حجاج په وړاندې د يوې زړۀ ورې ښځى پريكنده مناظره (لومړۍ برخه)

حجاج په وړاندې د يوې زړۀ ورې ښځى پريكنده مناظره (لومړۍ برخه)

 

حجاج بن يوسف ثقفـى د تاريخ يو ظـالم او جنايتكار واكمن ؤ د عبدالملك (پنځم اموى خليفه) لخوا د عراق والى (ګورنر) ؤ هغۀ ډير زيات سيدان او د اهلبيتو(عليهم السلام) مينه وال وژلى او له دى نه علاوه  د حضرت كميل (رض)، حضرت قنبر(رض) او حضرت سعد بن جبير(رض) په شان ستر شخصيتونه او د امام على عليه السلام ياران يې له تيغه تير كړى دى او دا ځكه چې د هغۀ له حضرت على عليه السلام سره سخته كينه وه.

يوه ورځ”حُره” نومى ميړنۍ او لائقه ښځه ( چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د رضاعى مور حضرت بى بى حليمى سعديې (رض) نمسۍ وه او د حليمى بى بى په لور ياديده او د حضرت امـام على عليه السلام پلوى وه) ناڅاپه د حجاج دربار ته راننوته او د دواړو تـر منځ داسـى بحث وشو:

حجاج: تۀ د حليمى سعديې لور حره يې؟

حره: فراسه من غير مومن  “دا د يو بې ايمانه تن هوښيارى ده” (دا د كنايې خبره وه او مطلب يې دا ؤ چې هو زۀ حره يم، خو په دى وجه چې بى ايمانه سړى وپيژندم نو دا ستا د هوښيارۍ دليل دی

حجاج: ته خدای دلته راوستى او زما منګولو ته ئې راكړى اوريدلې مى دى چې ته على عليه السلام له ابوبكر، عمر او عثمان (رض) نه افضل ګڼې.

حره: په دى باب تاته دروغ ويل شوى دى زه امام على عليه السلام له دوى سره نه پرتله كوم؛ بلكى زه امام على د حضرت ادم ، حضرت نوح، حضرت لوط، حضرت ابراهيم، حضرت موسى، حضرت داود، حضرت سليمان ، او حضرت عيسى (عليهم السلام) غوندي انبياو نه افضل ګڼم.

حجاج: افسوس دې چې ته على عليه السلام نه يوازې دا چې په اصحابانو افضل ګڼى، بلكى په اتو پيغمبرانو (چې اولوالعزم هم  پكې دى) هم افضل ګڼى، كه دليل دی ونۀ وايۀ، نو سر به دې پرې كړم.

حره: دا زۀ نه وايم چې امام علـى عليه السلام (له رسـول اكرم صلی الله عليه واله نه وروستو) لـه دغو انبياو نه افضل ګڼم؛ بلـكى خدای پـاك ورته افضليت وركړى دی.

قران مجيد د حضرت ادم عليه السلام په باره كى فرمائى: و عصى اّدم ربه فغوى. “ادم د خپل پروردګار نافرمانى وكړه او د هغه له اجر نه محروم شو (سوره طه121 ايت)

او د حضرت على عليه السلام (او د هغۀ د ميرمنې او زامنو) په باب فرمائى: و كان سعيكم مشكورا. “او ستاسو هڅه او لټون د قدرونى وړ دی” (سوره انسان22 ايت)

حجاج: ای حرې! افرين، اوس ووايه چې په څه دليل على عليه السلام له حضرت نوح عليه السلام او حضرت لوط عليه السلام نه افضل ګڼى؟

حره: خدای پاك هغه افضل ګڼلي دی:

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ .

“خدای كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه مثال وركړی هغوى زما د دوو صالحو بندګانو تر پالنى لاندې وې؛ خو هغوى ورسره خيانت وكړ او له دى پيغمبرانو سره د هغوى اړيكى (د خدای د عذاب په وړاندې)د هغوى حال ته ګټه نه رسوى اوهغو ته وويل شو: له اور ته ننووتونكيو سره يو ځای، اور ته ننوزى (سوره تحريم 10ايت)

خو د امام على عليه السلام ميرمن د رسول اكرم صلی الله عليه واله لور بى بى فاطمه (ع) ده، چې رسول الله صلی الله عليه واله فرمائئ: د هغې خوښه د خدای پاك خوښه ده او د هغى غصه د خدای پاك غصه ده .

حجاج: افرين حرې: خو اوس ووايه چې د پيغمبرانو په پلار حضرت ابراهيم عليه السلام باندې على عليه السلام په كوم دليل افضل ګڼى.

حره: خدای پاك په قران مجيد كى وفرمائى: چې ابراهيم عليه السلام عرض وكړ: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي  “ای ربه! ماته وښايه چې مړى څنګه ژوندى كوی؟ خدای پاك وفرمايل: مګر ايمان دې ندی راوړی ابراهيم عليه السلام عرض وكړ، ولې نه خو غواړم زړۀ ته مې اطمينان حاصل شى.” (سوره بقره260 ايت)

خو زما مولا على عليه السلام (د يقين په داسې درجه كى ؤ چې ) فرمائى: لو كشف الغطاء ما ازددت يقينا. “كه پردې لرې شى؛ نو په يقين كى به مې زياتوالی ونه شى” داسې خبره نه چا مخكى كړى او نه به ئې بيا څوك وكړى.