د دردناکو پيښو فلسفه څه ده؟

د دردناکو پيښو فلسفه

ليکوال: حضرت آية الله مکارم شيرازي

 

او په همدې وجه مونږ عقيده لرو چې هغه دردوونکې پيښې چې په دې دنيا کې کيږي (لکه زلزله، سیلاب، افتونه او بلاګانې) کله د خدای له لوری سزا وی لکه څنګه چې د لوط قوم په هکله راغلي دي «فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ؛ کله چې د عذاب په هکله زمونږ امر راورسيد،

د هغوي ښارونه مو په بل مخ واړول او د کاڼو سخت باران مو په هغوي نازل کړ»[7]

د سبا د ناشکره او سرغړونکو خلکو په هکله فرمايي: «فَاَعْرِضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ العَرم، هغوي (د خدای له اطاعته) مخ واړوه او مونږ په هغوي ورانوونکي سيلاب نازل کړ».

ځينې دغه پيښې د انسانانو د بيدارولو لپاره دي چې سمې لارې  ته ستانه شي «ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ؛ په وچه او دريابونو کې فساد او تباهي د هغو کارونو په وجه چې خلکو کړي دي ښکاره شوه، خداي تعالی غواړي د هغوي د ځينو عملونو نتيجه په هغوي وڅښي ښايي ستانه شي»[8] نو دغه ډول خطرناکې پيښې په حقيقت کې د خداي مهرباني ده.

بله برخه هغه مصيبتونه دي چې انسان يې له خپله لاسه ځانته پيدا کوي او په بله معنا د هغه د ناخبرۍ نتيجه وي «إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ؛ خدای تعالی د يو قوم برخليک نه بدلوي مګر دا چې هغوي پخپله ځانونه بدل کړي»[9]

«مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ؛ هغه څه چې له نيکيو او کاميابيو تاته رسيږي د خدای له لوري دي (د هغه په مرسته دي) او هغه مشکلات او بدۍ چې تاته رسيږي پخپله ستا له لوري دي»[10]

یاداښتونه

[6]. ال عمران ۱۰۸ ايت
[7]. هود سوره ۸۲ آيت
[8]. روم سوره ۴۱ آيت
[9]. رعد سوره ۱۱ ايت
[10]. نسا سوره ۷۹ ايت