د تاریخ ستر شخصیتونه علي ابن يقطين (رح)

علي ابن يقطين (رح)

د هجرت په 124 کال په کوفې کښې پيدا شو، پلار ئې د امام صادق(عليه السلام) له ملګرو څخه ؤ او خپل مال به ئې امام ته استولو، مروان وڅارولو چې له امله ئې هغۀ سره د خپلو دوو بچو علي او عبدالله مدينې ته لاړل.

کله چې اموي حکومت دړې وړې شو او عباسي حکومت جوړ شو نو يقطين راڅرګند شو او له خپل ټبر او بچو سره کوفې ته ستون شو، علي بن يقطين له عباسيانو سره بشپړ تماس لرلو او ځينې مهم حکومتي پوسټونه ئې نصيب شول، د خپل پوسټ په مهال کښې ئې د امام موسي کاظم عليه السلام له منوونکو او ملګرو سره ډيره.مرسته وکړه.

هارون الرشيد علي بن يقطين خپل وزير جوړ کړو. او دۀ به ددې مقام په استفادې سره د امام د ملګرو لوټل شوي او ضبط شوي مالونه هغوي ته په پټه ستنول. يو ځل ئې امام موسي کاظم عليه السلام ته وليکل چې زۀ له دې کاره تنګ شوي يم او له باچا سره نوره ګزاره نۀ شم کولي کۀ تۀ اجازت راکوې نو زۀ به له دې پوسټه څنګ ته شم. امام ورته په ځواب کښې وليکل چې نه دا کار مۀ کوه. علي بن يقطين د امام د حکمونو په پوره کولو کښې هيڅ سستي نۀ کوله او څۀ به چې امام فرمايل هغه  به ئې کول

يو ځل هارون الرشيد علي بن يقطين ته ځينې جامې ډالې کړې چې يوه ښکلې چُغه هم پکښې وه. علي بن يقطين ټولې جامې امام موسي کاظم عليه السلام ته يوړې. امام ټولې قبولې کړې خو چُغه ئې وانۀ خسته.  علي بن يقطين پوهه نۀ شو چې امام ولې دا چٌغه ستنه کړې ده. څو ورځې پس علي بن يقطين له خپل يو رازدار غلام سره وران شو او هغه ئې وشړلو. غلام چې له امام موسي کاظم عليه السلام سره د علي بن يقطين له مينې او له نورو پټو قيصو خبر ؤ،لاړو او هارون الرشيد ته ئې هر څۀ ويل او دا ئې هم ووئې چې کومې جامې تا علي بن يقطين ته وکړې وې هغه ئې امام ته ورکړي دي. هارون ډير غصه شو او وې ويل زۀ به تحقيق وکړم که ستا خبره رښتيا وه نو هغه به ووژنم او که دروغ دې ويلي وي نو بيا زۀ پوهيږم او تۀ. هارون الرشيد علي بن يقطين راوغوښت او وې پوښتل ما چې کومه چُغه مې درکړې وه هغه دې څۀ کړه؟ وې ويل هغه مې په عطرو خوشبويه کړې او په حفاظت سره مې ايښې ده. ښه  نو همدا اوس ئې راوړه.علي بن يقطين خپل يو مريې واستوۀ. هغۀ چُغه ئې راوړه او د هارون مخې ته ئې کيښوده، هارون چې چُغه وليده نو په ارام شو او علي بن يقطين ئې په احترام سره ستون کړ او وې ويل چې له دې ورسته به ستا په خلاف د هيچا چغلي ونه منم، بيا ئې حکم ورکړو چې هغه غلام دې زر کوړې ووهل شي خو هغه په پنځوسو کوړو مړ شو. علي بن يقطين د هجرت په 182 کال کله چې امام موسي کاظم عليه السلام په بند کښې ؤ، وفات شو. 13 ځنې کتابونه ئې هم شته چې نومونه ئې شيخ مفيد او شيخ صدوق ياد کړي دي.