آيا بې له خدايه له بل چا مرسته غوښتل شرک دے؟

آيا بې له خدايه له بل چا مرسته غوښتل شرک دے؟

ځواب: د عقل له نظره او د وحي په منطق کې ټول انسانان بلکې د نړۍ ښکارندې او مخلوقات لکه څنګه چې په خپل پيدايښت کې خداي ته محتاج دي په خپل تاثير او اغيز کولو کې هغه ته اړمن دي.

قران مجيد په دې حقله فرمايي:

يا ايها الناس انتم الفقراء الی الله و الله هو الغنی الحميد [1]

ای خلقو تاسو خداي ته محتاج يئ او هغه بې نيازه او ستايل شوے دے.

او په يو بل ځاي کې ټؤلې کاميابۍ د خداي په لاس کې ګڼي او فرمايي :

و ما النصر الا من عند الله العزيز الحکيم [2]

کاميابي او برياليتوب يوازې د عزتمن او د حکيم خداي له لوري دے.

د اسلام د دغه مسلم اصل په بنياد مونږ مسلمانان په هر لمانځه کې دا ايت شريف لولو:

اياک نعبد و اياک نستعين [3]

يوازې ستا عبادت کوو او له تا مرسته غواړو. اوس د دغه پوښتنې د روښانه کيدو لپاره وايو:

له خدايه پرته له بل چا مرسته غوښتل په دوه ډوله تصور کولے شو

1ــ لومړے صورت دا دے چې له يوه انسان يا بل څيز داسې مرسته وغواړو چې هغه په خپل اصل او وجود کې مستقل وګڼو او هغه په مرسته رسولو کې له خدايه بې نيازه وګڼو.

په دې کې شک نيشته چې له غير خدا داسې مرسته غوښتل شرک دے چې قران مجيد په دغه ايت کې د دغه ډول مرسته غوښتلو بې بنياد والے څرګندوي.

قل من ذالذی يعصمکم من الله ان اراد بکم سوال و اراد بکم رحمة و لا يجدون لهم من دون الله وليا و لا نصيرا [4]

ووايه که خداي ستاسو لپاره د عذاب اراده وکړي څوک دي چې تاسو له هغه په امان کړي ؟ او که د رحمت اراده وکړي (څوک يې مخه نيولے شي) او هغوي د ځان لپاره مرستندوے او ولي نه مومي.

2ــ بله روده دا ده چې له يوه بل انسانه د مرسته غوښتلو په وخت هغه د خداي مخلوق او خداي ته محتاج وګڼو چې پخپله استقلال او خپلواکي نه لري او که هغه څه کار او تاثير کوي نو دغه اثر ورته د بندګانو د ځينو مشکلاتو د هولاي لپاره د لوي خداي لخوا ورکړل شوے دے

د دغه ډول تفکر په اساس هغه کس چې مرسته ترې غواړو د واسطې حکم لري چې لوي خداي هغه د ځينو اړتياوو د پوره کولو لپاره واسطه او وسيله ګرځولې ده داسې مرسته غوښتنه په حقيقت کې له خدايه مرسته غوښتل دي ځکه هغه دے چې دغه وسايلو او اسبابو ته يې وجود او هستي ورکړي او هغه ته يې د نورو د اړتياوو د پوره کولو وس او تاثير ورکړے دے اصولا د انسانانو ژوند له همدغو اسبابو او مسبباتو د مرستې په غوښتلو جوړ شوے دے په دې اساس چې هغوي د مرستې له غوښتلو پرته د خلکو ژوند له ګډوډۍ سره مخامخيږي دلته هم که په دغه نظر هغوي ته وګورو چې د خداي د مرسته رسولو عوامل او وسيلې دي چې هم يې اصل او وجود له خداي له لوري دے او هم دا تاثير او برکت د خداي تعالی ورکړے دے نو دا مرسته غوښتل له توحيد او يو خداي مننې سره هيڅ تضاد نه لري.

که يو موحد او خداي پالے ګروندګر د زمکې، اوبو، هوا او لمر په شان عواملو مرسته اخلي او دانې زرغونولے شي په حقيقت کې له خدايه مرسته غواړي ځکه چې هغه دے چې وغو عواملو او وسيلو ته يې دا وس او استعداد ورکړے دے

روښانه ده چې دغه مرسته غوښتل د توحيد او يوخداي منلو له روح سره پوره پوره سمون خوري بلکې قران کريم مونږ ته امر کوي چې د لمانځه او صبر په شان څيزونو مدد وغواړئ هلته چې فرمايي:

واستعينوا بالصبر ولصلوة [5]

له صبر (ټينګتيا) او لمانځه مرسته وغواړئ.

روښانه ده چې صبر او پايداري د انسان کار دے او مونږ ته امر شوے چې له هغو مرسته وغواړو او په عين حال کې دا ډول مرسته غوښتل له دې سره چې خداي تعالی په دې ايت کې * اياک نعبد و اياک نستعين * مرسته غوښتل يوازې له ځان سره مخصوص کړي دي تضاد نه لري.