له سبط بن جوزی سره د يوې عقلمنې ښځې مناظره

له سبط بن جوزی سره د يوې عقلمنې ښځې مناظره

مترجم: محمد رحیم درانی

سبط بن جوزى د اهلسنتو يو مشهور او ستر عالم ؤ، چې ګڼ شمير ارزښناك كتابونه يې ليكلى، د بغداد او  نورو سيمو په جوماتونو كى يې وعظ او تبليغ كاوۀ او د 597 هجرى قمرى كال د روژې د مياشتې په 12 نيته په بغداد كې وفات شو. (1)

“د اهلسنتو دغه ستر عالم له نورو ډيرو كتابونو نه علاوه د خدای د ګران رسول (ص) د پاک خاندان د فضائلو او د ژوند د حالاتو په هكله يو ډير ارزښناك كتاب “تذكره الخواص بذكر خصائص الائمه”  ليکلی دی چې پکې يې د پيغمبر اكرم (ص) د خاندان د ژوند حالات او فضائل د اهلسنتو په طريقو سره به ډير ښه توګه بيان كړى دى چى له عربۍ نه به فارسۍ ژبه “محمد رضا عطائى” نوم يو فارسى ژبى ليكوال ترجمه کړی دی چى زما هم اراده ده چې كه خير وى او فرصت مى ترلاسه كړو نو په پښتو ژبه به يې وژباړم انشا الله ! (مترجم)”

د امام على (ع) يوه ځانګړنه دا وه، چې په څو څو ځلو يې خلكو ته ويل: سلونى سلونى قبل ان تفقدونى؛ “يعنى مخكى تر دې، چې ما له لاسه وركړئ نو له ما نه تپوس وكړى”

دا وينا (له پيغمبر اكرم وروستو) يواځْى په امام على (ع) او نور معصومو امامانو پورى مخصوصه ده او له دوى نه بغير چا چې دا دعوى كړي ده نو رسوا شوی دی. اوس له سبط بن جوزى سره د يوې ميړنى ښځى مناظرې ته پام وكړىْ:

يوه ورځ “سبط بن جوزى” په منبر دا خبره وكړه؛ چې اې خلكو! سلونى قبل ان تفقدونى .

له منبر سره نزدې يوه ښځه را پاڅيده او پوښتنه يې وكړه:

“ماته ووايه دا روايت سم دی، چې د مسلمانانو (اصحابانو) يوې ډلې حضرت عثمان  وواژه؛ نو جنازه يې درې ورځې پراته وه او چا خاورو ته نهْ سپارله؟

سبط بن جوزى: هو سمه ده.

ښځه: ايا دا روايت سم دی، كله چې حضرت سلمان فارسى (رض) په مدائن كى وفات شو نو امام على(ع) له مدينې (يا كوفى) نه مدائن ته لاړ او د سلمان فارسى (رض) جنازه يې وكړه او د تدفين او ښخولو په مراسمو كى يې ګډون وكړ؟

سبط بن جوزى: هو

ښځه: نو له همدى امله د حضرت عثمان د قتل په وخت كى سره له دې چې حضرت على (ع) په مدينه كى وْ جنازې ته لا نه ړو چې خاورو ته يې سپارلی وې ؛ نو په دې بڼه كى يا حضرت على (ع) تيروتی دی او يا حضرت عثمان كى قصور وْ(ان تردى چې دري ورځى وروستو پټ په پټه د بقيع اديرى شاته د يهوديانو په اديره كى ښخ کړی شو(2))

سبط بن جوزى بى ځوابه شو كه هـر يو تيروتى وګڼى؛ نو د خپلـې عقيدې خلاف خبره يې كړى؛ ځكه چې هغـه دواړه برحـق خلیفه ګڼل؛ نو ښځى ته ئې وويل:

” كه چېرى د خپل ميړهْ په اجازه بهر راوتلى يې او د پرديو نارينه وْ په مخكى ما سره بحث كوې؛ نو ستا په ميړهْ دى د خدای لعنت وى او كه بې د هغه له اجازى راغلې يې نو په تا دى د خدای لعنت وى”

ښځه: حضرت عائشه چې د اميرالمومنين حضرت على (ع) جنګ ته راوتلې وه او د جمل جګړه يې جوړه كړه؛ نو د خپل خاوند پيغمبر اكرم (ص) په اجازه راوتلې وه يا د هغهْ له اجازى نه بغير؟

سبط بن جوزى غلی شو؛ ځكه كه ويل يې چې د خاوند له اجازى نه بغير بهر راغلې وه؛ نو د حضـرت عائشې مخالـفت به يې كړى وى او كه ويل يې چې په اجـازه راوتلې وه؛ نو حضرت علي (ع) يې ردولو، چې يو ځواب يې هم له عقيدې سره اړخ نه لګاوه؛ نو له مجبورۍ نه غلی شو، له منبره  راكوز شو او كور ته لاړ(3)

ياداښتونه

1_ سفينه البحار 1/193

2_ د طبرى تاريخ 49/143

3_ الصراط المستقيم، د بحار(8/183) د پخوانى چاپ په حواله)