلسي، علامه مجلسي، محمدباقر سبزواري و لطفالله اصفهاني د دغه دورې د جمعې له امامانو وو.[۱۰] د قاجار په دوره کې، (۱۲۱۰ـ۱۳۴۴ق) د جمعې د لمانځه منصب ارثي شوی و او د خاتونآبادی او مجلسی کورنو په تهران او اصفهان کې د جمعې امامت په ذمې اخستی و.[۱۱]
شرطونه او حکمونه
د جمعې د امام شرطونه هماغه د جمې د امام شرطونه دي. [۱۲] په فقهي سرچینو کې دغه شرطونه د جمې د لمانځه د امام شرطونه ګڼل شوي دي[۱۸]: عقل،[۱۳] بلوغ،[۱۴] ایمان،[۱۵] عدالت[۱۶] [یادونې ۱] او حلالزاده شونه[۱۷] نارینه شونه هم د جمې د لمانځه د امام بل شرط دی او د ښځو مقتدیانو لپاره هم یوه ښځې د جمعې امامه نه شي کیدی.[۱۹]
د فقیهانو فتوا مطابق، مستحبه دا ده چې د جمعې امام باید صفا او فصیحې خبرې وکړي، د لمانځه د وختونو پابند وي، په خپلو خبرو عمل وکړي، [۲۰] د خطبې په وخت یې عمامه په سر وي، په وسلې یا په کونټۍ باندې یې تکیه کړي وي او مقتدیانو ته مخامخ ولاړ وي. [۲۱]
په جمهوري اسلامي ایران کې د جمعې د امامت منصب
د امام خمیني له نظره، په اسلامي حکومت کې د جمعې د امامت منصب د ولي فقیه په حکم دی. [۲۲] د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې د ولي فقیه له خوا ټاکل کیږي، د جمعې د لمانځه مدیریت په غاړه لري.[۲۳]
له اسلامي انقلاب وروسته د تهران لومړۍ د جمعې امام سید محمود طالقانی و.[۲۴] هغه د 1358 کال د اسد په میاشته کې په تهران کې په جمهوري اسلامي ایران کې د جمعې د لمانځه امامت وکړ.[۲۵] د تهران د جمعې د لمانځه دویم امام حسینعلي منتظري و او له هغه ورسته د جمهوري اسلامي ایران لارښود سید علي حسیني خامنهاي،هم په د 1358 کال د جدی میاشتې په ۲۴ نیټه د امام خمیني له خوا د تهران د جمعې امام منصوب شو.[۲۶]
په ایران کې، د جمعې د همیشني امام پرته ځینې کسان د جمعې موقت امام په توګه هم ټاکل کیږي د دې لپاره چې کله همیشنی امام نه وي نو هغه به امامت کوي. احمد جنتي، محمد امامي کاشاني، اکبر هاشمي رفسنجاني او سید حسن طاهري خرمآبادي د تهران ځینې هغه امامان دي چې موقت وو په هغه وخت کې چې آیتالله خامنهاي د جمعې امام و.[۲۷]
د جمعې امامان چې شهید شوي
اصلي مقاله: د محراب شهید
د جمهوري اسلامي په دوره کې ځینې د جمعې امامان د جمعې د لمانځه په وخت شهیدان شوي دي چې د محراب د شهیدانو په نامه مشهور دي. د هغوي نامې دا دي: سید محمدعلي قاضي طباطبائي، سید اسدالله مدني، سید عبدالحسین دستغیب، محمد صدوقي او عطاءالله اشرفي اصفهاني.[۲۸]
فوټ نوټ
- دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه امام جماعت.
- ↑شهید اول ته وګورئ، الذکریٰ الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۰۴؛ محقق کرکی، جامعالمقاصد، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۳۷۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۵۱-۱۹۳.
- ↑شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ۱۰۴-۱۰۶.
- ↑جعفریان، صفویه در عرصه دین فرهنگ و سیاست، ۱۳۷۹ش، ص۲۵۵.
- ↑طبرسی، مجمعالبیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۳۱-۴۳۲.
- ↑وگورئ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۱۵۴.
