د قران پاک د تحریف مسئله

د قران پاک د تحریف مسئله

يو اتيايم اصل:

هغه آسمانی کتابونه چې تيرو پيغمبرانو راوړي وو د وخت تيريدو سره د غرضيانو په لاس تحريف شوي دي او دا خبره له قرآن پرته چې له تاريخي ګواهی هم معلوميږي او د هغو په مطالبو کښې ځيرتيا او..

مطالعه په دغه خبره دلالت کوي، ځکه چې په هغوي کښې داسې خبرې هم راغلي دي چې هيڅ کله يې وحي نه تائيدوي او له دې ور تير اوسنے انجيل ډير د حضرت عيسی(ع) د ژوند ليک شکل لري چې پکښې د هغه په دار ختنې قيصه هم ذکر شوې ده. خو په تيرو اسماني کتابونو کښې له ښکاره تحريفاتو سره سره قرآن مجيد له هر ډول زياتي او کمي بچ  او خوندي پاتې شوے دے پيغمبر(ص) پوره يو سل څوارلس سورتونه له ځانه وروسته پريښي دي او د نړۍ خلکو ته يی ورکړي دي. او د وحي ليکوالانو په تيره بيا حضرت علی(ع) چې له لومړۍ ورځې يې الهي وحي ليکله، ټول سورتونه ليکلي دي. او د ۱۴ سوو کالو تيريدو نه پس هم د هغې يو آيت او يو سورت هم نه کم شوے دے او نه زيات شوے ـ دلته د قرآن د نه تحريفيدو ځينو دليلونو او اسبابو ته اشاره کوو:

1. څنګه کيدے شي چې په قرآن کښې تحريف شوےوي حال دا چې خدای يې په خپله د حفاظت وعده کړې ده لکه چې فرمايی: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر/9) مونږ په خپله قرآن نازل کړے او په خپله به د هغې حفاظت کوو.

2 خدای پاک قرآن ته د هر ډول باطل د ننوتلو لاره نفي کړې ده او فرمايي: لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ (فصلت/42 ) باطل له يوه اړخه هم قرآن ته د ننوتلو لاره نه مومي او هغه د حکيم او ستايلي شوي خدای له لورې راغلے دے. د باطل نه مطلب هر يو هغه باطل څيز دے چې د قرآن د سستيدو سبب شي او کله چې په قرآن کښې څه زيات يا کم شي نو ضروري خبره ده چې د قرآن سستي ده نو له همدې وجې په قرآن کښې څه باطل څيز نشته.

3. تاريخ د دې خبرې ګواهي ورکوي چې مسلمانانو د قرآن زده کړی او حفظ ته خاصه پاملرنه کړې ده د پيغمبر(ص) د زمانې په عربو کښې داسې ښي او مزبوتې حافظی وې چې په يو ځل اوريدو سره به بې يوه اوږده خطبه حفظ کوله، نو څنګه ويلے شو چې قرآن چې دومره قاريان او حافظان يې لرل پکښې تحريف شوے دے ؟

4. په دې کښې څه شک نشته چې حضرت علی(ع) په ځينو څيزونو کښې له خليفه ګانو سره اختلاف لاره او خپل اختلاف به يې په بيلا بيلو ځايونو کښې په عقلی شکل بيانوه ،چې له هغې ځايونو څخه يو، د شقشقيه خطبه ده او نور داسې بحثونه شته دي. سره له دې ګورو چې علی(ع) په خپل ټول ژوند کښې د قرآن د تحريف په هکله يوه خبره هم نه ده کړې . اوس که (توبه نعوذ بالله) که داسې څه کار شوے ؤ نو هغه به هيڅ کله غلے نه ؤ ناست . بلکه د دې په اپوټه هغوي تل په قرآن کښی د غور کولو بلنه ورکړې ده او فرمايي: لَيْسَ لِاَحَدٍ مِنْ بَعد القرانِ مِن فاقة و لا بعد القران من عنی فکونوا من حرثته واتباعه[1] اے خلکو د قرآن د پيروۍ له نه کولو وروسته څوک محتاجه نه دي او د قرآن د پيروۍ له نه کولو وروسته غنا او بې نيازي نشته نو دې ته په پام سره د خپل ژوند په ځمکې کښې د قرآن تخم وشيندئ او د هغې پيرو اوسئ.

دې دليلونو او د دې غوندې نورو دليلونو ته په پام چې علماؤ بيان کړي دي د شيعه ؤ لوي عالمان د اهلبيتو په پيروۍ کښې له مخکښنيو زمانو تر اوسه د قرآن په پاکوالی او نه تحريف ټينګار کوي چې له هغوي لاندينيو کسانو ته اشاره کوو:

1. فضل بن شاذان (په 260 هجری قمری کښې وفات شوے دے چې د امامانو په زمانه کښې يې ژوند کاوه)په الايضاح کتاب کښې.

2. شيخ صدوق (وفات کال381هـ. ق) په الاعتقادات کتاب کښې په 93 مخ.

