په قران مجيد کښې د حضرت ابراهيم (ع) مناظرې

په قران مجيد کښې د حضرت ابراهيم ( ع ) مناظرې

 

په قران مجيد کښې د او لوالعزم پيغمبر حضرت ابراهيم علیه السلام ځينو مناظرو ته اشاره شوې ده او راښئ چې د حضرت ابراهيم(ع) لاروي له عقيدتي، اجتماعي او سياسي مسائلو نه لا تعلقه او بې تفاوته نشي پاتې کيدې او په کلتوري او نورو سنګرونو کښې په خپلو منطقي خبرو او دلايلو سره د حق دفاع کوي .

د حضرت ابراهيم علیه السلام لخوا د بتانو د ماتونې په قيصه کښې راغلي دي چې هغه د بت خانې ټول بتان مات کړل خو لوې بت يې همداسې جوړ بريښود، او چې کله د نمرود د محاکمې او قضا غونډ ته راوړاندې کړې شو نو ورته يې وويل: چې ولې دې بتان مات کړل؟ نو په ځواب کښې يې ورته وويل:

بَل فَعَلَهُ کَبِير هُم هَذا فآسئلو هُم إن کانو يَنطِقُون : بلکې لوې (بت) دا کار کړې دې(بتان) خبرې کولې شي نو پوښتنه ترې وکړي (انبياء 62 ايت )

بت پرستانو ورته وويل: اې ابراهيمه؛ تۀ په خپله ښه پوهيږې چې بتان خبرې نه کوي: حضرت ابراهيم (ع) له همدې موقعې نه یې ګټه واخيسته او ورته يي وويل: نو بيا ولي د دغو عاجزو بتانو (چي هيڅ ګټه او تاوان نه لري او د يو کار وس پکې نيشته) عبادت کوئ، ولي او اخير ولې؟ افسوس دې وي په تاسو او ستاسو په پستو او ادني معبودانو باندې، ايا غور او فکر نه کوي؟ [1]

د قران مجيد په يو بل ځاې کښې لولو: نمرود، حضرت ابراهيم عليه السلام ته وويل: ستا خداې څوک دې ؟

حضرت ابراهيم و فرمايل : زما خداې هغه څوک دې، چې مرګ او ژوند يې په اختيار کښې دې زۀ داسې پروردګار ته سجده کوم، دلته نمرود د ساده وګړيو د تېر ايستلو لپاره له چل نه کار واخست او وې ويل:

اې بې خبره، دا خو زما په لاس کښې دي هم زۀ خلک ژوند کوم او هم رۀ يې وژنم ، مګر کورې نه چې په مرګ محکوم يو مجرم ازادوم او يو بندي چې په مرګ محکوم نۀ دے هغه وژنم.

نمرود حكم وركړ، چې د پانسۍ يو قيدي ازاد كړئ او يو بل قيدي چې د پانسۍ حكم ورته ندے شوے پانسي يې كړئ.

حضرت ابراهيم(ع) د نمرود د مغالطې په مقابل كې، خپل استدلال داسې وړاندې كړ:

“يوازې مرګ او ژوند د خداې په اختيار كې نه دي؛ بلكې د هستي ټول عالم د خداې په اختيار كې دے په همدې بنياد زمـا خداې سهار نمر له مشرقه راخيژوي او ماښام يې په مغرب كې ډوبوي. كه ته ريښتيا وايې چې د خلكو خداې يې؛ نو نمـر له مغربه را وباسه او په مشرق كې يې ډوب كړه. قران مجيد فرمايي: فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ”   نمرود (د حضرت ابراهيم (ع) د سرګرځونكى استدلال او  پوښتنې په وړاندې داسې مغلوب او حيران شو) چى د خبرې توان يې ختم شو،  او خداې پاک ظالمانو ته هدايت نه كوى”  [2]

دا وې له مخالفانو سره د حضرت ابراهيم (ع) د مناظرو او استدلالونو بيلګې او نمونې چې په قران مجيد كې راغلي دي او راښيي، چې د مناظرو سمې طريقې زده كړو او د كلتورى او ثقافتي سازشونو او دسيسو په مقابل كښې د ټينګو استدلالونو او مناظرو په وسلې سره وسله وال شو او په خپله موقعه د حق دفاع وكړو، لكه په قران مجيد كې لولُو.

يَا ايُهَا الذينَ امَنُوا خُذُواحذرَكُم.  [3]

” ای مؤمنانو! (د دښمن په وړاندې) خپله تياري او امادګي ولرئ.

دا ايت ښي چې مسلمانانو ته پكار دى د ژوند په ټولو ډګرونو، كې د دښمنانو او سازش كوونكيو په وړاندې هر وخت تيار او اماده اوسي. له دغو ډګرونو نه يو ډګر فكري او كلتورى ډګر دے، چې اغيزه يې له نورو زياتـه او ژَوره ده. څرګنده ده چـې د فـكري امـادګي يو اړخ د علمي شننې د طريقو پيژندل دي چې په كار دي په مناسبو موقعو كـې تـرې ګټه واخستل شي او له حقـه دفـاع وشي. حضرت امـام جعفر صادق (ع) له مخالفانو سره د مناظرې او مباحثې د ضرورت په باب په يوه وينا كښې فرمايي:

خاصموهم و بينوا لهم ا لهدى الذى انتم عليه و بينوا لهم ضلالتهم وباهلوهم فى على عليه السلام

” له مخالفانو سره مباحثه وكـړئ او د هدايت او لارښوونې لاره  چې تاسو پرې روان يئ روښانه كړئ او هغوي ته د هغوي بي لاري په ګوته كړئ.

