Dec
20
2022
د عقلي حسن او قبح مسئله
ليکوال: حضرت آية الله مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې د انسان عقل د ډيرو څيزونو په ښه والي او بدوالي پوهيږي، او…
دا د ښه او بد د پيژندلو د توان په برکت ده چې خداى تعالى انسان ته ورکړى دى. پر دې اساس حتى د آسماني شريعتونو له نازليدلو مخکې ځينې مسائل د عقل په مټ انسان ته ښکاره وو. د عدالت او انصاف او نيکۍ ښه والى او د ظلم او زياتي بدوالى او د ډيرو اخلاقي صفاتو لکه رښتيا ويلو، امانت، سخاوت، او داسې نورو څيزونو ښه والى، او همدا راز د خيانت، بخل، او داسې نورو څيزونو بدوالى، ټول هغه مسائل دي چې د انسان عقل يې درک کوي، خو له دې امله چې د انسان عقل د ټولو څيزونو په قبح او حسن يعنې ښـه والي او بدوالي نه پوهيږي او د انسان معلومات په هر حال کې محدود دي، آسماني کتابونه او الهي دينونه او پيغمبران د دغه چارې د تکميل او بشپړتيا لپاره د خداى له لوري نازل شوي دي چې هم په عقلي ادراکاتو ټنيګار وکړي او هم هغه تياره اړخونه او زاويې چې عقل يې د پوهې وس نه لري روښانه کړي.
که مونږ د حقائقو په تشخيص کې د عقل له استقلاله بلکل انکار وکړو، بيا خو به د توحيد خداى پيژندنې او د انبياوو د بعثت او د آسماني دينونو خبره ختمه شي ځکه چې د خداى د وجود اثبات او د انبياوو د دعوت د حقانيت ثابتول يوازې د عقل له لارې ممکن دي. څرګنده ده چې د شرعې خبرې هغه وخت د منلو وړ دي چې دا دوه اصلونه (توحيد او نبوت) مخکې د عقل په دليل سره ثابت شوي وي او يوازې په شرعي دليل د دغو دواړو ثابتول ممکن نه دي.
By ps •
اعتقادي کتابتون
• Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, حمزه بابا, د مستبصرینو مقالې, شيعه, شیعه او سنی, محمدرحيم دراني, مرکز مستبصرین, مستبصرین, مقاله
Dec 20 2022
د عقلي حسن او قبح مسئله
د عقلي حسن او قبح مسئله
ليکوال: حضرت آية الله مکارم شيرازي
مونږ عقيده لرو چې د انسان عقل د ډيرو څيزونو په ښه والي او بدوالي پوهيږي، او…
دا د ښه او بد د پيژندلو د توان په برکت ده چې خداى تعالى انسان ته ورکړى دى. پر دې اساس حتى د آسماني شريعتونو له نازليدلو مخکې ځينې مسائل د عقل په مټ انسان ته ښکاره وو. د عدالت او انصاف او نيکۍ ښه والى او د ظلم او زياتي بدوالى او د ډيرو اخلاقي صفاتو لکه رښتيا ويلو، امانت، سخاوت، او داسې نورو څيزونو ښه والى، او همدا راز د خيانت، بخل، او داسې نورو څيزونو بدوالى، ټول هغه مسائل دي چې د انسان عقل يې درک کوي، خو له دې امله چې د انسان عقل د ټولو څيزونو په قبح او حسن يعنې ښـه والي او بدوالي نه پوهيږي او د انسان معلومات په هر حال کې محدود دي، آسماني کتابونه او الهي دينونه او پيغمبران د دغه چارې د تکميل او بشپړتيا لپاره د خداى له لوري نازل شوي دي چې هم په عقلي ادراکاتو ټنيګار وکړي او هم هغه تياره اړخونه او زاويې چې عقل يې د پوهې وس نه لري روښانه کړي.
که مونږ د حقائقو په تشخيص کې د عقل له استقلاله بلکل انکار وکړو، بيا خو به د توحيد خداى پيژندنې او د انبياوو د بعثت او د آسماني دينونو خبره ختمه شي ځکه چې د خداى د وجود اثبات او د انبياوو د دعوت د حقانيت ثابتول يوازې د عقل له لارې ممکن دي. څرګنده ده چې د شرعې خبرې هغه وخت د منلو وړ دي چې دا دوه اصلونه (توحيد او نبوت) مخکې د عقل په دليل سره ثابت شوي وي او يوازې په شرعي دليل د دغو دواړو ثابتول ممکن نه دي.
By ps • اعتقادي کتابتون 0 • Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, حمزه بابا, د مستبصرینو مقالې, شيعه, شیعه او سنی, محمدرحيم دراني, مرکز مستبصرین, مستبصرین, مقاله