3. شيخ مفيد ( د وفات کال413هـ. ق) په اجوبه المسائل السرويه کتاب کښې، چې په مجموعه الرسائل کتاب کښې په 266 مخ نقل شوی دی.

4. شيخ مرتضی (وفات کال436 هـ. ق) په اجوبه المسائل اطرابلسيات کتاب کښې، چې د هغه خبرې شيخ طبرسي په مجمع البيان کښې راوړي دي.

5. شيخ طوسي چې په شيخ الطائفه مشهور دی (وفات کال460هـ. ق) په التبيان کتاب کښې لومړۍ ټوک، 3 مخ.

6. شيخ طبرسي (وفات کال 548 هـ. ق) د خپل کتاب په سريزې کښې په مجمع البيان کښې د قران په نه تحريفيدو ټينګار کړې دی.

7. سيد بن طاووس (وفات کال664هـ. ق) په “سعد السعود” کتاب کښې په 144 مخ وايي: په قران کښې تحريف نه شونه د اماميه و نظريه او ليدتوګه ده.

8. علامه حلی (وفات 726 هجری) په اجوبة المسائل المهناويه کتاب 121 مخ کښې فرمايي؛ حق دا دے چې په قرآن کښې هيڅ قسم کمے او زياتے نشته او زه د تحريف له قوله خدای ته پناه وړم ځکه چې دا څيز د پيغمبر په متواترې معجزې کښې د شک سبب کيږی.

مونږ دلته د شيعه ؤ علماؤ په نومونو بسنه کوو چې په قرآن کښې تحريف نه مني او دا ټينګار کوو چې د شيعه ؤ علماو په بيلابيلو وختونو کښې تل هم دا نظر ؤ لکه په دې زمانه کښې هم د ټولو شيعه ؤ مراجعو او مجتهدانو نظر همدا دے.

 

دوه اتيايم اصل

د حديث او تفسير په ځينو کتابونو کښې داسې روايتونه راغلي دي چې هغه د قرآن په تحريف باندې دليل ګرځول شوي دي خو بايد دې خبرو ته پام وکړو چې،

اول: له دې روايتونو څخه ډير له داسې خلکو او کتابونو نقل شوي دي چې د پوره د وثاقت او باور وړ نه دي لکه د احمد بن محمد سياري کتاب، قرائات (وفات کال286) چې د رجالو علماؤ د هغه روايتونه ضعيف ګڼلي دي او د هغه مذهب يې فاسد ګڼلے دے[2] يا د علی بن احمد کوفی کتاب (وفات کال 352) چې د رجالو عالمان د هغه په هکله وايي، په اخری عمر کښې يې د غاليانو لاره خپله کړه[3].

دويم: له دغو روايتونو څخه ځينې چې د تحريف مطلب ترې اخستے شي هغه په اصل کښې تفسيري اړخ لري. يعنی په روايت کښې د يو آيت تفسير داسې بيان شوے دےچې په آيت تطبيقيږي خو ځينو دا فکر کړے دے چې دغه تفسير او تطبيق د قرآن برخه ده چې اوس ترې ختمه شوې ده مثلاً د حمد په سورت کښې؛ صراط المستقيم، په روايتونو کښې د هغې تفسير د پيغمبر(ص) او اهلبيتو(ع) په لاره تفسير شوے دے او دا روښانه خبره ده چې داسې تفسير د قرآن د آيت په يو اعلی مصداق باندې يو کلي تطبيق دے[4]. امام خمينی هغه روايتونه چې خلکو ترې د تحريف مراد اخستی دے په درې ډوله تقسيم کړي دي:

الف: ضعيف روايتونه چې ورباندې استدلال نه شي کيدے.

ب: جعلي روايتونه چې د هغې د جعلي توب دليلونه څرګند دي.

ج: صحيح روايتونه: چې که په هغو روايتونو کښې ښه غور وکړے شي نو روښانيږي چې د قرآن په ايتونو کښې له تحريفه مراد د هغې په معنو کښې تحريف دے نه په لفظونو او ټکو کښې[5].

دريم: څوک چې غواړي د يو مذهب اصلی عقيده وپيژني نو بايد د هغوي عقيدتی او علمی کتابونو ته رجوع وکړي نه روايتی کتابونو ته چې د هغې د ليکوال مطلب يوازې د روايتونو راټولول وي. او د هغې په هکله تحقيق او څيړنه يې نورو ته پريښې وي. هم دا رنګ د يو مذهب د لارويانو ډيرو کمو او شاذو رايو ته مراجعه کول د يو مذهب د پيژندلو لپاره کافي نه دي او اصول دا نه دي چې د ډيرو پوهانو په وړاندې د يو څو کسانو په قول باور وشي او دا کار د فيصلې لپاره صحيح کار نه دے. د تحريف د بحث په اخر کښې ضروري ده چې څو خبرو ته پام وکړو:

1. د اسلامی مذهبونو له خوا پر يو بل د قران د تحريف د تهمت لګول يوازې د اسلام دښمنانو په ګټه دي.