- ↑رحمانستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
- ↑وګورئ جعفریان، دوزاده رساله فقهی درباره نماز جمعه از روزگار صفوی، ۱۳۸۱ش، ص۲۷.
- ↑جعفریان، صفویه در عرصه دین فرهنگ و سیاست، ۱۳۷۹ش، ص۲۳۷.
- ↑رحمانستایش، «نماز جمعه»، ص۷۰۲.
- ↑رحمانستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
- ↑امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۵۱.

- ↑نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۳.
- ↑نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۵.
- ↑نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۲۷۳.
- ↑نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۷۵.
- ↑نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۴.
- ↑امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۵۱.
- ↑نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۳۲۹.
- ↑امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۴۷.
- ↑امام خمینی، استفتائات، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۲۶۸.
- ↑رحمانستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
- ↑شیرخانی، «زندگی و گزیده اندیشه سیاسی آیتالله طالقانی»، ص۲۲۱.
- ↑حائری، روزشمار شمسی، ۱۳۸۶ش، ص۳۰۵.
- ↑امام خمینی، صحیفه امام، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱۲، ص۱۱۶.
- ↑چه کسانی به نیابت از رهبری نماز جمعه میخوانند؟.
- ↑«شهيدان محراب چند نفر هستند و نامشان چيست؟»، پایگاه اطلاعرسانی فرهنگ ایثار و شهادت.
May 17 2023
د جمعې امام
د جمات امام سره ګډوډ نه شي.
دا مقاله د جمعې د لمانځه د امامت په هکله ده. د هغه لمونځ د پيژندګلو لپاره چې د جمعې په ورځ ادا کیږي د «جمعې لمونځ» مطلب وګورئ
د جمعې امام، د جمعې د لمانځه پیش نماز. د فقیهانو د فتوا مطابق باید دا شرطونه ولري: عدالت، حلال زاده شونه، ایمان، بلوغ، نارینه. د تاریخ د نقلونو پر اساس به پيغمبر(ص) او امام علی(ع) په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره بل کس ټاکه.
په اسلامی حکومتونو کې، د جمعې د امام منصب یو حکومتي منصب هم و. له همدې سببه به حاکمانو په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره کسان ټاکل. لکه د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو، او صفویانو د جمعې امامان به حاکمانو ټاکل او منصوبول.
د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې رهبر ټاکي، د ښارونو د جمعې د لمانځه مدیریت ترسره کوي.
د جمعې لمونځ
د جمعې امام هغه کس ته ویل کیږي چې د جمعې د لمانځه امامت کوي. [۱] د جمعې لمونځ دوه رکعته لمونځ دی چې د جمعې په ورځ د ماسپښین د لمانځه پر ځای په جمعې سره ترسره کیږي. د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق، د جمعې د لمانځه قایمول د معصوم امام یا د هغه د نایب په حضور کې واجب دی.[۲] د دولسم امام حضرت امام مهدی(عج) د غیبت په زمانه کې د جمعې د لمانځه په قایمولو کې د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی. د شهید اول د وینا مطابق، د ډېرو فقیهانو له نظره د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز دي. خو ځینې فقیهانو لکه سَلّار دیلمی، سید مرتضی او ابنادریس حلی چې په پینځمه او شپږمه پیړۍ کې، له شیعه فقیهانو دي، د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز نه دي ګڼلي.[۳]
د جمعې امامت، حکومتي منصب