او د حضرت امام على (ع) په باره كې ورسره مباهله (د ښيرو غوښتنه او د باطلې خوا لپاره د خداې پاک له درګاه نه د مصيبت غوښتنه) وكړئ. [4]

په هم دې بنياد د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)، د هغه د اهلبيتو امامانو(ع) او د هـغوي لارويانو عالمانو به تل پـه مناسبو موقعو كـې استدلالي او قانـع كوونـكي بحثونه، مقابلې او مناظرې كولې او پـه دې طريـقه يـې ډيرو خلقو تـه سمه لاره وښودله او له بې لارېتوبه يې وژغـورل.

( په دى باب وګورئ: احتجاج طبـرسي دوهم ټوک، بحار 9  او 10 ټوكونه)

حـضرت امام محمـد باقر عليه السلام فرمايي:

علماء شيعتنا مرابطون فى الثغر الذى يلى ابليس و عفاريته يمنعونهم عن الخروج على ضعفاء شيعتنا، و عن ان يتسلط عليهم ابليس و شيعته النواصب الا فمن انتصب كان افضل ممن جاهد الروم و الترك والخزر الف الف مره، لانه يرفع عن اديان محبينا و ذلك يدفع عن ابدانهم.

” زمونږ لارويان عالمان او پوهان د هغو پاسوالانو او پولوساتوونكيو په شان دي چې د ابليس او د هغۀ د لښكريانو په مقابل كې يي صف جوړ كړے وي او زمونږ په هغو لارويانو باندي چي د خپلې دفاع طاقت نه لري د هغوي د بريدونو او حملو مخ نيوې كوي او هم دا رنګه د ابليس او د هغۀ د ناصبي لارويانو لخوا په هغوي باندې د تسلط مخه نيسي، پوهـ شئ چې د دغو عالمانو ارزښت، قدر او قيمت له هغو سپايانو زر ځلې غوره دے، چې د روم، ترک او خزر د كفارو بريدونو په مقابل كې جنګيږي ځكه چي هغوي د اسلامى عقائدو او كلتور ساتندوې او زمونږ د مينه والو د دين څارندوې دي په داسې حال كښې چې مجاهدين د جغرافيائي پولو ساتندوې دي.  [5]

د الازهر پوهنتون د ستر مفتى او استاد اوراښاد شيخ محمود شلتوت وينا

د مصر د الازهر پوهنتون ( جامعه الازهر) ستر مفتى او استاد شيخ محمود شلتوت چې د اهلسنتو يو ستر عالم ؤ په يوه مركه كې وايي:

والباحث المستوعب المنصف، سيجد كثيراً فى مذهب الشيعه ما يقوى دليله و يلتئم مع اهداف الشريعه من صلاح الاسره و المجتمع، و يدفعه الى الا خذه و لاارشاد اليه        

“يوڅيړونكې چې دانصاف په بنياد د اسلام په ټولو اړخونو كې څيړنه كوي نو د شيعه مذهب له ډيرو مواردو سره مخ كيږي او دې نتيجې ته رسي چې د دې مذهب دليل مضبوط دے او د ټولنې او كهول د اصلاح او سمونـې په لـړ كې د اسلامى شـريعت له هـدفونو او مقصدونو سره سمون خوري او پدې ډول انسان د تشيع او د هغه  د لارښونو په لور ګروهنه پيدا كوي. ” شيخ محمود شلتوت بيا ورپسې څو كورنۍ او ټولنيز مسايل يادوي. او بيا وايي:

” كله چې په دې چارو كې له مانـه پوښتنـه كيږي نو زۀ د شيعه فتوو په بنياد ځواب وركوم.”

د اهلسنتو د يو داسـې ستر عالم او د قاهـرې د الازهر پوهـنتون د مشر داسې اعتراف ډير په زړۀ پورې او اميد بخِښونكې دے چې شيعه مذهب د برهان او استدلال په بنياد او د صحيح اسلام له هدفونو او مقصدونو سره  هماهنګ مذهب ګڼي. د شيعه مـذهب د پـيروي د سموالي په لړ كې د هغۀ تاريخي فتوا او د قاهرې د سترو عالمانو لخوا د هغې د تائيد په باب تفصيل، به په راتلوونکو مناظرو كې بيان شي.

سرچینې

[1]  ( سوره انبياء ايت 65 )

[2]  ( بقره 260 ايت(

[3]  ( نساء 71 ايت)

[4]  (وګورئ: بخارى 10 ټوک 452 مخ)

[5]  (وګورئ احتجاج طبرسى 1ټوک 155 مخ)