2. که د شيعه ؤ ځينو عالمانو د قرآن د تحريف په هکله کتاب ليکلے وي نو دا بايد د هغوي ذاتی نظريه وبلل شي نه د شيعو د اکثرو عالمانو او همدا سبب دے چې د دغې کتاب له خپريدو وروسته د هغې په رد کښې ډير کتابونه وليکل شول لکه څنګه چې په 1345  هجري قمري کال کښې کله چې د مصر له عالمانو څخه يو کتاب ، فرقان، ځينې روايتونو ته په پام سره وليکل شو چې د ځينی آيتونو د نسخ يا انساء په هکله ځينی هغه رواتونه پکښې راغلي وو چې د سنيانو په کتابونو کښې راغلي دي او د قران تحريف يې ورسره ثابت کړے ؤ نو هغه کتاب د الازهر د عالمانو لخوا مردود وګنل شو او له بازاره ټول کړے شو.

3 – د ټولو مسلمانانو آسمانی کتاب قرآن مجيد دے چې ټول پکښې 114 سورتونه دي چې لومړے يې الحمد سورت دے او اخرنۍ يې الناس سورت دے او د خدای د دې کتاب نوم قرآن مجيد دے او د مجيد، کريم او حکيم[6] نمونه يې صفتونو ته په پام سره ياديږي. او مسلمانان کله کله هغه ته مصحف وايي او په عربۍ ژبه کښې مصحف هغو ليکلي شويو پاڼو ته وايی چې يو ځای ته راټولې شي او نقل شوي دي چې د پيغمبر (ص) د وفات نه پس کله چې ټول سورتونه راټول شول نو صحابه ؤ ورته د مصحف د نوم وړانديز ورکړ[7]نو دې ته په پام سره صحف هغو ليکلي شويو پاڼو ته وايي چې راټولې شوې وي او يو کتاب ترې جوړ شوے وي که قرآن وي که بل کتاب. او قرآن د خلکو عمل نامو ته مصحف وايي هلته چې فرمايي: و اذا الصحفُ نُشرت (تکوير/10) هغه وخت چې عمل نامې پرانستل شي هم دا رنګ قرآن نورو آسمانی کتابونو ته هم صحف وايي او فرمايي: صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَ مُوسَى (اعلی/ 19) د ابراهيم او د موسیٰ کتابونه.

دا ايتونه مونږ ته دا ښيي چې د صحف معنی يوه پراخه معنی ده که څه هم د پيغمير(ص) د وفات نه پس د قران يوه نامه هم ګڼل کيږي.

له همدې وجې د حيرانۍ خبره نه ده چې پيغمبر(ص) له ګرانې لو رپاتې شويو ليکونو ته مصحف ويل کيږي او د دغه مصحف حقيقت هغه دے چې امام صادق(ع) يې په يو روايت کښې بيانوي: بی بی فاطمه(س) د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته پينځه اويا ورځې ژوندې وه په هغې ډير لوی غم راغے جبرائيل (د خدای په حکم) ځمکې ته راتله او د خدای په نزد يې د پيغمبر او د هغه د منزلت او مقام خبرې کولې او په دې طريقه يې بی بی ته تسلي ورکوله او هغه به يې له دې وروسته له پيښودونکيو پيښو خبروله او حضرت علی(ع) د بی بی له خولې هغه خبرې ليکلے او دا ليکل د بی بی فاطمه مصحف دے[8].

ابو جعفر له امام صادق عليه السلام نقلوي چې فرمايي: مصف فاطمة مافيه شئ من کتاب الله و انما هو شئ القی اليها بعد موت ابيها(صلوات الله عليها)[9] د فاطمه بی بی په مصحف کښې د خدای له کتاب څه نشته، (يعنې دا فکر ونه کړئ چې دا قران دی) بلکه د هغې خبرې د پيغمبر(ص) له وفاته ورسته هغې ته القاء شوې، او مونږ به د فقه او حديث په برخه کښې د دې خبرې يادونه وکړو چې په اسلامي امت کښې داسې ستر شخصيتونه شته دي چې په داسې حال کښې چې نبي يا رسول نه دي خو فرشتې هغوي سره خبرې کوي او هغوي ته محدَث ويل کيږي، او د پيغمبر(ص) ګرانه لور “محدّثه” وه.

سرچینې

[1] . نهج البلاغه خطبه (7)

[2] . رجال نجاشي: 1/ 211، د ترجمې شمېره 190.

[3] . رجال نجاشي: 1/ 92، د ترجمې شمېره 689.

[4] . طبرسي، مجمع البيان: 1/ 28، ط.

[5] . تهذيب الاصول: 2/ 96.

[6] . ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ، ق/1. إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ ، فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ، واقعه/ 77، 78. يس، وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ، يس/1.

[7] . الاتقان: 11/ 85.

[8] . کافي، 1/ 241.

[9] . بصائر الدرجات، 195مخ.