د معاصر تاریخ څیړونکي رسول جعفریان د وینا مطابق، د جمعې امامت تل حکومتي منصب وو.[۴] د اسلام په لومړیو کې د جمعې امامت به پيغمبر اکرم(ص) [۵] امام علی(ع) او یا د هغوي له خوا ټاکلي شوي کس کاوه.[۶] همدارنګ د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو په وخت کې به په خپله خلیفه یا د هغه ګمارل شوو کسانو د جمعې لمونځ ترسره کاوه. د مرکز خلیفه ګانو به د جمعې امام منصوبوه او د نورو ښارونو د جمعې د امامانو ټاکل به د والیانو او امیرانو په لاس کې وو. [۷]
په ایران کې د صفویه په دور (۹۰۷-۱۱۳۵ق) کې به باچاهانو د جمعې امام ټاکه.[۸] په دې دوران کې به د هر یو ښار شیخ الاسلام دا منصب درلود؛ او کله به ځینې عالمانو چې شیخ الاسلام نه وو، لکه ملا محسن فیض کاشانی، د شاه په غوښتې باندې د جمعې د لمانځه امامت کاوه. [۹] محقق کرکي، شیخ بهایي، میرداماد، محمدتقي مجلسي، علامه مجلسي، محمدباقر سبزواري و لطفالله اصفهاني د دغه دورې د جمعې له امامانو وو.[۱۰] د قاجار په دوره کې، (۱۲۱۰ـ۱۳۴۴ق) د جمعې د لمانځه منصب ارثي شوی و او د خاتونآبادی او مجلسی کورنو په تهران او اصفهان کې د جمعې امامت په ذمې اخستی و.[۱۱]
شرطونه او حکمونه
د جمعې د امام شرطونه هماغه د جمې د امام شرطونه دي. [۱۲] په فقهي سرچینو کې دغه شرطونه د جمې د لمانځه د امام شرطونه ګڼل شوي دي[۱۸]: عقل،[۱۳] بلوغ،[۱۴] ایمان،[۱۵] عدالت[۱۶] [یادونې ۱] او حلالزاده شونه[۱۷] نارینه شونه هم د جمې د لمانځه د امام بل شرط دی او د ښځو مقتدیانو لپاره هم یوه ښځې د جمعې امامه نه شي کیدی.[۱۹]
د فقیهانو فتوا مطابق، مستحبه دا ده چې د جمعې امام باید صفا او فصیحې خبرې وکړي، د لمانځه د وختونو پابند وي، په خپلو خبرو عمل وکړي، [۲۰] د خطبې په وخت یې عمامه په سر وي، په وسلې یا په کونټۍ باندې یې تکیه کړي وي او مقتدیانو ته مخامخ ولاړ وي. [۲۱]
په جمهوري اسلامي ایران کې د جمعې د امامت منصب
د امام خمیني له نظره، په اسلامي حکومت کې د جمعې د امامت منصب د ولي فقیه په حکم دی. [۲۲] د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې د ولي فقیه له خوا ټاکل کیږي، د جمعې د لمانځه مدیریت په غاړه لري.[۲۳]
له اسلامي انقلاب وروسته د تهران لومړۍ د جمعې امام سید محمود طالقانی و.[۲۴] هغه د 1358 کال د اسد په میاشته کې په تهران کې په جمهوري اسلامي ایران کې د جمعې د لمانځه امامت وکړ.[۲۵] د تهران د جمعې د لمانځه دویم امام حسینعلي منتظري و او له هغه ورسته د جمهوري اسلامي ایران لارښود سید علي حسیني خامنهاي،هم په د 1358 کال د جدی میاشتې په ۲۴ نیټه د امام خمیني له خوا د تهران د جمعې امام منصوب شو.[۲۶]
په ایران کې، د جمعې د همیشني امام پرته ځینې کسان د جمعې موقت امام په توګه هم ټاکل کیږي د دې لپاره چې کله همیشنی امام نه وي نو هغه به امامت کوي. احمد جنتي، محمد امامي کاشاني، اکبر هاشمي رفسنجاني او سید حسن طاهري خرمآبادي د تهران ځینې هغه امامان دي چې موقت وو په هغه وخت کې چې آیتالله خامنهاي د جمعې امام و.[۲۷]
د جمعې امامان چې شهید شوي
اصلي مقاله: د محراب شهید
د جمهوري اسلامي په دوره کې ځینې د جمعې امامان د جمعې د لمانځه په وخت شهیدان شوي دي چې د محراب د شهیدانو په نامه مشهور دي. د هغوي نامې دا دي: سید محمدعلي قاضي طباطبائي، سید اسدالله مدني، سید عبدالحسین دستغیب، محمد صدوقي او عطاءالله اشرفي اصفهاني.[۲۸]
فوټ نوټ
By ps • اعتقادي کتابتون 0 • Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, حمزه بابا, د مستبصرینو مقالې, د هدایت کیسي, شيعه, شیعه او سنی, مرکز مستبصرین, مستبصرین