له هارون رشيد سره د امام موسى كاظم عليه السلام مناظره

له هارون رشيد سره د امام موسى كاظم عليه السلام مناظره

 

هارون الرشيد (پنځم عباسى خليفه) له امام موسى كاظم عليه السلام سره د خبرو اترو په ترڅ كى وويل: تاسو ټولو خلكو ته وائىْ چې مونږ د پيغمبر صلی الله عليه و اله وسلم زامن يواو په همدى نامه مو يادوئ پداسې حال كى چې د پيغمبر صلی الله عليه و اله وسلم زوﮮ نه ؤ چې د زوﮮ لخوا يي نسل دوام موندلی  وى او پدې پوهيږئ چې د سړى  نسل د زوﮮ لخوا وى نه د لور،

او تاسو د هغۀ د لور زامن يئ او د پيغمبر صلی الله عليه و اله وسلم زامن نه؟

امام موسى كاظم عليه السلام (مثلاً) كه پيغمبراكرم عليه السلام همدا اوس حاضرشى او له تا لور وغواړى نو ور به يې نكړى؟

هارون:هووركوم به يي او په دى خپلوۍ به په عربو او عجمو وياړم.

امام عليه السلام:خو زما څخه به لور نه غواړى او ماته روا نه ده، چې لورمى د هغه ميرمنه شى.

هارون: ولې؟

امام عليه السلام: ځكه رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم زما د زيږيدنې لامل دﮮ (او زه يې نمسی يم) خو ستا نه دﮮ.

هارون: سمه ده اﮮ موسى! زما پوښتنه داده چې تاسى ولې وائئ، چې “زه د پيغمبرصلی الله عليه و اله وسلم له ځوځاته يم”؟ پداسې حال كى چې پيغمبر صلی الله عليه و اله وسلم زوﮮ نه  درلود ، چې نسلى لړى ئې دوام ومومى تاسود پيغمبرصلی الله عليه و اله وسلم د لور حضرت زهراعليه السلام له نسله يئ او د حضرت زهرا عليه السلام نسل به د پيغمبرصلی الله عليه و اله وسلم نسل نه دﮮ.

امام عليه السلام: په غصه كيږى خو به نه، او اجازه راكوى چې ځواب يې دركړم.

هارون: هو، ځواب راكړه

امام عليه السلام: خداﮮ پاك په قران مجيد كى فرمائى:

و من ذريته داود و سليمان و ايوب و موسى و هارون و كذلك نجزى المحسنين و زكريا ويحيى وعيسى و الياس كل من الصالحين.

“او د ابراهيم او داو او سليمان او يوسف او موسى او هارون له نسله دى او همداسې نيكانو ته اجر وركوو او همدارنګ زكريا او يحيى عيسى او الياس هر يو له صالحانو وو” (سوره انعام 84 او 85 ايتونهّي)

اوس له تانه پوښتنه كوم چې د حضرت عيسى عليه السلام پلار څوك و؟

هارون: حضرت عيسى عليه السلام پلار نه در لود.

امام عليه السلام: نو ځكه خداﮮ پاك پدى ايت كى حضرت عيسى عليه السلام د خپلى مور بىبى (مريم) له لارى د پيغمبرانو له نسل سره يوځاﮮ كړﮮ؛ خو مونږ هم د خپلې مور (بىبى فاطمي عليه السلام) له لارى د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم له نسل سره يوځاﮮ شوى يو.

امام عليه السلام بيا وفرمايل: ايا بل دليل هم ووايم؟

هارون: هو

امام عليه السلام: خداﮮ پاك (د مباهلې د واقعې په باب) وائى:

فمن حاجك فيه من بعد ما جائك من العلم فقل تعالوا ندع ابنائنا و ابناء كم و نسائنا و نسائكم و انفسنا و انفسكم ثم نبتهل فنجعل لعنه الله على الكاذبين.

“(اﮮ رسوله صلی الله عليه و اله وسلم!) هر كله چې (د حضرت عيسى عليه السلام په باب) علم او پوهه در ورسيده (نو دغه) كسان له تاسره كج بحثى او مخالفت كوى دوى ته ووايه: راشئ موږ به خپل زامن راوبلو او تاسوخپل زامن مونږ به خپلې ښځې راوبلو تاسو هم خپلې ښځى مونږ به خپل نفسونه راوبلو او تاسو خپل نو بيا به مباهله وكړو او په دروغجنو به د خداﮮ لعنت ووايو”    (سوره ال عمران 61 ايت)

امام عليه السلام بيا وفرمايل:نو چا هم دعوا نده كړى چې پيغمبراكرم عليه السلام له عيسائيانو سره د مباهلى (هغوى ته ښيرې كول چې په باطله روان دى) لپاره بې له حضرت على عليه السلام ،حضرت فاطمي عليه السلام ، حضرت حسن عليه السلام اوحضرت حسين عليه السلام نه بغير بل څوك راوستى وى ؛ نوځكه له دې واقعې دا څرګنديږى چې له ،انفسنا، (خپل نفس) څخه مراد حضرت على عليه السلام او له ،ابناءنا”(زمونږ زامن)نه مراد حضرت حسن عليه السلام او حضرت حسين عليه السلام دى چې خداى پاك هغوى د خپل ګران رسول صلی الله عليه و اله وسلم زامن بللى دى.

هارون د امام موسى كاظم عليه السلام روښانه دليل ومنۀ او وئې ويل: افرين اﮮ موسى… (1)

ياداست

طبرسى احتجاج (1/163-165).

ځينى خلك په همدې بنياد عقيده لرى هغه اولادونه چې د حضرت فاطمى بى بى له نسله د دنيا تر ړنګيدو پورى پيدا كيږى ټول سيدان دى او د رسول الله اولاد دﮮ؛ نوځكه كه د چا پلار سيد نه وى خو مور يې د حضرت فاطمى له نسله وى؛ نو هغه به سيد وى (ځير شئ)