د تاریخ ستر شخصیتونه هشام بن حکم (رح)

هشام بن حکم (رح)

په بحث مناظرې او علم کلام کښې نابغه او په نورو لوړ ؤ. ابن نديم ليکي هشام يو لوئې متکلم او له هغو کسانو ؤ چې د امامت په حقله به ئې بحثونه کول او په علم کلام کښې ماهر او حاضر ځوابه ؤ. هشام ډير کتابونه ليکلي او..

د دينونو او مذهبونو له عالمانو سره ئې په زړۀ پورې بحثونه لرل.

يونس بن يعقوب وائي د امام صادق(عليه السلام) ځينې اصحاب مثلاًحمران بن اعين، مومن طاق، هشام بن سالم، طيار اوهشام بن حکم له هغو سره ناست ؤ. هشام ځوان ؤ، امام هشام ته وويل له عمرو بن عبيد سره دې څۀ وکړل او له هغۀ دې څرنګ پوښتنه وکړه؟ هشام ويل له تا شرميږم او ستا په مخکفې مې خلۀ کار نۀ کوي. امام ورته وويل چې نه خير دي ووايه. هشام وويل: اوريدلي مي وو چې عمرو بن عبيد د بصرې په جمات کښې کښيني او خلقو ته خبرې کوي. دا خبره په ما سخته وه. د جمعې په ورځ بصرې ته لاړم او جمات ته ورغلم عمرو بن عبيد ناست ؤ اؤ خلق ئې ګير چاپيره ناست ؤ او پوښتنې ئې ترې کولې. په خلقو کښې مې ځائې وکړو او د هغۀ مخې ته کښيناستم او ومې ويل: زۀ يو مسافريم او له تا يوه پښتنه کول غواړم، هغۀ اجازت راکړو ومې ويل: سترګې دې شته؟ وې ويل اي هلکه دا څنګه پوښتنه ده. ومې ويل زما پوښتنې بس همداسې دي تۀ ئې ځواب راکوه. هغه هم ومنله.

ومې پوښتل: سترګې دې شته؟ هو. په هغو سره څۀ ويني؟ رنګونه او شکلونه پرې ګورم او معلوموم. پوزه لري؟ هو. په هغه سره څۀ کوې؟ بويونه پرې راکاږم. خله لرې؟ هو. په دې څۀ کوې؟ د خوراکونو مزه او خوند پرې معلوموم. ايا مزغه او ده احساس مرکز هم لرې؟ لرم ئې. له هغې څۀ کار اخلې. چې څنګه؟ ستا خو ټول غړي او اعضاء روغ رمټ دي بيا ورته د مازغو څۀ حاجت دي؟ځکه چې کله دا غړي په څه څيز کښې شک وکړي نو مازغو ته ورګرځي او له هغو پوښتنه کوي چې شک ئې لرې شي او يقين ورته حاصل شي.

نو مطلب دا چې خدائې پاک مازغۀ د غو غړو د شک د ختمولو لپره ټاکلي او جوړ کړي دي؟هؤ. نو مازغو او د احساس مرز ته اړتيا او حاجت ضروري دي. هو.

هشام وائي: ما ورته وويل چې خدائې پاک ستا غړي او اعضاء بې له داسې امامه او مرکزه نۀ دي پريښي چې د شک او تردد په وخت کښې ورته رجوع وکړي او سم له ناسمو وپيژني. نو څرګنه کيدي شي چې دا ټول مخلوق په شک، حيرانتيا او اختلاف کښې پريږدي او داسې يو امام او مشر ورته ونۀ ټاکي چې د شک او اختلاف په وخت ورته رجوع وکړي؟!!

عمرو بن عبدود غلي شو او څۀ ئې ونۀ ويل بيا ئې ماته مخ کړو او وې پوښتل چې د کوم ځائې ئې؟ ومې ويل: د کوفې. وې ويل ته هشام ئې. زۀ يې له ځانه سره کيښنولم او تر هغې ئې خبرې ونۀ کړې چې زۀ پاڅيدم. امام صادق(عليه السلام) وخندل او وې فرمايل: دا استدلال درته چا ښودلي ؤ؟ هشام وويل بس همداسې مې په ژبه جاري شو. امام وفرمايل: اي هشامه په خدائې قسم دا استدلال د ابراهيم عليه سلام او موسي عليه سلام په صحيفو کښې شته.