د اسلام د تل پاتي والي راز

نهه او يايم اصل:

د اسلام د تل پاتي والي راز په دوو څيزونو کښې پټ دے.

الف: د اسلام شريعت هغه شريعت دے چې د انسانانو د طبيعی او فطری ضرورتونو او اهلي هدايت ته د هغه د اړتيا لپاره يو بشپړ پروګرام لري داسې بشپړ او کامل پروګرام چې تر هغه د بشپړ او ښه پروګرام تصور نه شي کيدے.

ب: په عملی حکمونو کښې يې هم داسې جامع اصول کليات بيان کړي دي چې د انسانانو د ټولو نويو او متنوعو ضرورتونو د ځواب ورکولو توان لري او تر اوسه داسې څه مسئله نه ده رامینځته شوې چې اسلامي شريعت او فقه هغې ته ځواب ورنه کړے شي لاندينی کارونه د دغه هدف په تحقق کښې ګټه من او اثر لرونکي وو:

1. د عقل حجيت: په هغو مواردو کښې چې عقل د قضاوت صلاحيت لري د عقل اعتبار او حجيت د ژوند په اوږدو کښې د انسانانو د دندو د استنباط لپاره يوه طريقه ده.

2. د اهم او مهم د ټکر په وخت د اهم انتخاب: په دې پوهيږو چې اسلامی احکام په يو لړ ملاکونو ولاړ دي چې هغه په هر څه کښې د هغې حقيقي او ذاتی يا عارضی مصالحو او مفسدو ته په پام سره پيدا شوي دي چې ځينې ترې عقل په لاس راوړي او ځينې يې شريعت بيانوي. کله چې دا ملاکونه وپيژندل شي نو د ټکرې په وخت فقه کولے شي چې اهم په مهم غوره کړي او ستونزه حل کړي.

3. د اجتهاد د دروازې خلاص پاتې کيدل؛ دا يو داسې څيز دے چې دا شيعه مذهب لپاره يو امتياز او وياړ ګڼل کيږي. دا په خپله د اسلامي شريعت د خاتميت ضمانت ورکوي ځکه چې د يو ژوندي او پرله پسې اجتهاد په رڼا کښې د نوو مسئلو او پيښو حکم تل د اسلام له کلی قواعدو څخه راويستل کيږي.

4. احکام ثانويه: په اسلامی شريعت کښې له احکام اوليه پرته ځينې احکام ثانويه هم شته چې ورسره ډيرې ستونزې هواريدے شي. مثلاً په داسې ځای کښې چې کله په يو مورد کښې د يو حکم په پلې کيدو سره چا ته عسر او حرج يا زيان او ضرر پيښيږي نو (هغی شرطونو ته په پام سره چې په شريعت کښې بيان شوي دي) ځينې اصول لکه نفی حرج يا لاضرر؛ دا توان لري چې په داسې سختو کښې زمونږ مرسته وکړي. قرآن مجيد فرمايی: وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ (حج/78 ) هم دا شان پيغمبر(ص) فرمايي: لاضرر ولاضرار، بايد ووايو چې کوم مذهب دا رنګ قاعدې لري د هغې لارويان هيڅ کله له نه هواريدونکو ستونزو سره نه مخامخيږي او بندون ته نه رسيږي. د خاتميت په هکله نور بحثونه د کلامي کتابونو په ذمه دي.

 

اتيايم اصل:

د اسلامی شريعت يوه ځانګړنه دا ده چې حکمونه يې ډير په اسانه درک کيدلے او پوهيدلے شي. او هم دا ځانګړنه د نړۍ په بيلا بيلو قومونو کښې د اسلام د نفوذ او خپريدو سبب ده اسلام د خدای د عبادت په باب يو صفا او پاک روښانه توحيد او د خدای يووالے مطرحوي چې څه ابهام پکښې نشته. يوازې د توحيد سورت د همدې دعوې لپاره بس دے لکه څنګه چې د پاک کتاب د انسان مقام او منزلت د هغه په تقویٰ او پرهيزګارۍ کښې ګڼي چې تقویٰ په خپله د ټولو ښو او اخلاقی صفتونو مجموعه ده. په عملی حکمونو کښی هم ګورو چې اسلام هر ډول عسر او حرج منفی کوي او خپل پيغمبر د يو اسان شريعت راوړونکے معرفي کوي: جئت بشريعة سهلة سمحة؛ انصاف لرونکيو او بی غرضه محققانو که هغه مسلمان وي او که غير مسلمان په څرګنده دا خبره کړې ده چې د اسلام د خپريدو راز د هغې د حکمونو هر اړخيز والے او روښانوالے دے د بيلګې په توګه ډاکټر ګوسټاولوبون چې د فرانس يو مشهور پوهاند دے وايي: د اسلام د خپريدو راز د هغې په هماغه اسانتيا کښې پټ دے اسلام له داسې مطالبو چې سالم عقل يې نه مني او په نورو دينونو کښې يې بيلګې ډېرې دي، پاک دے. هر څومره چې فکر وکړې د اسلام تر اصولو ساده اصول نه شي موندلې. چې وايي: خدای يو دے، انسانان د خدای په وړاندې برابر دي، انسان د خپلې ديني ذمه وارۍ په پوره کولو سره جنت او خوشبختۍ ته رسي او له هغو په مخ اړولو سره دوزخ ته غورځيږی د اسلام د حکمونو دغې ساده والي او روڼ والي په نړۍ کښې د دې دين له خپريدو سره ډيره مرسته وکړه. او تر دې مهم هغه پوخ او مزبوت ايمان دے چې اسلام د خلکو په زړونو کښې اچولے چې هيڅ شک او شبهه يې له زړونو نه شی وباسلے. اسلام لکه څنګه چې د علمی کشفياتو لپاره تر ټولو دينو زيات مناسب او نرم دے هم دا رنګ بخښنې او تيريدنې ته د خلکو د هڅولو لپاره هم له ټولو لوي دين دے چې د خلکو د نفسونو د تهذيب او اخلاقو د سمولو ذمه واري په غاړه اخستے شي.[1]

سرچینې

[1] . د اسلام او لويديځ د تمدن ليک: ډاکټر ګوستاولوبول فرانسوي. 143-141مخونه.